• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټي‌ټي‌پي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ پاکستاني ځواکونو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۸ GMT+۰

د پاکستاني طالبانو تحریک ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خېبرپښتونخوا په باجوړ، تیراه او ډېره اسماعیل‌خان کې د یو پوځي افسر په ګډون څلور پاکستاني سرتېري وژلي او درې نور ټپیان شوي دي. د پاکستان پوځ بیا د یو پوځي افسر وژل کېدل او د دوو سرتېرو ټپي کېدل تایید کړي دي.

ټي‌ټي‌پي په خپل ټېلګرام چینل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په ډېره اسماعیل‌خان کې یې د پاکستان د پوځ یو، باجوړ کې یو او تیراه کې دوه سرتېري وژلي دي.

باجوړ کې وژل شوی پوځي افسر
100%
باجوړ کې وژل شوی پوځي افسر

ټي‌ټي‌پي یاده ادعا په داسې حال کې کوي، چې روان ۲۰۲۵ کال کې په پاکستان کې د امنیتي پېښو کچه ۷۳ سلنه زیاته شوې ده.

ترویج لرونکی

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده
۱

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۲
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۳

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۴

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

۵

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند ډېری وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي

•
•
•

نور کیسې

د تورخم تړلې دروازه؛ ورځني مزدوران او د لاس ګاډو چلوونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۳ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا سلګونه ورځني مزدوران او په لاس ګاډو بار وړونکي د تورخم دروازې د تړل پاتې کېدو له امله له سختو اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ سره مخ دي. دغه کسان اړ شوي، چې د کار لپاره تر پنجاب او سند ایالتونو پورې ولاړ شي او ځینې یې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پور واخلي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ۲۴کلن منصور علي چې ۸ میاشتې وړاندې یې واده کړی ویلي، چې د بې‌وزلۍ له امله یې د کمپیوټر ساینس کورس په نیمایي کې پرېښود او په تورخم کې یې د مساپرو د سامانونو لېږد پیل کړ. هغه زیاتوي، چې د دروازې تړل پاتې کېدو له امله یې شپه او ورځ د رواني فشار لاندې تېره کړې او د کورنۍ اړتیاوې په پورونو او لږو عوایدو پوره کوي.

د تورخم د مزدورانو او بار وړونکو ټولنې مشر فرمان علي شینواري خبرداری ورکړی، چې ځوانان د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله ښایي منفي فعالیتونو لکه شخړو یا د نشه‌يي توکو په پلور کې ښکېل شي.

د ځايي ځوانانو سازمان مشر اسرار شینواري بیا ویلي، چې د معلولیت لرونکو کارکوونکو شمېر چې پر ډيورنډ کرښه د بندیزونو له امله کار نه‌شي موندلای؛ تر ۱۰۰ لوړ دی. د هغه په وینا؛ مزدوران د کار لپاره کافي فرصتونه نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده، چې له نږدې درېیو میاشتو راهیسې له افغانستان سره د پاکستان ټولې لارې تړلې دي، په دغه لارو یوازې له پاکستان نه ستنېدونکو کډوالو ته د تګ اجازاه ورکول کېږي.

ایمل ولي خان: په پاکستان کې د هرې پېښې تور له فکر پرته پر افغانستان لګول کیږي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۳ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، چې افغان کډوال په پاکستان کې لومړی مجاهدین بلل کېدل، بیا طالبان او اوس دوی په سپکاوي سره ایستل کېږي. هغه نیوکه کړې، چې دا طریقه په بشپړه توګه غلطه ده.

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان دا څرګندونې نن یکشنبه، د مرغومي پر ۷مه په پیښور کې د ګوند د پخواني وژل شوي مشر بشیر احمد بلور د دیارلسم تلین د نمانځلو پرمهال کړې دي.

اېمل ولي خان وويل چې له هند څخه راغلي کډوال تر ننه ځانونه کډوال بولي خو هغوی ته شناختي کارډونه او دولتي دندې ورکړل شوې دی مګر د افغان کډوالو په نوم پنځوس کاله سياست او د ګټې وټې بهیر جاري ساتل شوی دی.

نوموړي نیوکه وکړه، چې « دا ټوله طريقه ناسمه وه، اوس هم ناسمه ده او دا باب چې په کوم انداز تړل کېږي دا به د پاکستان لپاره سخت زيانمن ثابت شي».

