• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اذربایجان ولسمشر وايي غزې ته سوله ساتي ځواکونه نه‌لېږي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۸ GMT+۰

د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌یف د دوشنبې ورځې ناوخته (د مرغومي ۱۵مه) وویل، اذربایجان هېڅ نیت نه‌لري، چې له خپلو پولو بهر په ځانګړي ډول غزې ته د سولې ساتنې لپاره د خپلو ځواکونو یوه برخه واستوي.

علي‌یف له اذربایجاني ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، اذربایجان د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا ادارې ته د غزې د سوله ساتو ځواکونو د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه یو لړ پوښتنې کړې دي.

هغه څرګنده کړه: «موږ ۲۰ پوښتنې برابرې کړې او امریکايي لوري ته مو سپارلي دي. د سوله ساتو ځواکونو په عملیاتو کې زموږ ګډون په پام کې نه‌دی نیول شوی».

هغه زیاته کړه: «زه هېڅکله هم د اذربایجان له خاورې بهر په جګړو کې د ګډون په اړه فکر نه‌کوم».

د یادونې وړ ده، چې د تېر کال په نومبر میاشت کې د اذربایجان د حکومت یوې سرچینې ویلي و، اذربایجان به تر هغه پورې غزې ته د سولې ساتنې عملیاتو لپاره سرتېري ونه‌لېږي، څو چې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه په بشپړ ډول نه‌وي درېدلې.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د مرستیال ولسمشر جي‌ډی ونس پر کور د برید په تور یو کس نیول شوی دی

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۶ GMT+۰

د امریکا د پټو خدماتو ادارې په اوهایو کې د مرستیال ولسمشر جي‌ډی ونس پر کور د برید د هڅې په تور د یوه کس د نیولو خبر ورکړ. دا پېښه د دوشنبې په سهار شوې ده.

د ښاغلي ونس کورنۍ د پېښې پر مهال په دې استوګنځي کې نه وو.

د امنیتي مسوولینو په وینا، دا پېښه د سهار په تیاره کې هغه مهال رامنځته شوه چې د هغه ساتونکو د ښیښو د ماتېدو غږ واورېد او له داسې کس سره مخ شول، چې د چکش په وسیله یې هڅه کوله کور ته داخل شي.

یاد کس د پټ امنیتي خدمت یوه موټر ته هم زیان اړولی و او وروسته په هماغه ځای کې ونیول شو.

جي‌ډي ونس له دې پېښې څو ساعته وروسته په اېکس کې په یو پیغام کې د پټ امنیتي خدمت او د سینسیناتي ښار د پولیسو له چټک غبرګون څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د ده په باور «یوه رواني کس» د ښیښو په ماتېدو سره غوښتل کور ته ننوځي.

هغه ټینګار وکړ، چې د پېښې پر مهال دی او د هغه کورنۍ په کور کې نه وو او واشنګټن ډي‌سي ته ستانه شوي وو.

ونس په دې پیغام کې له رسنیو غوښتنه کړې، چې د خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د کور د ماتو شویو ښیښو انځورونه خپاره نه‌کړي او زیاته یې کړه، چې د دې انځورونو د خپرولو خبري ارزښت په اړه شک لري.

د امریکا د خوندیتوب ځانګړې ادارې ویلي، چې د دې قضیې څېړنه د ځایي پولیسو او فدرالي ادارو په همغږۍ روانه ده او د نیول شوي کس هویت تر اوسه په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.

کان شبکه: نتنیاهو تهران ته پیغام ورکړی چې اوس د برید کولو اراده نه‌لري

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۱ GMT+۰

د اسراییل «کان» شبکې د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لارې ایران ته یو پیغام رسولی، چې اسراییل اوس مهال د برید کولو اراده نه‌لري او د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره هم علاقه نه‌لري.

د راپور له‌مخې، دا پیغام په وروستیو اوونیو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لارې رسېدلی او نتنیاهو له هغه سره څو ځله ټلیفوني اړیکې نیولي دي.

کان زیاته کړې، بیت‌المقدس اندېښمن دی چې تهران فکر کوي د اسراییل برید نږدې دی، نو ممکن د ناسمې محاسبې له امله له مخکې پر اسراییل برید وکړي او د نتنیاهو له‌خوا لېږل شوی پیغام د همدې ډول سناریو د مخنيوي لپاره دی.

نتنیاهو د دوشنبې په ورځ د اسراییل په پارلمان کې په خپله وینا کې وویل، د ایران هر ډول برید به «درنې پایلې» ولري.

ګوترېش: پر ونزوېلا د امریکا د نظامي برید پر مهال د نړۍوالو قوانینو درناوی نه‌دی شوی

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي امنیت شورا ته په یوه پیغام کې پر ونزوېلا د امریکا له برید وروسته دغه هېواد کې د بې‌ثباتۍ د زیاتېدو او پر سیمې یې د احتمالي اغېز په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. ګوترېش په ډاګه کړې، چې پر ونزوېلا د امریکا د برید پر مهال نړۍوالو قوانینو ته درناوی نه‌دی شوی.

امریکا د تېرې شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۳مه) پر ونزوېلا د برید په ترڅ کې د یاد هېواد ولسمشر او همداراز مېرمن یې لاس تړلي امریکا ته ولېږدول او په امریکا کې به د نشه‌يي توکو د کاروبار په تړاو محاکمه شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۵مه) امنیت شورا ته په یوه پیغام کې پر ونزوېلا د امریکا له برید وروسته په یاد هېواد کې د بې‌ثباتۍ د زیاتېدو، پر سیمې یې د احتمالي اغېز او له نورو هېوادونو سره یې د اړیکو د څرنګوالي په تړاو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

ګوترېش ویلي: «د جنورۍ د درېیمې د پوځي اقدام پر مهال د نړۍوالو قوانینو درناوی نه‌دی شوی».

