• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایرانی چارواکی: د دوغارون له لارې افغانستان ته د ایران صادرات له ۳مېليارد ډالرو هم اوښتي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۱۸ GMT+۰

د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسين مظفري ویلي، چې د دوغارون له پولې افغانستان ته د ايران د کلنيو صادراتو ارزښت نږدې ۳ مېليارد او ۲۰۰ مېليونه ډالرو ته رسېدلی دی.

ښاغلي مظفري سې‌شنبه (د مرغومي ۱۶مه) ويلي، د دوغارون د ازادې سوداګريزې صنعتي سيمې اداري جوړښت تازه فعال شوی او وړانديز شوی چې دغه سيمه د ايران او افغانستان ترمنځ په يوه ګډه ازاده سيمه بدله شي؛ څو جغرافيايي محدوديتونه راکم او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه‌والو د تګ راتګ زمينه اسانه شي. د هغه په وينا؛ دغه وړانديز دا مهال په کابل کې د طالبانو د وزارتونو له‌خوا تر څېړنې لاندې دی.

مظفري د دواړو هېوادونو د سوداګريز توازن په اړه ویلي، که څه هم افغانستان ته د ايران صادرات د پام وړ دي؛ خو له افغانستان نه واردات کم دي، چې ښایي د بدلېدونکو صنايعو په رامنځته کولو او د خامو موادو واردولو سره به د سوداګرۍ کچه برابره شي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

د دوغارون له لارې؛ افغانستان ته د ایران د چرګوړو صادرات یو وار بیا پیل شول

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۲ GMT+۰
100%

له نږدې یو کال ځنډ وروسته د دوغارون له لارې افغانستان ته د ایران د چرګوړو صادرات یو وار بیا پیل شوي دي. د تایباد ولسوال حسن جمشیدي وایي، یوازې په تېرو درې ورځو کې تر ۲۵۰زرو ډېر چرګوړي افغانستان ته لېږدول شوي دي.

نوموړي د بازار د تنظیم کاري ډلې په غونډه کې وویل، چې د چرګوړو دغه ۱۱ صادراتي جوپې رسمي روغتیايي تصدیق لري او که د هر ډول سرغړونې نښې ولیدل شي؛ نو د جوپې د وتلو اجازه به ورنه کړل شي.

نوموړي زیاته کړه، د دوغارون له لارې د څارویو او د هغوی د محصولاتو صادرات د ایران لپاره د پام وړ عاید ترلاسه کړي او د افغان سوداګرو له پراخ هرکلي سره هم مخ شوي دي. جمشیدي دغه راز په تایباد کې د هګیو او چرګانو د تولید وضعیت ته په اشارې وویل، دا مهال په سیمه کې د ۴۲زره چرګانو یو تولیدي واحد فعال دی، چې د ګاونډیو ولسوالیو پرتله یې د هګیو د بیو په کنټرول کې مهم رول لوبولی دی.

د هغه په وینا؛ د روان کال له پیله تر اوسه په دغه واحد کې تر زرو ټنو ډېرې هګۍ تولید شوې، چې شاوخوا ۳۰ سلنه د تایباد د بازار اړتیا پوره کوي. هغه وایي، د تېرو کلونو د سوداګریزو بهیرونو له مخې د دوغارون پوله افغانستان ته د ایران د چرګانو د صادراتو له مهمو لارو څخه یوه ده.

په کندهار کې د احمدشاه بابا کور تر رغونې وروسته د سیلانیانو پرمخ پرانېستل شوی

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۱۹ GMT+۰
100%

په کندهار ښار کې د افغانستان د بنسټګر احمدشاه بابا تاریخي کور له بیا رغونې وروسته د سیلانیانو پر مخ پرانیستل شوی دی. دغه شاوخوا ۳۰۰ کلن تاریخي کور د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت رغول شوی. دغه کور ۱۴۴۸ مربع متره مساحت لري او په ۱۷۵۴ کال کې د احمدشاه بابا په امر جوړ شوی و.

د طالبانو د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د سې شنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۶مه اعلان وکړ، چې د احمدشاه بابا تاریخي کور یې تر بیا رغونې وروسته د سیلانیانو پرمخ پرانېستی دی.

د احمدشاه بابا د کور د بیارغونې چارې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري په دوو پړاوونو کې ترسره شوې دي.

د کندهار د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وايي، د کور د بیارغونې پر مهال درې تاریخي اثار هم موندل شوي دي، چې دوه ډبرین او خاورین څراغونه او د احمدشاهي دورې یو ځنځیر پکې شامل دي.

