• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازادۍ جبهې په افغانستان کې د شیعه اسماعیليه وګړو پر روان وضعیت اندېښنه څرګنده کړې

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۲ GMT+۰

ازادۍ جبهې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د شیعه اسماعیليه وګړو اوسنی وضعیت له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې او خبرداری یې ورکړی، چې دغه وضعیت نه یوازې د اسماعیلیه ټولنې بقا؛ بلکې په افغانستان کې د سوله‌ییز ګډ ژوند او مذهبي تنوع بنسټونه له جدي ګواښ سره مخ کوي.

یادې جبهې د «رواداري» د بشري حقونو سازمان د هغه راپور هرکلی کړی، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د شیعه اسماعیليه وګړو د بشري حقونو وضعیت مستندوي. د یادې جبهې په وینا؛ دغه راپور ښيي چې شیعه اسماعیليه وګړي په تېرو څلورو کلونو کې په هدفي، منظم او سیستماتیک ډول له تبعیض، مذهبي ځپنې او د اساسي حقونو له پراخو سرغړونو سره مخ دي.

دغه جبهې له ملګرو ملتونو او نړۍوالو بنسټونو هم غوښتي، چې د دغه سرغړونو د درولو او د عاملینو د حساب‌ورکولو لپاره بېړني او همغږي ګامونه واخلي. د بشري حقونو بنسټ «رواداري» څو ورځې وړاندې د شیعه اسماعیلیه ډلې په تړاو یوه ارزونه خپره کړې وه، چې پر بنسټ یې د طالبانو له‌خوا اسماعیليه شیعه‌ګان له سیاسي، اداري او ټولنیز مشارکت څخه بې‌برخې شوي، مذهبي ازادي یې له‌منځه تللې او د تکفیر، ګواښونو، نیونو، تاوتریخوالي، جبري مذهب بدلولو، جبري کډه کولو، د شتمنیو ویجاړولو او اقتصادي تبعیض سره مخ دي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۴

په کندهار کې د محتسبانو له بندیزونو سره هممهاله دیني عالمانو د تبلیغ دودیز کمپاین پیل کړی

۵

د انساني قاچاق پراخې څپې؛ طالبان وایي تېره میاشت په نیمروز کې تر ۹۰۰ ډېر کسان نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي په کندهار کې د کډوالو لپاره د دویم ښارګوټي د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۶ GMT+۰
100%

په کندهار کې د طالبانو د کور او ښار جوړولو رییس عبدالمتین سعید خبر ورکړی، چې د دغه ولایت ژړۍ ولسوالۍ کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده. د هغه په وینا؛ دغه ښارګوټی ۳زره جریبه ځمکه لري، چې په ۴زره کورنیو به ووېشل شي.

هغه وایي، چې په دغه ښارګوټي کې روغتیایي، ښوونیزې او سوداګریزې اسانتیاوې موجودې دي.

له بل پلوه په کندهار کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست ویلي، چې په دې وروستیو کې د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکستان نه تر ۱۶زره ډېرې کورنۍ راستنې شوې دي. د دغه ریاست مرستیال نعمت‌الله الفت ویلي، چې د کډوالو لپاره د تخته پل، دامان او ژړۍ ولسوالۍ ښارګوټو کې به شاوخوا ۱۵زره کورنۍ ځای پرځای شي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې اړمنو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د دغه وزارت په وینا؛ د دایمي مېشتېدنې کمېټې له لوري کندهار، لغمان، بلخ او کندوز ولایتونو کې دغه لړۍ پیل شوې او په نورو ولایتونو کې بیا دغه لړۍ چټکه شوې ده.

سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي؛ په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په جاپان کې د افغانستان سفارت خپل فعالیتونه ودرول

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۱ GMT+۰
100%

په توکیو کې د افغانستان سفارت اعلان کړی، چې روان وضعیت ته په پام او د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له مشورو وروسته د ۲۰۲۶کال د جنورۍ له ۳۱مې نېټې وروسته خپل ټول فعالیتونه دروي.

