• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نورالدین ترابي ادعا: موږ د موسسو پر وړاندې هېڅ ډول محدودیت نه‌دی رامنځته کړی

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۰

په داسې حال کې چې په تېرو وروستیو کلونو کې یو زیات شمېر بهرنیو مرستندویه بنسټونو افغانستان کې د طالبانو د فشارونو او په چارو کې یې د لاسوهنو له امله خپل فعالیتونه درولي، د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې رييس ادعا کوي: «موږ د موسسو پر وړاندې هېڅ ډول محدودیت نه‌دی رامنځته کړی».

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس نورالدین ترابي د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۳مه) د هندیکپ انټرنشنل موسسې ترمنځ د څه باندې ۴۹۱ زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو د هوکړې د لاسلیک پر مهال وویل: «موږ د موسسو پر وړاندې هېڅ ډول محدودیت نه‌دی رامنځته کړی او تمه لرو چې هغوی به خپلې پروژې په شفاف او چټک ډول پلي کړي او د تمویلوونکو له لوري به لا زیاته بودیجه هم جلب کړي».

د دغه طالب چارواکي دغه ادعا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې یو زیات شمېر مرستندویه بنسټونو د طالبانو د ډول ډول فشارونو او په چارو کې یې د لاسوهنو له امله په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي. دغه وضعیت بیا د افغان اړمنو کورنیو ورځنی ژوند ټکنی کړی دی.

نورالدین ترابي یو ځل بیا له مرستندویه موسسو وغوښتل، چې د پروژو په چوکاټ کې خپل اداري لګښتونه راکم کړي او زیاته یې کړه: «دوه اړخیز اخلاص د دواړو لوریو د دوامدارو همکاریو تضمین کوونکی دی».

د چارو د شنونکو په باور، د افغانستان لپاره د بهرنیو مرستندویه بنسټونو له لوري له راټولو شویو مرستو ډېره برخه یې اړوندې موسسې پر خپلو اداري او امنیتي چارو لګوي او کمه برخه یې بیا تر اړمنو رسول کېږي.

له دې سره سم، د طالبانو د اقتصاد وزیر یو ځلي ویلي و چې د بهرنیو موسسو معاشونه او اداري لګښتونه لوړ دي او له اقتصادي اړخه د خدمتونو د وړاندې کولو او پروژو د اغېز کمېدو لامل ګرځي.

د هندیکپ انټرنشنل موسسې به د یادې هوکړې له‌مخې بشري مرستو ته ګودامونه او همداراز د لېږدونې لپاره یې ټرانسپورټي خدمات برابر کړي، د پروژې اړوندو کارکوونکو ته به د ظرفیت لوړونې پروګرام او په هرات کې د ناچاودو توکو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام جوړ کړي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له موسسو وغوښتل چې لرو پرتو سیمو ته خدمات پراخ او ګړندي کړي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال محمد زاهد احمدزي له همکارو موسسو وغوښتل، چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې خپل خدمات پراخ او ګړندي کړي. خو موسسې بیا په خپلو چارو کې د طالبانو له لاسوهنو شکایت لري.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، محمد زاهد احمدزي په کونړ کې له تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د یو شمېر ځوانانو په فراغت غونډه کې زیاته کړه، چې اوس موسسو ته د بشري فعالیتونو لپاره لازم فرصتونه برابر شوي دي.

محمد زاهد احمدزي زیاته کړه: «پر همکارو مؤسساتو غږ کوم، دا چې دوی ته لازم فرصت برابر شوی دی، هڅه دې وکړي چې ټولو لرو پرتو سیمو په خاص ډول کونړ ولایت کې دې خپل خدمات پراخ او ګړندي کړي».

خو یو شمېر مرستندویه بنسټونو تل په خپلو چارو کې د طالبانو له لاسوهنو شکایت کړی او ان ځینو بنسټونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه هم درولې دي.

په دې فراغتغونډه کې د کونړ د علماوو شورا رييس عبدالقهار صدیقي وویل، د حکومت مسوولیت په هره برخه کې د اسانتیاوو برابرول او د ولسونو مسوولیت ورڅخه سالمه ګټه اخیستنه ده او په دې کې د یوې بریالۍ ټولنې د پرمختګ راز نغښتی دی.