د طالب چارواکو په وینا، دغه اثار به د احمدشاه بابا په موزیم کې د احمدشاهي دورې له نورو تاریخي اثارو سره یوځای خوندي شي.

د احمدشاه بابا یاد کور ۱۴۴۸ متره مربع مساحت لري او په ۱۷۵۴ کال کې د احمدشاه بابا په امر د مسلکي معمارانو له لوري په بخارایي معمارۍ جوړ شوی و.

په دې ودانۍ کې د احمدشاه بابا دفتر، جومات او د اوسېدو برخه شامله وه.

یاده ودانۍ درې منزله ده، اته خونې، یوه تلخونه او پر سر یو دالان لري.

د کندهار د فرهنګيانو په وینا، ددغه کور په دالان کې د احمدشاه بابا د ناستې ځانګړی ځای هم دی چې د «شاه‌نشین» په نوم یادېده. د ودانۍ داخلي برخه د هګۍ له سپینو، چڼل شویو ګچو او ځانګړې سریښناکې مادې څخه په جوړو شویو مینیاتوري نقشونو سینګار شوې، چې لا هم ځانګړې ځلا لري.

فرید حمیدي: د سرو زرو د نړۍوالې بیې لوړېدو اوسني حاکمان تر لېونتوبه رسولي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۱:۵۱ GMT+۰
100%

پخوانی لوی څارنوال محمد فرید حمیدي په بدخشان او تخار کې د سرو زرو پر کانونو د ځايي اوسېدونکو او طالبانو تر منځ خونړیو پېښو ته په اشارې وايي، په نړۍوالو بازارونو کې د سرو زرو د بیو لوړېدو اوسني حاکمان د شتمنېدو لپاره د لېونتوب تر کچې رسولي دي.

د راپورونو له‌مخې، په بدخشان او تخار ولایتونو کې د سرو زرو پر کانونو د ځايي اوسېدونکو او طالبانو تر منځ په نښتو کې د طالبانو په ګډون یو شمېر ځايي اوسېدونکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

سرچینو همدارنګه ویلي، چې خلک د چاپېریالي زیانونو او د شرکتونو د بې بریده کېندنو له امله د اوبو د بندېدو او همداراز د یادو کانونو په بدل کې د ژوند هېڅ ډول اسانتیاوو د نه‌ برابرېدو له امله په اعتراض کې راوتلي دي.

د جمهوري نظام پر مهال پخوانی لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د سې‌شنبې په سهار وختي (د مرغومي ۱۶مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، د هېواد د کانونو او طبیعي سرچینو وروستی ۴۵ کلن تاریخ له اور، وینو، بهرنیو لاسوهنو، د جګړې د مافیا او ترهګرۍ د راټوکېدو او ځواکمنېدو، فساد، زور واکۍ او بې‌عدالتۍ سره مل و.

محمد فرید حمیدي په چاه‌اب او شهر بزرګ ولسوالیو او نورو ځایونو کې د حاکمې ډلې په ملاتړ د کانونو د مافیا له لوري د ځینو ځايي اوسېدونکو وژنه «د خونړي روایت» بله پیلامه بللې ده.

د حمیدي په وینا، په دې وروستیو څلورو کلونو کې (د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته) دغه مصیبت څو برابره پراخ شوی دی.

حمیدي ویلي: «د سرو زرو بوی، ځلا او د نړۍوالې بیې لوړېدو د قدرت تږي حاکمان د سرو زرو او مفتو شتمنیو پر لېونتوب اخته کړي دي».

پر طالبانو دا تور دی، چې په غېر معیاري ډول د کانونو پر را اېستنې بوخت دي او په دې سره د کاني سرچینو ډېره برخه ضایع کېږي.

پخوانی لوی څارنوال هم د کانونو بې بریده چور، ناقانونه او د نړۍوالو معیارونو خلاف را اېستنې د سالم چاپېریال د له‌منځه تلو، د طبیعت د نه‌جبرانېدونکي تخریب، د بې‌ثباتۍ، پر ځايي خلکو ظلم او د هغو د حقونو تر پښو لاندې کېدو لامل شوي دي.

د نوموړي په باور، د نړۍوالو معیارونو او د عدالت پر بنسټ اصولو له‌مخې، د کانونو د را اېستنې چارې د سیمې د اوسېدونکو په سلا مشورو، د چاپېریال ساتنې د متخصصینو، طبیعت پوهنې او شفافیت او عدالت ته په پام باید پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې طالبان بیا ځلي واک ته له رسېدو وروسته د هېواد یو شمېر کانونه داخلي او خارجي شرکتونو ته په واک کې ورکړي او ترې ترلاسه کېدونکې عواید پرته له دې چې یوه برخه یې د کانونو په شاوخوا سیمو کې د اوسېدونکو د هوساینې لپاره ولګول شي، مخامخ د دوی خزانې ته ځي. طالبانو هم په وار وار ویلي، چې د حاکمیت د لګښتونو ډېره برخه له کاني سرچینو برابرېږي.