په جاپان کې د افغانستان سفیر شیدا ابدالي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه سفارت به تر بلې خبرتیا پورې خپل ټول سیاسي، کونسلي، اقتصادي او فرهنګي فعالیتونه ودروي.

د اعلامیې له مخې؛ دغه پرېکړه د جاپاني چارواکو سره په همغږۍ او د ۱۹۶۱کال د ویانا د ډیپلوماټیکو اړیکو کنوانسیون پر بنسټ شوې ده. په اعلامیه کې راغلي، چې د یاد کنوانسیون پر بنسټ د جاپان حکومت د دغه ماموریت د «سفارت، ملکیت او ارشیف» ساتنې ته دوام ورکوي.

په خبرپاڼه کې دارنګه د جاپان له مرستو او ملاتړ هم مننه شوې ده. د یادونې وړ ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې په جاپان کې د افغانستان سفارت تر اوسه پورې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی و.

تېره ورځ تر ۳زره ډېر کډوال له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۷ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون جمعه (د مرغومي ۵مه) خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۶۳۲ کورنۍ چې ټول‌ټال ۳۴۰۱ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون په راپور کې راغلي، چې له دغه کډوالو سره ۶۰۸زره افغانۍ مرسته هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۵۱۶ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷۰ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۹ کورنۍ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۷ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې یوازې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان فلمي ستورې ماهره خان د افغان کډوالو د جبري اېستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۸ GMT+۰
100%

د پاکستان فلمي ستورې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د نېک‌نیت سفیرې ماهره خان له پاکستان نه د افغان کډوالو پر جبري اېستلو خواشیني څرګنده کړې. د هغې په وینا؛ دغه وضعیت د افغان کډوالو او په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو لپاره د وېرې لامل شوی.

نوموړې ویلي، افغانان له لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي او ډېری یې په دغه هېواد کې زېږېدلي دي؛ نو دا سمه نه‌ده چې دوی دې په دغه ډول ناوړه چلند و اېستل شي.

ماهره خان هغه پېښه هم دردناکه بللې، چې درې کډوال ماشومان له سرپرست پرته افغانستان ته اېستل شوي وو. هغې ټینګار کړی، چې افغان کډوال د ساتنې، خوندیتوب، عزت او وقار حق لري او باید انساني کرامت یې تر پښو لاندې نه‌شي.

نوموړې د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه غږ پورته کړی او له اړوندو ادارو یې غوښتي، چې د بشري ارزښتونو پر بنسټ له کډوالو سره چلند وشي. تازه د کډوالو په چارو کې د ملګو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې شاوخوا دوه مېلیونه افغانان لاهم په پاکستان کې مېشت دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ یوازې په تېرې نومبر میاشت کې ۱۷۱زره او ۵۵ افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۳۷زره او ۸۹۹ یې د چمن، تورخم او بهرابچې لارو ستانه شوي دي.

ملګري ملتونه: لاهم دوه مېلیونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۹ GMT+۰
100%

په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵کال کې له یو مېلیون ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي؛ تازه د کډوالو په چارو کې د ملګو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې شاوخوا دوه مېلیونه افغانان لاهم په پاکستان کې مېشت دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ یوازې په تېرې نومبر میاشت کې ۱۷۱زره او ۵۵ افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۳۷زره او ۸۹۹ یې د چمن، تورخم او بهرابچې لارو ستانه شوي دي.

د یادې ادارې په راپور کې راغلي، چې له دې ډلې بیا په تېرې نومبر میاشت کې ۳۱زره او ۵۰۰ د پي او ار کارت لرونکي افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د پاکستان حکومت په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب ایالتونو کې د کډوالو ۵۴ پنډغالي هم وتړل او هلته یې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري د پاکستان له حکومته د هغو زده‌کړیالانو لپاره د معافیت غوښتنه کړې، چې دامهال په پوهنتونونو کې پر زده‌کړو بوخت دي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت له ۲۰۲۳کال راهیسې په دغه هېواد کې د مېشتو ناقانونه کډوالو د اېستلو عملیات پیل کړي، چې لاهم په چټکۍ سره دوام لري.