• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کرنې وزارت مرستیال د کرنیزو ټکنالوژیو نندارتون کې د ګډون لپاره تهران ته لاړ

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې د دغه وزارت مرستیال ملا باز محمد فیضان د یوه پلاوي مشرۍ د کرنیزو وسایلو او د اوبو لګولو د نوې ټکنالوژۍ په تخصصي نندارتون کې د ګډون په موخه تهران ته سفر کړی دی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پلاوی به په تهران کې د کرنې او اوبو لګولو اړوند په تخصصي نندارتون کې ګډون وکړي او همدارنګه به د کرنیزو وسایلو، د اوبو لګولو سیسټمونو او اړوندو ټکنالوژیو په برخه کې له فعالو شرکتونو او بنسټونو سره مخامخ دوه‌اړخیزې سوداګریزې ناستې ولري.

د ‌طالبانو د کرنې وزارت زیاتوي، چې د دغه سفر موخه د کرنې په برخه کې د نوې ټکنالوژۍ پېژندنه، د اوبو لګولو د عصري لارو چارو ارزونه او له سیمه‌ییزو او نړیوالو شرکتونو سره د همکارۍ د فرصتونو لټول دی.

د وزارت په وینا، د پلاوي غړي به د نندارتون تر څنګ د کرنې او اوبو لګولو بېلابېلې تولیدي او تخنیکي برخې هم وګوري چې د افغانستان د کرنیز سکتور د ودې او پرمختګ لپاره د تجربو او نوښتونو د انتقال زمینه برابره شي.

ترویج لرونکی

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې
۱

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۲

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۳

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د تورخم له لارې د ملګرو ملتونو د مرستو کاروان نه پرېښودلو پرېکړه وغندله

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۷ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو د مرستو کاروان ته پراجازې نه ورکولو غبرګون ښودلی او دا یې یو «بې‌ساری» ګام بللی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر اندرابي په خپل اونيز کنفرانس کې ویلي، چې پاکستان د ملګرو ملتونو په غوښتنه په تورخم کې په بشري مرستو بار لاريو ته دروازه پرانېسته، خو طالبان دغو موټرو ته د اوښتو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي و، چې د بشردوستانه موخو لپاره د تورخم او چمن سوداګریزې لارې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره پرانیزي.

تېره ورځ چارشنبه (د مرغومې ۱۰مه) د خیبر پښتونخوا د ګمرکونو چارو مسوولینو ویلي و، چې په بشري مرستو بار د ملګرو ملتونو نهه کانټینره د جمرود ترمینل له لارې د تورخم په لور روان شوي دي.

دغه په خوراکي توکو او درملو بار کانټینرونه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) اړوند دي.

له تورخم نه ځایي چارواکي ویلي و، چې د دغو کانټینرونو له ډلې ۸ یې د تورخم ترمینل ته رسېدلي او یو کانټینر د لارې د خرابوالي له امله نه‌دی رسېدلی. دوی وایي، د طالبانو تر اجازې وروسته به دغه کانټینرونه د ډیورنډ کرښې هاغاړې ته ننوځي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د اکټوبر له ۱۱مې راهیسې نږدې درې میاشتې کېږي، چې د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

طالبان: په ۲۰۲۵ کال کې د نشه‌یي توکو پر ضد تر ۱۰ زرو ډېر عملیات شوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۵ GMT+۰

طالبان وایي، چې په تېر ۲۰۲۵ کال کې یې د نشه‌یي توکو د تولید، قاچاق او استعمال د مخنیوي په موخه په ټول هېواد کې ۱۰زره او ۵۹۹عملیات کړي دي.

د یادې ډلې مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۱مه پر ایکس ولیکل، چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې د نشه‌یي توکو لسګونه لابراتوارونه ویجاړ شوي، چې پکې ۳۱د الکولي مشروباتو، ۹د «تابیلټ کا» او ۴۷۷د مخدره توکو د پروسس لابراتوارونه شامل دي.

هغه زیاتوي چې د دغو عملیاتو په لړ کې د نشه‌یي توکو لوی مقدار هم نیول شوی، چې ۵۵۵ کیلوګرامه هیرویین، ۲۳۲ کیلوګرامه مورفین، شاوخوا ۳۲ټنه تاریاک، ۳۳ ټنه چرس، له درې ټنو زیات مېتامفتامین او نږدې څلور ټنه الکولي مشروبات پکې شامل وو.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، د نشه‌یي درملو زرګونه ګولۍ، لکه میتادون او تابیلټ کا، هم نیول شوې او د نشه‌یي توکو په تولید کې کارېدونکي سلګونه ټنه کیمیاوي مواد ضبط شوي دي.

دوی زیاتوي، چې په تېر کال کې یې د چرسو او کوکنارو نږدې ۱۹زره او ۷۶۱هکټاره کښتونه هم له منځه وړي دي.

