• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالله عزام: ټرمپ به د طالبانو له لوري امریکا ته پېښ شوی ذلت په ونزوېلا کې جبران کړي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۴ GMT+۰

د ونزوېلا د پېښو په اړه د طالبانو د رسمي چوپتیا په منځ کې، د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دفتر یو لوړپوړي چارواکي په ونزوېلا کې د امریکا پر اقدام نیوکه کړې او هغه یې د افغانستان څخه د وتلو «د سپکاوي جبران» بللی دی.

د ملا برادر د دفتر مشر عبدالله عزام د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۵مه) په انګلیسي ژبه په اېکس کې لیکلي، چې امریکا نه‌شي کولی «په افغانستان کې د ماتې تاریخي شرم پټ کړي».

امریکا په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو حکومت یې ړنګ کړ. دې هېواد له ۲۰ کلنې جګړې وروسته له طالبانو سره د سولې هوکړه وکړه او له افغانستان څخه ووت.

د هغه مهال د افغانستان حکومت د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د مقاومت توان له لاسه ورکړ او له هېواد څخه د اشرف غني له وتلو وروسته افغانستان سقوط وکړ.

عبدالله عزام پر اېکس لیکلي: «د ټرمپ په وینا، امریکا په افغانستان کې تحقیر شوه او نړۍ وغندله، خو وروسته په ونزوېلا کې د [مادورو] نیول د دې هېواد وضعیت بدل کړی دی».

هغه زیاته کړې: «که یو یرغلګر د نړۍ په نورو برخو کې څومره اعتبار او شهرت ترلاسه کړي، هغه یې په افغانستان کې له لاسه ورکوي... له هغه ځایه په شرم سره وځي او بیا هڅه کوي چې دا [له لاسه ورکړی اعتبار] په بل ځای کې بېرته ترلاسه کړي».

مادورو د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۲مه) نیټه د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شو او بیا هغه او د هغه مېرمن امریکا ته د محاکمې لپاره انتقال شول.

سره له دې چې د طالبانو د ادارې د اقتصادي مرستیال د دفتر مشر خبرې سختې دي، د دې ډلې نورو چارواکو د امریکا پر وړاندې نرم او سوله‌ییز موقف غوره کړی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر څو ځله د طالبانو د ادارې او امریکا ترمنځ د اړیکو عادي کول غوښتي دي.

که څه هم د سیمې هېوادونه له طالبانو ملاتړ کوي؛ خو د امریکا فشار او د ملګرو ملتونو د بندیزونو له امله نړۍ د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني او د څارونکو په وینا، طالبان یو نازک او منزوي موقعیت لري.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د اذربایجان ولسمشر وايي غزې ته سوله ساتي ځواکونه نه‌لېږي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۸ GMT+۰

د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌یف د دوشنبې ورځې ناوخته (د مرغومي ۱۵مه) وویل، اذربایجان هېڅ نیت نه‌لري، چې له خپلو پولو بهر په ځانګړي ډول غزې ته د سولې ساتنې لپاره د خپلو ځواکونو یوه برخه واستوي.

علي‌یف له اذربایجاني ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، اذربایجان د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا ادارې ته د غزې د سوله ساتو ځواکونو د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه یو لړ پوښتنې کړې دي.

هغه څرګنده کړه: «موږ ۲۰ پوښتنې برابرې کړې او امریکايي لوري ته مو سپارلي دي. د سوله ساتو ځواکونو په عملیاتو کې زموږ ګډون په پام کې نه‌دی نیول شوی».

هغه زیاته کړه: «زه هېڅکله هم د اذربایجان له خاورې بهر په جګړو کې د ګډون په اړه فکر نه‌کوم».

د یادونې وړ ده، چې د تېر کال په نومبر میاشت کې د اذربایجان د حکومت یوې سرچینې ویلي و، اذربایجان به تر هغه پورې غزې ته د سولې ساتنې عملیاتو لپاره سرتېري ونه‌لېږي، څو چې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه په بشپړ ډول نه‌وي درېدلې.

