د برېتانیا د پارلمان غړې: په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ویجاړوونکی دی

د برېتانیا د پارلمان غړې الیس مکډونلډ ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت «ویجاړوونکی» دی. نوموړې وایي:« افغان مېرمنې دغه وضعیت ته نه تسلیمېدونکې دي او خپلې مبارزې ته دوام ورکوي؛ نو موږ یې باید ترڅنګ ودرېږو».