په کالیفورنیا کې تر سختو ورښتونو وروسته سېلابونو دوه کسان مړه کړي

د امریکا د کالیفورنیا ایالت په سویلي برخو کې تر سختو ورښتونو وروسته سېلابونه راوتلي، چې له امله یې دوه کسان مړه شوي دي. ځایي چارواکو په څو ولسوالیو کې بېړنی حالت اعلان کړی او د سان برنارډینو کاونټي ښار کې بیا د اوبو د ډنډونو له امله ټرانسپورتي چارې هم ګډوډې شوې دي.