هند افغانستان ته ۷،۵ ټڼه د سرطان ضد درمل استولي

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه هېواد له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کړی او کابل ته یې ۷،۵ ټنه د سرطان ضد درمل استولي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه هېواد له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کړی او کابل ته یې ۷،۵ ټنه د سرطان ضد درمل استولي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال په وینا دا مرسته د افغانستان د سرطان ناروغانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره شوې ده.
د هند مرسته په داسې حال کې ده چې د طالبانو ماليې وزارت د سلواغې په لومړۍ نېټه خبرداری ورکړ، چې د روانې سلواغې میاشتې تر ۱۹مې نېټې وروسته له پاکستان نه هر ډول وارېدوونکي درمل نه محصولېږي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پرېکړه د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت په سپارښتنه شوې ده.
تر دې وړاندې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو سیاسي او سوداګریزو ترینګلتیاوو او د ترانزیتي لارو د تړل کېدو له امله د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سوداګرو ته د دریو میاشتو ضربالاجل ټاکلی و چې له پاکستان سره خپلې ټولې سوداګریزې معاملې تصفیه کړي.


سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په کابل کې د جرمني د پخوانیو محلي کارکوونکو د مېلمستون له پلټلو وروسته دغه استوګنځای تر سختې څارنې لاندې راوستی دی. د سرچینو په وینا، شاوخوا ۸۰ کسان په دغه مېلمستون کې اوسېږي او طالبان ترې پوښتنې ګروېږنې کوي.
دغه کسان، سره له دې چې د جرمني د منلو ژمنه لري، شاوخوا دوه میاشتې مخکې د پاکستان د ویزې د پای ته رسېدو له امله افغانستان ته شړل شوي او د کابل د ښار په مرکز کې په یوه مېلمستون کې ځای پر ځای شوي دي.
د سرچینو په وینا، د دغو پناهغوښتونکو د استوګنې لګښتونه د جرمني حکومت لهخوا ورکول کېږي.
سرچینې وایي چې طالبانو له دغو وګړو څخه د هغوی د تېر ژوند، له پاکستان څخه د راستنېدو وخت، په هغه هېواد کې د پاتې کېدو مودې، جرمني ته د تلو دلیل او همدارنګه د لګښتونو د تمویل ادارې په اړه پوښتنې کړې دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغو کسانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې له مېلمستون نه بهر اړیکه ونیسي. همدارنګه ویل کېږي چې د مېلمستون دننه هم د دغو کسانو ترمنځ لیدنې منع شوې دي.
سرچینو زیاته کړه چې د طالبانو غړي له دغه مېلمستون څارنه کوي او د مېلمستون له خونو څخه یې یوه د پوښتنو ګروېږنو دفتر ګرځولی دی.
سرچینو وویل چې طالبانو د پوښتنو پر مهال د کورنیو ویډیوګانې ثبت کړې او د هغوی کمپیوټرونه یې له ځان سره وړي دي.
د طالبانو ځواکونو د چارشنبې په ورځ د ۱۳ موټرو په وسیله د مېلمستون شاوخوا محاصره کړه او وروسته ورننوتل.
په ورته وخت کې، سرچینو وویل چې د دغه مېلمستون څلور استوګن، چې دوه پکې د جنسي لږکیو غړي هم دي، د طالبانو له چاپې وروسته تري تم شوي او د برخلیک په اړه یې کوم معلومات نشته.
دغه کسان د جرمني له ځایي همکارانو، قاضیانو، د بشري حقونو فعالانو، د ښځو د حقونو فعالانو، د جنسي لږکیو غړو او خبریالانو څخه جوړ دي.
په همدې حال کې، یو شمېر افغانان چې د جرمني د منلو ژمنه لري، د یوې اووه کسیزې کورنۍ په ګډون، چې ټاکل شوې وه پرون له اسلاماباده کابل ته ولېږدول شي، په وروستیو شېبو کې د جرمني حکومت په مداخلې بېرته د اسلاماباد له هوايي ډګره یوه مېلمستون ته ستانه کړل شول.