ازادۍ جبهه: طالبانو ته سزا ورکړه خپل دیني او انساني وجیبه ګڼو

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۰

ازادۍ جبهه وايي، طالبانو په بدخشان او تخار کې د کانونو پر را اېستنې د ځايي خلکو اعتراضونه ځپلي او پر معترضینو په برید سره یې یو شمېر معترضینو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.دغې جبهې طالبان د مقاومت جبهې د یوه غړي جسد ته پر سپکاوي تورن کړي او طالبانو ته سزا ورکړه یې خپله دیني وجیبه ګڼلې ده

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، د تخار د چاه‌اب ولسوالۍ د سمتي سیمې اوسېدونکو د سرو زرو د کان د کېندنې پر سر په شخړو کې د طالبانو اړوند شرکتونو وسایلو ته اور اچولی دی. په دې نښتو کې درې لاریونوال او یو طالب وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.

لاریون کوونکو په تخار کې د طالبانو د سرو زرو د استخراج وسایل وسوځول | افغانستان انټرنشنل پښتو

سرچینو همدارنګه ویلي، چې خلک د چاپېریالي زیانونو او د شرکتونو د بې بریده کېندنو له امله د اوبو د بندېدو په اعتراض کې راوتلي دي.

ازادۍ جبهه وايي، په بدخشان کې هم ورته پېښه رامنځته شوې او هلته هم یو شمېر معترضینو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو د کره شمېر په تړاو یې څه نه‌دي ویلي.

دغې جبهې د دوشنبې په ماخوستن (د مرغومي ۱۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو له لوري د هېواد د شمالي ولایتونو د کاني سرچینو چور کول د ځايي خلکو له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.

یادې جبهې طالبان د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې د یوه غړي جسد ته پر سپکاوي تورن کړي دي.

د مقاومت جبهې طالبان د دوی د یوه غړي جسد ته پر سپکاوي تورن کړل | افغانستان انټرنشنل پښتو

خبرپاڼه کاږي: «دغو جنایتکارانو ته سزا ورکړه خپل هېوادنی رسالت او همداراز دیني او انساني وجیبه بولو. دوی دې زموږ قاطع او غاښ ماتوونکي ځواب ته په تمه واوسي، دوی به د خپلو جنایتونو بیه هرو مرو پرې کړي».

ازادۍ جبهې څرګنده کړې، چې د هېواد په شمال کې د طالبانو «عسل» میاشت پای ته رسېدلې او همداراز یې په یادو ولایتونو کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته تسلیت ویلی دی.

طالبانو لا تر اوسه د دغو پېښو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

سره میاشت: درېیو ولایتونو کې پر ۲۷۰۰ کورنیو ۲۷۸ ټُنه خوراکي او غېر خوراکي توکي ووېشل شول

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۶ GMT+۰

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغاني سره میاشت ټولنه وايي، په خوست او پکتیا ولایتونو کې پر ۲ زره راستانه شویو او په کونړ کې پر ۷۰۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ۲۷۸ ټُنه بشري مرستې ووېشل شوې. په دغو مرستو کې خوراکي او غېر خوراکي توکي شامل دي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۵مه) په درېیو جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي، د خوست په مرکز کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ۷۱ ټُنه خوراکي توکي وېشل شوي دي.

په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۷۱ کیلو خوراکي توکي ورکړل شوي چې په‌کې اوړه، وریژې، غوړي، بوره، رُب او مکروني شامل دي. له دې سربېر هرې کورنۍ ته د ښځینه‌وو کالي، د سر مینځلو شامپو او نور اړین توکي هم سپارل شوي دي.

له دې سره سم، د پکتیا د مرکز ګردېز په ګډون په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې له ۱۰۰۰نورو راستنو شویو کورنیو سره ۱۰۰ټُنه د خوراکي او غېر خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرستې چې د‎ ترکیې سرې میاشتې له لوري برابرې شوي، هرې کورنۍ ته په خوراکي توکو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې، ۵ لیټره غوړي، ۱۰ کیلو نخود، ۵ کیلو بوره، ۱۰ کیلو مکروني، ۳ کیلو مالګه، ۳۵۰ ګرامه سرېلاک او په غېر خوراکي توکو کې ۱ کمپله او ۲ بوتله د لوښو مینځلو شامپو ورکړل شوي دي.

دغې ټولنې همداراز د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې پر ۷۰۰ زلزله‌ځپلو کورنیو څه باندې ۱۰۷ ټُنه خوراکي توکي وېشلي دي.

دغه مرستې هم د ترکیې د سرې میاشتې له لوري برابرې شوي او هرې کورنۍ ته د اوړو، غوړیو، وریژو، بوره، لوبیا، شین چای، مالګه او بېسکېټ په ګډون ۱۵۳ اعشاریه ۳ کیلوګرامه خوراکي توکي او همداراز یوه روغتیايي بسته هم ورکړل شوي دي.

