• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کړکېچ نړیواله ډله: پاکستان له افغان خاورې د وسله‌والو بریدونو په تړاو «ډیر حساس» شوی

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۰۹ GMT+۰

د کړکېچ نړیوالې ډلې(ای سي جي)په خپل تازه رپوټ کې ویلي، چې که په راتلونکې کې پر پاکستان هر ډول وسله‌وال برید وشي او د بریدګرو پل په افغانستان کې وموندل شي، پاکستان به پرې جدي غبرګون وښيي.

په رپوټ کې ویل شوي، چې د پاکستان بهرنۍ اړیکې له ګاونډیو هېوادونو سره د دوامداره تاوتریخوالي له امله لا هم نازکې او پېچلې دي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی، چې د وسله‌والو ډلو بل لوی برید کولای شي د پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو ترمنځ نازک توازن ګډوډ کړي او په سویلي اسیا کې بې‌ثباتي نوره هم زیاته کړي.

رپوټ زیاتوي، چې اسلام‌اباد د کرښې هاخوا د وسله‌وال فعالیت په اړه ډېر حساس شوی دی.

رپوټ وايي، چې که د پاکستان چارواکي کوم نوی برید د افغانستان له خاورې سره ثابت کړي، نو د سیاسي یا امنیتي سخت غبرګون احتمال ډېر لوړ دی.

د کړکېچ نړیوالې ډلې په باور، دا ډول وضعیت کولای شي د پاکستان او افغانستان اړیکې لا ترینګلې کړي او حتا نور سیمه‌ییز لوبغاړي هم پکې ښکېل کړي.

په ورته وخت کې رپوټ یادونه کوي چې پاکستان په تېر یوه کال کې له امریکا سره د خپلو اړیکو د ښه کولو هڅې زیاتې کړې دي. دا ډیپلوماټیکې هلې‌ځلې د اسلام‌اباد د هغې پراخې ستراتېژۍ برخه بلل کېږي، چې د سیمه‌ییزو امنیتي فشارونو تر څنګ له مهمو نړیوالو قدرتونو سره د اړیکو پر پیاوړتیا تمرکز لري.

د رپوټ له مخې، د پاکستان د مشرانو او واشنګټن ترمنځ د لوړې کچې څو لیدنې شوې دي. ویل شوي، چې جنرال عاصم منیر او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره څو ځله لیدلي، چې دا له امریکا سره د اسلام اباد د ستراتېژیک باور او همکارۍ د بیا رغولو هڅې ښيي.

سره له دې ټولو هڅو، کړکېچ نړیوال ډله خبرداری ورکوي چې دوامدار وسله‌وال ګواښونه او سیمه‌ییز رقابتونه لا هم د ثبات پر وړاندې جدي خنډونه دي.

د رپوټ پایله دا ده، چې که د کرښې هاخوا د وسله والو ډلو د مهار لپاره اغیزناک میکانېزمونه جوړ نه شي او سیمه‌ییز ډیالوګ پیاوړی نه شي، نو سویلي اسیا به په نږدې راتلونکي کې له لا زیات کړکېچ او نه اټکلېدونکو امنیتي پایلو سره مخ شي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: موږ به د افغانستان د خلکو له خوا ټاکل شوي حکومت سره همکاري کوو

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۰۷ GMT+۰
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې اسلام اباد د افغانانو له خوا د ټاکل شوي هر حکومت سره همکارۍ ته چمتو دی. طاهر اندرابي زیاته کړه، پاکستان په افغانستان کې د رژیم د بدلون په اړه هیڅ نظر نلري او د طالبانو له رژیم سره هم همکارۍ ته چمتو دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۱مه نېټه، په یوې خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اسلام اباد په افغانستان کې د رژیم بدلون غواړي؟ هغه وویل: «دا د افغانانو دنده ده چې هر هغه حکومت غوره کړي چې دوی یې غواړي او موږ چمتو یو چې د کابل اوسني رژیم سره هم همکاري وکړو. په ګاونډي هیواد کې د رژیم بدلون کلمه کارول زموږ لپاره سمه نه ده.»

په خیبر پښتونخوا کې د ناکرارۍ په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې په دې ایالت کې وګړي له ترهګرۍ څخه رنځ وړي.

