• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پولیسو پر موټر د وسله‌والو د ډزو له امله درې پولیس ټپیان شوي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۴۲ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله‌والو د هنګو پولیسو پر موټر ډزې کړې دي، چې له امله یې درې پولیس ټپیان شوي دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې؛ دغه موټر بنو ته روان و چې یو ناڅاپه وسله‌والو پرې ډزې کړې دي.

په دغه پېښه کې د مسعود، عبید او اقرار سعید په نوم د پاکستان د پولیسو درې افسران ټپیان شوي دي. د پولیسو په وینا؛ ټپیان سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.

له پېښې وروسته پولیسو سېمه کلا بنده کړې ده او د وسله‌والو د نیولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي. لا تر اوسه د یاد برید مسوولیت کومې ډلې نه‌دی منلی.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۵
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان-پاکستان د لارو د تړل کېدو له امله د پېښور د درملو بازار له ناورین سره مخ شوی

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۰
100%

په پېښور کې یو شمېر درمل پلورونکي وایي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د بندېدو له امله یې کاروبار ټکنی شوی او هټۍ وال له درنو مالي زیانونو سره مخ دي. دوی د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره د لارو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.

په پېښور کې د درملو د تر ټولو لوی مارکېټ هټۍوالو د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په جلا جلا مرکو کې ویلي، چې له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دي او کاروبار یې د پخوا په پرتله څو برابره کم شوی دی.

د درملو پلورونکی هارون خان وایي: «مخکې به یو کس لس زره روپۍ سودا کوله، اوس د دوو زرو هم نشته. له افغانستان سره لارې بندې دي او کاروبار په ټولو برخو کې ټکنی شوی دی».

نوموړي‌ ویلي، چې دا مهال د دوکان کرایه هم نه‌شي‌ برابرولی.

هغه زیاته کړې: «مخکې به ټول درمل افغانستان ته تلل، له همدې لارې د خلکو او زموږ روزګار روان و، خو اوس ډېرې ستونزې رامنځته شوې دي».

د همدې مارکېټ یو بل کارکوونکی رب نواز وايي، چې مخکې یې ټوله د درملو سوداګري افغانستان ته وه او ۷۰ سلنه سوداګري یې زیانمنه شوې. د هغه په خبره: «کوم درمل چې موږ لېږل هغه په لارو کې خراب شوي او هلته هم د استعمال او پلور اجازه نه ورکوي».

دغه پلورونکي له پاکستان او طالبانو غوښتنه کوي، چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل او لارې ژر تر ژر پرانیزي.

د دوی په خبره، د لارو بند پاتې کېدل تر ټولو لوی زیان عامو خلکو ته رسوي.

پخوا د افغانستان ګڼ شمېر ناروغان د درملنې لپاره پاکستان ته تلل، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستۍ ترینګلتیا له امله دغه تګ‌راتګ اوس بند شوی، چې له امله یې ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

طالبانو له پاکستان سره د سوداګرۍ او نورو اړیکو پر ځای خلکو ته ډاډ ورکړی، چې پر بدیلو لارو یې کار پیل کړی او ځینې لاسته راوړنې هم لري.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د ډزو په دوو جلا پېښو کې درې کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۸ GMT+۰
100%

د خېبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د چهارشنبې په ورځ د ډزو په دوو جلا پېښو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي. په وژل شویو کسانو کې د پېښور پوهنتون یو زده‌کړیال هم شامل دی، چې تازه د رخصتیو لپاره خپل کور ته ستون شوی و.

پولیس وایي، لومړۍ پېښه د بنو د میته‌خېلو په سیمه کې د دوو ډلو ترمنځ د نښتې پر مهال شوې چې په‌کې درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. ټپیان د درملنې لپاره د بنو ولسوالۍ مرکزي روغتون (DHQ) ته لېږدول شوي؛ خو د درېیو روغتیايي وضعیت د خرابوالي له امله هغوی پېښور ته لېږدول شوي دي.

د پولیسو په وینا؛ په وژل شویو کې حسن نومی ځوان هم شامل دی، چې د پېښور پوهنتون زده‌کړیال و او په دې وروستیو کې د لنډو رخصتیو لپاره خپل کور ته تللی و. په بله جلا پېښه کې د مندن ګېټ په سیمه کې ناپېژاندو موټرسايکل‌سپرو پر یوه موټر ډزې کړې، چې له امله یې یو پولیس سرتېری او د هغه درې کلن زوی ټپیان شوي دي.