افغاني سرې میاشتې ټولنې زیاته کړې، دا مرسته به د یادو کورنیو د خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوې پوره کړي.

دغه مرستې په داسې حال کې دي، چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه میلیونونه افغان کډوال په زوره اېستل شوي او له ډېریو سره یې لا تر اوسه هېڅ ډول مرستې نه‌دي شوي او له اړوندو چارواکو په دې سړه هوا کې د مرستو غوښتونکي دي.

د امریکا د مرستیال ولسمشر جي‌ډی ونس پر کور د برید په تور یو کس نیول شوی دی

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۶ GMT+۰

د امریکا د پټو خدماتو ادارې په اوهایو کې د مرستیال ولسمشر جي‌ډی ونس پر کور د برید د هڅې په تور د یوه کس د نیولو خبر ورکړ. دا پېښه د دوشنبې په سهار شوې ده.

د ښاغلي ونس کورنۍ د پېښې پر مهال په دې استوګنځي کې نه وو.

د امنیتي مسوولینو په وینا، دا پېښه د سهار په تیاره کې هغه مهال رامنځته شوه چې د هغه ساتونکو د ښیښو د ماتېدو غږ واورېد او له داسې کس سره مخ شول، چې د چکش په وسیله یې هڅه کوله کور ته داخل شي.

یاد کس د پټ امنیتي خدمت یوه موټر ته هم زیان اړولی و او وروسته په هماغه ځای کې ونیول شو.

جي‌ډي ونس له دې پېښې څو ساعته وروسته په اېکس کې په یو پیغام کې د پټ امنیتي خدمت او د سینسیناتي ښار د پولیسو له چټک غبرګون څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د ده په باور «یوه رواني کس» د ښیښو په ماتېدو سره غوښتل کور ته ننوځي.

هغه ټینګار وکړ، چې د پېښې پر مهال دی او د هغه کورنۍ په کور کې نه وو او واشنګټن ډي‌سي ته ستانه شوي وو.

ونس په دې پیغام کې له رسنیو غوښتنه کړې، چې د خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د کور د ماتو شویو ښیښو انځورونه خپاره نه‌کړي او زیاته یې کړه، چې د دې انځورونو د خپرولو خبري ارزښت په اړه شک لري.

د امریکا د خوندیتوب ځانګړې ادارې ویلي، چې د دې قضیې څېړنه د ځایي پولیسو او فدرالي ادارو په همغږۍ روانه ده او د نیول شوي کس هویت تر اوسه په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.

طالبانو د میدان وردګ څه باندې ۱۶۴ کیلوګرام یاقوت پر نږدې ۱۱نیم میلیونه ډالره وپلورل

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د میدان وردګ د نرخ ولسوالۍ د شاه کابل خورد سیمې ۱۶۴ اعشاریه ۵۰۷ کیلوګرامه یاقوت پر نږدې ۱۱نیم میلیونه ډالرو وپلورل. طالبانو له دې سربېره په کابل کې ترلاسه کړي سلګونه کیلو ګرامه عقیق او لاجورد هم پلورلي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه یاقوت چې څه موده مخکې داوطبۍ ته وړاندې شوي و، بالاخره نن د احمد فواد شېرزوی شرکت د داوطلبۍ ګټونکی شو.

دغه شرکت یو کیلو ګرام یاقوت په ۷۰ زره ډالرو وپېرل. په دې بیې سره د دغو یاقوت ټولییز ارزښت ۱۱ میلیونه او ۴۸۰ زره ډالره کېږي.

له دې سره سم، د کابل په شمالي دروازه کې ترلاسه شوي ۱۲۵۵ کیلوګرامه عقیق او ۲۷۲ کیلوګرامه لاجورد هم نن د طالبانو له لوري په یوې داوطلبۍ کې وپلورل شول.

په دې داوطلبۍ کې یو کیلوګرام عقیق پر ۱۱۵ افغانۍ او یو کیلو ګرام لاجورد پر ۱۵۰ افغانیو وپلورل شول.

د یادونې وړ ده، چې د کاني سرچینو ټول عواید مخامخ د دولت خزانې ته ځي او د کاني سرچینو په اړوندو ساحو کې اوسېدونکو لپاره د ژوند هېڅ ډول امکانات نه‌برابرېږي.