• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو خوست والي له خلکو غوښتي چې د بهرني تجاوز په صورت کې له دې ډلې سره ودریږي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۶ GMT+۰

د طالبانو د خوست والي عبدالله مختیار په یوې غونډه کې پر خلکو غږ کړی، چې پر هېواد د بهرنۍ تجاوز پر وړاندې له دې ډلې ملاتړ وکړي. نوموړی ټینکار کړی، چې کوم هېواد پر افغانستان تجاوز کوي، په ټول ولس او قومونو باندې جهاد فرض دی.

د طالبانو د خوست والي نن شنبه، د مرغومي پر ۱۳مه نېټه په دغه ولایت کې د یوې مدرسې فارغت غونډې ته وویل، چې افغانستان اوس مهال یو خپلواک هېواد دی او که څوک پر تجاوز وکړي نو له خپلې خاورې به دفاع وکړي.

د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره له هوایي او ځمکنیو بریدونو وروسته په کابل کې د طالبانو له لوري په تنظیم شوې غونډه کې دیني عالمانو په خپل پرېکړه لیک کې ویلي و، «له نظام څخه د دفاع موضوع مقدس جهاد دی».

که څه هم په پرېکړه لیک کې په ښکاره ډول د پاکستان نوم نه و یاد شوی، خو ویل شوي چې د هېواد د خاورې، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع د هر افغان لپاره لازمه، ضروري ده او همداشان ټینګار شوی چې که هر هېواد د افغانستان پر خاوره تېری وکړي یا د مسلمانانو په حریم کې لاس وهنه وکړي، په مقابل کې یې جګړه او دفاع د ټولو افغانانو لپاره فرض عین ګڼل کېږي.

په پرېکړه لیک کې راغلي و، چې د افغانستان ولسونه په تاریخ کې د هر متجاوز پر ضد متحد پاتې شوي او راتلونکي کې به هم د هر بهرني یرغل په وړاندې «په مقدس جهاد» کې یوه ګډه کرښه جوړوي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې څو میاشتې وړاندې د پاکستاني پوځ له لوري په کندهار، پکتیا او خوست کې بریدونه شوي و، چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل شوي و.

ترویج لرونکی

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده
۱

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۲
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۳

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۴

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

۵

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند ډېری وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په کابل کې مو د مخدره توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۶۳ کسان نیولي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په تیرو اوو ورځو کې د کابل ښار په بیلابیلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال د مخدره توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۶۳ کسان نیول شوي دي. له دې کسانو سره ۶ زره نشه یي تابلېټونه، شیشه، چرس او الکولي مشروباط نیول شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن شنبه، د مرغومي پر ۱۳ نېټه اعلان وکړ، چې د نیول شو کسان د تحقیقاتو او د دوی د دوسیو د چمتو کولو وروسته به دوی قضایي ادارو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو ویلي و،چې په تېر ۲۰۲۵ کال کې یې د نشه‌یي توکو د تولید، قاچاق او استعمال د مخنیوي په موخه په ټول هېواد کې ۱۰زره او ۵۹۹عملیات کړي دي.

په افغانستان کې ځیني اوسېدونکي شکایت کوي، چې د طالبانو د بیاځلي راتګ سره په دغه هېواد کې د نشه یې توکو استعمال او قاچاق زیات شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په هند کې د دیوبندي په مدرسې کې په خپلو خبرو کې ادعا کړې وه، چې ددې ډلې تر واک لاندې افغانستان کې یو قطره شراب نشې پیدا کولی.

چین د درې‌ اړخیزه ډیپلوماسۍ له لارې د افغانستان او پاکستان د اړیکو عادي کېدو هڅې ګړندې کوي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۴ GMT+۰

په داسې حال کې چې دافغانستان او پاکستان اړیکې په تېر کال کې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلي، چین هڅه کوي د درې‌ اړخیزې ډیپلوماسۍ له لارې دواړه هېوادونه بېرته د خبرو مېز ته راولي.

پاکستانۍ ویبپاڼې «پاکستان ډیلي» د افغانستان، پاکستان او چین د اړیکو په اړه چې تېر کال څنګه وې راپور خپور کړی. د راپور له مخې د ۲۰۲۶کال په پیل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار لومړۍ سفر چې د ستراتېژیکو خبرو لپاره چین ته ترسره شو، ډېر مهم بلل کېږي. ځکه دا سفر دا فرصت برابروي چې له طالبانو سره د دوه اړخیزو او درې اړخیزو اړیکو په ټپه درېدلي بهیر ته د حل لاره ولټول شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، ډار د شنبې په ورځ بېجینګ ته ولاړ څو د جنورۍ په څلورمه نېټه د چین او پاکستان اووم ستراتېژیک ډیالوګ کې برخه واخلي.

