طالبان وایي کابل کې یې یو کس له دوه زرو زیاتو نشه‌یي ټابلیټونو سره نیولی دی

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د کابل ښار په سوېلي دروازه کې له دوه زره ډېر نشه‌یي ټابلیټونه کشف او ضبط کړي او په تړاو یې یو کس نیولی دی.