• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوکراین د روسیې د تېلو پر یوې تصفیه خونې برید کړی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۶ GMT+۰

د روسیې د کراسنودار سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، د اوکراین ډرون الوتکو د تواپسه د تېلو تصفیه‌ خونه په نښه کړې چې له امله یې اور اخیستی. د چارواکو په وینا؛ اور په چټکۍ سره مهار شوی، خو د برید له امله ځینې تجهیزات، یو بندر او پنځه کورونه زیانمن شوي دي.

تواپسه د روسیې د تور سمندر پر غاړه د تېلو د صادراتو مهم مرکز بلل کېږي، چې د ورځې شاوخوا ۲۴۰زره بېرله خام تېل پروسس کوي. چارواکي وایي، دغه تصفیه‌ خونه د تېرو کلونو په اوږدو کې څو ځلې د اوکراین له‌خوا په نښه شوې ده.

ترویج لرونکی

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟
۱

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۲

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۳

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۴
ځانګړی

سرچینې: طالبانو په جنوبي ولایتونو کې د پخوانیو سرتېرو د څار او ټیلیفوني تعقیب بهیر پیل کړی

۵
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

•
•
•

نور کیسې

قزاقستان افغانستان ته د غنمو صادرات د پام وړ زیات کړي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۲ GMT+۰
100%

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې ځنډېدلې دي، قزاقستان د افغانستان لپاره د غنمو د صادراتو د چټک زیاتوالي خبر ورکړ. د قزاقستان د کرنې وزارت اعلان وکړ، چې په تېرو دوو میاشتو کې د دې هېواد غنم افغانستان ته تر ۳۶ سلنه زیات صادر شوي دي.

د قزاقستان د رسنیو د راپور له‌مخې، د افغانستان لپاره د غنمو صادرات له ۱۹۰ زره ټنه څخه ۲۶۰ زره ټنو ته رسېدلي دي.

اوس مهال د افغانستان د غلو دانو د اړتیاوو یوه لویه برخه د مرکزي اسیا له هېوادونو په ځانګړې توګه له قزاقستان څخه پوره کېږي. له پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ لارو کې د خنډونو له رامنځته کېدو وروسته له مرکزي اسیا څخه واردات زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزې او ټرانزیټ لارې له دوو میاشتو راهيسي تړل شوې دي.

په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د زیاتوالي سره د غنمو او اوړو مصرف هم مخ په زیاتېدو دی، ځکه چې وچه ډوډۍ د خلکو اصلي خوراکي‌ توکي یادېږي.

قزاقستان په سیمه کې د غنمو او غلو دانو یو له لویو تولیدونکو څخه دی.

د قزاقستان د رېل پټلۍ د معلوماتو له‌مخې، د هېواد د کرنې وزارت له‌خوا خپاره شوي چې قزاقستان د سپټمبر څخه تر نومبر پورې ۳.۹ میلیونه ټنه غله صادره کړې ده. دا د تېر کال په ورته موده کې د ۳.۴ میلیون ټنو صادراتو په پرتله د پام وړ زیاتوالی دی.

د قزاقستان د غلو د صادراتو ټولییز ظرفیت شاوخوا ۱۳ میلیونه ټنه اټکل شوی او د دې هېواد محصولات ۴۵ هېوادونو ته صادرېږي.

د قزاقستان د کرنې وزارت یوه چارواکي صفروف ویلي، چې د غلو صادرات د دې هېواد د کورني بازار د ثبات لپاره مهمه ونډه لري، ځکه قزاقستان د خپل داخلي اړتیا دوه تر درې برابره غله تولیدوي او اړتیا لري چې خپل اضافي تولید صادر کړي.

قطر په یمن کې د قانوني حکومت د ملاتړ اعلان وکړ

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۰ GMT+۰
100%

په یمن کې د وروستي تاوتریخوالي په تړاو د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، د دغه هېواد وروستي بدلونونه او پېښې له نږدې تعقیبوي. قطر د یمن له قانوني حکومت څخه د ملاتړ اعلان کړی او د امنیت، ثبات، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو د خونديتوب پر اهمیت یې ټینګار کړی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له هغو هڅو ستاینه وکړه، چې په یمن کې د امنیت او ثبات د ټینګښت او همداراز د یمنیانو د مشروع هیلو د پوره کېدو لپاره ترسره کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي: «د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو له‌خوا شوې څرګندونې ستایو، ځکه دغه هڅې د سیمې د ګډو ګټو لومړیتوب، د ښه ګاونډیتوب د اصولو پیاوړتیا او د هغو ارزښتونو درناوی څرګندوي، چې د خلیج د همکارۍ شورا منشور پرې ولاړ دی».

