د ایران روغتیا وزارت: په دغه هېواد کې هرکال ۳زره کسان د سوځېدو له امله مري

د ایران روغتیا وزارت راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې د سوځېدو پېښو کچه د نړۍ د منځنۍ کچې پرتله اته برابره لوړه ده او هر کال ۱۵۰زره د سوځېدو پېښې په‌کې ثبتېږي. دغه وزارت ویلي، هرکال په ځانګړو مرکزونو کې د نږدې ۲۵ تر ۲۸زره کسانو درملنه کېږي او شاوخوا ۳زره کسان د سوځېدو له امله مري.

یاد وزارت ویلي، چې ودانیز کارکوونکي تر ټولو ډېر د برېښنا د ټکانونو قرباني کېږي او هرکال نږدې ۱۳زره کسان د دغه پېښو له امله د کار وړتیا له لاسه ورکوي.