روان کال؛ ازبکستان افغانستان ته د ۱.۳ مېلیارډ ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي

د ازبکستان د احصایي ملي ادارې خبر ورکړی، چې د روان ۲۰۲۵کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې دغه هېواد افغانستان ته د ۱.۳ مېلیارډ ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي. د راپور له مخې؛ افغانستان له روسیې او چین وروسته د ازبکستان درېیم لوی صادراتي شریک دی.
