• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په تېرو شپږو ورځو کې ۲۷ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۰ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وایي چې په تېرو شپږو ورځو کې یې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې ۲۷ کسانو ته د بېلابېلو جرمونو په تور بدني سزاوې ورکړې دي.

د طالبانو له سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډېری دغه سزاوې په عام محضر کې عملي شوې دي.

د معلوماتو له مخې، دا سزاوې د کابل، هرات، بلخ، پکتیا، کونړ، میدان وردک، خوست، غزني، پروان، پکتیکا او بدخشان په ولایتونو کې پلي شوې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې تورن کسان د غلا، اخلاقي جرمونو او نورو قضیو په تړاو د درو وهلو له سزا سره مخ شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې د بدخشان په ولایت کې نن یو کس د زنا په تور پر ۱۲میاشتو بند او ۳۹درو وهلو محکوم شوی او دا سزا پرې عملي شوې ده.

طالبانو واک ته له بیا راستنېدو وروسته په عام محضر کې د بدني مجازاتو او اعدامونو تطبیق بیا پیل کړی دی. دغه اقدامات د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د بنسټونو له پراخو غبرګونونو سره مخ دي.

نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو مدافعینو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د تورنو کسانو پر وړاندې د بدني سزاوو تطبیق ودروي، خو طالبان وایي چې دا مجازات د دوی له لوري د «اسلامي شریعت» پر بنسټ عملي کېږي او پر خپله تګلاره ټینګار کوي.

ترویج لرونکی

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی
۱

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۲

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۳

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ په تورخم کې د سختې ګرمۍ له امله ستنېدونکې کډوالې مېرمنې او ماشومان له ستونزه سره مخ دي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جمهوریت؛ د ۱۹۷۳ کودتا څنګه افغانستان د نوي بحران پر لور روان کړ؟

۵

امریکا دوه‌تابعیته وګړو ته؛ متحده ایالاتو ته د سفر لپاره باید امریکايي پاسپورټ وکاروئ

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په میدان وردګ کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۹ GMT+۰
100%

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په میدان وردګ ولایت کې یې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو ابتدایه محکمې له دې ډلې «يو مجرم ته د يو کال، دويم مجرم ته څلور میاشتې او درېيم مجرم ته د ۱۲ کلن تنفيذي بند او له ۳۰ تر ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده».

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

طالبانو په پکتیکا کې ۳ کسان د غلا په تور په دُرو وهلي دي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۸ GMT+۰
100%

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې درې کسان د غلا په تور په دُرو وهل شوي دي. طالبانو ویلي چې دغه کسان ۲۰ تر ۳۰ دُرې وهل شوي او همدا راز له شپږ میاشتو څخه تر یو نیم کال پورې په بند هم محکوم شوي دي.

د ګیان ولسوالۍ ابتدایي محکمه دغه کسان د سې شنبې په ورځ د مرغومې په ۱۶مه نېټه په دُرو وهلي دي. دغه مجازات د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته عملي شوي دي.

طالبانو په تېره اونۍ کې لږ تر لږه ۳۶ کسان په بېلابېلو تورونو د ټول افغانستان په کچه په دُرو وهلي دي.

سره له دې چې نړیوالې ټولنې د بدني سزا، شکنجې او عامه ارعاب سره مخالفت کړی، طالبانو په عامه ځایونو کې د مجازاتو ورکولو ته ادامه ورکړې ده.

طالبان دا کړنې د «اسلامي شریعت» د پلي کولو په توګه یادوي.

طالبانو په هرات او پکتیا کې ۹ کسان په دُرو وهلي دي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۵ GMT+۰
100%

د طالبانو سترې محکمې د دوو جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې په هرات او پکتیا کې یې ۹ کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د جعلي پيسو په جرم او د الکولي مشروباتو د خرڅلاو» په تور په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې له‌خوا په لومړۍ خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په هرات ولایت کې یې اته کسانو ته «د الکولي مشروباتو د خرڅلاو» په تور د دوو کلونو تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده. د یادې محکمې له‌خوا په دویمې خبرپاڼه کې راغلي، چې په پکتیا ولایت کې یې یو کس ته د «جعلي پيسو په جرم» د شپږو میاشتو تنفیذي بند او ۳۰ دُرو سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

طالبانو په بلخ او کابل کې د یوې مېرمنې په ګډون دوه کسان په دُرو وهلي دي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۵ GMT+۰
100%

د طالبانو سترې محکمې د دوو جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې په بلخ او کابل کې یې د یوې مېرمنې په ګډون دوه کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د زنا او نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې له‌خوا په لومړۍ خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل ولایت کې یې یوې مېرمنې ته «د نامشروع اړیکو» په تور د اوو میاشتو تنفيذي بند او ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده. د یادې محکمې له‌خوا په دویمې خبرپاڼه کې راغلي، چې په بلخ ولایت کې یې یو کس ته د «زنا» په تور د ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

د ۲۰۲۶کال په لومړۍ ورځ؛ طالبانو په روزګان، بلخ او ننګرهار کې اته کسان په دُرو وهلي دي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۱ GMT+۰
100%

د طالبانو سترې محکمې د درېیو جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې په روزګان، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې یې اته کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د زنا، لواطت، الکولي مشروباتو د پلور او غلا» په تور په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې له‌خوا په لومړۍ خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په روزګان ولایت کې یې شپږو کسانو ته «د غلا او لواطت» په تور له يو تر دوو کلونو تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده. د یادې محکمې له‌خوا په دویمې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ننګرهار ولایت کې یې یو کس ته د «زنا» په تور د دوه کلن تنفيذي بند او ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.
یادې محکمې په خپلې درېیمې خبرپاڼه کې ویلي، چې په بلخ ولایت کې یې یو کس ته د «الکولي مشروباتو د پلور» په تور د یو کلن تنفیذي بند او ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغې ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

دغې ډلې په ۲۰۲۵ کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.