د ټرمپ څرګندونو ته د زېلېنسکي غبرګون؛ اوکراین د سولې پر وړاندې خنډ نه دی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې اوکراین به هېڅکله د سولې پروړاندې خنډ نه وي، خو تېره ورځ ټرمپ ویلي و چې اوکراین د روسیې په پرتله د سولې خبرو ته لږ چمتوالی لري.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې اوکراین به هېڅکله د سولې پروړاندې خنډ نه وي، خو تېره ورځ ټرمپ ویلي و چې اوکراین د روسیې په پرتله د سولې خبرو ته لږ چمتوالی لري.
زېلېنسکي د پنجشنبې په ماښام په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي:«موږ له امریکا سره د ډیپلوماتیکو چارو په اړه خبرې وکړې او اوکراین به هېڅکله هم د سولې لپاره خنډ نه وي».
زېلېنسکي په خپلو تازه څرګندونو کې زیاته کړې، چې د اوکراین د انرژۍ پر مرکزونو باندې د روسیې دوامداره بریدونه ښکاره ثبوت دی، چې مسکو د سولې غوښتونکی نه دی.
نوموړي زیاته کړې: «دا هغه روسي توغندي، ډرونونه او د روسیې هڅې دي چې اوکراین له منځه یوسي. دا ښکاره ثبوت دی چې روسیه په هېڅ ډول تړونونو ته غاړه نهږدي».
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ له رویټرز اژانس سره په مرکه کې ویلي، نوموړی په دې باور دی چې د سولې د تړونونو په تړاو اوکراین د روسیې په پرتله کم چمتوالی لري. د ټرمپ په باور، له اوکراین سره د سولې په اړه د پوتین علاقمندي زیاته ده.


د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي نورلان یرکمبایف په ایران کې د وروستیو پېښو او د سیمهییزو او نړۍوالو تحولاتو په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي په ایران کې وروستۍ پیښې غندلي او په لاریونونو کې یې د وژل شویو ایرانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږې څرګنده کړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عراقچي د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي سره د خبرو په ترڅ کې د تاوتریخجنو لاریونونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دې، چې سولهییز لاریونونه د اسراییل او امریکا په لمسون په تاوتریخوالي واوښتل.
نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې ایران به د خپل ملي حاکمیت او خپلو وګړو د امنیت لپاره په کلکه دفاع وکړي.
پر همدغه مهال، عراقچي د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمنشي د هغه دریځ ستاینه کړې چې د ایران په چارو کې یې بهرنۍ لاسوهنې غندلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمنشي ترمنځ دا ټلیفوني خبرې پر داسې مهال شوې دي، چې په ایران کې وروستیو لاریونونو د نړۍوالو او سیمهییزو اړیکو لپاره حساس حالت رامنځته کړی دی.

د هند حکومت په کشمیر کې وروسته له هغه یو طبي پوهنتون تړلی، چې د هندو مذهبه ډلو له لوري پرې پراخ اعتراضونه وشول. دغه پوهنتون، چې د «شري ماتا ویشنو دیوي» په نوم یادېږي، د ډېرو مسلمانو زده کوونکو د منلو له امله د اعتراضونو هدف ګرځېدلی و.
د راپورونو له مخې، په دغه پوهنتون کې له ۵۰ منل شویو زدهکوونکو څخه لږ تر لږه ۴۲تنه کشمیر مېشتي مسلمانان، اووه هندوان او یو سک وو. د همدې شمېرې له خپرېدو وروسته، د سیمې ځینو هندو مذهبه ډلو اعتراضونه پیل کړل.
د هند د طبي ملي کمېسیون، چې د فدرالي حکومت د طبي زدهکړو او روغتیايي چارو تر ټولو مهم څارونکی ارګان بلل کېږي، د یاد پوهنتون د فعالیت جواز لغوه کړ. د کمېسیون په وینا، دغه پوهنتون د تېر نومبر په میاشت کې د طب پنځه کلن تعلیمي پروګرام پیل کړی و.
په هند کې دولتي او خصوصي طبي پوهنتونونو ته د محصلانو جذب د ملي ازموینې «نیت» له لارې کېږي. هر کال له دوو میلیونو ډېر زدهکوونکي د شاوخوا ۱۲۰زره د طب د لیسانس څوکيو لپاره سیالي کوي. ډېری سیالي کوونکي د لږ لګښت له امله دولتي پوهنتونونه غوره ګڼي، خو هغه کسان چې د منلو حد اقل نومرې ترلاسه کړي، خصوصي مرکزونو ته ورپېژندل کېږي.
یاد طبي پوهنتون د یوه هندو مذهبي خیریه بنسټ له لوري جوړ شوی او تر یوه بریده د حکومت له مالي ملاتړه هم برخمن دی.
په تېرو نږدې دوو میاشتو کې، ډېری هندو زدهکوونکو او د سیمې اوسېدونکو اعتراضونه وکړل او ادعا یې کوله چې دا مرکز د «ماتا ویشنو دیوي» له هندو معبد څخه مالي ملاتړ ترلاسه کوي او مسلمانان پکې «د حضور حق نه لري.»
خو د هند طبي ملي کمېسیون ویلي چې د دې مرکز تړل کېدل د «معیاري غوښتنو» د نه پوره کېدو له امله دي.

