• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مایک والټز: مادورو له حزب‌الله او د ایران له فاسدو چارواکو سره همغږي درلوده

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۴ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر د ونزوېلا د بدلونونو په اړه د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې وویل، نیکولاس مادورو له حزب‌الله او د ایران له فاسدو چارواکو سره همغږي لرله، خو ټرمپ ډیپلوماسۍ ته فرصت ورکړ، مادورو ته یې د وتلو څو لارې وړاندیز کړې او هڅه یې وکړه چې کړکېچ راکم کړي.

مایک والټز د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۵مه) وویل، چې د ونزوېلا او د دې هېواد د خلکو پر ضد هېڅ جګړه نشته او امریکا د هېڅ کوم هېواد د یرغل فکر نه کوي.
والټز وویل: «لوېدیځه نیم‌کره زموږ کور دی. موږ به اجازه ورنه‌کړو چې ونزوېلا د حزب‌الله، ایران او نورو دوښمنو ځواکونو د عملیاتو په سیمه بدله شي».
د هغه په وینا، په داسې حال کې چې د ونزوېلا خلکو په ټوله نړۍ کې جشن نیولی، د امنیت شورا «موږ ته نصیحت کوي».
والټز په دوام کې وویل: «موږ د ونزوېلا له خلکو سره جګړه نه‌لرو او نه هم دا هېواد نیسو. امریکا به د نشه‌یي توکو د ترهګرۍ پر وړاندې د ځان د دفاع په برخه کې هېڅ ډول تزلزل ونه ښيي».
د دې امریکايي چارواکي په وینا، د ملګرو ملتونو کارپوهان د ونزوېلا د ۲۰۲۴ کال ټاکنې «یو نمایش» بللی: «څه باندې ۵۰ هېوادونو او همداراز اروپايي اتحادیه مادورو د مشروع ولسمشر په توګه نه پېژني».
والټز ټینګار وکړ، چې د مادورو پر ضد به «قاطع شواهد» د امریکا په محکمه کې وړاندې شي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

د اوکراین ولسمشر د کاناډا د پخواني لومړي وزیر مرستیاله خپله اقتصادي سلاکاره وټاکله

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۴ GMT+۰
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۵مه) وویل، د کاناډا د پخواني لومړي وزیر مرستیاله کریسټیا فریلینډ یې د اقتصادي سلاکارې په توګه ټاکلې ده. کریسټیا فریلینډ اوکراینۍ ریښه لري او د ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۴کال پورې د کاناډا د لومړي وزیر مرستیاله وه.

کریسټیا فریلینډ چې کییف ته د مرستو د برابرولو یوه له مخکښو نړۍوالو ملاتړو وه، اوکرایني ریښه لري، د ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۴کاله د کاناډا د مرستیالې لومړۍ وزیرې په توګه دنده ترسره کړې او اوس د کاناډا د ملي پارلمان غړې ده.

فریلینډ ویلي، په راتلونکو اوونیو کې به د کاناډا د ملي پارلمان له غړیتوبه استعفا وکړي او همداراز به د اوکراین لپاره د اوتاوا د ځانګړې استازې له دندې هم لاس واخلي.

کریسټیا فریلینډ په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «اوکراین د نن ورځې د نړۍوالې ولسواکۍ د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او زه له دې فرصته هرکلی کوم چې له تنخوا پرته د اقتصادي سلاکارې په توګه مرسته وکړم».

د کاناډا له پارلمان څخه د هغې په استعفا سره د دغه هېواد لومړی وزیر مارک کارني باید د هغې د ځای ناستي لپاره ځانګړې ټاکنې اعلان کړي.

د فرانسې د لومړۍ مېرمنې د انلاین ځورونې په قضیه کې ۱۰ کسان مجرم وپېژندل شول

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۹ GMT+۰
100%

د فرانسې د پاریس یوې محکمې د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۵مه) لس کسان د فرانسې د لومړۍ مېرمنې بریژېت مکرون پر ضد د انلاین ځورونې په تور مجرم وپېژندل. دغو کسانو داسې اوازې خپرې کړې وې، چې ګواکې هغه یوه «ټرانسجېنډر» ښځه ده او په اصل کې «نارینه» زېږېدلې ده.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون او ښځه یې بریژېت مکرون له ډېرې مودې راهیسې له دغه ډول ادعاوو سره مخ دي. په دې ادعاوو کې ویل کېدل چې برېژېت مکرون لومړی نارینه و او نوم یې «ژانمیشل تروګنیو» و، خو په اصل کې دا د هغې د مشر ورور نوم دی.

د بریژېت مکرون د جنسیت او جنسي هویت په اړه د ناوړه تبصرو په تړاو اته نارینه او دوه ښځې د پاریس د محکمې له لوري مجرم وپېژندل شول.

د پاریس محکمې ۹ کسان پر اتو میاشتو تعلیقي بند او یو کس یې له تعلیق پرته پر شپږو میاشتو بند محکوم کړل. له دغو کسانو ځينې یې له جریمو سربېره د هغو ټولنیزو رسنیو له کارولو منع شوي چې په‌کې یې د فرانسې د ولسمشر د ښځې په تړاو تبصرې کړې وې.

عبدالله عزام: ټرمپ به د طالبانو له لوري امریکا ته پېښ شوی ذلت په ونزوېلا کې جبران کړي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۴ GMT+۰
100%

د ونزوېلا د پېښو په اړه د طالبانو د رسمي چوپتیا په منځ کې، د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دفتر یو لوړپوړي چارواکي په ونزوېلا کې د امریکا پر اقدام نیوکه کړې او هغه یې د افغانستان څخه د وتلو «د سپکاوي جبران» بللی دی.