جرمني رسنیو هم راپور ورکړی چې په کابل او پاکستان کې د هغو افغانانو امنیتي وضعیت، چې د جرمني د منلو ژمنه لري، مخ په خرابېدو دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر له یوې خوا د کډوالۍ د فشار پر کمولو ټینګار کوي او له بلې خوا د تېر حکومت له هغو ژمنو سره مخ دی چې د افغان منل شویو وګړو په اړه شوې وې.
د بشري حقونو فعالان د جرمني حکومت تورنوي چې د منلو ژمنه لرونکي افغانان یې له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي او ځینې یې د مرګ له جدي ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونېسف) خبر ورکړی، چې له وروستیو ویجاړوونکو زلزلو وروسته، د ژمي سړه هوا د افغان ماشومانو لپاره یو بل ناورین دی. یاد سازمان ویلي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۷۰ زره ماشومان له شدیدې یخنۍ سره مخ دي.
هغه معلومات چې یونیسف د پنجشنبې په ورځ خپاره کړي ښیي، چې لا هم زرګونه کورنۍ د زلزلو له امله بېځایه دي او په داسې حال کې چې د هېواد په ګڼو سیمو کې د تودوخې درجه له صفر ښکته شوې، شاوخوا ۲۷۰زره ماشومان له شدیدې یخنۍ سره مخ دي.
یونیسف وایي، که څه هم د ژمي د مرستو د رسولو هڅې روانې دي او اړمنو کورنیو ته د تودوخې وسایل، ژمنۍ جامې او نور اړین توکي وېشل کېږي، خو اړتیاوې لا هم ډېرې بېړنۍ او پراخې دي.
دې ادارې له نړیوالې ټولنې، مرستندویو بنسټونو او شریکانو غوښتي چې خپلې بشري مرستې زیاتې کړي، څو افغان ماشومان د سخت ژمي له خطرونو وژغورل شي.
یونیسف ټینګار کوي چې د ماشومانو ژوند ژغورل لومړیتوب دی او که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، نو بشري وضعیت به لا پسې خراب شي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي و، چې په افغانستان کې د ۶،۵مېلیونه ماشومانو په ګډون د ۱۲ مېلیونه خلکو د بنسټیزو او بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره په بېړني ډول ۹۵۰ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
یونېسف ټینګار کړی، چې دغه مرستې په افغانستان کې د هر ماشوم د ژوندي پاتې کېدو او ودې لپاره حیاتي ارزښت لري. یونېسف د افغانستان څو اړخیزو کړکېچونو ته په اشارې سره ویلي، چې د دغه هېواد خلک دا مهال له طبیعي پېښو، نازک اقتصادي وضعیت، بنسټیزو خدمتونو ته د محدود لاسرسي او اقلیمي ستونزو سره مخ دي.
د اټکل له مخې؛ په ۲۰۲۶کال کې به د افغانستان په کچه شاوخوا ۲۲میلیونه خلک چې ۱۱،۶ مېلیونه یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د طالبانو د سترې محکمې د عامه اړیکو او رسنیو رییس وايي، چې په هرات کې د تکواندو نیول شوې لوبغاړې خدیجه احمد زاده تر ۱۳ ورځني بند وروسته خوشې شوې ده. عبدالرحیم راشد وايي، نوموړې ته د هرات ښاري ابتدایه محکمې د ۱۳ ورځني بند سزا اورولې وه. نوموړې د تکواندو ورزش په تور نیول شوې وه.
د طالبانو د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او رسنیو رییس د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۱۳مه وویل، خدیجه احمدزاده، چې ددې ډلې د امربالمعروف او نهی عن المنکر له قانون څخه ددوی په وینا، د سرغړونې په «جرم»نیول شوې وه، له ۱۳ ورځني بند وروسته نن د پنجشنبې په ورځ خوشې شوې ده.
