• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حبیب‌الرحمان حکمتیار: د انسانانو په طبقو وېشل د جاهلیت او غلام د دورې کړنه ده

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۰

د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب‌الرحمان حکمتیار د طالبانو تازه «جزایي اصول‌نامې» ته په اشارې سره وایي، د انسانانو په طبقو وېشل د جاهلیت او غلامۍ له دورې پاتې عمل دی. هغه وایي، طالبان پر افغانانو د اسلام په نوم بې‌عدالتي تپي.

هغه جمعه د (سلواغې ۳مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې «په اسلام کې هېڅ انسان پر بل برتري نه لري او ټول انسانان سره برابر دي». د نوموړي په وینا، حتی پیغمران هم په اسلامي شریعت کې له عدالت څخه مستثنا نه دي او د قران‌کریم په هېڅ ځای کې دا نه دي راغلي، که ملا ګناه وکړي؛ نو د نورو انسانانو پرتله دې ورسره بېل ډول چلند وشي.

هغه زیاتوي: «هېڅ عقل او منطق دا خبره نه مني او هېڅ دین دا عدالت مترادف نه بولي».

د حبیب‌الرحمان حکمتیار په لیکنه کې ویل شوي، چې ټول انسانان له غوښې او وینې پیدا، د هېڅ چا وینه تر بل رنګینه نه ده او سره هېڅ ډول توپیر نه لري. د ګلبدین حکمتیار زوی تر دې وړاندې هم د طالبانو په سیاستونو او کړنو توندې نیوکې کړې دي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله تازه د «جزایي اصول‌نامې» په نوم قانون توشېح کړی، چې په‌کې یې ملایان د عامو وګړو پرتله برتر بللي او ځانګړی معافیت یې ورته ورکړی دی. د افغانستان ګڼو سیاستوالو دا کړنلاره طبقاتي بللي او د طالبانو د استبدادي رژیم د محدودیتونو او بندیزونو دوام یې بللی دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

د افغان اېواک اېتلاف مشر: لا هم امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږد لپاره مبارزه کوو

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۰

د افغان اېواک په نوم د کډوالو د ملاتړ بنسټ مشر شان وانډایور وایي، دوی لا هم امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږد لپاره مبارزه کوي. د نوموړي په وینا، دغو پناه غوښتونکو کې د کډوالۍ ځانګړو ویزو لرونکي (اېس‌ای‌وي)، پي۱، پي۲ او ورته نور مهاجرتي بهیرونه شامل دي.

جمعه د (سلواغې ۳مه)‌ نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه یوه وېډیويي پیغام کې زیاته کړې، چې بنسټ یې همداراز په متحده ایالتونو کې مېشتو افغانانو د مهاجرتي برخلیک په تړاو هم هڅې کوي. د نوموړي په وینا، د دوی په کار لومړیتوبونه کې لا هم په درېیمو هېوادونو کې د امریکا د کډوالۍ قضیې لرونکي افغانان شامل دي.

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د ډونالډ ټرمپ ادارې په دې وروستیو کې امریکا ته د افغانانو پر سفرونو بندیز لګولی او هر ډول مهاجرتي ویزې او پروګرامونه یې ځنډولي دي. څو میاشتې وړاندې په واشنګټن کې د یوه افغان رحمان‌الله لکڼوال له لوري د ملي ګارډ پر دوه عسکرو ډزې وشوې چې یوې یې په روغتون کې ساه ورکړه.

تر دې پېښې وروسته ټرمپ پر افغانانو ټول پروګرامونه ودول او همداراز یې خپل حکومت ته سپارښتنه وکړه، چې تر ۲۰۲۱ وروسته دغه هېواد ته د داخل شویو افغانانو قضیې او امنیتي شالید دې له سره وڅېړي. هغه دا ادعا هم کوله، چې بایډن د یوې نامنظمې پروسې له لارې افغانان له کابل څخه امریکا ته ولېږدول او په دې پروګرام هېڅ ډول امنیتي پلټنې نه دي شوي.

د ټرمپ دا پرېکړه د کډوالو ګڼو سازمانونو غندلې او نیوکې شوي، چې له همدې امله په افغانستان کې د امریکا مخکېني متحدینو له جدي ګواښونو سره مخ شوي دي. همداراز د افغان اېواک په ګډون یو شمېر نورو سازمانونو هم نیوکې کړي، چې د ټرمپ دغو بندیزونو په پاکستان، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو کې د امریکا د قضیو په تمه د مېشتو افغانانو د ډیپورټ ګواښ هم ډېر کړی دی.

په ننګرهار کې په دوو جلا جلا پېښو کې یو کس وژل شوی او ۶ نور ټپیان دي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۳ GMT+۰

د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو تن وژل شوی او ۳ نور ټپيان دي او همداراز په لعلپورې ولسوالۍ کې بیا د یوه کور د چت د نړېدو له امله ۳ ماشومان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولینو د جمعې په ورځ (د سلواغې ۳مه) ویلي، د دغه ولایت د شېرزاد ولسوالۍ په غاړي کلي کې نن د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې په پایله کې یو کس ووژل شو او ۳ نور ټپيان شول.

