• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پنجاب په جهنګ ښار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۴ کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۰ GMT+۰

د پاکستان د پنجاب ایالت په جهنګ ښار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله د درېیو ښځو او یو ماشوم په ګډون ۱۴ کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي. ځایي چارواکي وایي، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه پېښه د یوه مساپر وړونکي موټر او د پوهتون د یوه بس موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

•
•
•

نور کیسې

زهران ممداني د نیویارک لومړی ښاروال دی چې خپله دنده د قران‌کریم پر لوړې پیلوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۸ GMT+۰
100%

زهران ممداني به پنجشنبه (د مرغومي ۱۱مه) په رسمي ډول د لوړې په ترسره کولو سره دنده پیل کړي. هغه به پر هغه قران لوړه وکړي، چې له نیکه څخه ورته میراث پاتې شوی دی. ممداني د نیویارک لومړنی ښاروال دی، چې د تحلیف په مراسمو کې یې پر قران لوړه کوي.

د رویټرز د راپور له‌مخې، ممداني د واک د لېږد او د لوړې د مراسمو د تنظیم لپاره له نږدې ۳۰ زره بسپنه ورکوونکو څخه ۲٫۶ میلیونه ډالر راټول کړي دي.

زهران ممداني به لومړی د پنجشنبې په شپه د «اولډ سیټي‌هال» په نوم د نیویارک د مترو په یوه زاړه او مترو سټېشن کې په یوه خصوصي مراسمو کې لوړه وکړي. په دې مراسمو کې به د هغه کورنۍ او ځايي چارواکي ګډون ولري او هغه به د قران‌کریم پر دوو سپارو سوګند یاد کړي: یو قران چې د هغه د نیکه څخه په میراث ورپاتې شوی او بل د ارتور شومبورګ قران چې د نیویارک د عامه کتابتون څخه په امانت اخیستل شوی دی. ارتور شومبورګ یو تورپوستی لیکوال او تاریخپوه و.

د ممداني د لوړې لوی او عام مراسم به د پنجشنبې په ماسپښین د جنورۍ په لومړۍ نېټه د نیویارک د ښاروالۍ په مرکزي ودانۍ کې ترسره شي. زرګونه کسان به په دې مراسمو کې ګډون وکړي او د هغه د ښاروالۍ د پیل په مناسبت به ویناوې او کلتوري جشنونه تنظیم شي.

د نیویارک ډېری پخوانیو ښاروالانو په انجیل لوړه کړې، خو قانون د لوړې په مراسمو کې د ځانګړي مذهبي متن کارولو ته اړتیا نه‌لري.

د ممداني د ټاکنیز کمپاین اصلي محورونه اقتصادي او ټولنیزې مسلې وې، لکه د کورونو د کرایې کنټرول، د ښاري بسونو وړیا کارول او د ټیټ عاید لرونکو کورنیو ملاتړ.

هغه د انتخاباتي کمپاین پر مهال د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ له تګلارو سره خپل مخالفت څرګند کړ او ځوانو رایه ورکوونکو، کډوالو او مخکښو کسانو ترې پراخ ملاتړ وکړ. سره له دې چې د هغه پر ضد پراخ کمپاین شوی و، د نیویارک ښار د یهودي رایه ورکوونکو رایې ممداني ته د پام وړ وې.

د نیویارک ټاکل شوي ښاروال ټرمپ یو «مستبد واکمن» بللی، هغه یې د هېواد سره د خیانت کوونکي په توګه یاد کړی او د «فاشیستي اجنډا» خپروونکی یې ګڼلی دی.

په مقابل کې، ډونالد ټرمپ زهران ممداني «کمونیست» او «د یهودانو ضد» بللی و او ویلي یې و چې هر یهودی چې هغه ته رایه ورکړي «احمق» دی. ټرمپ څو ځله ممداني ته د «لیوني» او «کمونیست» خطاب کړی و.

سره له دې چې د ډونالد ټرمپ له لوري د ممداني پر وړاندې توند دریځونه مخکې موجود وو، د امریکا ولسمشر د منتخب ښاروال له لیدنې وروسته خپل غږ یو څه نرم کړ او ویې ویل، چې «غواړي هر څه د نیویارک لپاره ښه پر مخ ولاړ شي.»