روسیې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یوه بریتانیایي ډیپلومات ته یې د «نااعلان شوي جاسوس» په توګه له دغه هېواده د وتلو امر کړی، خو لندن دا تورونه «ناوړه او بېبنسټه» بللي.
د روسیې د فدرالي امنیت ادارې (ایف ایس بي) چې د پخواني شوروي د کېجيبي اصلي وارث بلل کېږي، ویلي چې یاد ډیپلومات ګرت سمویل ډېوېس نومېږي او په مسکو کې د بریتانیا په سفارت کې یې د دویم سکرتر په توګه دنده ترسره کوله.
د روسیې د فدارلي خدمتونو ادارې په وینا، هغه د بریتانیا د استخباراتي ادارو لپاره په پټه کار کاوه.
روسي رسنیو د یاد ډیپلومات انځورونه هم خپاره کړي او چارواکو ویلي چې هغه ته دوه اونۍ وخت ورکړل شوی چې روسیه پرېږدي.
په ورته مهال، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د بریتانیا د سفارت سرپرسته دانای دهولاکیا احضار کړې او د دې موضوع په تړاو یې ورته رسمي احتجاج وړاندې کړی دی.
بل خوا، لندن پر یاد ډیپلوماټ لګېدلي تورونه بې بنسټه بللي او ویلي یې دي چې دا ډول ادعاوې د سفارتونو د عادي فعالیت لپاره اړینې بنسټیزې فضا ته زیان رسوي. بریتانیا زیاته کړې چې د دې اقدام په اړه د غبرګون پر څرنګوالي غور کوي.

د هوا پوهنې نړۍال سازمان (ډبلیواېماو) وايي، درې وروستي کلونه (۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵) د نړۍ له درېیو تر ټولو ګرمو کلونو و او په وینا یې د تودخې کچه لا هم په لوړېدو ده. د دغه سازمان په وینا، د تېرې پېړۍ پر تله تېر ۱۱ کاله تر نورو ډېر ګرم کلونه وو.
د هوا پېژندنې نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۴مه) په یوه تازه راپور کې ویلي، تېر ۱۱ کاله (۲۰۱۵ تر ۲۰۲۵) تر ټولو ګرم کلونه و او د سمندر تودوخه لا هم مخ په لوړېدو ده.
دغه سازمان چې یاد راپور یې د اتو سرچینو له ګډ تحلیل څخه جوړ کړی زیاته کړې، د ۱۹۸۱- ۲۰۱۰ پر تله د ۲۰۲۵ کال د سمندر د سطحې د منځنۍ کچې تودوخې په کچه کې صفر اعشاریه ۴۹ سلنه لوړوالی راغلی دی.
د هوا پوهنې نړۍوال سازمان سرمنشي سیلېسټ ساولو وايي: «۲۰۲۵کال د لا نینیا د یخوالي په حالت کې پیل او پای ته ورسېد، خو بیا هم د نړۍ له تر ټولو ګرمو کلونو څخه و، ځکه چې په فضا کې د تودوخې ساتونکو ګازو کچه ډېره لوړه شوې. د ځمکې او سمندرونو لوړې تودوخې د سختو موسمي پېښو لکه ګرمې څپې، شدید بارانونه او قوي توپانونه پیاوړي کړل چې دا د مخکېنۍ خبرتیا سیسټمونو اړتیا لا روښانه کوي».
په یوې جلا څېړنه کې راغلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د سمندرونو د تودوخې کچه هم د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او دا د اقلیم په سیستم کې د اوږدمهاله تودوخې د راټولېدو ښکارندويي کوي.
د دغې څېړنې لهمخې، د نړۍ له سمندري سیمو شاوخوا ۳۳ سلنه یې د خپل تاریخ په اوږدو کې ۳ وروستي کلونه ډېرې ګرمې تېرې کړې دي.

د ټرمپ د ادارې یوه چارواکي فاکسنیوز ته تایید کړې، چې د ونزوېلا د تېلو د نوې هوکړې لهمخې لومړی پلور چې ارزښت یې ۵۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی و، بشپړ شوی دی.
د راپور لهمخې، د تېلو یاده معامله وروسته له هغې وشوه چې د امریکا ولسمشر ویلي و، چې د ونزوېلا له ۳۰ څخه تر ۵۰ میلیونو بېرلو تېلو څخه به چې مخکې د امریکا د بندیزونو له امله په دې هېواد کې بند پاتې وو، تصفیه او بازار ته وړاندې شي.
د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ ویلي، چې د تېلو پلور به د امریکا تر څار لاندې ترسره کېږي او ترلاسه شوې پیسې به په هغو حسابونو کې جمع شي چې کنټرول یې د امریکا په لاس کې دی.
د سپینۍ ماڼۍ ویاند فاکسنیوز ته ویلي: «ولسمشر ټرمپ له ونزوېلا سره یو د انرژۍ تاریخي تړون رامنځته کړ چې د امریکا او ونزوېلا خلکو لپاره به ګټور ثابت شي».
همدارنګه سپنې ماڼۍ ویلي، تمه کېږي چې په نږدې ورځو او اوونیو کې به د ونزوېلا د تېلو نورې معاملې هم ترسره شي.