راپور زیاتوي، که ۲۰۲۵کال کې د افغانستان وضعیت ته وګورو، ښکاري چې د افغانستان دایمي سولې او ثبات لپاره نړیوالې هڅې او همدارنګه له څلور کلونو څخه د زیات وخت لپاره د طالبانو حکومت رسميت پیژندنه لا هم له بې‌باورۍ او ستونزو سره مخ دي، سره له دې چې «طالبان د افغانستان پر خاوره بشپړ کنټرول لري او د نږدې راتلونکې لپاره د دوی پر واک کوم جدي ګواښ نه تر سترګو کېږي.»

د راپور په وینا د تېر کال په لړ کې تر ټولو مهم او حساس تحول له پاکستان سره د اړیکو بې‌ساري خرابیدل دي، چې تر ډېره د سرحدي ترهګرۍ پر موضوع راڅرخي.

په راپور کې یو ځل بیا د پاکستان د دې ادعا یادونه شوې چې د داعش او پاکستاني طالبانو پټنځایونه او ملاتړ د افغانستان له خاورې څخه کېږي او په پاکستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو لامل ګرځي.

خو طالبانو هر ځلې د پاکستان دغه ادعا بې بنسټه بللې او ویلې یې دي چې د افغانستان خاوره به هېڅکله ترهګرۍ او د ګاونډیو هېوادونو پر ضد استعمال نه شي.

راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو او پاکستان د اړیکو خرابیدل یوازې دوه اړخیزې اړیکې نه بلکې له درې هېوادونو افغانستان، چین او پاکستان تعامل یې زیانمن کړی دی.

چین له ۲۰۲۱وروسته هڅه کوله چې له طالبانو سره په تدریجي ډول اړیکې زیاتې کړي، څو له لوېدیځې او منځنۍ اسیا سره خپل اتصال او سیمه‌ییز نفوذ پیاوړی کړي.

د ۲۰۲۵کال په لومړۍ نیمايي کې درې‌ اړخیزې ډیپلوماسۍ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو کمولو کې مهم رول ولوباوه. د اپرېل په میاشت کې د اسحاق ډار سفر کابل ته او بیا د طالبانو د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیدي سفر اسلام‌اباد ته او وروسته د مې په میاشت کې په بېجینګ کې د بهرنیو چارو د وزیرانو پنځمه درې اړخیزه غونډه په کې درې واړو هېوادونو اعلان وکړ چې پر باور زیاتولو، د همکارۍ ژورتیا، یوه لار یو کمربند او د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز تړونونو پراخولو کار کوي.

د مې په پیل کې د هند–پاکستان لنډې جګړې پر مهال، د پاکستان او چین نږدې همکارۍ چین وهڅاوه چې پر کابل فشار زیات کړي څو له پاکستان سره د اړیکو د سمېدو لپاره ګام واخلي. د چین په منځګړیتوب، پاکستان او طالبانو موافقه وکړه چې خپل دیپلوماتیک حضور تر سفیرانو لوړ کړي چې دا یو سیاسي او سمبولیک اقدام و.

همدارنګه، د درې‌ اړخیزې بلې غونډې پر مهال هڅه وشوه چې اړیکې د پراخې سوداګرۍ، تګ راتګ او پرمختیايي پروژو پر لور ورسېږي.

د راپور له مخې، له دې هڅو سره سره تر ټولو مهمه او اصلي موضوع په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه او پاکستان کې د ناامنۍ تړاو یې لا هم نه و حل شوی.

راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۵کال له اګست تر سپتمبر د پاکستان لپاره دا کال د تېرو لسو کلونو تر ټولو خونړی کال شو، په دې موده کې د پاکستاني طالبانو او د بلوچستان د ازادۍ وسله‌والې ډلې فعالیتونه زیات شول. پاکستان په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر پټنځایونو بریدونه وکړل، سرحدي نښتې زیاتې شوې، پایله یې د پولو تړل کېدل او د اړیکو قطع کېدل وو.

قطر، ترکیې او سعودي عربستان وروستیو میاشتو کې هڅه وکړه چې دواړه خواوې ارامې کړي، خو دغه خبرې تر اوسه بې پایلې پاتي. که څه هم، د دواړو هېوادونو چارواکو وروستۍ څرګندونې ښيي چې دواړه اړخونه غواړي اړیکې بېرته عادي کړي، خو لا هم څرګند بدلون نه دی رامنځ ته شوی.

چین په ې درې اړخیزو اړیکو کې خپلې ګټې لري. لومړی، چین د دواړو هېوادونو اسلام‌اباد او کابل سره نږدې اړیکې لري. له پاکستان سره یې اویا کلن ستراتېژیک تړاو دی او له ۲۰۲۱وروسته یې له طالبانو سره د نه مداخلې سیاست خپل کړی، خو اقتصادي برخه کې یې مرسته زیاته کړې. چین هغه لومړی هېواد و چې په ۲۰۲۳کې یې د طالبانو حکومت په رسمي توګه د ډېپلوماټیکو اړیکو څښتن وباله.

دویم، چین د ترهګرو ډلو په اړه اندېښنه لري، ځکه د دغو ډلو له کبله د چین وګړي هم په افغانستان، پاکستان او تاجکستان کې په نښه شوي دي.

