د طالبانو د استخباراتو اړوند رسنۍ المرصاد ادعا کړې، چې پخوانی جنرال اکرام الدین سریع د ای ایس ای له خوا وژل شوی، ځکه نوموړي نه غوښتل تر لاس لاندې پخواني افغان نظامیان پاکستان ته لاړ شي. المرصاد وايي، په پاکستان کې جنرال جرئت او جنرال عبدالمتین حسین خېل پخواني نظامیان راټولوي.
المرصاد، چې د طالبانو د استخباراتو اړوند رسنۍ ګڼل کیږي، د چارشنبې په ورځ ولیکل، چې په ایران کې د ځینو سرچینو له قوله قوماندان اکرام الدین سریع د ایران د سپاه پاسداران د انصار له قرار ګاه سره د افغانستان د تیر جمهوریت د پېر نظامي افسرانو د چارو په برخه کې کار کاوه او د هغوی د ميل مطابق یې ګومارل، چې په دې وروستیو کې ورته یوه اداره ای ایس ای هم جوړه کړې ده.
المرصا ویلي، چې له ای ایس ای سره په دې برخه کې پخوانی جنرال عبدالمتین حسین خیل او جنرال جرئت همکاري کوي او غواړي د جمهوریت د وخت نظامي او امنیتي جنرالان او افسران پاکستان ته وبولي او له ( ای اس ای ) سره په همغږۍ یې دطالبانو او ټي ټي پي خلاف وکاروي.
جنرال حرئت او جنرال حسین خېل تر اوسه دې تور ته ځواب نه دی ویلی.
د المرصاد په وینا، قوماندان اکرام الدین سریع نه غوښتل په ایران او نورو هېوادونو کې میشت مخکیني جنرالان او افسران پاکستان ته لاړ شي، خو ای ایس ای د جنرال جرئت او جنرال عبدالمتین له لارې هڅه کړې وه، چې جنرال سریع له دې کاره لاس اخېستلو ته وهڅوي او یا یې ووژني.
د طالبانو دغه رسنۍ، چې ددې ډلې د استخباراتي سرچینو له قوله رپوټ او تحلیل خپروي، ویلي چې «د قوماندان اکرام الدین سریع د ترور تر شا د ای ایس ای لاس و او د دې لپاره چې د پړې ګوته افغانستان ته ونیول شي پاکستان له مخکې څخه ممکن يو لړ تېرایستونکي تدابیر نیولي وي».
المرصاد ویلي، چې په مشهد کې پر غلام معروف هم د جاوېد په نامه کس برید کړی و، چې ددوی په وینا، د هرات د کوهسان ولسوالۍ اوسېدونکی و.
د المرصاد په وینا، طالبانو د تهران او مشهد د قتلونو په اړه تحقیقات پیل کړي او په نږدې راتلونکې که به د تهران او مشهد د قتلونو په اړه د خپلو تحقیقاتو پایلې د مقتولینو له کورنیو او رسنیو سره شریکې کړي.
د معلوماتو له مخې، د طالبانو د امر بالمعروف رییس له رسنیو او یوټیوبرانو غوښتي چې له دې وروسته دې په بشپړ ډول د ژوندیو موجوداتو انځورونه نه خپروي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو یاد چارواکي ټینګار کړی چې خبریالان او نور کسان باید د کمرې مخې ته ونه درېږي او په راپورونو کې باید هېڅ ډول ژوندی موجود ونه لیدل شي.
یوې سرچینې زیاته کړې چې طالبانو د ناستې پر مهال رسنیو او یوټیوبرانو ته د پوښتنو کولو او یا اعتراض اجازه نه ده ورکړې او ټینګار یې کړی چې د امر بالمعروف قانون به په دې برخه کې په جدي ډول عملي کوي.
په ورته وخت کې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم په کابل کې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون دوراني ناسته کړې ده. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې رسنیو ته د ځینو ځایونو د رسمي نومونو د نه کارولو په تړاو سپارښتنې شوې دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ناسته د نشراتي چارو د معیین مهاجر فراهی په مشرۍ شوې ده.
