• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ایران کې د طالبانو سفیر فضل‌محمد حقاني د چابهار بندر سیمې ته تللی

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۴ GMT+۰تازه شوی: ۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۰

په تهران کې د طالبانو سفیر مولوي فضل‌محمد حقاني د ایران د چابهار ازادې اقتصادي سیمې د مشر محمد سعید اربابي په بلنه یادې سیمې ته سفر کړی او له نوموړي سره یې د دواړو لوریو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

په تهران کې د طالبانو له سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د چابهار بندر د ظرفیتونو پر اغېزناکې کارونې، د افغان توکو د صادراتو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو، د سوداګرۍ د کچې پر لوړولو او د ترانزیټي لارو د پراختیا پر موضوعاتو بحث شوی دی.

دواړو لوریو ټینګار کړی چې چابهار بندر د افغانستان لپاره د سمندري سوداګرۍ یو مهم او بدیل مسیر دی او کولی شي د سیمې په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.

په ورته وخت کې، د چابهار د ازادې اقتصادي سیمې مشر محمد سعید اربابي ویلي، چې چابهار د ایران یوازینی سمندري بندر دی او دا وړتیا لري چې د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ او ترانزیټ اصلي دروازه وګرځي.

نوموړي له دې کتنې وروسته د ایران«ایرنا» خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د چابهار جغرافیایي موقعیت افغانستان ته دا زمینه برابروي چې تر ټولو لنډې او اقتصادي لارې ازادو اوبو ته لاسرسی ولري.

د هغه په وینا، د چابهار ازاده سوداګریزه ـ صنعتي سیمه د افغان سوداګرو لپاره د توکو د واردولو او صادرولو تر ټولو ارزان او خوندي مسیر بلل کېږي.

د چابهار اقتصادي سیمې مشر همداراز ویلي، چې دا سیمه چمتو ده افغان پانګوالو ته ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړي او د ایران او افغانستان د سوداګرو ترمنځ هېڅ ډول توپیر نه کوي.

هغه ټینګار کړی، چې د افغان پانګوالو ملاتړ د دې سیمې له لومړیتوبونو څخه دی او پلان شته چې د افغان پانګوالو لپاره ځانګړې ساحه هم بېله شي.

100%

اربابي دا هم ویلي، چې دا مهال شاوخوا ۱۷۰۰ افغان وګړي له خپلو کورنیو سره په چابهار کې مېشت دي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو ټولنیزو او اقتصادي اړیکو څرګندونه کوي.

د هغه په وینا، د ترانزیټي لګښتونو کمښت، د بندري فیسونو راټیټول او د چابهار ـ زاهدان د اورګاډي د پټلۍ فعالېدل به د افغان سوداګرو لپاره مهمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

طالب سفیر مولوي فضل‌محمد حقاني هم د چابهار بندر رول د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره ارزښتناک بللی دی.

د طالبانو سفیر په سیمه کې د مولانا عبدالرحمن چابهاري له سني مدرسې هم لیدنه کړې ده.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

له پاکستان سره تړلې لارې؛ له کندهار نه ایران ته ۷۰۰ ټنه پنبه صادره شوې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۷ GMT+۰

د کندهار د کانونو او صنایعو خونې مسوولین وایي، له پاکستان سره د افغانستان د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته په تېره نږدې یوه میاشت کې له دغه ولایت نه ایران ته شاوخوا ۷۰۰ټنه پنبه صادره شوې او اوس ترکیې او چین ته هم د افغانستان د پنبې د لېږد هڅې پیل شوې دي.

د کندهار د کانونو او صنایعو خونې مشر سید سرور اماني وايي، د نویو نړۍوالو بازارونو د جلب لپاره د پنبې کیفیت پر لوړولو یې کار پېل کړی. نوموړي وویل:« موږ باید د پنبې کیفیت دومره لوړ کړو، چې وکولای شو د ترکیې او چین بازارونه ځانته راواړوو.»

