• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان:پر افغان طالبانو باور نه‌لرو او له هند او طالبانو سره یوه وخت کې د مقابلې توان لرو

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۰

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو پر دوام د پاکستان دفاع وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي، اسلام‌اباد د افغان طالبانو او هند ترمنځ د نږدېوالي له امله پر طالبانو باور نه‌لري. نوموړي ټینګار کړی، هېواد یې د دې توان لري چې هم‌مهاله د هند او افغان طالبانو پر وړاندې مقابله وکړي.

خواجه اصف د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۶مه) له «جیونیوز» سره په خبرو کې د افغان طالبانو او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، چې پاکستان د خپلو ختیځو او لوېدیځو پولو په اوږدو کې د هر ډول «تېري» پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري.

د پاکستان اړیکې له هند او افغان طالبانو سره په وروستیو میاشتو کې له ترینګلتیاوو سره مخ دي. پاکستان تېر کال د مې په میاشت کې له هند سره څلور ورځنۍ جګړه وکړه او څو میاشتې وروسته د اکټوبر په میاشت کې یې له افغان طالبانو سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې وکړې. دا نښتې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې لا پسې کړکېچنې کړې او سیمه‌ییز وضعیت یې لا بې‌ثباته کړ.

که څه هم د بېلابېلو اړخونو له‌خوا هڅې شوې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې بېرته عادي شي، خو دواړه هېوادونه یو بل ته داسې شرطونه اېږدي، چې تر دې دمه هېڅ لوري نه‌دي منلي. د همدې شرطونو پر سر اختلافات لا هم دوام لري او دا وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا لا کمزورې کړې ده.

د پاکستان شرط دا دی، چې افغان طالبان باید د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) له ملاتړ څخه لاس واخلي. په مقابل کې، د طالبانو شرط دا دی چې پاکستان باید تضمین ورکړي چې د هر ډول شخړو او ستونزو پر مهال به د افغانستان پر حاکمیت تېری نه‌کوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به لارې نه بندوي او د سرحدي دروازو په تړلو سره به افغان ولس ته ستونزې نه جوړوي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له دې ترینګلتیاو او شخړو وروسته، لومړی قطر بیا ترکیې او وروسته سعودي عربستان د دواړو هېوادونو ترمنځ منځګړیتوب وکړ، خو د یادو هېوادونو په منځګړیتوب ټول مذاکرات له کومې مطلوبي پایلې پرته پای ته ورسېدل او لا هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې او هر ډول تګ‌راتګ په ټپه ولاړې دي.

د پاکستان د دفاع وزیر په خپله نننۍ مرکه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هېواد یې د دوو جبهو جګړې توان لري که نه، وویل: «موږ په بشپړه توګه چمتو یو».

په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ ویاند شریف چودري د سې‌شنبې په ورځ افغان طالبان د نرېندرا مودي له حکومت سره په تړاو تورن کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان سره د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته افغان طالبانو له هند سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي. په تېرو دوو میاشتو کې د طالبانو د درېیو وزیرانو په ګډون څو لوړپوړي چارواکي نوي ډیلي ته تللي دي. طالبان هیله لري، چې هند به د افغانستان په بازار کې د پاکستان د اقتصادي تشې یوه برخه ډکه کړي.

خواجه اصف همداراز له هند سره د تېر کال جګړې ته په اشارې سره وویل، چې د پاکستان جنګي الوتکې په دغه نښته کې «عملي ازمویل شوې» او زیاته یې کړه، چې هېواد یې د دغو الوتکو لپاره د پام وړ سپارښتنې ترلاسه کړې دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

محمود خان اڅکزی: د پاکستان حکومت باید ختم او انتقالي‌ اداره اعلان شي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۰

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، چې د ولس له خوښي پرته جوړ شوی پارلمان د پاکستان له روان ناورین سره مقابله نه‌شي کولی. نوموړي ټینګار کړی، چې د هېواد اوسنی حکومت باید منحل شي او د ټولو سیاسي ګوندونو له استازو جوړه یوه لنډمهاله اداره اعلان شي.

محمود خان اڅکزي د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۶مه) پر اېکس لیکلي، چې باید د ټولو سیاسي ګوندونو له استازو جوړه لنډمهاله اداره اعلان شي، نوی ټاکنیز کمېشنر وټاکل شي او هېواد د رڼو ټاکنو پر لور ولاړ شي.

اڅکزي د هېواد وضعیت خطرناک بللی او ویلي یې دي: «وزیران او جنرالان داسې څرګندونې کوي، چې د ګاونډیو پر وړاندې د جګړې فضا جوړوي».