عبدالرحیم راشد پر خپل اېکس لیکلي، چې د نوموړې دوسیه د هرات ولایت ښاري ابتدایه محکمې امنیت عامه دېوان ته سپارل شوې وه او دوسیه یې د ابتدایه محکمې له خوا په غور او دقت څېړل شوې او مربوطه محکمې د طالبانوله قوانینو څخه د سرغړونې په تور په ۱۳ورځې بند محکومه کړې وه.
د طالبانو دغه چارواکي ویلي، چې خدیجه احمدزاده په سنګسار او نورو مواردو نه ده محکومه شوې او د بند مودې له تېرولو وروسته خوشې شوې ده.
احمدزاده د هرات په جبریل کې د تکواندو د ښوونکې په توګه فعالیت درلود او طالبانو د همدې فعالیت له امله نیولې وه.
د نوموي پر زنداني کېدو په کوردننه او بهر ګڼ غبرګونونه را وپارېدل او سره له دې چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند ویلي و چې نوموړې محکمې ته معرفي شوې، طالبانو نوموړې نن له زندان نه خوشې کړه.

په کابل کې د ازبکستان سفیر اویبک عثمانوف ویلي چې له طالبانو سره د یوه «ځانګړي سوداګریز پروګرام» پر سر هوکړه شوې او تمه ده چې دا پروګرام د تاشکند او کابل ترمنځ په راتلونکو دوو اونیو کې په بشپړ ډول عملي او پلی شي.
عثمانوف په یو مرکه کې ویلي، چې د دغه پروګرام جزئیات تر اوسه په رسمي ډول نه دي خپاره شوي، خو د ازبکستان اړوندو وزارتونو او د طالبانو ادارې په دې تړاو اړین اسناد لاسلیک کړي دي.
هغه زیاته کړې چې دا مهال د ادارو ترمنځ خبرې روانې دي او موخه یې د سوداګرۍ له تړون وروسته پلي کېدل دي.
د ازبکستان سفیر همداراز وویل: «اوس مهال تخنیکي او اداري مذاکرات په فعاله توګه روان دي او موږ هیله لرو چې دا سوداګریز میکانیزم به ډېر ژر عملي بڼه خپله کړي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر د ۲۰۲۵کال د جون په میاشت کې دطالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې وې.
د دغو خبرو په پایله کې، د ۲۰۲۵–۲۰۲۶کلونو لپاره د سوداګرۍ د پراخېدو تړون هم لاسلیک شوی دی.
ځینو ازبکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ځانګړی سوداګریز پروګرام به د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په څرګند ډول لوړه کړي او د افغانستان له لارې به د ټرانزیټي دهلېز په چوکاټ کې د توکو لېږد اسانه کړي.

د طالبانو د پکتیا ولایت رسنیز دفتر وايي، چې د واورو ورېدو له امله د تېرې او سټوکنډو بندې لارې د ټولګټو چارو رياست په همکارۍ بېرته د موټرو د تګ او راتګ پرمخ پرانېستل شوې دي.
یاد رسنیز دفتر د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې پر دویمه وویل، چې تېره شپه په يادو سيمو کې درنه واوره شوې وه، خو د طالبانو د ټولګټو چارو رياست کارکوونکو د چټکو عملياتو له لارې د ګرديز ـ کابل پر مسير تېرې غاښی او د ګرديز ـ خوست پر مسير سټو کنډو لارې پاکې کړې، چې دا مهال پرې د موټر چلوونکو تګ راتګ عادي روان دی.
د پکتيا ولايت طالب مسوولينو له ټولو موټر چلوونکو غوښتنه کړې، چې د احتمالي خطرونو د مخنيوي لپاره دې په يادو غرنیو سيمو کې د موټرو چينونه وکاروي او احتياط دې وکړي.
د دغو سیمو په ګډون په سالنګونو، بامیان، دایکندي، خوست، پکتیکا، کندهار، هلمند، فراه، غور، هرات او بامیان کې هم واورې ورېدلې او په ځينو سیمو کې یې د مالي زیان تر څنګ ځاني زیان هم اړولی.