پیاوړي ملتونه د بډایو فرهنګي بنسټونو په مرسته له هرې پېښېدونکې ملي، سیمهييزې او نړیوالې پېښې سره هممهال د مخامختیا ملي روایتونه Narratives جوړوي.
ملي روایتجوړونه څه ده؟
کله چې یوه ټولنه له لویو پېښو سره مخامخ کیږي، د عامه ذهنیت د سمې رهبرۍ لپاره داسې روایتونه جوړیږي، چې خلک د کړکېچونو په وړاندې له رواني پلوه وقایه کړلای شي. دا مهال ولسونه پر خپلو انتخابي ولسواکو حاکمیتونو باور څرګندوي اوبالمقابل حاکمیتونه خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د دوی په مرسته به هېواد او ملت ژغوري. دغه دوهاړخیز باور د فرهنګي فعالیتونو په مدیریت شوي بهیر کې عامیږي او پایله یې دا وي، چې د یوه ډاډمن او پرځان متکي ملت د پېښو له هر ډول ګواښونکي ازمایښته بریالی او روغ راوځي.
په ملي روایت جوړونه او عامونه کې فکري مرکزونه، رسنۍ، ادبیات،پوهنتونونه، د تیاتر نندارې، سینما،موسیقي، انځوریز نندارتونونه او نخبه شخصیتونه مهمه ونډه لري.
په ۲۰۰۴ کې لویې سمندري زلزلې او څونامي په ۱۴ هېوادونو کې نږدې درې سوه زره تنه انسانان ووژل. دا یوه ناڅاپي طبیعي پېښه وه، خو ځینو لویو هېوادونو ډېر ژر په دې اړه د ملي روایتونو په جوړولو او عامولو سره وکړای شول، تر ناورین روسته خپلې ټولنې ډاډمنې کړي او د پساناورین له ګواښمنو څپو څخه یې وژغوري. فرهنګي روایت جوړوونکیو خپل ملتونه یووالي او روحي پیاوړتیا ته وهڅول او حکومتونو خلکو ته ډاډ ورکړ، چې روغتیايي خدمات، خواړه، هستوګنځایونه او د نظم راګرځول یې لومړیتوب ټاکلی او هرڅه مدیریت کیږي. ځینې کمزوري او له فرهنګي پلوه بېوزلي هېوادونه هم لګیا وو، چې همداسې چارې عملي کړي، خو ملي روایتونه یې جوړ نهکړای شول، په پایله کې تر نورو هېوادونو ډېر په پساناورین دورو کې وځپل شول.
همدا څوکاله وړاندې د کورونا (کووید) ناروغۍ پرمهال، موږ ولیده چې هرې ټولنې و هېواد په دې اړه له خپلو ټولو فرهنګي اوزارو څخه ګټه پورته کړه او خپل خلک یې د ملي روایتونو د جوړولو له څرنګوالي سره سم د دې مرګونې ناروغۍ په وړاندې راویښ کړل.
له کورونو مهراوځئ
لاسونه ومینځئ
یوبل ته ډېر مه نږدې کیږئ
واکسین جوړیږي، ډاډه اوسئ.
حکومت چمتو دی، مه وارخطا کیږئ
خواړه زېرمه کړئ
واټن ونیسئ
دا ناروغي پر ټولو ده، ویریږئ مه...
داسې پیغامونه هر هېواد خلکو ته ورکول، خو فرهنګي بریا متفاوته وه. له دې نړیوال کړکېچ او ناورین سره د ملي روایتونو د جوړولو له اړخه ډېر هېوادونه ناکام وو.