نوموړي‌ اندېښنه ښودلې، چې سیمه د جګړې په میدان بدلېدونکې ده.

محمود خان اڅکزي د قانون په چوکاټ کې د پوځ د پاته کېدو هیله ښودلې او ویلي‌ یې دي. «موږ له خپل پوځ سره دوښمني نه‌لرو، خو څنګه چې د نړۍ پوځونه د اساسي قانون په چوکاټ کې کار کوي، زموږ پوځ هم باید د اساسي قانون په حدودو کې پاتې شي».

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې همدا نن د پاکستان د پوځ ویاند په یوه خبري غونډه کې وویل، په افغانستان کې نه ټول‌ګډونه حکومت شته او نه هم ترهګري ختمه شوې، بلکې «دا هېواد د ترهګرو او غېردولتي وسله‌والو» پر مرکز بدل شوی. خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دا څرګندونې غېرمسوولانه او پاروونکې وبللې. مجاهد د پاکستان له اړوندو ادارو غوښتي، چې د رسمي دریځونو له چوکاټه د وتلو او د افغانستان په اړه د بې‌منطقه تبلیغاتو پر ځای د خپلو داخلي مسایلو پر حل تمرکز وکړي.

ازبکستان له طالبانو غوښتي، د پوهنتونونو له لوحو د ازبکي ژبې د لرې کولو په اړه وضاحت ورکړي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۲ GMT+۰

د سمنګان پوهنتون له لوحې څخه د ازبکي ژبې د لرې کېدو له اعتراضونو وروسته، د ازبکستان حکومت له طالبانو څخه وضاحت غوښتی دی. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت خپلې اندېښنې د «ازبکي ژبې د محدودولو» په اړه د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره شریکې کړې دي.

طالبانو په ځواب کې ویلي، چې ازبکي ژبه یې نه ده محدوده کړې.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه چې د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۶مه) خپره شوې، په نړۍواله کچه د ازبکي ژبې پر ځای ټینګار شوی او دا ژبه یې د ازبکستان د بهرني سیاست له اساسي لومړیتوبونو څخه بللې ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې د ازبکستان چارواکو په افغانستان کې د ازبکي ژبې د ځپلو د اندېښنو تر ترلاسه کېدو وروسته «سمدستي» د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره اړیکه نیولې ده.

ځايي سرچینو د مرغومي په ۱۲مه افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې طالبانو د سمنګان پوهنتون له لوحې څخه ازبکي او د پوهنتون د فارسي ژبې نوم لرې کړی دی. نیوکه کوونکو دا اقدام د فارسي او ازبکي ژبو پر ضد چلند او ژبنۍ ځپنه بللې ده.

د افغانستان انټرنشنل له‌خوا د دې راپور تر خپرېدو وروسته، د دغو ژبو یو شمېر ویوونکو غبرګون وښود او د پوهنتون په لوحه کې یې د ازبکي او فارسي ژبو د بېرته شاملولو غوښتنه وکړه.

د سرچینو په وینا، دا بدلون د پوهنتون د نوي رییس له ټاکل کېدو وروسته رامنځته شوی دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، طالبانو پر ازبکي ژبې د خپل «ژور درناوي» ټینګار کړی دی. همدارنګه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې «د ښه ګاونډیتوب او دوستانه اړیکو د نښې په توګه» به د جوزجان په دولتي پوهنتون کې د «ازبکي ژبې او ادبیاتو» په څانګه کې د ماسټرۍ دوره رامنځته شي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو ادارې د رسمي او عامه لوحو ژبې پښتو، فارسي او انګلیسي ټاکلې دي، خو په شمالي سیمو کې چې ازبک مېشت دي، ازبکي ژبه به هم په لوحو کې شامله وي.

طالبانو تر دې مخکې د لړم په میاشت کې هم د جوزجان پوهنتون له لوحې څخه ازبکي ژبه لرې کړې وه؛ هغه اقدام چې له پراخو غبرګونونو سره مخ شو او بالاخره طالبان اړ شول، چې بېرته یې شامل کړي.

همدارنګه، طالبانو د زمري په ۲۹مه د مزارشریف په ښار کې د امیرعلي‌شېر نوایي مجسمه ونړوله. یوه ورځ وروسته، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره تر اړیکې نیولو وروسته په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر اعلان وکړ، چې د دې شاعر او مفکر «یادګاري کتیبه» به بېرته ورغول شي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې طالبانو د دې مجسمې د ویجاړولو په اړه خواشیني څرګنده کړې او ژمنه یې کړې، چې په همدې ځای کې به د امیرعلي‌شېر نوایي په شان یو مناسب فرهنګي کمپلکس جوړوي.

