اسټرالیا د بونډای برید «اتلانو» د ستاینې لپاره د ملي زړورتیا نښان جوړوي

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانېزي ویلي، چې حکومت یې غواړي د ملي زړورتیا یو ځانګړی نښان جوړ کړي؛ څو د هغه عامو وګړو او د بېړنیو مرستو کارکوونکو ستاینه وشي، چې د سېډني ښار د بونډای ساحل په «ترهګریز» برید کې یې زړورتیا وښوده.