• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

صالح: طالبان د فقر په بدل کې ماشومان افراطي کوي او مدرسو ته هره ورځ نغدي امتیاز ورکوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۰ GMT+۰

د جمهوري نظام پرمهال د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، طالبان د منظمې مالي هڅونې له لارې خپل افراطي ښوونیز نصاب پیاوړی کوي او د پیسو په بدل کې د ټولنې بې‌وزله ماشومان خپلو مدرسو ته جذبوي.

امرالله صالح پر اېکس پاڼه لیکلي، د طالبانو د مالیې وزارت له‌خوا ترلاسه شوي اسناد ښيي چې دغه ډله په خپلو مدرسو کې هر زده‌کوونکي ته د ورځې ۵۰ افغانۍ ورکوي. د هغه په وینا: «دغه پیسې په کلني ډول سلګونه مېلیونه ډالر جوړوي».

صالح زیاتوي، چې د طالبانو په مدرسو کې د زده‌کړې اصلي محور «د ملاهبت‌الله د شخصیت پالنه، د طالبانو شریعت او د پخوانیو او اوسنیو غیرطالبي نظامونو سپکاوی دی»؛ په داسې حال کې چې ساینس او نور معیاري مضامین «په وروستي کتار کې دي او ان د تدریس لپاره ښوونکي هم نه‌لري».

هغه ویلي، تر ۲۰۲۱کال وروسته طالبانو شاوخوا ۲۶زره مدرسې جوړې کړې دي؛ خو په ورته موده کې یې یوازې ۳۷۶ ښوونځي جوړ کړي دي. صالح دغه وضعیت د طالبانو د ښوونیزې پالیسۍ څرګند تصویر بولي.

دغه پخوانی لوړپوړی چارواکی همداراز ادعا کوي، چې د امریکا له‌خوا افغانستان ته لېږدول کېدونکې اوونیزې نغدي مرستې چې شاوخوا ۶۰ مېلیونه ډالر اټکل کېږي، «یا په مستقیم او یا هم نامستقیم ډول» د همدې مدرسو تمویل ته ځي.

امرالله صالح ټینګار کوي، د طالبانو موخه دا ده چې غیرطالبي زده‌کړې کمزورې کړي او د ټولنې له ټیټ پوړ څخه ماشومان د بې‌وزلۍ په ناوړه ګټې اخیستنې سره «طالبان» کړي. د هغه په خبره، دغه بهیر یوازې ښوونیز نه؛ بلکې «ژور ایډیولوژیک او افراطي بڼه» لري، چې اوږدمهاله ټولنیزې پایلې به ولري.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

په بلخ کې په لومړي ځل د دماغي تومور جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره شول

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۱ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د بلخ په ابو علي سينا حوزوي روغتون کې د لومړي ځل لپاره د دماغي تومور جراحي عمليات په برياليتوب سره ترسره شول. دغه تومور د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ په دماغ کې و.

د ابو علي سینا حوزوي روغتون د اعصابو جراحي څانګې مسوولین وايي، چې د دماغ دننه (Intra-axial) تومور لومړني جراحي عمليات چې د يوې ۱۲ کلنې نجلۍ د شديد سر درد، زړه بدوالي او د ليد کمښت لامل شوی و، په برياليتوب سره ترسره شول.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، دغه پنځه ساعته جراحي عمليات د ابو علي سينا حوزوي روغتون د اعصابو جراحي ټيم له لوري د عصري جراحي وسايلو په کارولو سره ترسره شول او ناروغه هم تر يوې اوونۍ بسترېدو او درملنې وروسته په بشپړه روغتيا سره رخصت شوه.

دغه وزارت یاد بریالی عملیات د هېواد په شمالي حوزه کې د اعصابو جراحي خدمتونو د پراختیا په برخه کې یو مهم او ارزښتناک ګام بللی دی.

طالبان وايي په کاپیسا کې یې دوه کسان د یوې مجسمې او یو شمېر مهماتو د ساتنې په تړاو نیولي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۳ GMT+۰

د کاپیسا ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، دوه کسان یې د کاپیسا په مرکز کې د ډبرینې مجسمې، نشه‌يي توکو او وسلو د ساتنې په تړاو نیولي دي. دغه قومندانۍ وايي، یادو کسانو دغه وسایل د ناقانونه فعالیتونه لپاره په خپل کور کې ساتلي و.

د کاپیسا ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه دوه کسان د محمود راقي ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند له کره‌تاز کلي نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، له دغو کسانو له یوې ډبرینې مجسمې سربېره، یوه اندازه نشه‌يي توکي، مهمات او نظامي یونیفورم هم ترلاسه شوي دي.

100%

لا تر اوسه د دغې ډبرینې مجسمې د لرغونوالي په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر وايي علم داسې نعمت دی چې د ټول انسانیت بقا‌ء ورپورې تړلې ده

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۹ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر په هلمند پوهنتون په یوې غونډه کې ویلي، علم د انسانیت لپاره هغه نعمت دی چې د ټول انسانیت بقاء ورپورې تړلې ده. نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې لوړو زده‌کړو وزارت ته په رسېدو سره یې نجونې له لوړو زده‌کړو منع کړې.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ندا محمد ندیم په هلمند پوهنتون کې د یاد پوهنتون د کارکوونکو، زده‌کړیالانو او دیني عالمانو په ګډون په یوې غونډه کې پر فکر ساتنې له ټينګار سربېره وویل: «فکر د انسان تر ټولو نږدې ملګری دی؛ همدا فکر دی، چې ځيني خلک د زوال لور ته وړي او ځيني نور لوړو پوړونو ته رسوي».

