د کرسمس په ورځ؛ په کالیفورنیا کې د ډزو په پېښه کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امریکا د کالیفورنیا ایالت په لانکاسټر ښار کې د کرسمس په ورځ د ډزو په پېښه کې یو ۱۶ کلن ځوان وژل شوی او څلور نور ټپیان دي. د معلوماتو له مخې؛ دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) د ای انجېلا کورټ په سیمه کې شوې ده.

په ټپیانو کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ، یو ۱۵ کلن ځوان او دوه نور کسان چې عمرونه یې ۱۹ او ۲۹ کاله ښودل شوي، شامل دي. د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی. پولیس وايي، د پېښې په اړه یې څېړنې روانې دي.