په مکتوب کې د کابل ښار د لومړي زون د ابتدایه محکمې د اسنادو په حواله ویل شوي چې د تخلیې اړوند یو تجویزي قرار جعلي ثابت شوی او د محمد میرزا کټوازي د نیولو او عدلي تعقیب غوښتنه شوې ده.
کمېسیون د دغو دلایلو پر بنسټ د نفت او ګاز له دولتي شرکت څخه غوښتنه کړې چې له محمد میرزا کټوازي، د هغه له زامنو، وروڼو، ترهزامنو او نورو شریکانو سره ټول ترسره شوي قراردادونه لغوه کړي او د ترسره شويو اجرااتو په اړه ورته رسمي ډاډ ورکړي.
د کمېسیون په وینا، داسې معلومات هم شته چې ځینې قراردادونه د نوموړي له لوري د نورو کسانو په نوم اړول شوي دي.
دغه مکتوب د طالبانو ټولو وزارتونو او ادارو ته هم د کاپي په توګه لېږل شوی او له اړوندو بنسټونو څخه د قانون د تطبیق په برخه کې د همکارۍ غوښتنه شوې ده.
شرعي له دې وړاندې د زمري پر لومړۍ نېټه د طالبانو سترې محکمې ته هم له میرزا کټوازي سره د قراردادونو د لغو کولو په یو مکتوب استولی و.
په دغه مکتوب کې ویل شوي وو، چې محمد میرزا کټوازی په تېر کې د ناروا او غیرقانوني کړنو مرتکب شوی او له بېلابېلو لارو یې شتمني ترلاسه کړې ده. په مکتوب کې ادعا شوې چې نوموړی د مخدره موادو، سرو زرو او بهرنیو اسعارو په قاچاق کې لاس لري او همدارنګه د دولتي ځمکو د غصب تورونه هم پرې لګېدلي دي.
په مکتوب کې تور لګېدلی، چې محمد میرزا کټوازي د خپل ژوند ډېره برخه د طالبانو په مخالفت او د پخواني «امریکایي نظام» په پیاوړتیا لګولې او له همدې لارو یې د پام وړ پانګه ترلاسه کړې ده.
کمېسیون ویلي و چې دا ډول اشخاص نه یوازې اسلامي ارزښتونو ته ژمن نه دي، بلکې تل د قانون خلاف عمل کوي او د خلکو باور، عادلانه بازار او د قانوني نظام بنسټیز اصول تر پښو لاندې کوي.
له دې وړاندې دریو سرچینو د زمري پر څلورمه او پنځمه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې شرعي د ولسي جرګې پخوانی غړی کټوازی د کابل په بګرامیو، احمدشاه بابا مېنه، درېیم مکروریان او نورو سیمو کې د ځمکو په جعلکارۍ تورن کړی او د نوموړي د ځمکو او پولي معاملاتو د تصفیې امر یې ور کړی دی.
هغه پر ایکس پاکستان د افغانستان «مشر ورور» بللی او وړاندیز یې کړی چې اسلاماباد باید د پراخ زړه، مهربانۍ او مثبت چلند له لارې د افغانانو ذهن او باور خپل کړي.
اصف دراني لیکلي چې پاکستان باید د دواړو ملتونو، افغانانو او پاکستانیانو، په اړه له منفي او مخالفو لیدلوریو تېر شي او د واقعبینانه سیاست له مخې عمل وکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې که څه هم په سیمه کې د سولې ټینګښت ښايي اسانه نه وي، خو د هوښیارې او حساب شوې سیاستګرۍ له لارې د سولهییز ګډ ژوند زمینه برابرېدلی شي.
هغه پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، ویلي که د سیمې «دښمنان» خپلې څو لسیزې زړې تګلارې پرېږدي او مخ پر وړاندې حرکت وکړي، نو د سیمې سترې ستونزې حل کېدای شي.
د پاکستان دغه پخواني استازي زیاته کړې، که څه هم په عمل کې د سولې ترلاسه کول ستونزمن ښکاري، خو په یوه ګډ کور له دوو ویجاړوونکو نړیوالو جګړو وروسته د اروپا بدلېدو دا ثابته کړه چې ناممکن ممکن کېدای شي. هغه خبرداری ورکړی چې د جنوبي اسیا هېوادونه باید د اور د تودوخې د ازمېښت لپاره خپلې ګوتې ونه سوځوي.