د هلمند پوهنتون لپاره د طالبانو رييس محمد شریف‌الله ابو احمد هم زده‌کړیالانو ته په خطاب کې وویل، چې خپل فکر، ځواني، علم او قلم له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره وکاروي.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو والي امان‌‌الدین منصور د اسلام دین د تعلیم، اخلاقو او د انسانیت د بقاء او ښېرازۍ دین یاد کړ او ویې ویل: «اسلام د جهالت د له‌منځه وړلو لپاره راغلی دین دی».

د علم او زده‌کړو په تړاو د طالبانو دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې همدې ډلې په افغانستان کې له بیا واکمنېدو راهیسې یوازې پر دیني زده‌کړو ټينګار کړی او د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزیر یې بیا د عصري علومو زده‌کړه «مباح» بللې او ورسره جوخت دغې ډلې له شاوخوا ۴ کلونو راهیسې نجونې له منځنۍ، لېسې او لوړو زده‌کړو منع کړي او د راتلونکي لپاره هم ورته هېڅ ډول پلان نه‌لري.

طالبانو په ننګرهار کې د موسیقۍ لسګونه الات او وسایل وسوځول

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۶ GMT+۰

په ننګرهار کې ځايي طالبانو ۸۶ د موسیقۍ اړوند بېلابېل الات او وسایل تر راټولولو وروسته وسوځول. دغه الات او وسایل د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ولایتي ادارې له لوري راټول شوي دي. محتسبین وايي، دغه کار یې د ټولنې د اصلاح په موخه کړی دی.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د موسیقۍ اړوند دغه وسایل د جلال‌اباد ښار د نهمې ناحیې له شاوخوا سیمو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ولایتي ادارې له لوري راټول شوي و.

په ننګرهار کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست مسوولینو ویلي، په دغه ولایت کې د موسیقۍ اړوند وسایلو د راټولولو او سوځولو بهیر دوام لري.

محتسبینو زیاته کړې: «دغه اقدام د ټولنې اصلاح، د ناوړه کړنو د مخنيوي او د شرعي اُصولو د تطبيق په موخه شوی او همداراز به دوام ولري».

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې طالبان دوه ځلي واک ته رسېدلي او د واکمنۍ په دواړو دورو کې یې د موسیقۍ تولید، خپرول او اورېدل منع کړي او هغه «حرام» بولي.

هه‌نګاو: ایران په ۲۰۲۵ کال کې ۸۵ افغانان اعدام کړي دي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۷ GMT+۰

د هه‌نګاو په نوم د ایران د بشري حقونو یو سازمان وايي، ایران په ۲۰۲۵ کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۵ افغانان هم د بېلابېلو تورونو له امله اعدام کړي دي. طالبانو او بلې هېڅ ډلې لا تراوسه د دومره ډېر شمېر افغانانو د اعدامېدو په تړاو اعتراض او یا هم لږ تر لږه د وضاحت غوښتنه نه‌ده کړې.

هه‌نګاو د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په روان کال کې وروستی کس نن د بسم‌الله تاجک په نوم د عمدي قتل په تړاو په بندر عباس مرکزي بندخونه کې اعدام شوی دی.

د ایران د بشري حقونو دغه سازمان زیاته کړې: د هه‌نګاو بشري حقونو سازمان د ثبت مرکز د معلوماتو له‌مخې، د ۲۰۲۵ کال له پيل څخه تر اوسه ۸۵ افغانان د ایران په بېلابېلو بندخونو کې اعدام شوي دي».

د ایران حکومتي سرچینې او همداراز قضایه قوه ډېری وخت د دغه ډول پېښو په تړاو راپور نه‌ورکوي او په دې تړاو یې هم څه نه‌دي ویلي.

که څه هم د دغو اعدام شویو افغانانو د جرمونو په تړاو په بشپړ ډول وضاحت نه‌دی ورکړل شوی، خو ایراني چارواکو تر دې مخکې د دغه ډول کسانو جرمونه امنیت ضد کړنې، وژنې او د نشه‌يي توکو په کاروبار کې لاس لرل په ګوته کړي دي.

د چارو ځینې شنونکي وايي، مستبد حکومتونه د خپلې بقا لپاره دغه ډول چارو ته مخه کوي او په وینا یې په ایران کې په دغه ډول پېښو کې هېڅ ډول روڼتیا نشته او بندیان په ځانګړې توګه پر اعدام محکوم کسان د وکیل نیولو حق هم نه‌لري.

سره له دې چې په دې وروستیو کې له ایران څخه د بندي افغانانو د لېږدونې بهیر پیل شوی، خو لا هم یو شمېر افغانان چې کره شمېر یې روښانه نه‌دی د ایران په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي او ځینې یې پر اعدام هم محکوم شوي دي.

د چارو د شنونکو په وینا، طالبان باید په ایران کې د بندي افغانانو پوښتنه وکړي او د حقوقي قضایاو بهیر یې له نږدې وڅاري او همداراز د رالېږدونې بهیر یې چټک کړي، خو دا لا هم روښانه نه ده چې ایران به پر اعدام محکوم افغانان طالبانو ته وسپاري او که نه؟

د یادونې وړ ده، چې د ایران د بشري حقونو سازمان تر دې مخکې ویلي و، چې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې په ایران کې ۸۰ افغان بندیان اعدام شوي او دغې چارې بیا د نړۍوالو بشري حقونو د سازمانونو تُند غبرګونونه راپارولي و.