د ملګرو ملتونو منشور د هر دولت د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې د زور کارول یا ګواښ په کلکه منع کړی دی.

نوموړي همداراز ویلي، د نړۍوالې سولې او امنیت ساتنه هغه وخت شونې ده، چې ټول غړي هېوادونه د منشور ټولو مادو ته ژمن پاتې شي.

ګوترېش په ډاګه کړې: «ما تل پر دې ټینګار کړی چې ټول اړخونه باید د نړۍوالو قوانینو بشپړ درناوی وکړي، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د منشور، چې د نړۍوالې سولې او امنیت د ساتنې بنسټ جوړوي».

د هغه په وینا، ونزوېلا له لسیزو راهیسې له کورني بې‌ثباتۍ او ټولنیزو او اقتصادي کړکېچونو سره مخ ده، ولسواکي زیانمنه شوې، میلیونونه خلک کډوال شوي او وضعیت بحراني دی: «خو لا هم شونې ده چې د لا پراخې او ورانوونکې جګړې مخه ونیول شي».

هغه له له ټولو وینزویلايي اړخونو غوښتي چې په یوه ټول‌شموله او ډموکراتیکو خبرو اترو کې برخه واخلي، داسې خبرې چې د ټولنې ټول قشرونه وکولای شي خپل راتلونکی پخپله وټاکي.

پر ونزوېلا د امریکا د عملیاتو له امله د اوښتو مرګ‌ژوبلې کره شمېر لا هم معلوم نه‌دی او د ونزویلا حکومت د امریکا دغه اقدام د ملکي او نظامي سیمو پر وړاندې پوځي یرغل بللی او دا یې د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه ګڼلې ده.

امریکا په میدان وردګو کې د یوې بې‌پیلوټه الوتکې د غورځېدو په اړه له تبصرې ډډه وکړه

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۰

د امریکا دفاع وزارت په میدان وردګو ولایت کې د یوې بې‌پیلوټه الوتکې د غورځېدو د پېښې د تایید یا رد څخه ډډه کړې. داسې ګومان کېږي، چې دغه الوتکه د امریکا د هوايي ځواک پورې اړه لري.

پنټاګون د دوشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې چې دا الوتکه د «اېم‌کیو–۹ ریپر» ډول دی، وویل چې «په دې اړه کوم معلومات نه‌لري».

دا بې‌پیلوټه الوتکه د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۱مه) غورځېدلې ده. له دې پېښې وروسته د دې الوتکې پاتې شونې انځورونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، چې په ځینو کې د پېښې په ځای کې د طالبانو حضور هم ښکاري.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې الوتکې د غورځېدو په اړه کوم څرګند نظر نه دی ورکړی.

د ایران رسنیو لیکلي، چې طالبانو دغه بې‌پیلوټه الوتکه ویشتلې ده، خو په امریکا کې د پوځي چارو څېړونکی فرزاد ندیمي باور لري، چې یاده الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله غورځېدلې ده.

امریکا له افغانستان څخه تر وتلو وروسته، د دې هېواد د هوايي څارنې لپاره د بې‌پیلوټه الوتکو کارولو ته مخه کړې ده. د امریکا پوځي چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د څار لپاره پر دغو الوتکو تکیه کوي.

طالبانو منلې ده، چې امریکايي الوتکې د افغانستان هوايي حریم ته ننوځي او دا مهال د فضا د بشپړ کنټرول او د دغو الوتکو سره د مقابلې توان نه‌لري.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد مخکې پاکستان تورن کړی و، چې د امریکايي بې‌پیلوټه الوتکو د افغانستان فضا ته د ننوتلو زمینه برابروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ژغورنې ملي شورا مشر محمد عمر داوودزي تېره ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په تازه مرکه کې وویل، چې امریکایانو د افغانانو د ارادې په پوهېدو سره د مخامخ اشغال د تګلارې پر ځای د پټ اشغال لاره غوره کړې ده.

نوموړی په دې باور دی، چې امریکا نور د دې لېوالتیا نه‌لري چې د ډېرو ځواکونو په لېږلو او پوځي مداخلې سره کوم هېواد اشغال کړي. خو دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د امریکا د بهرني سیاست سابقه ښيي، دغه هېواد وخت ناوخت د خپلو ګټو لپاره پوځي حضور ته ترجیح ورکړې او ان که دا د اشغال بڼه هم خپله کړي.

هند له خپلو وګړو غوښتي چې ایران ته له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۸ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت د ایران د روانو ولسي لاریونونو په تړاو له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې تر بلې خبرتیا پورې دې ایران ته له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.

یاد وزارت همدارنګه په ایران کې له مېشتو هندي وګړو غوښتي چې د لاریونونو له سیمو لرې پاتې شي، د هند د سفارت خبرونه او ټولنیزې شبکې په دوامداره ډول تعقیب کړي او د اړتیا په صورت کې خپل حضور له سفارت سره ثبت کړي.

راپورونه وایي، روان لاریونونه د تېرې اونۍ له یکشنبې وروسته د تهران د یو شمېر دوکاندارانو له لاریونونو پیل شوي او وروسته په چټکۍ سره نورو ښارونو ته هم غځېدلي دي. دا مهال په ګڼو ښارونو کې معترضان د حکومت ضد شعارونه ورکوي او له اقتصادي او سیاسي وضعیت څخه خپله نارضایتي څرګندوي.

ځینې رسنۍ راپور ورکوي چې د امنیتي ځواکونو د ډزو له امله شاوخوا ۱۷ تنه وژل شوي دي.