د نیویارک ایالت د قانون له‌مخې، د ښاروال څلور کلنه دوره د جنورۍ له لومړۍ نېټې پیلېږي او د همدې ورځې په نیمه شپه د سوګند مراسم ترسره کول د ښاروال د رسمي دندې د پیل یو دود ګرځېدلی دی.

په پېښور کې ګڼ افغان کډوال د پورونو له امله د خښتو په بټيو کې ګرو شوي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۴ GMT+۰
100%

د پېښور په شاوخوا کې د «ټیله بند مسکین» په نوم کمپ کې ګڼ افغان کډوال له کلونو راهیسې د خښتو په بټیو کې له سختو شرایطو سره ژوند کوي. دغه کډوال وايي، چې د کمزوري اقتصاد او پورونو له امله په دغو بټیو کې ګرو شوي دي.

د «ټیله بند مسکین» کمپ یو شمېر افغان کډوالو د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰مه) د افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې د یو شمېر بې‌وسه کورنۍ ښځې، نارینه او ماشومان د لږ مزد او سختو شرايطو له امله کار کولو ته اړ شوي.

د کمپ اوسېدونکي وايي، دغه کورنۍ د مجبوریتونو له امله او د خپلو پورونو د ادا کولو لپاره د خښتو په بټیو کې ګرو شوي دي.

د دغه کمپ اوسېدونکی ۴۰ کلن ملا جان د افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې تر سختو پورونو لاندې دی او دوی ته اجازه هم نه ورکول کېږي، چې د بټیو د باندي‌ ووځي.

هغه زیاته کړې: «دلته پیدا شوی یم او اوس ۴۰ کان یم، ۲۰ لکه کالداري قرضداره یم، موږ څه وکړو، دلته یې ګرو کړي یو چې باید د کار په بدل کې پور ادا کړو.»

دغه کورنۍ زیاتوي، چې د ناروغۍ د درملنې او نورو ستونزو د حل لپاره هم بهر نه پرېښودل کېږي.

دوی له نړۍوالو او پاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي ترڅو له ستونزو خلاص او افغانستان ته ستانه شي.

پښتین: ۲۰۲۵ کال د پنجابي ریاست له‌خوا پر پښتنو د ظالمانه پالیسیو له امله زیانمن کال وو

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۹ GMT+۰
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي، په ۲۰۲۵ کال کې د پښتونخوا پر پښتنو ډرون بریدونه، توغندي، جېټ بمبارۍ، ماین چاودنې، په کلیو او کوڅو کې پر ښځو او ماشومانو د پنجابي پوځ ډزې او د مخ پټو وسله‌والو له‌خوا هدفي وژنې ټول د هغو ظلمونو برخه وه چې پر پښتنو ترسره شول.

منظور پښتین د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰مه) د ۲۰۲۵ کال د پای ته رسېدو په مناسبت په خپاره کړي بیان کې ادعا کړې، چې د همدې کال په ترڅ کې د پاکستان پوځ پر پښتنو سخت ظلمونه کړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي د پاکستان د ناسمـو پالیسیو له‌مخې نیول شوي او ان وژل شوي دي.

پښتین ویلي، چې په همدې کال کې مفتي منیر شاکر، مولانا خانزېب او ګڼ نور پښتانه شخصیتونه وژل شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پښتونخوا غرنۍ سیمې د ډالري جګړې لاندې وې او هره ورځ پرې بریدونه او بمبارۍ کېدلې.

هغه د افغان کډوالو جبري اېستلو ته هم اشاره کړې، چې ښځې او ماشومان په دې پروسه کې له سخت وضعیت سره مخ دي.

منظور پښتین پښتنو ته په پيغام کې ویلي، چې قام او وطن له سخت حالت سره مخ دی او له دې حالت څخه وتل کار او قرباني غواړي.

هغه زیاته کړې: «درنو پښتنو، قام، وطن او تحریک ټول له سختیو سره مخ دي، خو باید د همت او محنت څخه کار واخیستل شي، زموږ د تحریک ملګري او ملت به هېڅکله ستړي او وارخطا نه شي او نه به د بې‌ مانا خلکو په پروپاګنډو خپل وخت ضایع کړي.»

هغه ټینګار کړی، چې د زورواکو پر وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او وایي، د فشارونو، نیونو او ګواښونو سره سره به د حق غوښتنې له دریځه شاته نه شي، بلکې تر هغې به هڅې روانې ساتي څو د ظلم پر وړاندې ودرېږي او د پښتنو د حقونو لپاره خپل غږ ژوندی وساتي.