ځایي چارواکي زیاتوي، چې د دواړو پېښو عاملین لاتراوسه نه‌دي نیول شوي او پولیسو د بریدګرو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي. د بریدونو انګېزه هم تر څېړنې لاندې ده.

د اریانا افغان هوایي شرکت د الوتکو لپاره کابل ته دوه انجنونه ولېږدول شول

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۴ GMT+۰
100%

د اریانا افغان هوايي شرکت وايي، چې د تخنیکي او عملیاتي بهیر د پیاوړتیا په موخه د الوتکو دوه انجنونه د سې‌شنبې په ورځ د یوې چارټر کارګو الوتکې له لارې له ترکیې څخه کابل ته ولېږدول شول. دغه انجنونه د ۴،۷ میلیونه ډالرو په ارزښت له سربیا او ترکیې پېرل شوي دي.

یاد شرکت وايي، دغه انجنونه چې د نړیوالو تخنیکي معیارونو له مخې په بشپړه توګه ارزول شوي، د شاوخوا ۴،۷ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت له ترکیې او سربیا څخه پېرل شوي دي.

ټاکل شوې ده چې دغه انجنونه په نږدې راتلونکې کې د اریانا د تخنیکي ټیم له‌خوا په بوینګ ۷۳۷ او ایرباس ۳۱۰ الوتکو کې نصب او فعال شي.

د اریانا افغان هوايي شرکت رییس ملا بخت‌الرحمن شرافت ویلي، د الوتکو د تجهیزاتو پر وخت برابرول د مسافرو د خوندیتوب، د الوتنو د مهالوېش د تنظیم او د باور وړ خدماتو د وړاندې کولو لپاره مهم ګام دی.

د طالب چارواکو په وینا، د دغو انجنونو له فعالېدو سره به د اریانا د الوتنو ظرفیت لوړ شي، تخنیکي ستونزې او خنډونه به کم شي او د کورنیو او نړیوالو الوتنو پروګرام به لا پیاوړی او منظم شي.

د ونزوېلا د ولسمشر مرستیالې د سرپرست ولسمشرې په توګه لوړه وکړه

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۶ GMT+۰
100%

د ونزوېلا د ولسمشر مرستیالې او د نفت وزیرې دلسي رودریګز په رسمي ډول د دې هېواد د سرپرست ولسمشرې په توګه لوړه وکړه.

په کاراکاس کې د امریکايي سرتېرو له‌خوا د نیکولاس مادورو تر نیول کېدو او له مېرمنې سره یې امریکا ته تر لېږد وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د هغه مرستیاله له واشنګټن سره همغږې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې رودریګز بیا ویلي چې له مادورو پرته بل څوک د ونزوېلا د ولسمشر په توګه نه پېژني.

رودریګز چې له واشنګټن سره د همکارۍ لپاره لېوالتیا ښودلې، په خپله وینا کې قانون‌جوړونکو ته وویل چې دا کار «د ونزوېلا د خلکو په نوم» ترسره کوي.

د ونزوېلا پارلمان د مادورو نیول غندلي او د هغه د ځایناستي په توګه یې له رودریګز څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی، همداراز یې د هغې ورور خورخه رودریګز یو ځل بیا د پارلمان د رییس په توګه ټاکلی دی.

وسله والو په خیبر کې د عوامي نشنل ګوند د یوه مشر مېلمستون په بمونو الوځولی

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۰ GMT+۰
100%

د خیبرپښتونخوا پولیس وایي چې وسله والو د خیبر ولسوالۍ د تیرا میدان په کالانه سیمه کې د عوامي نشنل ګوند سیمه ییز مشر عبدالرازق اپریدي مېلمستون په بمونو الوځولی دی.

د خیبر ولسوالۍ د پولیسو د مشر وقار احمد په وینا، وسله‌والو دغه برید د شپې په تیاره کې کړی، چې له امله یې د عبدالرازق اپریدي حُجره په بشپړ ډول ویجاړه شوې خو په پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وقار احمد زیاته کړې، چې دوه کاله وړاندې هم وسله والو د عبدالرازق اپریدي د ماڼۍ په څېر کور سوځولی و. د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله، نوموړي شاوخوا څلور کاله وړاندې دغه سیمه پرېښې ده.

پولیس وایي، عبدالرازق ته له دې وړاندې هم د وسله‌والو له لوري پرله‌پسې ګواښونه کېدل او همدا لامل و چې هغه له خپلې سیمې څخه کډه کولو ته اړ شوی و.

تر اوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو پولیس وایي چې د پېښې پلټنې پیل شوې دي او د بریدګرو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.