په سوېلي یمن کې د بېلتون‌پالو ځواکونو او سیمه‌ییزو لوریو ترمنځ کړکېچ زیات شوی.

بل‌خوا، ترکیې هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یمن کې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی، چې د دغه کړکېچ د پای ته رسولو لپاره ګډې هڅې پیاوړې شي.

د راپورونو له‌مخې، په سوېلي یمن کې د بېلتون‌پالو ځواکونو او سیمه‌ییزو لوریو ترمنځ کړکېچ زیات شوی او د ځینو سرچینو پر بنسټ سعودي عربستان د خبرداري په ډول هوايي بریدونه کړي دي.

ایران د کاناډا شاهي سمندري ځواک د ترهګر سازمان په توګه اعلان کړ

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۲ GMT+۰
100%

تر هغه وروسته چې کاناډا «سپاه پاسداران انقلاب اسلامي» د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړ، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې په غبرګون کې د کاناډا سمندري ځواک د متقابل اقدام وړ وباله او هغه یې «ترهګر سازمان» اعلان کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا پرېکړه یې د ۲۰۱۹ کال «د امریکا له‌خوا د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د ترهګریزو سامازمانونو په توګه د اعلان په وړاندې د متقابل اقدام قانون» د اوومې مادې پر بنسټ کړې ده.

د دې مادې له‌مخې، هر هغه هېواد چې په دې برخه کې د امریکا له پرېکړې پیروي یا ملاتړ وکړي د ایران د متقابل اقدام لاندې راځي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې سپاه پاسداران په ایران کې د وسله‌والو ځواکونو له رسمي بنسټونو څخه دی او د هغه د ترهګر بنسټ په توګه معرفي کول د نړۍوالو پېژندل شویو قوانینو ښکاره سرغړونه بلل کېږي.

تر دې مخکې، کاناډا په ۲۰۱۲ کال کې له تهران سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او د ۲۰۲۴ کال د جنون د ۱۹مې نېټې راهیسې یې سپاه پاسداران د ترهګرو سازمانونو په لېست کې شامل کړی دی.

په کندوز کې یو خصوصي شرکت د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه کې پانګونه کوي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۵ GMT+۰
100%

طالبانو ویلي، چې د «دوتاڼي» په نوم یو خصوصي شرکت غواړي په کندوز کې د ۱۳.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په پروژه کې پانګونه وکړي. د دوی په وینا، دغه شرکت د یادې پروژې د تطبیق لپاره له طالبانو د ۲۰۰ جریبه ځمکې غوښتنه کړې ده.

د یاد شرکت مسوولینو د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) په کندوز کې د طالبانو له والي سره د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تطبیق په پروژه کې د پانګونې پلان شریک کړی.

په کندوز کې د طالبانو د والي‌ دفتر د یادې پروژې د پلي کولو لپاره د ځمکې د تثبیت په موخه د یو ګډ پلاوي د ټاکلو لارښوونه کړې.

طالبانو زیاته کړې، چې د همدې پروژې په پلي کولو سره به ۱۵ زره کورنیو ته ډاډمنه برېښنا برابره شي.

حمدالله فطرت: ایران غواړي د افغانستان له لارې له چین او اروپا سره وصل شي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۱ GMT+۰
100%

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې د ایران د رېل پټلۍ ادارې مشر د دوی د رییس الوزرا د اقتصادي‌ مرستیال ملا برادر سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان له لارې د یوې مهمې رېل پټلۍ تطبیقول غواړي. فطرت زیاته کړې، ایران غواړي له دې لارې له چین او اروپا سره وصل شي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) زیاته کړې، د ایران د رېل پټلۍ اداره غواړي د افغانستان له لارې رېل پټلۍ ته پراختیا ورکړي.

د نوموړي په خبره، د ایران د دې ادارې مشر جبار علي ذاکري له ملا برادر سره په لیدنه کې د رېل پلټۍ پروژې د ښه تطبیق‌ په موخه د ګډې کمېټې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

فطرت زیاته کړې: «د ایران د رېل پټلۍ ادارې مشر غواړي د افغانستان له لارې رېل پټلۍ ته پراختیا ورکړي. څو د افغانستان د ستراتیژيک موقعیت څخه په استفادې د چین او اروپا سره وصل شي.»

ملا برادر په دې لیدنه کې ویلي، چې د همدې پروژې د ارزښت په اړه یې درې کاله وړاندې د ایران مرستیال ولسمشر ته خبر ورکړی و او اوس هغه هم د ګډې کميټې د عملي کار د ژر پيلېدو غوښتنه کړې.