د ایران د حکومت ضد لاریون؛ په څلورمه ورځ د ایراني ځواکونو له‌خوا پر لاریونوالو ډزې شوې دي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۸ GMT+۰
100%

په ایران کې د حکومت پر ضد او د خراب اقتصادي وضعیت په غبرګون لاریونونه نن څلورمه ورځ هم روان دي. د راپورونو له‌مخې، حکومتي ځواکونو پر لاریونوالو ډزې کړې دي. دا اعتراضونه په اصفهان، کرمانشاه او فارس ولایتونو کې دوام لري.

ایران انټرنشنل خبر ورکړی، چې یو ۱۸ کلن ځوان مهدي سماواتي په فارس کې د حکومتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی، خو دولتي چارواکو یاد خبر رد کړی او ویلي یې دي چې څلور لاریونوال یې نیولي دي.

راپورونه ښيي، چې په کوهدشت کې ګڼ خلک لا هم په لاریون بوخت دي او په فسا کې لاریونوالو د ښار د قوماندانۍ پر ودانۍ هجوم کړی او پر هغې ودانۍ او شاوخوا کوڅو کې یې اور بل کړی دی.

خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې ځواکونه په مستقیمه توګه پر لاریونوالو ډزې کوي.

سره له دې چې لاریونوال د ایران د اخوندي نظام د ړنګولو غوښتنه کوي، د ایران ولسمشر ویلي: «موږ په داسې حال کې یو چې د بهرنیو فشارونو سره مخ یو او په کور دننه ځینې کړنې د همکارۍ پر ځای د زیان رسولو سبب کېږي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د ایران جمهوریت ته خبرداری ورکړی، چې د خلکو د ځپلو لړۍ ختمه کړي او ویلي یې دي: «د لومړنیو حقونو غوښتنه جرم نه دی او رژیم باید د ایران د خلکو حقونو ته درناوی وکړي.»

دغه لاریونونه لا هم په ایران کې دوام لري او د ځپلو د زیاتوالي او سیاسي کشمکشونو اندېښنې زیاتې شوې دي.

په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ ۱۰ شتمنې کورنۍ

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۳ GMT+۰
100%

د بلومبرګ د وروستۍ ارزونې له‌مخې، د نړۍ د شتمنو کورنیو ترمنځ د شتمنۍ تمرکز دومره زیات شوی چې لس سترې کورنۍ په ټولییز ډول شاوخوا ۲.۹ ټریلیونه ډالر شتمني لري. د دې نوملړ په سر کې د والټون کورنۍ ده، چې د امریکا د وال‌مارټ شرکت مالکین دي او شتمني یې اوس له نیم ټریلیون ډالرو اوښتې ده.

دا نوملړ پر هغو شتمنیو تمرکز کوي، چې له یوه نسل څخه بل ته لېږدول شوي وي. په دغه نوملړ کې هغه شتمن کسان نه دي شامل لکه د امازون شرکت مالک جېف بیزوس چې شتمني یې شخصي ده.
نفت، ټېکنالوژي او د لوکس یا شاندار ژوند نړۍ څنګه شتمني رامنځته کوي؟
د بلومبرګ د وروستیو خپرو شویو اټکلونو له‌مخې، په نړۍواله اقتصادي کچه شتمني تر بل هر وخت ډېر د یو شمېر محدودو سترو کورنیو په لاس کې متمرکزه شوې ده.
د دې راپور له‌مخې، د ۲۰۲۵ کال تر پایه د نړۍ د ۲۵ شتمنو کورنیو ټولییزې شتمنۍ شاوخوا ۲.۹ تریلیون ډالرو ته رسېدلې، چې دا شمېره د داسې هېوادونو لکه برېتانیا یا فرانسه د ناخالص کورني تولید څخه هم زیاته ده.
د مالي بازارونو وده، د فلزاتو او د څارویو د خوړو په څېر توکو غوښتنې زیاتوالی او همدارنګه د انرژۍ منابعو ته دوامداره لاسرسی د دې زیاتوالي اصلي عوامل ګڼل شوي دي.
د دې نوملړ په سر کې د والټون کورنۍ ده، چې شتمني یې اوس د نیم ټریلیون ډالرو څخه زیاته شوې او یوازې د سویډن یا بلجیم په شان هېوادونو د اقتصاد سره برابره ده. هممهاله، لږ تر لږه شتمني چې د نړۍ د تر ټولو شتمنو کورنیو په ډله کې د ننوتلو لپاره اړینه ده، له ۴۶ میلیارده ډالرو څخه هم زیاته شوې ده. دغه کچه څو کاله مخکې د ډېرو نړۍوالو پانګه‌والو لپاره د ترلاسه کولو وړ نه وه.
والټون کورنۍ چې د والمارټ د زنځیره‌يي پلورنځیو مالکین دي، د نړۍ تر ټولو لوی پرچون پلورونکی شبکه په واک کې لري، چې د امریکا د مصرفي اقتصاد اصلي ستن بلل کېږي. دغې کورنۍ د درېیو نسلونو په ترڅ کې د خپل کاروبار کنټرول ساتلی او شتمني یې ۵۱۳.۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