د یادونې وړ ده، چې نن د کونړ له تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ۳۶۸ کسان د خیاطۍ په برخه کې تر شپږو میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ او پر هغوی کاري وسایل او تایید نامې ووېشل شوې.

ندا محمد ندیم: اوسنی واک زموږ ستر امتحان دی او د عالمانو لارښوونو ته اړتیا لرو

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د یوې مدرسې په فراعت غونډه کې ویلي، چې د یادې ډلې اوسنی واک د طالبانو لپاره لوی امتحان دی او د عالمانو لارښوونو ته اړتیا لري.

ندا محمد ندیم د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۳مه) په کابل کې د یوې دیني مدرسې فراغت غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، چې طالبان یو لوی امتحان سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه: «نن چې موږ په کوم حالت کې یو، دا یو ډېر دروند امتحان دی؛ واک، موټر، پیسې او عزت راسره دي. خلک او نړۍ راته متوجه دي او پر بېلابېلو لارو د رشوت هڅې روانې دي. بېلابېل اسباب راته مخامخ دي. نو اړتیا ده چې خدای مو په دې اوسني مسوولیت کې بریالي کړي. د دیني عالمانو لارښوونو ته اړتیا لرو.»

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال وکړې، چې پر یو شمېر طالب مشرانو له واک نه د ناوړه استفادې تورونه دي.

د راپورونو له‌مخې، ګڼ طالب مشران په پراخ فساد کې لاس لري او ځیني نور طالب مشران هڅه کوي، چې په خپلو لیکو کې د فساد او واک څخه د ناوړه استفادې مخنیوي وکړي.

سند؛ طالبان په ننګرهار کې پر ښوونکو په زوره د ږېرو پرېښودو اقرار او تعهد خط لاسلیکوي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۵ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

د طالبانو یو رسمي سند افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ترلاسه کړی، چې دې ډلې په ننګرهار کې د ښوونځیو له ښوونکو په جبري ډول د ږېرې پرېښودو اقرار او تعهد خطونه لاسلیک کړي دي. تعهد لیک کې هغو ښوونکو ته ۲۰ ورځې وخت ورکړل شوی، څوک چې د ږیرې په اړه د طالبانو د مشر هبت الله فرمان نه مني.

د ترلاسه شوي تعهد لیک له مخې چې د ننګرهار د پوهنې ریاست اړوند کارمندان او د ښوونځیو ښوونکي او زده کوونکي مکلف دي، چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله د فرمان او حکم له مخې ځان د اسلامي امورو اطاعات او په نبوي سیرت باندې برابر کړي.

دوی لیکلي، چې کوم ښوونکي او زده کوونکي د ملا هبت الله له فرمان او حکم څخه سرغړونه وکړي، نو په حاضرۍ کې غیر حاضر کړئ ترڅو دوی اړ شي چې فرمان پر ځان عملي کړي

ځینو ښوونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې دا پروسه د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار په عبدالوکیل علي لېسه کې ادامه لري.

دوی وايي، د طالبانو د پوهنې وزارت ددې لپاره یوه ځانګړې کېمټه جوړه کړې ده، په دې اقرار او تعهد خط کې دا پرې لاسلیکوي، که چیرې دوی ځانونه پر سنت او ږېرې پرې نه ږدي نو له دندو شړل کېږي او بیا د شکایت حق نه لري.

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اوریدو وزارت د غوايي په میاشت کې په اېکس خواله رسنۍ کې ولیکل، چې ږیره خریل د خدای تعالی له طبیعي جوړښت څخه انکار دی او خلک باید له دغه ګناه څخه ځانونه وساتي.

ددې ادارې طالب ویاند سیف الاسلام خېبر وویل چې خلک باید ږیري پرېږدي او د خریلو له ګناه یې ځانونه وساتي.

هغه سره له دې چې دا چاره خطا ګڼي، وايي ږیره پرېښودل د ښځینه او نارینه وو ترمنځ د توپیر لویه بېلګه هم ګڼي.

له دې وړاندې د طالبانو د امربالمعروف محستبانو نایانو ته خبرداری ورکړی، چې د ږیري له خریلو، ډولي ږیرو جوړولو، فېشني ویښتانو جوړولو او د نارینه وو له سینګارولو څخه به ډډه کوي.

