د سویلي کوریا څارنوال د دغه هېواد پخواني ولسمشر لپاره د ۱۰ کلن بند سزا غوښتنه کړې

د سویلي کوریا ځانګړي څارنوال د دغه هېواد پخواني ولسمشر یون سوک یول لپاره د ۱۰ کلن بند سزا غوښتنه کړې. نوموړی تېرکال د ډسمبر په درېیمه نېټه د پوځي حکومت د اعلانولو له امله د خلکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.