له نجونو پرته؛ د بغلان له ښوونځیو تر ۶زره ډېر زدهکوونکي فارغ شول

په داسې حال کې چې طالبانو تر شپږمو ټولګیو د لوړو نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي؛ په بغلان ولایت کې د یادې ډلې د پوهنې ریاست خبر ورکړی، چې سږکال د دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له ښوونځیو ۶زره او ۱۴۰ زدهکوونکي فارغ شوي دي.