هغه زیاته کړه، چې پاکستان د ترهګرۍ ضد اقدامات په ځواک، هوډ او وضاحت سره کوي. د هغه په ​​وینا، له افغانستان سره د لارو تړل هم ددې لپاره ترسره شوي دي.

دغه پاکستاني چارواکي ټینګار وکړ، چې اسلام اباد باید د لارو تړلو وروسته او مخکې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د شمیر په اړه د اټکلونو پرته د خپلو خلکو ساتنه وکړي.

هغه وويل: «د پاکستانيانو وينه مقدسه او تر هر څه ډېره قيمتي ده.»

اندرابي بيا ټينګار وکړ، چې پاکستان غواړي د طالبانو اداره ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره پر بل هېواد د بريد لپاره ونه کاروي.

هغه وويل، چې په پاکستان کې له ۷۰ سلنې څخه زيات ترهګريز بريدونه د افغانانو له خوا ترسره کېږي.

هغه ټينګار وکړ چې د طالبانو اداره مکلفه ده ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې بريدونه د افغانستان له خاورې څخه نه ترسره کېږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، اسلام اباد غواړي د طالبانو اداره د نړيوالو قوانينو سره سم د يو دولت په توګه خپل مسووليت ترسره کړي.

هغه، د طالبانو د ملايانو د غونډې پرېکړه ليک چې له افغانستان څخه بهر د جګړې د نه منلو او د اړيکو د ښه کولو لپاره د سراج الدين حقاني وروستی شین څراغ مثبت وباله.

پاکستاني چارواکي دا هم وويل، چې د بشري مرستو کاروان د پاکستان له سرحدي نقطې څخه وتلی او طالبانو ورته اجازه نه ده ورکړې چې بل لوري ته ننوځي.

هغه زياته کړه چې هغه هېواد چې بشري مرستو ته اړتيا لري، د ترلاسه کولو لپاره یې چمتو نه دی.

اندرابي د طالبانو دا اقدام "بې ساري او افسوسناک" وباله.

منصور احمد خان: که خلک د طالبانو حکومت رانسکور کړي اسلام‌اباد به یې حکومت په رسمیت وپېژني

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۱ GMT+۰
100%

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، که افغانان د طالبانو واکمني رانسکوره کړي، نو پاکستان به هم راتلونکی نوی حکومت په رسمیت وپېژني. هغه همداراز وویل، په کابل کې چې هر حکومت واکمنېږي باید د خپلو خلکو استازولي وکړي.

منصور احمد خان د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) په دې مرکه کې له طالبانو سره د پاکستان د اړیکو، د ټي‌ټي‌پي، د ډیورند کرښې د وضعیت او د راتلونکي حکومت په تړاو د اسلام‌اباد د لیدلوري په تړاو څرګندونې وکړې.

هغه د خلکو له لوري د طالبانو د واکمنۍ د احتمالي رانسکورېدو په تړاو وویل: «پاکستان تل هر هغه حکومت چې په کابل کې واکمن و، په رسمیت پېژندلی دی. هر دولت چې په کابل کې واک ته ورسېږي او د خپلو خلکو استازولي وکړي، پاکستان به هرومرو هغه په رسمیت وپېژني».

پاکستان لا تر اوسه د طالبانو واکمني په رسمیت نه‌ده پېژندلې.

په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر د افغانستان د وضعیت لپاره نظامي حل لاره مردوده وبلله او په ټینګار سره یې وویل،دغه ډول وضعیت د افغانستان په ګټه نه‌دی.

نوموړي زیاته کړه: «ټولې هڅې باید له طالبانو سره پر خبرو متمرکزې شي، خو کله چې په تېرو څلورو کلونو کې له طالبانو سره د خبرو بهیر ته ګورو، داسې ښکاري چې دغې ډلې د نړۍوالو غوښتنو ته غاړه نه‌ده ايښې».

منصور احمد خان په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د حضور او د طالبانو له لوري یې ملاتړ د پاکستان اصلي ننګونه وبلله او زیاته یې کړه، چې د افغان طالبانو او ټي‌ټي‌پي ایډیالوژي او لیدلوري سره نږدې دي او دواړه ډلې له ګډو مدرسو راپورته شوي دي.

