• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو پر موټر چاودنه شوې

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۶ GMT+۰

د پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د باړې په شلوبر سیمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یو موټر د موټرسايکل بم چاودنه شوې ده.

ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې چاودنه د لېرې واټن څخه کنټرول شوې وه.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې پنځه پاکستاني سرتېري او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

تر دې دمه د دې چاودنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. خو پاکستاني امنیتي ځواکونو د پېښې له ځایه شاوخوا سیمې کلابندې کړي او پلټنې یې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې بریدونه زیات شوي دي.

ترویج لرونکی

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده
۱

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۲
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۳

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۴

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

۵

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند ډېری وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي

•
•
•

نور کیسې

میا افتخارحسین: په افغانستان کې د بند پاتې زده‌کوونکو کورنۍ له سخت رواني فشار سره مخ دي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۰ GMT+۰

د پاکستان عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر میا افتخار حسین وایي، په افغانستان کې بند پاتې تر ۳۰۰۰ پورې پاکستاني زده‌کوونکي له جدي ستونزو سره مخ دي. نوموړی له حکومت څخه غوښتي چې د هغوی د خوندي ستنولو لپاره سمدستي عملي ګامونه واخلي.

میا افتخار حسین ویلي، د دغو زده‌کوونکو تعلیمي دورې پای ته رسېدلي، خو د ډيورنډ کرښې تړل کېدو له امله نه شي کولای بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. د هغه په وینا، د دغه کرښې تړل کېدل د زده‌کوونکو د ستنولو تر ټولو لوی خنډ ګرځېدلی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې واکمن چارواکي باید خپل اختلافات او سخت دریځي یوې خواته کړي، ځکه د دغو تګلارو منفي پایلې زده‌کوونکي، سوداګر او عام ولس زغمي.

هغه زیاته کړې چې فدرالي او ایالتي حکومتونه باید ژر تر ژره دا ستونزه حل او د بند پاتې زده‌کوونکو د خوندي ستنولو لپاره مشخص ترتیبات ونیسي.

میا افتخار حسین ویلي، که له ځمکنۍ لارې سفر ممکن نه وي، حکومت دې د زده‌کوونکو د راګرځولو لپاره ځانګړي الوتنې برابرې کړي.

د هغه په وینا، د ګوند مرکزي مشر سنېټر ایمل ولي خان د مرکزي ویاند احسان‌الله خان له لارې اړوندو ادارو او د لومړي وزیر دفتر ته په رسمي ډول دا موضوع رسولې ده، او د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي نثار باز هم دا موضوع په وار وار د اسمبلۍ په غونډو کې راپورته کړې ده، خو تر اوسه عملي اقدام نه دی شوی.

هغه د بند پاتې زده‌کوونکو د کورنیو پر رواني وضعیت اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې دا د حکومت مسولیت دی چې بېړني ګامونه واخلي او د والدینو اندېښنې ختمې کړي.

په خیبر پښتونخوا کې په یوه برید کې ۶ وسله‌وال، یو پولیس او یو ولسي وګړی وژل شوي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۴ GMT+۰

د خیبر پختونخوا د لکي مروت ولسوالۍ د سرای نورنګ تاڼې اړوند تختي خېل سیمه کې وسله‌والو ډرون ځايي پولیس په نښه کړي دي. د سیمه ییزو امنیتي مسوولینو په وینا، برید داسې مهال ترسره شو چې پولیس او ځايي خلک په سیمه کې سره راټول شوي و.

د ځايي پولیسو په وینا، په یاد ډرون برید کې د دوو پولیسانو په ګډون ۱۸ کسان ټپیان شول، خو وروسته بیا یو پولیس او یو ولسي وګړی د ژورو ټپونو له امله مړه شول.

پولیس زیاتوي، په ځوابیه برید کې ۶ وسله‌وال هم وژل شوي دي.

پاکستان کې د ډرون حملو د زیاتېدا اندېښنې؛ ټي‌ټي‌پي د هوايي ځواک له جوړېدو خبر ورکړی | افغانستان انټرنشنل پښتو

تحریک طالبان پاکستان تازه اعلان کړی، چې د نوي کال د عملیاتو لپاره یې د هوايي ځواک څانګه جوړه کړې ده. دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د ډرون او کواډکوپټر بریدونه زیات شوي.