په کندهار ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال په کندهار کې پر ۲۱۵۰ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې چې د تېر کال پرتله شاوخوا سل هکتاره زیاتوالی ښيي. د دوی په وینا؛ تمه کېږي چې سږ کال له دغه ولایته تر ۸۶۰۰ ټنه ډېره پنبه بازار ته وړاندې شي.

چارواکي زیاتوي، په کندهار کې د کوکنارو له کښت وروسته د بدیلو حاصلاتو په ځانګړي ډول د پنبې کښت ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې چې دغه چاره نه یوازې د بزګرانو لپاره د عاید نوې سرچینه ده؛ بلکې د هېواد د صادراتو د پراخېدو لپاره هم مهمه بلل کېږي.

د افغانستان په ګډون له ۹ هېوادونو سره د پاکستان د سوداګرۍ کسر ۶.۲۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلی

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۰ GMT+۰

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي، چې د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال د لومړیو پنځو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان په ګډون له ۹ ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان د سوداګرۍ کسر د تېرکال د همدې مودې په پرتله ۳۹.۳۳ سلنه زیات شوی او ۶.۲۲۱ میلیاردو ډالرو ته رسېدلی دی.

د راپور له‌مخې، دغه شمېر د تېر کال په همدې دوره کې ۴.۴۶۵ میلیارد ډالر و.

یادې ورځپاڼې د سوداګرۍ د لوړ شوي کسر لامل د پاکستان د صادراتو په ځانګړې توګه چین او افغانستان ته د کمښت یادونه کړې ده.

پاکستان د اکټوبر له ۱۰مې راهيسې افغانستان ته د صادراتو په ګډون هر ډول سواګري ځنډولې ده.

د ورځپاڼې د معلوماتو له‌مخې، هند ته بیا په صادراتو کې په کمه اندازه زیاتوالی راغلی. د پاکستان د دولتي بانک د راټولو شویو معلوماتو پربنسټ، بنګله‌دېش او سریلانکا ته هم صادرات کم شوي دي.

د یادې ورځپاڼې د خبر له‌مخې، د ۲۰۲۵ مالي کال په جریان کې له نهه ګاونډيو هېوادونو سره د پاکستان د سوداګرۍ کسر د تېر کال په پرتله ۲۹.۴۲ سلنه زیات شوی، چې ۱۲.۲۹۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلي او د تېر کال په همدې دوره کې ۹.۵۰۲ میلیارد ډالر و.

د پاکستان د صادراتو ارزښت نهو هېوادونو افغانستان، چین، بنګله‌دېش، سریلانکا، هند، ایران، نیپال، بوتان او مالدیف ته د مالي کال له جولای میاشتي څخه تر نومبر پوري ۱۷.۰۵ سلنه کم شوی او ۱.۶۳۵ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال په ورته موده کې ۱.۹۷۱ میلیارد ډالر و.

د ۲۰۲۶ مالي کال د لومړیو پنځو میاشتو په ترڅ کې د پاکستان واردات د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۲.۰۶ سلنه زیات شوي، چې له ۶.۴۳۶ میلیارد ډالرو څخه ۷.۸۵۶ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي دي.

پاکستان ډېر واردات له چین، هند او بنګله‌دېش څخه کوي.

د راپور د معلوماتو له‌مخې، دغه هېواد د ۲۰۲۶ مالي کال په لومړیو میاشتو کې له چین څخه ۲۲.۹۰ سلنه زیات ورادات کړي، چې له ۶.۲۷۵ میلیارد ډالرو څخه ۷.۷۱۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلي.

پاکستان د ۲۰۲۵ مالي کال کې له چین څخه ۱۶.۳۱۲ میلیارد ډالره ورادات کړي و، چې د تېر کال په پرتله ۲۰.۷۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ډاڼ ورځپاڼې د خبر له‌مخې، په ۲۰۲۶ مالي کال کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۹۴.۷۲ سلنه کم شوي او له ۴۰۸.۵۸۵ میلیونو ډالرو څخه ۲۱۰.۵۵۶ میلیونه ډالرو ته ټيټ شوي دي. د افغانستان څخه واردات یې بیا ۸.۵۲۷ میلیونه ډالره ثبت کړي، چې د ۲۰۲۵ مالي کال په پرتله ۳۴.۴۶ سلنه کموالی ښيي.