هغه له هند سره د طالبانو د اړیکو پراخېدو په تړاو وویل: «دغه دواړه هېوادونه خپلواکه دي او کولی شي خپلې اړیکې پراخې کړي، خو دغه اړیکې باید د پاکستان لپاره د ستونزو جوړولو او یا هم د بې ثباته کولو لپاره ونه‌کارول شي».

مولانا فضل الرحمن: دا د پاکستان ادارې وې چې ۲۰ کاله یې افغانستان ته وسله‌وال لېږل

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۰
100%

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن وایي، کله چې له افغانستان څخه د وسله‌والو د فعالیتونو په اړه نیوکې کېږي، باید دا پوښتنه وشي چې دغه جنګیالي له کومه راټوکېدلي دي. فضل‌الرحمن ویلي، په تېرو شلو کلونو کې دا د پاکستان ادارې وې چې وسله‌وال یې افغانستان ته لېږل.

مولانا فضل‌الرحمن ویلي، په تېرو شلو کلونو کې دا خپله د پاکستان ادارې وې چې وسله‌وال جنګیالي یې افغانستان ته د جګړې لپاره هڅولي او لېږلي دي. د هغه په وینا، که نن د افغانستان د ناامنۍ او د وسله‌والو ترهګرو ډلو په اړه خبرې کېږي، نو د دې وضعیت د رامنځته کېدو ریښې باید وڅېړل شي.

هغه زیاته کړه، چې دا د پوځ جنرالان وو، چې وسله وال جنګیالي یې له ټوپک څخه د مزاییلو تر کارونې وروزل او افغانستان ته یې د جګړې لپاره واستول، خو اوس چې له هغه ځایه بېرته راځي نو ګیله ولې؟.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر ټینګار کړی چې د افغانستان جګړه یوازې د افغانانو داخلي مساله نه وه، بلکې د سیمې د سیاستونو، تګلارو او مداخلو پایله ده. هغه زیاته کړې چې د دغو پالیسیو پایلې نن خپله پاکستان هم اغېزمن کړی دی.

مولانا فضل‌الرحمن همداراز د افغان طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د خبرو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې له ظاهر شاه څخه تر اشرف غني پورې، افغان طالبان یوازینی حاکمیت دی چې تل د پاکستان ملاتړی بلل شوی دی.

د پاکستان د پوځ په اړه په خپلو څرګندونو کې، مولانا فضل‌الرحمن ویلي چې پر کابل برید پر اسلام‌اباد د برید په څېر دی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان ناامنۍ ته باید د پاکستان د امنیت له زاویې هم وکتل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان امنیتي بنسټونه ادعا کوي چې ټي‌ټي‌پي او نورې وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې او خوندي پټنځایونو او د طالبانو په ملاتړ، د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کوي، خو طالبان دا ادعاوې تل ردوي.

د پاکستان دیني عالمان: افغان طالبان او پاکستان دې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۳ GMT+۰
100%

د پاکستان دیني عالمانو په یوې غونډه کې له افغان طالبانو او پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. دغو دیني عالمانو د یوه لس ماده‌ییزې اعلامیې په خپرولو سره له دواړو لوریو غوښتي، چې د ښه ګاونډيتوب د اصولو پر بنسټ د دایمي سولې او ثبات لپاره هڅې وکړي.

د پاکستان دیني عالمانو د دوشنبې په ورځ (د مرغومې لومړۍ) د «پاکستان امت یووالي» په نوم غونډه کې له داخلي مسایلو سربېره د افغانستان او پاکستان تر منځ پر اوسني ترینګلي وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړه.

دوی د غونډې په پای کې په یوې ګډې اعلامیه کې په ډاګه کړه، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اوسنی کړکېچ د دواړو هېوادونو په ګټه نه‌دی او په وینا یې ګټه یې یوازې د اسلام دوښمنانو ته رسېږي.

اعلامیه کاږي: «د قومونو او ملتونو ترمنځ ستونزې د جګړې له لارې نه‌هوارېږي، بلکې دا د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل کېدای شي. اړینه ده چې د دواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي د یو بل اندېښنې واوري او د تاوتریخوالي پر ځای د سولې، ورورولۍ او همکارۍ لاره خپله کړي».

دغې اعلامیه کې همداراز له دواړو لوریو غوښتل شوي، چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ دوام لپاره هم زمینه برابره کړي.