د شاعر او مفکر د مجسمې ویجاړول پراخ غبرګونونه راوپارول. د عبدالرشید دوستم لور راحله دوستم دا کړنه «د هېواد د کلتوري میراث په وړاندې د طالبانو د دوښمنۍ سمبول» وباله.

سرچینې: طالبانو خپل څلور تنه جنګیالي پر پاکستان د برید په تور محکمې ته معرفي کړي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۹ GMT+۰
•
عبدالله همیم

طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د لیندۍ میاشتې په ۱۴مه د سپین بولدک په ولسوالۍ کې له پاکستان سره د اوربند د ماتېدو په تور، د طالبانو استخباراتو د دې ولسوالۍ د کمیسارۍ څلور منسوبین نیولي او دا مهال په بند کې دي.

طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د لیندۍ میاشتې په ۱۴مه نېټه د شپې ناوخته د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې. دغو نښتو نږدې څلور ساعته دوام وکړ او د پاکستان له لوري د هاوان مرمۍ لګېدو له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د طالب سرچینو د معلوماتو له‌مخې، له یادې نښتې یوه ورځ وروسته د طالبانو استخباراتو وموندله چې د لیندۍ میاشتې په ۱۴مه نېټه د شپې ناوخته د سپین بولدک د کمیسارۍ څلور طالب منسوبینو د ګزمې پر مهال د ډیورنډ کرښې ته نږدې پر پاکستاني سرتېرو ډزې کړې وې، چې له امله یې وروسته نښته رامنځته شوې وه.

د معلوماتو له‌مخې، یاد څلور طالب جنګیالي وروسته د طالبانو د کندهار د استخباراتو د چارواکو له لوري ونیول شول او زندان ته واستول شول.

سرچینې زیاتوي، پر یادو کسانو تور دی چې له پاکستان سره د اوربند هوکړه یې ماته کړې او د خپلو مشرانو له امر څخه یې سرغړونه کړې ده.

یاد کسان د استخباراتو له څېړنو وروسته د کندهار مرکزي زندان کې بندیان دي او تر اوسه یې محاکمه نه ده ترسره شوې.

سرچینو ویلي، چې ډېر ژر به یاد کسان محاکمه او سزا به ورکړل شي.

سرچینو د یادو طالب جنګیالیو نومونه ملا لعلي، حقاني، حزب‌الله او عبدالسلام ښودلي دي.

له پاکستان سره د اوربند ماتولو کې یاد دوه کسان هم شامل وو او اوس د کندهار په زندان کې دي
100%
له پاکستان سره د اوربند ماتولو کې یاد دوه کسان هم شامل وو او اوس د کندهار په زندان کې دي

طالبانو په رسمي ډول د یادو کسانو د نیولو او محاکمه کولو په تړاو څه نه دي ویلي، خو د لیندۍ په ۱۴مه نېټه د شپې ناوخته د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي و، جګړه لومړۍ د پاکستاني ځواکونو له لوري پیل شوې ده.

مجاهد دغه راز زیاته کړې وه: «متاسفانه چې نن ماښام پاکستاني اړخ یوځل بیا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان په طرف بریدونه پیل کړل چې د اسلامي امارت ځواکونه هم غبرګون ته اړ شول».

د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښې شخړې له هغه وروسته لا پسې زیاتې او تاوتریخجنې شوې، چې د اکټوبر په میاشت کې پاکستان د کابل په ګډون د افغانستان پر ځینو ولایتونو هوايي بریدونه ترسره کړل.

طالبانو له دې برېدونو وروسته له پاکستان څخه د غچ اخیستو په موخه د یادې ډلې د دفاع وزیر یعقوب مجاهد په امر پر ډیورنډ کرښه پر پاکستاني ځواکونو څو ساعته پرله‌پسې برېدونه وکړل.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له یادې شخړې وروسته، لومړی قطر بیا ترکیې او وروسته سعودي عربستان د دواړو هېوادونو ترمنځ منځګړیتوب وکړ، خو د یادو هېوادونو په منځګړیتوب ټول مذاکرات له کومې مطلوبي پایلې پرته پای ته ورسېدل او لا هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې او هر ډول تګ‌راتګ په ټپه ولاړې دي.

د طالبانو د والي خبرداری: خلک دې د کوکناور د کر او د نشه‌یي توکو له کاروبار څخه لاس واخلي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۸ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو والي امان‌الدین منصور په موسی‌کلا ولسوالۍ کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال خبرداری ورکړ، چې خلک باید د کوکنارو له کر او د نشه‌يي توکو له کاروبار څخه لاس واخلي، که نه له سختو سزاوو سره به مخ شي. نوموړی وایي، دا د هبت‌الله امر دی او عملي کول یې پر ټولو واجب دی.

