• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه سږکال افغانستان او منځنۍ اسیا ته د اوبلنو ګازو صادرات نږدې دوه چنده کوي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۷ GMT+۰

د روسیې د صنعت سرچینو د جمعې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې روسیې د جنوري له میاشتې تر د نوامبر پورې په موده کې افغانستان او د پخواني شوروي اتحاد د مرکزي اسیا جمهوریتونو ته د مایع پټرولیم ګاز صادرات نږدې دوه چنده کړي دي، چې اندازه یې ۱.۰۱۶ میلیون میټریک ټنو ته رسیدلي دي.

راپور زیاتوي چې په دې سره مسکو اړ شو چې د اروپا څخه د اوبلن ګاز اکمالات وګرځوي، کوم چې د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې د اوکراین د جګړې له امله له روسیې څخه د اېل پي جي وارداتو باندې بندیزونه ولګېدل.

اېل پي جي په عمده توګه د موټرو، تودوخې او نورو پیټرو کیمیکلونو تولید لپاره د سونګ توکو په توګه کارول کیږي.

سوداګرو ویلي، چې افغانستان او همدارنګه قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ته اکمالات اوس د روسیې د اوبلن ګاز د ټولو صادراتو شاوخوا ۳۶سلنه جوړوي، په ۲۰۲۴ کې دا اندازه ۱۹ سلنه وه.

افغانستان په دې سیمه کې د روسیې د اوبلن ګاز ترټولو لوی پیرودونکی دی.

په جولای میاشت کې روسیې د طالبانو د نوي سفیر باورلیک ومانه او د طالبانو حکومت یې پر رسمیت وپېژاند.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د ایران خصوصي سکټور له افغانستان سره په سوداګرۍ کې د اسعارو ‌تړون لغوه کېدو غوښتنه کړې

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۴ GMT+۰

د تهران د سوداګرۍ خونې مشر محمود نجفي‌عرب وايي، له افغانستان او نورو ګاونډيو هېوادونو سره په سوداګرۍ کې د اسعارو تړون لغوه کېدل کولای شي د ايران صادرات لا زيات کړي او د دواړو هېوادونو اقتصادي همکاري پياوړې کړي.

نوموړي د «تهران ډيزاين اونۍ» په مراسمو کې ويلي، د ايران خصوصي سکټور له حکومته غوښتي چې له افغانستان، عراق او د اوراسيا ټولنې له غړو هېوادونو سره په سوداګرۍ کې د اسعارو تړون شرط لرې شي. د هغه په وينا؛ دغه اقدام به د توليدوونکو او صادرونکو انګېزه لوړه کړي او لږ تر لږه ۱۲ مېليارد ډالره به د ايران صادراتو ته ور زیات کړي.

د اسعارو تړون هغه حکومتي تګلاره ده، چې له صادروونکو غواړي د صادراتو له لارې تر لاسه شوې پيسې بېرته هېواد ته راوړي او په مجازو بانکونو يا صرافيو کې يې په نيمایي بیه وپلوري؛ تر څو حکومت د اسعارو بازار تنظيم کړي، د پانګې د وتلو مخه ونيسي او د وارداتو لپاره اړينې پيسې برابرې کړي؛ خو دغه تګلاره د صادرونکو د صادراتو انګېزه کمولای شي.

نوموړي افغانستان د ايران لپاره يو مهم او نږدې صادراتي بازار وباله او زياته يې کړه، که د صادراتو د اسعارو بیه د ازاد بازار له بيې سره نږدې وټاکل شي؛ نو صادرونکي به په اسانۍ ترلاسه شوې پيسې بېرته هېواد ته راوړي او خپل فعاليتونه به پراخ کړي.

نجفي‌عرب دارنګه ټينګار وکړ، چې ايراني توليدوونکي بايد د افغاني مصرفوونکو د خوښې، اړتياوو او کلتور له مخې خپل محصولات طرحه او توليد کړي.