همدا څو ورځې وړاندې په وینزویلا کې د امریکايي برید له پېښې سره د لاتینې امریکا ځینو ولسونو او حکومتونو څنګه یو د بل په ملاتړ ملي روایتونه وپنځول او خپلې ټولنې یې له فکري وارخطايي و تیتپرکتیا څخه وژغورلې؟ ښايي د دې پوښتنې ځواب په بېلابېلو هېوادونو کې متفاوت وي. یوازې لاتینه امریکا نه ده، اوس به د امریکا د متحده ایالاتو له خواد ګرینلند له دعوا سره دنمارکیان څه کوي؟ کاناډا څنګه ځان له داسې دعوې خلاص کړ؟ اروپا به د روسیې په وړاندې د یوکراین په لانجه کې څنګه خپل ملتونه د ملي روایتونو په جوړولو خپل ملاتړي کړي؟ پاکیستان همدا اوس تر ټولو په بد حالت کې دی، خو پوځ یې د روایتونو په جوړولو لاهم د ټوټه ټوټه شوي وجود سره ګنډلي ساتلو هڅه کوي.
ایران د پرځېدا پر درشل ولاړ دی، په ایران کې دواړه ښکېل لوري ( واکمني او مخالفان) د خورا ځواکمنو فرهنګي امکاناتو په لرلو سره کوشش کوي ځانته ځانته ملي روایتونه وپنځوي او بریالي شي.
همداسې یې درواخله نور هېوادونه.
موږ افغانان له دې اړخه په څه حالت کې یو؟
له بده مرغه د ګڼو ګواښونو په وړاندې چې همدا اوس ورسره مخامخ یو، په افغانستان کې د ملي روایتونو او د یوې لویې برخې د اجماع پر بنسټ د ګډ دریځ د جوړولو چاره سمه پېژندل شوې نهده او د دغې چارې اوزار و وسایل هم یا نهشته یا یې په کارولونه پوهېږو. موږ د کړکېچ پر مهال د ملي روایتونو د جوړښت لپاره د فکرپنځوونې بنسټونه نهلرو.یو اصلي لامل یې دا دی، چې موږ ملي، مشروع او د خلکو له ارادې راپاڅېدلی حاکمیت نهلرو. د ملي فرهنګ د ساتنې و پالنې بنسټونه نهلرو. پوهنتونونه مو په څه حال کې دي؟ د ملي روایتونو په جوړولو او عامولو کې ښځې تر بل هر ټولنیز قشر زیات اغېز لري او موږ د ښځو خولې، سترګې، لاسونه و پښې ورتړلي او د کور زندانیانې دي. رسنۍ په شدت سانسوریږي، هنرونه تکفیر شوي. ادبیات مسخ شوي، کتاب ته د دوښمن په سترګه کتل کیږي او هغوی چې فکر کولای شي له صحنې ایستل شوي دي. زموږ فرهنګ جلاوطن دی، ځکه فرهنګیان مو لویه برخه جلاوطنه دي. هغه شمېر چې په وطن کې پاتې دي، د سانسور توره یې پر سر رازانګي. جلاوطني پخپله یو داسې درد دی، چې د ملي روایت جوړونې بهیر زیانمنوي. له هېواده بهر ملي روایت به خامخا د شته واکمنۍ پرخلاف جوړیږي. د افغانستان تاریخ وګورئ، په هېڅ دوره کې به په دومره شمېر استادان، لیکوال، مفکران، متخصصان، فرهنګیان، هنرمندان او روښانفکران ترې وتلي نهوي. دا دوره بیخي استثناء ده.
د کړکېچونو په وړاندې د عامه ذهنیت د وقایې لپاره د ملي روایتجوړونې فرهنګي بستر نهشته. د ټولیزو رسنیو لویه برخه فضا مسمومه او ککړه ده، یا مو ټولیزه پوهه کمه ده، یا دوښمن هېوادونه هڅه کوي، موږ په خپلو منځونو کې ښکېل کړي او یا پټې استخباراتي کړۍ ځینو ته پيسې ورکوي، چې یوازې ښکنځلي و سپکاوی وکړي. په سیاسي ناندریو کې یوازې همدا ښکنځلې او سپکاوی پاتې دی او رغنده فکر نهشته. ټولنه یې په دې فضا کې په شدت سره یو بېسویې او مبتذل استقطاب ته رسولې. ښايي ځینې به استدلال کوي، چې په ټولیزه فضا کې د نورو هېوادونو خلک هم ښکنځلې کوي او مبتذلې منځپانګې تولیدوي. دا استدلال ځکه سم نهدی، چې نورې ټولنې بیا د فکر و عالي روایتونو د جوړولو نور وسایل، تلویزیون، تخصصي رسنۍ، فرهنګي بنسټونه او ګڼ نور پلاتفورمونه لري. ټول خلک یې یوازې په خواله رسنیو کې خپرېدونکیو ناندریو تهناست نهوي.
