رویټرز: د ژمي سړې هوا او د مرستو کمېدو په افغانستان کې د لوږې کړکېچ لاډېر کړی

د رویټرز د راپور له مخې، په افغانستان کې د ژمي سړې هوا او د نړیوالو مرستو کمېدو د خلکو د ژوند شرایط ډېر ترینګلي کړي او لوږه او اقتصادي کړکېچ یې زیات کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، په افغانستان کې د ژمي سړې هوا او د نړیوالو مرستو کمېدو د خلکو د ژوند شرایط ډېر ترینګلي کړي او لوږه او اقتصادي کړکېچ یې زیات کړي دي.
هغه زرګونه افغانان چې په تېر یو کال کې له ایران او پاکستان څخه په زور اېستل شوي، د بېوزلۍ، بېکورۍ او لوږې له سختو شرایطو سره مخ دي.
په کابل کې سمیعالله، چې پنځه ماشومان او درې میاشتنۍ لمسی لري، په یوه خیمه کې ژوند کوي او خوراک یې یوازې وچه ډوډۍ او چای دی، چې له ټولې کورنۍ سره یې خوري. هغه ویلي له دې حالت څخه په مرګ راضي دی.د هغه کورنۍ، چې دوو زامنو یې هم خپلې کورنۍ ورسره راوړې دي، د هغو میلیونونو کډوالو له ډلې یوه هغه ده چې له ایران او پاکستان نه په جبري ډول ستانه کړای شوي دي.
سمیعالله او کورنۍ یې د ایراني چارواکو د چاپو پر مهال ونیول شول او وشړل شول. د سپما ډېره برخه یې له لاسه ورکړه. هغه وایي په ایران کې لږ تر لږه د یوې ورځې بشپړ خواړه برابرېدل، خو په افغانستان کې نه کار شته او نه کومه بله وسیله.
د خوړو نړیوال پروګرام په راپور کې ویلي، اوس چې مرستې د پام وړ کمې شوې، شاوخوا ۱۷ میلیونه افغانان د شدیدې لوږې له خطر سره مخ دي. د افغانستان د څانګې مشر جان ایلیف وایي ډېری هغه کسان چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته شړل شوي، پخوا یې کار کاوه او خپلې کورنۍ ته یې پیسې استولې. دغو پیسو د افغانستان د وګړو لپاره د ژوند کرښه جوړوله، خو اوس دغه سرچینه پرې شوې ده. هغه زیاته کړې چې د تېرو کلونو په پرتله د خوارځواکۍ کچه په بېساري ډول لوړه شوې او اټکل کیږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به ۲۰۰ زره نور ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
راپور زیاتوي چې په بامیان کې دخوړو نړیوال پروګرام د مرستو وېش مرکز د خلکو له اوږدو کتارونو ډک دی. ډېری کسان، لکه زهرا احمدي چې د اتو لوڼو کونډه مور ده، وایي چې مرستې بسنه نه کوي او د ژمي د تېرېدو لپاره مجبور دي نیمګړې خواړه وخوري.
همدا راز د رویټرز راپور کې راغلي چې په کابل کې روغتیايي مرکزونه د خوارځواکۍ له ماشومانو ډک دي.
ډاکټرې رابعه رحیمي ویلي چې د ناروغانو شمېر د کډوالو د زیاتوالي له امله دوه چنده شوی دی. یو شمېر کورنیو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د عاید سرچینې له لاسه ورکړې او اقتصادي ستونزې یې ورځ تر بلې زیاتې شوې دي.