طالبانو په تخار کې د موسیقۍ د غږولو په تور ۲۵ کسان نیولي

د طالبانو د تخار امنیه قومانداني وایي، ۲۵ تنه یې چې د خواجه‌غار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي، د شپې له‌خوا په یوه استوګنیز کور کې د موسیقۍ او سندرو غږولو په تور نیولي دي. یاده قومانداني وايي، له نیول شویو کسانو نه لومړنۍ پلټنې هم پیل شوې دي.