طالبانو په داسې حال کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې خبره کوي چې لا هم د دې ډلې پر غړو د نشه یي توکو د قاچاق او کاروبار تورونه دي.

د تېر لړم په میاشت کې د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ګوښه شوي معین محمد قاسم خالد غوښتل د هغو طالب چارواکو نومونه افشا کړي، چې د نشه‌یي توکو په پلور او قاچاق کې لاس لري.

د سرچینو په وینا، قاسم خالد د کورنیو چارو وزارت د اونیزې انسجام غونډې پر مهال ویلي وو چې د یادو چارواکو بشپړ نوملړ ورسره شته او غواړي دا معلومات په رسمي ډول د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده ته وسپاري.

طالبانو محمد قاسم خالد د ۲۰۲۵کال د اکتوبر په ۲۲مه د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د معین په توګه وټاکه، خو ۲۸ورځو وروسته یې له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې د اصلاحي کمېسیون پخوانی رییس عبدالرحمن منیر وګوماره.

طالبان وایي چې د ۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت یې د اوروژنې ۸ نوي وسایط پیرلي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۴ GMT+۰

د طالبانو د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست ویلي چې د هېواد د ګمرکونو د خوندیتوب د لوړولو لپاره یې د څه باندې ۲ میلیونه او ۳۶ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د اور وژنې ۸ نوي وسایط پېرلي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې چې د پنحشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۱مه) یې خپره کړې، راغلي، دا وسایط چې په ۲۰۲۵ کال کې تولید شوي، هر یو یې د ۱۰ زره لېټره اوبو د ځایولو ظرفیت لري او د اور لګېدنې پر مهال د بیړنیو حالاتو په مهار کې مهم رول لوبولی شي.

دغه وسایط به د حیرتان، اقینې، ننګرهار، هرات، فراه، نیمروز او کندهار په ګمرکونو کې فعال شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دا پروژه د طالبانو او ازبکستان ترمنځ د دولت- دولت تړون له لارې عملي شوې او لګښت یې د طالبانو د مالیې وزارت له پراختیایي بودجې ورکړل شوی دی.

اتریش د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي، چې اتریش د راستنېدونکو افغان کډوالو د لاسنیوي په موخه یو میلیون امریکايي ډالر مرسته کړې ده. یاده اداره زیاتوي چې په دې مالي مرستې سره به افغان راستنېدونکو ته د بیا مېشتېدنې لپاره اړینې مرستې چمتو کړي.

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په وینا، د اتریش دا سخاوتمندانه مرسته به سږ کال د دې ادارې د ساتنې او خوندیتوب خدمتونه پیاوړي کړي، څو کورنۍ وکولای شي په خوندي ډول او له انساني کرامت سره سم خپلو سیمو ته ستنې شي.

ملګري ملتونه وایي، د یادو مرستو له لارې به راستنېدونکو کورنیو ته د سرپناه، بنسټیزو اړتیاوو، حقوقي ملاتړ او ټولنیزو خدمتونو د برابرولو په برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي، چې له بې‌وزلۍ، ناامنۍ او بیا ځلي بې‌ځایه کېدو څخه خوندي پاتې شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري ټینګار کوي، چې د نړیوالو شریکانو دوامدار ملاتړ د افغانستان د بشري وضعیت د ښه والي لپاره حیاتي دی او دا ډول مرستې د زرګونو افغان کورنیو د خوندي او باعزته راستنېدنې زمینه برابروي.

په میدان ‌وردګ ولایت کې یوه ډرون الوتکه غورځېدلې ده

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۰۹ GMT+۰

د میدان‌وردګ ولایت مرکز کې یوه ډرون الوتکه راغورځېدلې، چې د ځايي سرچینو په وینا، له نورو ډرون الوتکو سره د جسامت له مخې توپیر کوي. یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه الوتکه د نورو الوتکو په پرتله لویه ده.

د پنجشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۱مه ، په میدان وردګ ولایت کې محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددغه ولایت په مرکز کې یوه ډرون الوتکه را غورځېدلې، خو دا روښانه نه ده، چې د کوم هېواد اړوند ده.

طالبانو ته نږدې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه ډرون الوتکه میدان ښار ته څېرمه را غورځېدلې ده.

سرچینې وویل، چې «ډرون پخپله راغورځېدلې، خو تر اوسه روښانه نه ده، چې د امریکا او که د پاکستان اړوند ده».

د سرچینې په وینا، دغه ډرون الوتکه تر نورو ډرونونو لویه ده او داهم معلومه نه ده، چې په څه هدف کارول کېده.

له دې وړاندې د کندهار په ریګستان کې هم یوه ډرون الوتکه را پرېوتې وه، خو څرګنده نه شوه، چې د کوم هېواد اړوند وه.