پښتین: د پاکستان پوځ په میر علي سیمه کې د جګړې له امله د ټپیانو لېږدونې ته اجازه نه‌ورکوي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۹ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین او د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر مُحسن داوړ د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پوځ او د ټي‌ټي‌پي د غړو تر منځ له جګړې وروسته ویلي: «په سړکونو او کوڅو کې بې‌ګناه پښتانه ټپیان پراته دي او ان پوځ روغتون ته د وړلو اجازه هم نه‌ورکوي».

منظور پښتین د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) ویلي، چې په دې جګړه کې د پي‌ټي‌اېم فعال غړی مرشد داوړ او د مقتدر داوړ پلار هم ټپيان شوي دي.

د نوموړي په خبره، په ټانک سیمه کې پر یوې مدرسې د ډرون برید په پایله کې ۹ ماشومان ټپیان شوي او د سویلي وزیرستان په اعظم ورسک کې د ډاکټر عبدالرحمان پر کور په توغنديز برید کې دوه ښځې او درې ماشومان هم سخت ټپیان شوي دي.

پښتین زیاته کړې، چې په مرکزي کرم، سنګروبي، ګلي شنګ او میداني سیمو کې د پوځ «د دروغجنو پوځي عملیاتو» په پلمه پښتانه له کورونو اېستل شوي او جبري کډوالۍ ته اړ کړای شوي دي.

نوموړي د تحریک انصاف اړوند پر ځايي حکومت نیوکه کړې، چې پر وینو لړو ښځو، ماشومانو، ټپیانو او روانو ظلمونو په اړه یې تر اوسه ان د خواشینۍ اعلامیه هم نه‌ده خپره کړې.

هغه ویلي: «د تحریک انصاف صوبايي حکومت په ډېر شور دا دعوه کوي چې هېڅ عملیات نه‌کیږي».

نوموړي د پوځ له‌خوا د عامو پښتنو پر وژنې د خلکو ګوند د والي ملاتړ هم غندلی دی: «یوازې دا نه،بلکې نور سیاسي ګوندونه هم چې کله واک ته رسېدلي، هر ځل یې د دغو دروغجنو، ظالمانه او جابر پوځي عملیاتو ښکاره ملاتړ کړی دی».

پښتین ویلي، چې د پاکستان پوځ د پښتنو په خاوره کې «ترهګر» رامنځته کړل او پر له‌پسې یې پر پښتنو او خاوره ظلمونه او عام وژنه کړې ده.

منظور زیاته کړې، چې پي‌ټي‌اېم د غږ پورته کولو پر مهال د پوځ او یو شمېر سیاسي ګوندونو له مخالفت سره مخ شوی او نږدې هره ورځ يې غړي زنداني کیږي.

هغه ټینګار کړی، چې د دردېدلو پښتنو ترڅنګ به ولاړ وي او هېڅ کله حوصله له لاسه نه‌ورکوي.

«موږ که څه هم له ستونزو سره مخ یو، خو حوصله نه‌بایلو. د ظلم او دښمن پر وړاندې به سخت ګامونه پورته کړو».

په ورته وخت کې د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر مُحسن داوړ هم په خپله اېکس‌پاڼه په میرعلي سیمه کې د پوځ کړنې غندلي او زیاته کړې یې ده، چې له همدې کبله د سیمې اوسېدونکي له سخت کړاو سره مخ دي.

نوموړي د رسنیو او سیاسي قوتونو چوپتیا هم د اندېښنې وړ بللې ده.
د یادونې وړ ده، چې لا تر اوسه د یادو پېښو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل کې یو شمېر عیسویانو کرسمس ونمانځه

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۱ GMT+۰

د خیر پښتونخوا ایالت د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل لواړګي سیمه کې یو شمېر عیسیویانو د کرسمس جشن نمانځلی دی. یاد عیسویان وايي، چې هر کال د کرسمس جشن په نمانځلو کې مسلمانان هم ورسره ګډون کوي.

د پنجشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل په لواړګي سیمه کې یو شمېر عیسویانو د کرسمس جشن نمانځلی دی او له دوی سره په یاد جشن کې ځايي امنیتي مسوولینو او عامو خلکو هم ګډون کړی دی.

په لنډي کوتل کې د عیسویانو ټولنې غړي ارشد مسیح افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې پر لنډي کوتل سربیره د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې هم د کرسمس جشن نمانځل شوی او له دوی سره ځینو مسلمانانو هم پکې ګډون کړی دی.

ارشد مسیح وايي:«زموږ د کلیسا اړوند شاوخوا موږ دلته ۱۰۰۰ تنه عیسویان اوسیږو، له موږ سره د قبایلو اوسېدونکي ډېر ښه چلند کوي او موږ هېڅکله د داسې کوم څه سره نه یو مخ شوي، چې زموږ د مذهبي ورځو نمانځلو او عبادت مخنیوی دې وشي.»

د راپورونو له مخې، تر ډېره برېده د کرسمس نمانځنې مراسم په پوځي چوڼیو او تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره کېږي، خو په یاد ایالت کې بیا د عیسویانو ځینې ټولنې د کرسمس جشن په خپلو کلیساوو او ازاده فضا کې نمانځي.

خیبر پښتونخوا ایالت چې له تېرو څو کلونو راهیسې د ناامنیو او امنیتي پيښو شاهد دی او د لنډي کوتل په څېر ځینې نورې سیمې یې د پاکستاني طالبانو تر اغېز لاندې دي، تر اوسه د مذهبي تاوتریخوالي د پېښو شاهدې نه دي.

سیمه ییز مسیحیان د پښتنو او قبایلي وګړو له چلند نه خوښي ښيي.

ارشد مسیح وايي:«د شکر ځای دی چې موږ ته هېڅ ډول خطر نشته. د اقلیت لپاره هېڅ خطره نشته، دا د شکر ځای دی. ځینې سیمو کې کیدای شي، ځیني مسایل پیښ شوي وي خو په قبایلو کې موږ ته هېڅ خطر نشته. په ډېر امن ډول موږ خپل کرسمس نمانځو.»

د معلوماتو له مخې، له ۱۹۱۴ میلادي کال راهیسې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د عیسویانو زرګونه کورنۍ اوسیږي چې په ازادي خپل مذهبي مراسم او ورځې نمانځي.

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر: اساسي قانون موږ ته د سوله‌ییز لاریون حق راکوي، حتما به یې کاروو

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۱ GMT+۰

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدی وايي، چې د پي‌ټي‌ای د بنسټګر عمران خان په لارښوونه د سوله‌ییزو لاریونونو لپاره تیاری پیل شوی دی. هغه ټینګار کړی، چې اساسي قانون خلکو ته د سوله‌ییز لاریون حق ورکوي او دوی به دا حق «په هر حالت کې» وکاروي.

سهیل افریدي د چهارشنبې په ور‌ځ (د مرغومي درېیمه) د پېښور په یوې غونډه کې وویل، چې دوی تل د قانون او اساسي قانون په چوکاټ کې مبارزه کړې او دا کار به هم د همدې اصولو پر بنسټ پر مخ ځي. ده له ځوانانو وغوښتل، چې هر وخت تیار او بېدار پاتې شي.

نوموړي ځینې سیاسي ډلې «د واک تږي» وګڼل او تور یې پورې کړ، چې دغو ډلو، ادارو، ولسواکۍ او حتی سترې محکمې ته زیان رسولی دی. هغه وویل چې “سازشي کړۍ” غواړي ځوانان راوپاروي، نو باید له منفي پروپاګند او هېواد ضد بیانونو څخه هوښیار واوسو.

افریدي زیاته کړه، چې فاسدو عناصرو ناسم سیاسي فرهنګ رامنځته کړی، خو د ده په وینا، د “حقیقي ازادۍ” مبارزه به د اساسي قانون او قانون په چوکاټ کې دوام ولري.