حماس ډلې د ابو عبیده او محمد سنوار وژل کېدل تایید کړل

د فلسطین وسله والې ډلې تازه منلې چې د غزې په جګړه کې د دې ډلې د نظامي څانګې ویاند ابو عبیده او د غزې مشر محمد سنوار وژل شوي. د اسراییل پوځ په می میاشت کې د یحیی سنوار د ورور محمد سنوار او درې میاشتې وروسته د ابو عبیده د وژل کېدو خبر ورکړی و.