په هلمند کې د طالبانو والي امان‌الدین منصور د سې شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۶مه) د یوه پلاوي په مشرۍ موسی‌کلا ولسوالۍ ته سفر کړی و او هلته یې په یوه غونډه کې د نشه‌يي توکو د کاروبار پر بندیز، د عامه‌ګټو پروژو پر پلي کېدو، د کاري فرصتونو پر برابرولو، بدیل معیشت او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې.

د طالبانو والي په دې غونډه کې ویلي: «خلک دې د کوکنارو د کښت او اړوندو نورو چارو څخه په کلکه ډډه وکړي او نور دې پر دې چارو خپل وخت او مصارف بې‌ځایه نه لګوي».

نوموړي ټینګار کړی، چې په دې برخه کې یې دریځ او مبارزه جدي ده او هېچاته به د نشه‌يي توکو د کښت او کاروبار اجازه ورنه‌کړي.

نوموړي خبرداری ورکړی: «له سرغړوونکو سره به حتمي او اصولي چلند وشي».

په غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت استازي فضلي ټینګار وکړ، چې د نشه‌يي توکو ضد مبارزې په برخه کې به د خپل لوی مشر هبت‌الله اخوندزاده، احکام پلي کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د هلمند د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند نصیر احمد مهاجر خبر ورکړ، چې په موسی‌کلا ولسوالۍ کې د نشه‌يي توکو یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده. د هغه په وینا، په تړاو یې ۲۰ کسان نیول شوي چې ډېر ژر به عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

ټرمپ جمهوري غوښتونکو ته: که موږ منځمهاله ټاکنې ونه ګټو، زه به استیضاح شم

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې ‌شنبې په ورځ وویل چې جمهوري غوښتونکي باید د ۲۰۲۶ کال منځمهاله ټاکنې وګټي، که نه نو ډیموکراټان به یې استیضاح کړي.

ټرمپ په واشنګټن کې د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکو غړو په یوه غونډه کې وویل:
«تاسې باید منځمهاله ټاکنې وګټئ، ځکه که موږ منځمهاله ټاکنې ونه ګټو، نو همدا به وي یعنې هغوی به حتماً یو دلیل پیدا کړي چې ما استیضاح کړي.»

هغه زیاته کړه: «زه به استیضاح شم.»

ولسمشر ټرمپ له خپلو جمهوري غوښتونکو ملګرو وغوښتل چې د جنسیتي سیاستونو، روغتیايي پاملرنې او د ټاکنو د اصلاحاتو په ګډون بېلابېلو موضوعاتو کې په لا متحد ډول مبارزه وکړي.

د نومبر په ټاکنو کې د ټرمپ اجنډا تر پوښتنې لاندې ده، ځکه په دغو ټاکنو کې به د استازو جرګې ټولې څوکۍ او د مشرانو جرګې د څوکيو درېیمه برخه سیالۍ ته وړاندې شي.

ټرمپ د خپلې وینا پر مهال د جمهوري غوښتونکو لپاره د یوې تاریخي بریا وړاندوینه وکړه، خو په عین حال کې یې د تاریخي دود په اړه اندېښنه وښوده، ځکه معمولاً د واکمن ولسمشر ګوند په منځمهاله ټاکنو کې ښه نتیجه نه اخلي.

هغه د کینیډي په مرکز کې، چې د واشنګټن د هنرونو یو مرکز دی، وویل:«کاشکې تاسې راته تشریح کړې وای چې د عامو خلکو په ذهن کې څه روان دي.»

د استازو جرګې جمهوري غوښتونکو تر دې دمه ټرمپ ته ډېر درناوی ښودلی او د لګښتونو او نورو چارو په اړه یې د کانګرس ډېری واکونه د هغه ادارې ته پرېښي دي. خو اوس یې د خپلواکۍ ځینې نښې هم ښکاره شوې دي.

ټرمپ له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د خپلې ولسمشرۍ پر مهال دوه ځله د ډیموکراټانو تر مشرۍ لاندې د استازو جرګې له خوا استیضاح شو. پر هغه تور لګېدلی و چې له اوکراین سره تړلو چارو کې یې له واک ناوړه ګټه اخیستې او همدارنګه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶مه د کانګرس پر ودانۍ له برید وروسته یې ناسمه رویه لرله. خو د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې مشرانو جرګې هغه په دواړو قضیو کې بې‌ګناه وباله.