ایران په دوغارون سوداګریزه سیمه کې پانګوالو ته د ۲۰ کلونو مالي معافیت اعلان کړی

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۹ GMT+۰

د ایران د دوغارون سوداګریزې سیمې د اقتصادي پراختیا مرستیال ویلي، هغه کورني او بهرني پانګوال چې په دې سیمه کې پانګونه کوي، تر ۲۰ کلونو پورې به له مالیې ورکولو معاف وي. هغه زیاته کړې، د دې سیمې په تصویب شوې محدوده کې د افغان پانګوالو اقتصادي فعالیتونه ویزې ته اړتیا نه لري.

حسن نوري‌زاده د ایران دولتي خبري اژانس«ایرنا»سره په خبرو کې ویلي، دا مهال د ایراني او بهرنیو سوداګرو او اقتصادي فعالانو د فعالیت ټول جوازونه د دوغارون د ازادې سوداګریزې سیمې د ادارې له لوري صادریږي او اداري بهیرونه تر ډېره حده ساده او لنډ شوي دي.

هغه همداراز ویلي، د دوغارون سرحدي ګمرک ۱۰۷ کلن تاریخ لري او د دې ازادې سوداګریزې سیمې له فعالېدو وروسته، هغه امتیازات چې د قانون له مخې سوداګرو او اقتصادي فعالانو ته ورکړل شوي، په اوږدمهال کې به د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

د دوغارون سیمې د اقتصادي پراختیا مرستیال افغانستان د ایران لپاره یو مهم بازار وباله او ویې ویل، کلتوري نږدېوالی، د هرات ښار جغرافیایي نږدېوالی، په افغان بازارونو کې د ایراني توکو کیفیت او پراخ حضور او همداراز د خوندي سوداګریز چاپېریال برابرېدل، د افغان سوداګرو پام لا ډېر د ایراني محصولاتو پر لور اړولی دی.

نوري‌زاده د دې سیمې پراخوالي ته په اشارې ویلي، د دوغارون ازاده سوداګریزه ـ صنعتي سیمه شاوخوا اته زره او ۷۰۰هکتاره مساحت لري او د دې سیمې په قانوني او تصویب شوې محدوده کې د افغان پانګوالو اقتصادي فعالیتونه ویزې ته اړتیا نه لري.

د هغه په وینا، هرات د افغانستان تر ټولو صنعتي ښار بلل کېږي، چې له درې میلیونو او ۶۰۰زرو څخه زیات نفوس لري او د دوغارون له سرحدي لارې یوازې ۱۲۰کیلومتره واټن لري، چې هر کال د ایراني توکو لویه برخه دغه ولایت ته لېږدول کېږي.

هغه همداراز یادونه کړې چې په تېر یو کال کې د خراسان رضوي ولایت او د افغانستان د هرات ولایت ترمنځ سوداګریزې اړیکې، د دواړو لوریو د لوړپوړو چارواکو په ځانګړې پاملرنې د دوغارون له ستراتیژیکې لارې پراخې شوې دي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان په ګمرکونو کې د ځيرکو ډیجټیلي سیستمونو نشتوالی د دوغارون لپاره یوه ننګونه ده، خو که دا زیربناوې برابرې شي، د ترانزیت، صادراتو، وارداتو او مسافرۍ چارو بهیر به لا اسانه او چټک شي.

په ایران کې د طالبانو سفیر فضل‌محمد حقاني د چابهار بندر سیمې ته تللی

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۴ GMT+۰

په تهران کې د طالبانو سفیر مولوي فضل‌محمد حقاني د ایران د چابهار ازادې اقتصادي سیمې د مشر محمد سعید اربابي په بلنه یادې سیمې ته سفر کړی او له نوموړي سره یې د دواړو لوریو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

په تهران کې د طالبانو له سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د چابهار بندر د ظرفیتونو پر اغېزناکې کارونې، د افغان توکو د صادراتو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو، د سوداګرۍ د کچې پر لوړولو او د ترانزیټي لارو د پراختیا پر موضوعاتو بحث شوی دی.

