شمالي کوریا وايي تر راتلونکو پنځو کلونو به د توغندیو پراختیا ته دوام ورکړي

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشر کېم جونګ اون په پیونګ یانګ کې د وسلو د صنعت له لویو شرکتونو لیدنه کړې ده. راپور زیاته کړه، چې هغه د وسلو د صنعت د لویو شرکتونو د عصري کولو اړوند مسودې هم لاسلیک کړې.