100%

دویم: ال‌نهیان کورنۍـ-امارات
د ابوظبي واکمنه کورنۍ چې شتمني یې له نفتو، دولتي شتمنیو او پراخو نړۍوالو پانګونو ترلاسه کړې ده، په وروستیو کلونو کې یې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې هم فعاله حضور لرلی دی د دې کورنۍ شتمني شاوخوا ۳۳۵.۹ میلیارده ډالرو ته رسېږي.

100%

درېیم: د ال‌سعود کورنۍ - سعودي عربستان
د دې کورنۍ شتمني د سعودي عربستان د سترې نفتې زېرمې او د سیاسي او اقتصادي ځواک ترمنځ د نږدې اړیکو پر بنسټ جوړه شوې ده.
د ال‌سعود د کورنۍ شتمني شاوخوا ۲۱۳٫۶ میلیارد ډالرو پورې اټکل شوی.

100%

څلورم: د ال‌ثاني کورنۍ-قطر
د قطر واکمنان د طبیعي ګازو په برخه کې د نړۍ له سترو ګټې اخیستونکو شمېرل کېږي او د انرژۍ یوه برخه عواید یې په مالي بازارونو او نړۍوالو شتمنیو کې پانګونه کړې ده.
د دې کورنۍ شتمني ۱۹۹.۵ میلیارد ډالرو پورې اټکل شوې ده.

100%

پنځم: د هرمس کورنۍ-فرانسه
د هرمس برنډ مالکین له نولسمې پېړۍ راهیسې د دې شرکت د شپږو نسلونو لپاره د دې کورنۍ په واک کې پاتې شوی دی.
د دې کورنۍ شتمني د لوکس توکو په صنعت کې ۱۸۴.۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.
شپږم: د کوک کورنۍ-امریکا
دا کورنۍ د نړۍ له سترو خصوصي صنعتي امپراتوریو څخه یوه لري، چې د انرژۍ، کیمیاوي توکو او درندو صنعتونو په برخه کې فعالیت کوي.
د دې کورنۍ شتمني شاوخوا ۱۵۰ میلیارد ډالر اټکل شوې ده.

100%

اووم: د مارس کورنۍ-امریکا
یاده کورنۍ په ځانګړې توګه د خوړو په صنعت کې په تېره بیا د کورنیو حیواناتو د خوړو په مخ پر ودې بازار کې له نړۍوالو پېژندل شویو برنډونو سره فعاله ده.
د دې کورنۍ شتمني له ۱۴۳ میلیارد ډالرو څخه زیاته اټکل شوې ده.
اتم: د امباني کورنۍ -هندوستان
د ریلاینس ګروپ مالکین دي، چې د انرژۍ، د نفتو د تصفیې او د صنعت په برخو کې فعاله دي او د هند په اقتصاد کې مهم رول لري.
د دې کورنۍ شتمني شاوخوا ۱۰۵ میلیارد ډالرو پورې اټکل شوې ده.

100%

نهم: د ورتهایمر کورنۍ-فرانسه
د نړۍ د فېشن او لوکسو توکو په صنعت کې د تر ټولو پایدارو نومونو څخه د «شنل» برنډ مالکین دي.
د دې کورنۍ شتمني شاوخوا ۸۵.۶ میلیارد ډالرو پورې اټکل شوې ده.

100%

لسم: د ټامسون کورنۍ-کاناډا
دغه کورنۍ د «ټامسون رویترز» خبري اژانس مالکیت لري، چې د نړۍ د اطلاعاتو او رسنیو په برخه کې له مهمو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي.
د دې کورنۍ شتمني شاوخوا ۸۲ میلیارد ډالره اټکل شوې ده.