دواړو لوریو ټینګار کړی چې چابهار بندر د افغانستان لپاره د سمندري سوداګرۍ یو مهم او بدیل مسیر دی او کولی شي د سیمې په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.

په ورته وخت کې، د چابهار د ازادې اقتصادي سیمې مشر محمد سعید اربابي ویلي، چې چابهار د ایران یوازینی سمندري بندر دی او دا وړتیا لري چې د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ او ترانزیټ اصلي دروازه وګرځي.

نوموړي له دې کتنې وروسته د ایران«ایرنا» خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د چابهار جغرافیایي موقعیت افغانستان ته دا زمینه برابروي چې تر ټولو لنډې او اقتصادي لارې ازادو اوبو ته لاسرسی ولري.

د هغه په وینا، د چابهار ازاده سوداګریزه ـ صنعتي سیمه د افغان سوداګرو لپاره د توکو د واردولو او صادرولو تر ټولو ارزان او خوندي مسیر بلل کېږي.

د چابهار اقتصادي سیمې مشر همداراز ویلي، چې دا سیمه چمتو ده افغان پانګوالو ته ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړي او د ایران او افغانستان د سوداګرو ترمنځ هېڅ ډول توپیر نه کوي.

هغه ټینګار کړی، چې د افغان پانګوالو ملاتړ د دې سیمې له لومړیتوبونو څخه دی او پلان شته چې د افغان پانګوالو لپاره ځانګړې ساحه هم بېله شي.

100%

اربابي دا هم ویلي، چې دا مهال شاوخوا ۱۷۰۰ افغان وګړي له خپلو کورنیو سره په چابهار کې مېشت دي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو ټولنیزو او اقتصادي اړیکو څرګندونه کوي.

د هغه په وینا، د ترانزیټي لګښتونو کمښت، د بندري فیسونو راټیټول او د چابهار ـ زاهدان د اورګاډي د پټلۍ فعالېدل به د افغان سوداګرو لپاره مهمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

طالب سفیر مولوي فضل‌محمد حقاني هم د چابهار بندر رول د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره ارزښتناک بللی دی.

د طالبانو سفیر په سیمه کې د مولانا عبدالرحمن چابهاري له سني مدرسې هم لیدنه کړې ده.

له پاکستان سره تړلې لارې؛ له کندهار نه ایران ته ۷۰۰ ټنه پنبه صادره شوې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۷ GMT+۰

د کندهار د کانونو او صنایعو خونې مسوولین وایي، له پاکستان سره د افغانستان د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته په تېره نږدې یوه میاشت کې له دغه ولایت نه ایران ته شاوخوا ۷۰۰ټنه پنبه صادره شوې او اوس ترکیې او چین ته هم د افغانستان د پنبې د لېږد هڅې پیل شوې دي.

د کندهار د کانونو او صنایعو خونې مشر سید سرور اماني وايي، د نویو نړۍوالو بازارونو د جلب لپاره د پنبې کیفیت پر لوړولو یې کار پېل کړی. نوموړي وویل:« موږ باید د پنبې کیفیت دومره لوړ کړو، چې وکولای شو د ترکیې او چین بازارونه ځانته راواړوو.»

په کندهار ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال په کندهار کې پر ۲۱۵۰ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې چې د تېر کال پرتله شاوخوا سل هکتاره زیاتوالی ښيي. د دوی په وینا؛ تمه کېږي چې سږ کال له دغه ولایته تر ۸۶۰۰ ټنه ډېره پنبه بازار ته وړاندې شي.

چارواکي زیاتوي، په کندهار کې د کوکنارو له کښت وروسته د بدیلو حاصلاتو په ځانګړي ډول د پنبې کښت ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې چې دغه چاره نه یوازې د بزګرانو لپاره د عاید نوې سرچینه ده؛ بلکې د هېواد د صادراتو د پراخېدو لپاره هم مهمه بلل کېږي.