موږ له بده مرغه په دې برخه کې ډېره تکیه پر همدې خواله رسنیو کوو. د پاکیستان په وړاندې د مخامختیا او شخړې په دغه موده کې د ملي روایت ځای تکفیري او داسې ایډیولوژیک سنګر نیولی دی، چې همدا ايډیولوژیک ځواک پخپله په پاکیستاني مدرسو کې فکري ریښه لري.
له پاکیستان سره د شخړو په دې زمانه کې د ملنګ جان پر کتابونو سانسور او بندیز لګیدلی، بله بختزمینه نهشته، چې غږ یې د وطن په دره دره کې وپیچي چې:
اې سربازه یاره خیژه په مورچل باندې...
دا پاکیستانی دوښمن مهپرېږده دې خاوره کې!
له بېسویې او مبتذلو ترانو څخه پخپلهد پاکیستانیت او پردیتوب بوی راځي.
د فرهنګ و هنر و فکر په داسې وچکالۍ کې به څنګه تر فکري پړاو روسته ملي روایت وپنځول شي او څوک به یې عام کړي؟
بلوچستان له پاکیستان څخه خپلواکي غواړي، په دې اړه زموږ ملي روایت څه دی؟
تر ډيورند پورېغاړه پښتانه له پاکیستان څخه تر پوزې راغلي، د منظور پښتین په یوه غږ میلیونونه پښتانه راټولیږي، په دې اړه زموږ ګډ او اکثریت فکري دریځ څه دی؟ ایا همدا موږ له پښتونژغورنې غورځنګ سره د ایمانونو د تول و ترازو د معیارونو له مخې له تکفیري چلند سره نهیو مخامخ؟په همدې برخه کې موږ کوم ملي روایتونه لرو؟ هغوی چې په دې اړه ملي روایتونو جوړ او عام کړل تکفیر نه شول؟
په ایران کې پېښې په چټکۍ بدلیږي، د افغانستان ګاونډی دی او پېښې یې تر هربل چا پر افغانستان ( بدې یا ښې) اغېزې لري، په دې اړه زموږ ملي روایت څه دی؟ هغه څه چې په منځني ختیځ کې پېښیږي، موږ یې په وړاندې د ځانژغورنې لپاره څومره فکر کړی او کوم نظریات مو تولید کړي دي؟
منځنۍ اسیا په راروانو شخړو کې تر ټولو مهمه سیمه ده او له موږ سره لاس په لستوڼي پرته ده، ته وا موږ به یې د اور له تپ څخه خوندي پاتې شو؟ په دې اړه زموږ ملي روایت څه دی؟
چین، هیند او روسیه لګیا دي، چې په نويو زبرځواکونو بدل شي او له لویدیځ سره ټانټې وژووي، درې واړه موږ ته څېرمه پراته دي او په کلکه مو په پېښو کې ښکېل هم دي، په دغې لویې سیالۍ کې زموږ ملي روایتونه څه دي؟
د ساړه جنګ پرمهال د ګډو روایتونو او ملي دریځونو له همداسې تشې سره مخامخ وو، نورو هېوادونو ترې لویې ګټې پورته کړې او موږ یې قرباني شوو.
اوس به له نوې سړې و تودې جګړې سره څنګه مخامخیږو؟
د فکر او ملي روایتونو د تولید شخصیتونه، بنسټونه او وسایل کوم، څومره، څنګه او چېرته دي؟
ایا په دې اړه مو فکر کړی؟