• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په لوګر کې یوه ښځه له ۵۰ کلونو کورني بند څخه وژغول شوه

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۷ GMT+۰

په لوګر کې یوه ښځه چې له ۵۰ کلونو راهیسې د خپلې کورنۍ د غړو له لوري په کورني بند کې شپې او ورځې تېرولې، د طالبانو د محتسبینو له لوري وژغورل شوه. محتسبینو په دې اړه چې ولې دغه ښځه په کورني بند کې ساتل شوې وه، څه نه‌دي ویلي.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغه ولایت کې طالب محتسبینو په تېرو دوو اوونیو کې ۱۳ ښځې چې د کورني زورزیاتي قربانیانې وې، ژغورلې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «په یادو مېرمنو کې یوه داسې ښځه هم شامله ده، چې له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې په برکي‌برک ولسوالۍ کې د سخت کورني بند او تاوتریخوالي لاندې یې ژوند کاوه، له ټولو شرعي او انساني حقونو بې‌برخې وه، خو د امر باالمعروف او نهې عن‌المنکر ریاست د محتسبینو ل لوري یې د پرله‌پسې هڅو په پایله کې بېرته خپل عزت، حیثیت او حقوق ترلاسه کړل».

خو په خبرپاڼه کې د دغې ښځې په کورني بند کې د ساتل کېدو د لامل او همداراز دا چې له هغو کسانو سره چې دغه چلند یې کړی څه کېږي څه نه‌دي ویلي.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دغه ولایت کې له درېیو جبري نکاحو هم مخنیوی شوی او همداراز څرګنده شوې، جبري نکاح د شریعت، قانون او ټولنیزو اصولو خلاف عمل دی.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

•
•
•

نور کیسې

د بدخشان په واخان کې د «پامیر» په نوم د نوې ولسوالۍ اداري چارې رسماً پیل شوې

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۵ GMT+۰

د بدخشان په واخان کې د «پامیر» په نوم نوې ولسوالۍ چې د تېر کال په وروستیو کې د طالبانو له لوري منظور شوې وه، نن یې رسماً چارې پیل او مسوولین یې هم وټاکل شول. دغه نوې ولسوالۍ تر دې مخکې د واخان سرحدي ولسوالۍ اړوند وه.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغې چارې موخه یادې لرې پرتې سیمې ته د دولتي خدماتو رسول او د ځايي اوسېدونکو ستونزو ته رسېدنه په ګوته کړې ده.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغې نوې جوړې شوې ولسوالۍ ته ولسوال او مرستیال، مالي او اداري او همداراز د کلیو مدیران نن معرفي شول او په رسمي توګه یې خپلې دندې پیل کړې.

ځايي طالب مسوولینو ویلي، په واخان کې د پامیر ولسوالۍ جوړېدل یوه جدي اړتیا او د ځايي خلکو یوه له پخوانیو غوښتنه وه او په وینا یې، تر دې مخکې د پامیر اوسېدونکي د غرنیز موقعیت او سختو لارو له امله له دولتي خدماتو بې‌ برخې و.

د تېر کال د سلواغې پر ۲۱مه د طالبانو د چارو ادارې له لوري د پامیر د ستراتیژیک موقعیت له‌مخې د ولسوالۍ کېدو وړاندیز شوی و. په هغه وخت کې د طالبانو تر واک لاندې د چارو ادارې په یوه مکتوب کې په ډاګه شوې وه، چې د بدخشان په اداري تشکیل کې د «پامیر» په نوم د نوې ولسوالۍ لګښت د دې ډلې د مشر هبت‌الله په امر د ۱۴۰۴ کال په بودیجه کې شامل شوی و.

د یادونې وړ ده، چې د جمهوریت پرمهال هم ورته وړاندیز شوی و، خو د بدخشان د هغه وخت ځینو استازو د دې ولسوالۍ له جوړېدو سره مخالفت کړی و.

په غزني کې ۷۰ ټُنه بې‌کیفیته او خراب تېل ونیول شول

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۱ GMT+۰

د غزني په مرکز کې د بې‌کیفیته، ناقانونه تېلو، نفتو او مایع ګازو د مخنیوي په موخه جوړې شوې کمېټې نږدې ۷۰ ټنه خراب او بې‌کیفیته تېل نیولي دي. طالبان وایي، د یادو تېلو په اړه پرېکړه به د هبت‌الله د حکم پر بنسټ وشي.

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بې‌کیفیته او ناقانونه تېلو، نفتو او مایع ګازو د مخنیوي کمېټې ټولو سوداګرو او د نفتي موادو پلورونکو ته جدي خبرداری ورکړل شوی، چې د بې‌کیفیته تېلو له واردولو او پلورلو ډډه وکړي، ترڅو د وسایطو او ماشینونو له تخریب، د چاپېریال له ککړتیا او د عامو خلکو له اقتصادي زیانونو مخنیوی وشي.

یاده کمېټه د هبت‌الله اخوندزاده د حکم پر بنسټ د غزني د ځايي طالب مسوولینو په ګډون جوړه شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د بې‌کیفیته تېلو له نیول کېدو وروسته پرېکړه به د هبت‌الله اخوندزاده د حکم مطابق او مرستیال والي سره په مشوره وشي او اړین اقدامات به ترسره شي».

د یادونې وړ ده، چې په ښارونو او په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې د هوا د ککړتیا یو له اصلي لاملونو په موټرو کې د بې‌کیفیته تېلو کارول په ګوته شوي او همداراز د افغانستان د اړتیا وړ ډېری تېل له ګاونډیو هېوادونو څخه راواردېږي.