د افغانستان په ګډون له ۹ هېوادونو سره د پاکستان د سوداګرۍ کسر ۶.۲۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلی

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۰ GMT+۰

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي، چې د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال د لومړیو پنځو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان په ګډون له ۹ ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان د سوداګرۍ کسر د تېرکال د همدې مودې په پرتله ۳۹.۳۳ سلنه زیات شوی او ۶.۲۲۱ میلیاردو ډالرو ته رسېدلی دی.

د راپور له‌مخې، دغه شمېر د تېر کال په همدې دوره کې ۴.۴۶۵ میلیارد ډالر و.

یادې ورځپاڼې د سوداګرۍ د لوړ شوي کسر لامل د پاکستان د صادراتو په ځانګړې توګه چین او افغانستان ته د کمښت یادونه کړې ده.

پاکستان د اکټوبر له ۱۰مې راهيسې افغانستان ته د صادراتو په ګډون هر ډول سواګري ځنډولې ده.

د ورځپاڼې د معلوماتو له‌مخې، هند ته بیا په صادراتو کې په کمه اندازه زیاتوالی راغلی. د پاکستان د دولتي بانک د راټولو شویو معلوماتو پربنسټ، بنګله‌دېش او سریلانکا ته هم صادرات کم شوي دي.

د یادې ورځپاڼې د خبر له‌مخې، د ۲۰۲۵ مالي کال په جریان کې له نهه ګاونډيو هېوادونو سره د پاکستان د سوداګرۍ کسر د تېر کال په پرتله ۲۹.۴۲ سلنه زیات شوی، چې ۱۲.۲۹۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلي او د تېر کال په همدې دوره کې ۹.۵۰۲ میلیارد ډالر و.

د پاکستان د صادراتو ارزښت نهو هېوادونو افغانستان، چین، بنګله‌دېش، سریلانکا، هند، ایران، نیپال، بوتان او مالدیف ته د مالي کال له جولای میاشتي څخه تر نومبر پوري ۱۷.۰۵ سلنه کم شوی او ۱.۶۳۵ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال په ورته موده کې ۱.۹۷۱ میلیارد ډالر و.

د ۲۰۲۶ مالي کال د لومړیو پنځو میاشتو په ترڅ کې د پاکستان واردات د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۲.۰۶ سلنه زیات شوي، چې له ۶.۴۳۶ میلیارد ډالرو څخه ۷.۸۵۶ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي دي.

پاکستان ډېر واردات له چین، هند او بنګله‌دېش څخه کوي.

د راپور د معلوماتو له‌مخې، دغه هېواد د ۲۰۲۶ مالي کال په لومړیو میاشتو کې له چین څخه ۲۲.۹۰ سلنه زیات ورادات کړي، چې له ۶.۲۷۵ میلیارد ډالرو څخه ۷.۷۱۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلي.

پاکستان د ۲۰۲۵ مالي کال کې له چین څخه ۱۶.۳۱۲ میلیارد ډالره ورادات کړي و، چې د تېر کال په پرتله ۲۰.۷۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ډاڼ ورځپاڼې د خبر له‌مخې، په ۲۰۲۶ مالي کال کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۹۴.۷۲ سلنه کم شوي او له ۴۰۸.۵۸۵ میلیونو ډالرو څخه ۲۱۰.۵۵۶ میلیونه ډالرو ته ټيټ شوي دي. د افغانستان څخه واردات یې بیا ۸.۵۲۷ میلیونه ډالره ثبت کړي، چې د ۲۰۲۵ مالي کال په پرتله ۳۴.۴۶ سلنه کموالی ښيي.

د راپورونو پربنسټ، پاکستان تر ډېره له اقتصادي بې‌ثباتۍ سره مخ دی او د دغه هېواد ډېره تکیه پر بهرنیو مرستو او پورونو ده.