د ملا برادر د دفتر مشر عبدالله عزام د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۵مه) په انګلیسي ژبه په اېکس کې لیکلي، چې امریکا نه‌شي کولی «په افغانستان کې د ماتې تاریخي شرم پټ کړي».

امریکا په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو حکومت یې ړنګ کړ. دې هېواد له ۲۰ کلنې جګړې وروسته له طالبانو سره د سولې هوکړه وکړه او له افغانستان څخه ووت.

د هغه مهال د افغانستان حکومت د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د مقاومت توان له لاسه ورکړ او له هېواد څخه د اشرف غني له وتلو وروسته افغانستان سقوط وکړ.

عبدالله عزام پر اېکس لیکلي: «د ټرمپ په وینا، امریکا په افغانستان کې تحقیر شوه او نړۍ وغندله، خو وروسته په ونزوېلا کې د [مادورو] نیول د دې هېواد وضعیت بدل کړی دی».

هغه زیاته کړې: «که یو یرغلګر د نړۍ په نورو برخو کې څومره اعتبار او شهرت ترلاسه کړي، هغه یې په افغانستان کې له لاسه ورکوي... له هغه ځایه په شرم سره وځي او بیا هڅه کوي چې دا [له لاسه ورکړی اعتبار] په بل ځای کې بېرته ترلاسه کړي».

مادورو د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۲مه) نیټه د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شو او بیا هغه او د هغه مېرمن امریکا ته د محاکمې لپاره انتقال شول.

سره له دې چې د طالبانو د ادارې د اقتصادي مرستیال د دفتر مشر خبرې سختې دي، د دې ډلې نورو چارواکو د امریکا پر وړاندې نرم او سوله‌ییز موقف غوره کړی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر څو ځله د طالبانو د ادارې او امریکا ترمنځ د اړیکو عادي کول غوښتي دي.

که څه هم د سیمې هېوادونه له طالبانو ملاتړ کوي؛ خو د امریکا فشار او د ملګرو ملتونو د بندیزونو له امله نړۍ د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني او د څارونکو په وینا، طالبان یو نازک او منزوي موقعیت لري.

د اذربایجان ولسمشر وايي غزې ته سوله ساتي ځواکونه نه‌لېږي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۸ GMT+۰
100%

د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌یف د دوشنبې ورځې ناوخته (د مرغومي ۱۵مه) وویل، اذربایجان هېڅ نیت نه‌لري، چې له خپلو پولو بهر په ځانګړي ډول غزې ته د سولې ساتنې لپاره د خپلو ځواکونو یوه برخه واستوي.

علي‌یف له اذربایجاني ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، اذربایجان د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا ادارې ته د غزې د سوله ساتو ځواکونو د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه یو لړ پوښتنې کړې دي.

هغه څرګنده کړه: «موږ ۲۰ پوښتنې برابرې کړې او امریکايي لوري ته مو سپارلي دي. د سوله ساتو ځواکونو په عملیاتو کې زموږ ګډون په پام کې نه‌دی نیول شوی».

هغه زیاته کړه: «زه هېڅکله هم د اذربایجان له خاورې بهر په جګړو کې د ګډون په اړه فکر نه‌کوم».

د یادونې وړ ده، چې د تېر کال په نومبر میاشت کې د اذربایجان د حکومت یوې سرچینې ویلي و، اذربایجان به تر هغه پورې غزې ته د سولې ساتنې عملیاتو لپاره سرتېري ونه‌لېږي، څو چې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه په بشپړ ډول نه‌وي درېدلې.

د امریکا د مرستیال ولسمشر جي‌ډی ونس پر کور د برید په تور یو کس نیول شوی دی

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۶ GMT+۰
100%

د امریکا د پټو خدماتو ادارې په اوهایو کې د مرستیال ولسمشر جي‌ډی ونس پر کور د برید د هڅې په تور د یوه کس د نیولو خبر ورکړ. دا پېښه د دوشنبې په سهار شوې ده.

د ښاغلي ونس کورنۍ د پېښې پر مهال په دې استوګنځي کې نه وو.

د امنیتي مسوولینو په وینا، دا پېښه د سهار په تیاره کې هغه مهال رامنځته شوه چې د هغه ساتونکو د ښیښو د ماتېدو غږ واورېد او له داسې کس سره مخ شول، چې د چکش په وسیله یې هڅه کوله کور ته داخل شي.

یاد کس د پټ امنیتي خدمت یوه موټر ته هم زیان اړولی و او وروسته په هماغه ځای کې ونیول شو.

جي‌ډي ونس له دې پېښې څو ساعته وروسته په اېکس کې په یو پیغام کې د پټ امنیتي خدمت او د سینسیناتي ښار د پولیسو له چټک غبرګون څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د ده په باور «یوه رواني کس» د ښیښو په ماتېدو سره غوښتل کور ته ننوځي.

هغه ټینګار وکړ، چې د پېښې پر مهال دی او د هغه کورنۍ په کور کې نه وو او واشنګټن ډي‌سي ته ستانه شوي وو.

ونس په دې پیغام کې له رسنیو غوښتنه کړې، چې د خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د کور د ماتو شویو ښیښو انځورونه خپاره نه‌کړي او زیاته یې کړه، چې د دې انځورونو د خپرولو خبري ارزښت په اړه شک لري.

د امریکا د خوندیتوب ځانګړې ادارې ویلي، چې د دې قضیې څېړنه د ځایي پولیسو او فدرالي ادارو په همغږۍ روانه ده او د نیول شوي کس هویت تر اوسه په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.