له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د پاکستاني پوځيانو او افغان طالبانو تر منځ له څو ځلي جګړو سره سم، پر ډيورند کرښه ټولې لارې تړل شوي او ورسره له مساپرو سربېره سوداګري په بشپړ ډول بنده شوې ده.

له دې سره سم، د جمعیت علمای پاکستان مشر مولانا فضل‌الرحمان هم په دې غونډه کې د ستونزو د حل لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو پر بیا پیلېدو له ټينګار سربېره په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو پر چلند هم نیوکې وکړې.

مولانا فضل‌الرحمان زیاته کړه، پاکستان شکایت لري چې له افغانستان څخه ورتلونکي وسله‌وال پرې بریدونه کوي او پاکستان هم ټول زور له افغان کډوالو باسي او په یو مخیز ډول او بې‌رحمۍ سره یې د اېستنې پرېکړه کړې ده.

هغه همداراز وویل، په پاکستان کې د وسله‌والو فعالیت د علماوو د تایید وړ نه‌دی او پاکستان هم باید له افغان کډوالو سره له ناسم چلنده لاس واخلي.

پاکستان له څو میاشتو راهیسې له دغه هېواده د ټولو افغان کډوالو اېستنې ته ملا تړلې او تر اوسه یې سلګونه زره افغانان اېستلي او لا هم دغه بهیر دوام لري.

د یادونې وړ ده، چې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ له څو ځلي مخامخ جګړو وروسته د دواړو لوریو تر منځ د سولې په موخه په قطر، ترکیې او سعودي عربستان کې خبرې وشوې، خو له اوربند پرته بله هېڅ پایله یې نه‌درلوده.

پاکستان د شمالي وزیرستان د پېښې په تړاو د طالبانو مرستیال سفیر احضار کړ

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۴ GMT+۰
100%

پاکستان وايي، د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د دته‌ خېل سیمې اړوند پر «بویا» نظامي مرکز د وسله‌والو په برید کې ۴ پوځیان وژل شوي دي. د دغه برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې منلی دی. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د همدې برید په تړاو د طالبانو مرستیال سفیر احضار کړی دی.

دغه برید نن سهار (جمعه د لیندۍ ۲۸مه) د وسله‌والو او موټربم په وسیله پیل او شاوخوا ۳ ساعته یې دوام وکړ. ځایي سرچینې وايي، په دغه برید کې ۵ وسله‌والو ګډون درلود او ویل کېږي ټول یې په ځوابیه ډزو کې وژل شوي دي.

پاکستان بیا د همدې پېښې په تړاو افغان طالبانو ته د قوي اعتراض رسولو په موخه په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت مرستیال احضار کړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) په یوې خبرپاڼه کې له «ترهګرو ډلو په خاص ډول ټي‌‌ټي‌پي» څخه د افغان طالبانو د ملاتړ او د اسانتیاوو برابرولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې له ترهګرو ډلو څخه د افغان طالبانو ملاتړ د دې لامل شوی، چې دغه ډلې په پاکستان کې بریدونه وکړي.

په داسې حال کې چې افغان طالبانو تل د پاکستان دغه ډول ادعاوې رد کړي او په زغرده یې ویلي، چې هېچا ته به د دې اجازه ورنه‌کړي چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د دغه ډول پېښو د بشپړې پلټنې او پر پاکستان د ترهګریزو بریدونو د ترسره کوونکو پر وړاندې د پرېکنده اقدام غوښتنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «له افغان طالبانو څخه غواړو، چې د ټولو هغو ترهګرو ډلو پر وړاندې چې له افغان خاورې څخه فعالیت کوي سمدستي مشخص او لازم اقدامات وکړي.»

پاکستان افغان واکمنو طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې دوی به له خپل حاکمیت څخه د دفاع او د خپلو وګړو د ساتنې لپاره له «افغان خاورې» څخه د ترهګرو د فعالیت د ځواب ورکولو په موخه ټول اقدامات وکړي.

طالبانو په وار وار په پاکستان کې امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ ستونزې یادې کړي او په ډاګه یې ویلي، چې هېڅ فرد یا ډلې ته د دې اجازه نه‌ورکوي چې افغان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.