د راپورونو پربنسټ، پاکستان تر ډېره له اقتصادي بې‌ثباتۍ سره مخ دی او د دغه هېواد ډېره تکیه پر بهرنیو مرستو او پورونو ده.

طالبان: له افغانستان څخه عربستان او متحده عربي اماراتو ته ۱۰ کانټینره بېټرۍ صادرې شوې

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۴ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر وايي، چې د لومړي ځل لپاره د شاوخوا ۴۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت یې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته ۱۰ کانټینره بېټرۍ صادرې کړې. دوی همداراز زیاتوي، چې دغه بېټرۍ د هرات په صنعتي ښارګوټي کې تولید شوې دي.

د طالبانو د هرات د والي‌ دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) ویلي، چې دا اقدام د کورنیو تولیداتو صادرات د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.

په هرات کې طالب چارواکو زیاته کړې، چې په تېرو څلورو کلونو کې د صنعت په برخه کې پرمختګ شوی او پانګونې ته زمینه برابره ده.

طالبانو له سوداګرو غوښتنه کړې، چې په ورته برخو کې لا نورې پانګونې تر سره کړي.

د طالبانو او قزاقستان چارواکي د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا غږېدلي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۳ GMT+۰

د طالبانو او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه، په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې مشر یاسین طایف ارمان او د طالبانو د هرات والي مولانا اسلام‌جار ناسته کړې ده.

د طالبانو د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د کتنې پر مهال، یاسین طایف ارمان د هرات - تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراخېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د قزاقستان موخه د دې ترانزیټي مسیر پراختیا او له هرات څخه قزاقستان ته د افغاني توکو د صادراتو لپاره د زمینې برابرول دي.

نوموړي همداراز د دواړو لوریو ترمنځ د همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې قزاقستان د هرات - تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ د جوړولو او پراختیا په برخه کې د عملي همکارۍ بشپړ چمتووالی لري.

بل لور ته، د طالبانو د هرات والي مولانا اسلام‌جار له افغانستان سره د قزاقستان د سوداګریزو اړیکو د پراخولو هڅې ستایلې او د اوسپنې پټلۍ له لارې د ترانسپورت او ترانزیت په برخه کې د شته ستونزو پر هواري یې ټینګار کړی دی.

د طالبنو د هرات د والي دفتر وايي، اسلام جار زیاته کړې چې د اوسپنې پټلۍ پراختیا د سوداګرۍ د ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یو مهم عامل دی.

تېره میاشت؛ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۶۰۰زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي دي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د روان ۱۴۰۴لمریز کال د لېندۍ په میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۸۴زره او ۱۰۲ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. دغه وزارت ویلي، د دغه انتقالاتو ۱۱۵۸۱ ټنه یې صادرات وو چې ډېره برخه یې وچه مېوه، کاني ډبرې او د انارو جوس جوړوي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په یاده موده کې د حیرتان بندر له لارې ۴۸۹زره او ۶۴۲ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۵۰زره او ۷۵۲ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۷۴زره او ۸۷۴ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۶۸زره او ۸۳۴ ټنه انتقالات شوي چې ټولټال ۶۸۴زره او ۱۰۲ مټریک ټنه کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي: «د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی د سوداګرۍ فرصتونه زیاتوي، د ملي عوایدو لوړوالي لامل کېږي، اقتصادي ثبات رامنځته کوي او د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره زمینه برابروي.» یاد وزارت همدارنګه ټینګار کړی، چې هڅه کوي د انتقالاتو لپاره مناسب شرایط او د سوداګرو لپاره نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت تېره میاشت هم ویلي و، چې د روان ۱۴۰۴لمریز کال د لړم په میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۹۶زره او ۷۹۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.