د نورالدین ترابي ادعا: موږ د موسسو پر وړاندې هېڅ ډول محدودیت نه‌دی رامنځته کړی

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۰

په داسې حال کې چې په تېرو وروستیو کلونو کې یو زیات شمېر بهرنیو مرستندویه بنسټونو افغانستان کې د طالبانو د فشارونو او په چارو کې یې د لاسوهنو له امله خپل فعالیتونه درولي، د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې رييس ادعا کوي: «موږ د موسسو پر وړاندې هېڅ ډول محدودیت نه‌دی رامنځته کړی».

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس نورالدین ترابي د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۳مه) د هندیکپ انټرنشنل موسسې ترمنځ د څه باندې ۴۹۱ زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو د هوکړې د لاسلیک پر مهال وویل: «موږ د موسسو پر وړاندې هېڅ ډول محدودیت نه‌دی رامنځته کړی او تمه لرو چې هغوی به خپلې پروژې په شفاف او چټک ډول پلي کړي او د تمویلوونکو له لوري به لا زیاته بودیجه هم جلب کړي».

د دغه طالب چارواکي دغه ادعا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې یو زیات شمېر مرستندویه بنسټونو د طالبانو د ډول ډول فشارونو او په چارو کې یې د لاسوهنو له امله په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي. دغه وضعیت بیا د افغان اړمنو کورنیو ورځنی ژوند ټکنی کړی دی.

نورالدین ترابي یو ځل بیا له مرستندویه موسسو وغوښتل، چې د پروژو په چوکاټ کې خپل اداري لګښتونه راکم کړي او زیاته یې کړه: «دوه اړخیز اخلاص د دواړو لوریو د دوامدارو همکاریو تضمین کوونکی دی».

د چارو د شنونکو په باور، د افغانستان لپاره د بهرنیو مرستندویه بنسټونو له لوري له راټولو شویو مرستو ډېره برخه یې اړوندې موسسې پر خپلو اداري او امنیتي چارو لګوي او کمه برخه یې بیا تر اړمنو رسول کېږي.

له دې سره سم، د طالبانو د اقتصاد وزیر یو ځلي ویلي و چې د بهرنیو موسسو معاشونه او اداري لګښتونه لوړ دي او له اقتصادي اړخه د خدمتونو د وړاندې کولو او پروژو د اغېز کمېدو لامل ګرځي.

د هندیکپ انټرنشنل موسسې به د یادې هوکړې له‌مخې بشري مرستو ته ګودامونه او همداراز د لېږدونې لپاره یې ټرانسپورټي خدمات برابر کړي، د پروژې اړوندو کارکوونکو ته به د ظرفیت لوړونې پروګرام او په هرات کې د ناچاودو توکو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام جوړ کړي.

طالبانو له موسسو وغوښتل چې لرو پرتو سیمو ته خدمات پراخ او ګړندي کړي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال محمد زاهد احمدزي له همکارو موسسو وغوښتل، چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې خپل خدمات پراخ او ګړندي کړي. خو موسسې بیا په خپلو چارو کې د طالبانو له لاسوهنو شکایت لري.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، محمد زاهد احمدزي په کونړ کې له تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د یو شمېر ځوانانو په فراغت غونډه کې زیاته کړه، چې اوس موسسو ته د بشري فعالیتونو لپاره لازم فرصتونه برابر شوي دي.

محمد زاهد احمدزي زیاته کړه: «پر همکارو مؤسساتو غږ کوم، دا چې دوی ته لازم فرصت برابر شوی دی، هڅه دې وکړي چې ټولو لرو پرتو سیمو په خاص ډول کونړ ولایت کې دې خپل خدمات پراخ او ګړندي کړي».

خو یو شمېر مرستندویه بنسټونو تل په خپلو چارو کې د طالبانو له لاسوهنو شکایت کړی او ان ځینو بنسټونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه هم درولې دي.

په دې فراغتغونډه کې د کونړ د علماوو شورا رييس عبدالقهار صدیقي وویل، د حکومت مسوولیت په هره برخه کې د اسانتیاوو برابرول او د ولسونو مسوولیت ورڅخه سالمه ګټه اخیستنه ده او په دې کې د یوې بریالۍ ټولنې د پرمختګ راز نغښتی دی.

د یادونې وړ ده، چې نن د کونړ له تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ۳۶۸ کسان د خیاطۍ په برخه کې تر شپږو میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ او پر هغوی کاري وسایل او تایید نامې ووېشل شوې.

ندا محمد ندیم: اوسنی واک زموږ ستر امتحان دی او د عالمانو لارښوونو ته اړتیا لرو

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د یوې مدرسې په فراعت غونډه کې ویلي، چې د یادې ډلې اوسنی واک د طالبانو لپاره لوی امتحان دی او د عالمانو لارښوونو ته اړتیا لري.

ندا محمد ندیم د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۳مه) په کابل کې د یوې دیني مدرسې فراغت غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، چې طالبان یو لوی امتحان سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه: «نن چې موږ په کوم حالت کې یو، دا یو ډېر دروند امتحان دی؛ واک، موټر، پیسې او عزت راسره دي. خلک او نړۍ راته متوجه دي او پر بېلابېلو لارو د رشوت هڅې روانې دي. بېلابېل اسباب راته مخامخ دي. نو اړتیا ده چې خدای مو په دې اوسني مسوولیت کې بریالي کړي. د دیني عالمانو لارښوونو ته اړتیا لرو.»

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال وکړې، چې پر یو شمېر طالب مشرانو له واک نه د ناوړه استفادې تورونه دي.

د راپورونو له‌مخې، ګڼ طالب مشران په پراخ فساد کې لاس لري او ځیني نور طالب مشران هڅه کوي، چې په خپلو لیکو کې د فساد او واک څخه د ناوړه استفادې مخنیوي وکړي.