دغو محتسبانو په کابل، ننګرهار او خوست سربېره په یو شمېر ولایتونو کې څو څو ځله نایان له دې کبله نیولي چې ګوندې د خلکو ږیرې یې خریلي دي.

د روانې مرغومي میاشتې کې په خوست ولایت کې د بېلابېلو دولتي ادارو یو شمېر پخواني مامورینو افغانستان انټرنشنل -پښتو ته ویلی، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست له لوري د ږېرو د بڼې له امله لومړی ۲۴ ساعته زنداني کیږي او بیا یې په دې پلمه له دندو ګوښه کوي، چې ږیرې یې د «سنت مطابق» نه دي.

د طالبانو خوست والي له خلکو غوښتي چې د بهرني تجاوز په صورت کې له دې ډلې سره ودریږي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د خوست والي عبدالله مختیار په یوې غونډه کې پر خلکو غږ کړی، چې پر هېواد د بهرنۍ تجاوز پر وړاندې له دې ډلې ملاتړ وکړي. نوموړی ټینکار کړی، چې کوم هېواد پر افغانستان تجاوز کوي، په ټول ولس او قومونو باندې جهاد فرض دی.

د طالبانو د خوست والي نن شنبه، د مرغومي پر ۱۳مه نېټه په دغه ولایت کې د یوې مدرسې فارغت غونډې ته وویل، چې افغانستان اوس مهال یو خپلواک هېواد دی او که څوک پر تجاوز وکړي نو له خپلې خاورې به دفاع وکړي.

د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره له هوایي او ځمکنیو بریدونو وروسته په کابل کې د طالبانو له لوري په تنظیم شوې غونډه کې دیني عالمانو په خپل پرېکړه لیک کې ویلي و، «له نظام څخه د دفاع موضوع مقدس جهاد دی».

که څه هم په پرېکړه لیک کې په ښکاره ډول د پاکستان نوم نه و یاد شوی، خو ویل شوي چې د هېواد د خاورې، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع د هر افغان لپاره لازمه، ضروري ده او همداشان ټینګار شوی چې که هر هېواد د افغانستان پر خاوره تېری وکړي یا د مسلمانانو په حریم کې لاس وهنه وکړي، په مقابل کې یې جګړه او دفاع د ټولو افغانانو لپاره فرض عین ګڼل کېږي.

په پرېکړه لیک کې راغلي و، چې د افغانستان ولسونه په تاریخ کې د هر متجاوز پر ضد متحد پاتې شوي او راتلونکي کې به هم د هر بهرني یرغل په وړاندې «په مقدس جهاد» کې یوه ګډه کرښه جوړوي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې څو میاشتې وړاندې د پاکستاني پوځ له لوري په کندهار، پکتیا او خوست کې بریدونه شوي و، چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل شوي و.

طالبان: په کابل کې مو د مخدره توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۶۳ کسان نیولي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په تیرو اوو ورځو کې د کابل ښار په بیلابیلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال د مخدره توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۶۳ کسان نیول شوي دي. له دې کسانو سره ۶ زره نشه یي تابلېټونه، شیشه، چرس او الکولي مشروباط نیول شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن شنبه، د مرغومي پر ۱۳ نېټه اعلان وکړ، چې د نیول شو کسان د تحقیقاتو او د دوی د دوسیو د چمتو کولو وروسته به دوی قضایي ادارو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو ویلي و،چې په تېر ۲۰۲۵ کال کې یې د نشه‌یي توکو د تولید، قاچاق او استعمال د مخنیوي په موخه په ټول هېواد کې ۱۰زره او ۵۹۹عملیات کړي دي.

په افغانستان کې ځیني اوسېدونکي شکایت کوي، چې د طالبانو د بیاځلي راتګ سره په دغه هېواد کې د نشه یې توکو استعمال او قاچاق زیات شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په هند کې د دیوبندي په مدرسې کې په خپلو خبرو کې ادعا کړې وه، چې ددې ډلې تر واک لاندې افغانستان کې یو قطره شراب نشې پیدا کولی.