درېیم، د چین د یوې لار یو کمربند پروژې د پراختیا لپاره یوه باثباته افغانستان پکار دی، څو د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سپیک) لاره افغانستان او بیا منځنۍ اسیا ته وغځېږي. چین پوهېږي چې دا به هغه وخت ممکن وي چې افغانستان او پاکستان اړیکې باثباته شي.

څلورم، چین غواړي چې د درې‌اړخیز فارمټ له لارې د هند نفوذ مهار کړي، ځکه هند هڅه کوي له طالبانو سره اړیکې زیاتې کړي. دا کار د پاکستان لپاره مهم دی، څو د دوو جبهاتو تر فشار لاندې نه شي.

په موازي ډول، درې‌جانبه چوکاټ (افغانستان، چین او پاکستان) کولای شي د اړیکو عادي کېدو لپاره مرسته وکړي. دا به د امنیت پر موضوعاتو د باور جوړولو لپاره یوه وسیله وي او چین کولای شي د سرحدي تګ راتګ د ښه مدیریت لپاره ټېکنالوژي هم برابره کړي.

په افغانستان کې په ۲۰ زره ټرانسپورټي موټرو کې د څار دستګاوې ځای پر ځای شوي دي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۹ GMT+۰

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې په ټول هېواد کې یې په ۲۰ زرو ټرانسپورټی وسایطو کې د څار دستګاوې نصب او فعالې کړي دي. دوی زیاتوي، چې دا دستګاوې د سوداګریزو توګو د لېږد او مسافرو په موټرو کې ځای پر ځای شوي دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن شنبه، د مرغومي پر ۱۳مه نېټه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلی، چې اوس مهال په مرکز او ولایتونو کې په لاریو او بسونو کې د دې وسایلو نصبولو پروسه پلي کیږي.

د طالبانو ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت څه موده مخکې هم اعلان کړی و، چې له ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه یې په مسافروړونکو موټرو کې شاوخوا ۸ زره جي‌‌پي‌اېس الې نصب کړې دي.

د ویلو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانیستان کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

طالبان وایي ایران ته د ناقانونه تګ هڅه کوونکي ۳۴۷ کسان یې نیولي دي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو وایي، چې په تېرې اوونۍ کې یې ۳۴۷ هغه کسان نیولي، چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته واوړي.

د طالبانو د یادې قول اردو رسنیز دفتر د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نیول شوي کسان د لومړنیو څېړنو تر ترسره کېدو وروسته، د لا نورو قانوني مراحلو لپاره اړوندو مراجعو ته سپارل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، دا اقدام د سرحدونو د امنیت د ټینګښت، او د انسانانو د قاچاق د مخنیوي په موخه شوی دی.

تر دې مخکې طالب چارواکو ویلي وو، هڅه کوي د کډوالۍ د لاملونو د راکمولو لپاره پراخ اقدامات وکړي، څو خلک له خطرناکو او ناقانونه لارو د تګ هڅه ونه کړي.

طالبانو په هرات کې د رکشا چلوونکو د سوله ییز لاریون مخه نیولې ده

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۳ GMT+۰

په هرات کې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې طالبانو په دغه ښار کې د رکشا چلوونکو د سوله ییز لاریون مخه نیولې ده. رکشا چلوونکو پلان درلود چې د ښار په مرکزي سړکونو کې پر دوی د نویو محدودیتونو په غبرګون کې د طالبانو د والي دفتر مخې ته په سوله ییز ډول راټول شي.

د سرچینو په وینا، کله چې لاریون کوونکي د والي دفتر مخې ته ورسیدل، چې شاوخوا ۲۰۰ متره لرې و، چې طالب وسلوالو لاریونوال په هوايي ډزو سره ګډوډ کړل او د والي دفتر ته د دوی د نږدې کیدو مخه یې ونیوله.

د طالبانو سیمه ییزې ادارې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د هرات په مرکزي سړکونو کې د رکشاوو پر تګ راتګ بندیز لګولی و.

د طالبانو د ترافیکو مدیریت اعلان وکړ، چې د مرغومي له ۱۳مې نیټې، شنبې ورځې څخه به د ښار په عامه او ګڼه ګوڼې سړکونو کې رکشاوې په بشپړ ډول منع شي.

دا بندیز پر ټولو هغو ریکشاوو چې اسناد لري او که غیر اسناد دي، تطبیق کیږي.

د هرات د ترافیکو ریاست رییس شیر محمد حجازي د سې شنبې په ورځ یوې رسنۍ ته وویل، چې دا پریکړه د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او د ترافیکي پښو د کمولو لپاره شوې ده.

هغه ټینګار وکړ، چې منع شوي لارې په واضح ډول په نښه شوي او د سرغړونې په صورت کې به رکشاوې ضبط شي.

د طالب چارواکي په وینا، اوس مهال په هرات کې شاوخوا۱۰۰ زره رکشاوې چلیږي، پداسې حال کې چې د ښار ظرفیت له ۵ زره څخه کم دی.

د هرات ښاروالۍ په لومړي ځل د لړم په ۱۵مه د رکشاوو په تګ راتګ محدودیتونه لګولي وو.