هغه وويل، چې په پاکستان کې کله هم کومه پېښه کېږي نو له سوچ پرته يې تور پر افغانستان لګول کیږي.

په دې وروستیو میاشتو کې پاکستان په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پنډغالي خالي کړل او د کډوالو اېستلو پروسه یې ګړندۍ کړې ده.

پښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو پر موټر چاودنه شوې

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۶ GMT+۰

د پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د باړې په شلوبر سیمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یو موټر د موټرسايکل بم چاودنه شوې ده.

ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې چاودنه د لېرې واټن څخه کنټرول شوې وه.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې پنځه پاکستاني سرتېري او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

تر دې دمه د دې چاودنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. خو پاکستاني امنیتي ځواکونو د پېښې له ځایه شاوخوا سیمې کلابندې کړي او پلټنې یې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې بریدونه زیات شوي دي.

میا افتخارحسین: په افغانستان کې د بند پاتې زده‌کوونکو کورنۍ له سخت رواني فشار سره مخ دي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۰ GMT+۰

د پاکستان عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر میا افتخار حسین وایي، په افغانستان کې بند پاتې تر ۳۰۰۰ پورې پاکستاني زده‌کوونکي له جدي ستونزو سره مخ دي. نوموړی له حکومت څخه غوښتي چې د هغوی د خوندي ستنولو لپاره سمدستي عملي ګامونه واخلي.

میا افتخار حسین ویلي، د دغو زده‌کوونکو تعلیمي دورې پای ته رسېدلي، خو د ډيورنډ کرښې تړل کېدو له امله نه شي کولای بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. د هغه په وینا، د دغه کرښې تړل کېدل د زده‌کوونکو د ستنولو تر ټولو لوی خنډ ګرځېدلی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې واکمن چارواکي باید خپل اختلافات او سخت دریځي یوې خواته کړي، ځکه د دغو تګلارو منفي پایلې زده‌کوونکي، سوداګر او عام ولس زغمي.

هغه زیاته کړې چې فدرالي او ایالتي حکومتونه باید ژر تر ژره دا ستونزه حل او د بند پاتې زده‌کوونکو د خوندي ستنولو لپاره مشخص ترتیبات ونیسي.

میا افتخار حسین ویلي، که له ځمکنۍ لارې سفر ممکن نه وي، حکومت دې د زده‌کوونکو د راګرځولو لپاره ځانګړي الوتنې برابرې کړي.

د هغه په وینا، د ګوند مرکزي مشر سنېټر ایمل ولي خان د مرکزي ویاند احسان‌الله خان له لارې اړوندو ادارو او د لومړي وزیر دفتر ته په رسمي ډول دا موضوع رسولې ده، او د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي نثار باز هم دا موضوع په وار وار د اسمبلۍ په غونډو کې راپورته کړې ده، خو تر اوسه عملي اقدام نه دی شوی.

هغه د بند پاتې زده‌کوونکو د کورنیو پر رواني وضعیت اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې دا د حکومت مسولیت دی چې بېړني ګامونه واخلي او د والدینو اندېښنې ختمې کړي.

په خیبر پښتونخوا کې په یوه برید کې ۶ وسله‌وال، یو پولیس او یو ولسي وګړی وژل شوي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۴ GMT+۰

د خیبر پختونخوا د لکي مروت ولسوالۍ د سرای نورنګ تاڼې اړوند تختي خېل سیمه کې وسله‌والو ډرون ځايي پولیس په نښه کړي دي. د سیمه ییزو امنیتي مسوولینو په وینا، برید داسې مهال ترسره شو چې پولیس او ځايي خلک په سیمه کې سره راټول شوي و.

د ځايي پولیسو په وینا، په یاد ډرون برید کې د دوو پولیسانو په ګډون ۱۸ کسان ټپیان شول، خو وروسته بیا یو پولیس او یو ولسي وګړی د ژورو ټپونو له امله مړه شول.

پولیس زیاتوي، په ځوابیه برید کې ۶ وسله‌وال هم وژل شوي دي.

پاکستان کې د ډرون حملو د زیاتېدا اندېښنې؛ ټي‌ټي‌پي د هوايي ځواک له جوړېدو خبر ورکړی | افغانستان انټرنشنل پښتو

تحریک طالبان پاکستان تازه اعلان کړی، چې د نوي کال د عملیاتو لپاره یې د هوايي ځواک څانګه جوړه کړې ده. دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د ډرون او کواډکوپټر بریدونه زیات شوي.