طالبانو د میدان وردګ څه باندې ۱۶۴ کیلوګرام یاقوت پر نږدې ۱۱نیم میلیونه ډالره وپلورل

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۰
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د میدان وردګ د نرخ ولسوالۍ د شاه کابل خورد سیمې ۱۶۴ اعشاریه ۵۰۷ کیلوګرامه یاقوت پر نږدې ۱۱نیم میلیونه ډالرو وپلورل. طالبانو له دې سربېره په کابل کې ترلاسه کړي سلګونه کیلو ګرامه عقیق او لاجورد هم پلورلي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه یاقوت چې څه موده مخکې داوطبۍ ته وړاندې شوي و، بالاخره نن د احمد فواد شېرزوی شرکت د داوطلبۍ ګټونکی شو.

دغه شرکت یو کیلو ګرام یاقوت په ۷۰ زره ډالرو وپېرل. په دې بیې سره د دغو یاقوت ټولییز ارزښت ۱۱ میلیونه او ۴۸۰ زره ډالره کېږي.

له دې سره سم، د کابل په شمالي دروازه کې ترلاسه شوي ۱۲۵۵ کیلوګرامه عقیق او ۲۷۲ کیلوګرامه لاجورد هم نن د طالبانو له لوري په یوې داوطلبۍ کې وپلورل شول.

په دې داوطلبۍ کې یو کیلوګرام عقیق پر ۱۱۵ افغانۍ او یو کیلو ګرام لاجورد پر ۱۵۰ افغانیو وپلورل شول.

د یادونې وړ ده، چې د کاني سرچینو ټول عواید مخامخ د دولت خزانې ته ځي او د کاني سرچینو په اړوندو ساحو کې اوسېدونکو لپاره د ژوند هېڅ ډول امکانات نه‌برابرېږي.

په تورخم کې سبا د افغانستان او پاکستان ګډه کمېټه خبرې اترې کوي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۲ GMT+۰
100%

د افغانستان او پاکستان د سوداګرو یوه ګډه کمېټه سبا په تورخم کې د سوداګریزو لارو د پرانېستلو په تړاو غونډه کوي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې ګډه کمیټه کې د افغانستان ۷ او د پاکستان شپږ غړي شامل دي.

د افغانستان په استازیتوب په دې خبرو اترو کې د محمد ولی امیني په مشرۍ خان جان الکوزی، عنایت الله صدیق زی، میراجان سلیمان خیل، حاجي مسعود راحت، حاجي همایون خواجه زاده او محمد سلیمان بن شاه ګډون کوي او د پاکستان د پلاوي مشري د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنعت د خونې سلاکار سید جواد حسین کاظمي کوي او سردار محمد ایوب مریاڼی، حاجي محمد یوسف اپریدی، حاجي قدیرالله وزیر، شیرین خان اپریدی او انجینیر دارو خان اچکزی یې غړي دي.

د کمېټې ډېری غړي پر ډیورنډ کرښه د پرتو ولایتونو او ولسوالیو د سوداګرۍ له خونو غوره شوي دي.

د پاکستاني پلاوي مشر سید جواد حسین کاظمي ویلي چې د ګډې کمیټې د مذاکراتو اساسي هدف د افغانستان او پاکستان د تجارتي لارو بیړني بیا پرانیستل، د سرحدي مدیریت د خنډونو له منځه وړل او د دوه اړخیزې سوداګرۍ دوام تضمینول دي.

هغه زیاته کړې چې په مذاکراتو کې به یو جامع او عملي پلان جوړ شي چې د سوداګرو او عامو خلکو ستونزې په دوامداره توګه حل شي.

نوموړي همدارنګه وویل چې د سبا ورځې مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ تمه کېږي او دواړې خواوې د مثبتو پایلو ترلاسه کولو هیله لري. د کاظمي په وینا، د پاکستان حکومت کمیټې ته د بشپړې پرېکړې واک ورکړی دی.

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د کړکېچ له امله د روان کال د اکتوبر له ۱۲مې نېټې راهیسې ټولې سوداګریزې لارې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې دي.

طالبانو د لارې پرانېستل په باوري تضمینونو پورې مشروط کړي دي.