د دغه قومندانۍ د ویاند سید طیب حماد په وینا، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یوې کورنۍ د خپل کور د بام واوره کوڅې ته غورځوله، خو د بلې کورنۍ له مخالفت سره مخ شوه او تر تا ویلې ما ویلې وروسته په فزیکي شخړه واوښت.

نوموړی زیاتوي، د پېښې عاملین له پېښې وروسته تښتېدلي وو، خو بالاخره هغوی هم نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

د یوه بل خبر له‌مخې، د دغه ولایت د لعلپورې ولسوالۍ اړوند سیمو کې نن د یوه کور چت د راپرېوتو له امله ۳ ماشومان ژوبل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې نن سهار د دغه ولایت د نازيان ولسوالۍ اړوند د دوربابا چوک ته نږدې په رغزي سیمه کې د یوه بل کور چت د رالوېدو له امله یوه یو کلنه ماشومه مړه او مور او پلار یې ژوبل شوي دي.

طالبان بنګله‌دېشي سوداګرو ته؛ افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې لپاره یو پرانېستی بازار دی

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد پرون د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې د دغه هېواد د سوداګرۍ ټولنې له غړو سره په کتنه کې افغانستان د سوداګرو او پانګه‌ونوالو لپاره یو «باوري او پرانېستی» بازار وباله.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د جمعې په ورځ (د سلواغې ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه وزارت د مرستیال احمدالله زاهد په مشرۍ یو شمېر افغان سوداګرو د بنګله‌دېش د سوداګرۍ ټولنې له غړو سره په کتنه کې د سوداګرۍ د پراختیا، ګډې پانګونې، بازارموندنې او اوږد مهاله همکاریو پر فرصتونو خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي: «په دې مجلس کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ B2B ناستې او مستقیمې سوداګریزې خبرې ترسره شوې».

په دې کتنه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا، د سوداګریزو پلاویو د تګ‌راتګ او د خصوصي سکتور د مستقیم تعامل پر ارزښت ټینګار وکړ.

نوموړي وویل: «افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې لپاره یو باوري او پرانیستی بازار دی».

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې هر ډول سوداګري بنده ده او افغانستان هڅې کوي، څو د وارداتو او صادراتو لپاره نوې لارې ومومي.

فضل محمود فضلي: د افغانستان د بې‌ثباتۍ اصلي لامل طبقاتي نابرابري ده

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۱ GMT+۰

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د چارو ادارې مشر جمعه د (سلواغې ۳مه) ویلي، هېواد کې د بې‌ثباتۍ ریښې مذهبي او قومي نه دي، بلکې لامل طبقاتي نابرابري او فوقیت طلبي ده. فضل محمود فضلي زیاتوي، چې طبقاتي امتیازات او خلک له حقونو محرومول غېر انساني عمل دی.

هغه وایي، د حقونو د ترلاسه کېدو لپاره به انساني مبارزه روانه وي، څو ټول د قانون پر وړاندې برابر حقوق، مکلفیت او حیثیت ومومي. 

فضلي وړاندې لیکي: «د علماوو، اشرافو، غلام، بادار او ټیټو خلکو پر بنسټ امتیاز ورکول او یا محرومول، شدیدا غېر انساني، مردود او د غندنې وړ عمل دی».

د جمهوري نظام د دغه پخواني چارواکي اشاره د ملا هبت‌الله له لوري د "جرایمو اصول‌نامې" ته ده؛ چې په‌کې ملایانو ته ځانګړي جزایي امتیازات ورکړل شوي او عام وګړي په‌کې تر سختو محدودیتونو لاندې راغلي دي.

د هېواد یو شمېر حقوق پوهانو د طالبانو د مشر دغه تازه کړنلاره د انساني قوانینو تر څنګ د نړۍوالو اصولو سره په ښکاره ټکر کې بللې او دا یې د «افغانانو د غلام کېدو» په معنا بللې ده.

همداراز حقوق پوهانو هم دغه اصول‌نامه له نړۍوالو حقوقي او جزایي قوانینو سره په ټکر کې بللې ده. همداراز ځینو دیني عالمانو هم د اسلامي شریعت له پلوه د طالبانو دا تازه توشېح شوی قانون ننګولی او له دیني احکامو سره یې متضاد بللی دی.

رحمت‌الله نبیل: د دین سیاسي کېدل او افراطي تعبیرونه د افغانستان راتلونکی کړکېچ سره مخ کړی

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۸ GMT+۰

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت رییس رحمت‌الله نبیل د طالبانو د «جزايي اصول‌نامې» په تړاو توندې نیوکې کړي. هغه ویلي، د دین سیاسي کېدل او له مذهب څخه افراطي او وسیلوي تعبیرونه، افغانستان تیارو او له ناورین څخه ډک راتلونکي ته بیایي.

نبیل جمعه د (سلواغې ۳مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې افغانستان باید یو نوی، زړور او بدیل مسیر وټاکي؛ داسې مسیر چې په‌کې افراطیت تېر تاریخ ته وسپارل شي او دین د «تاوتریخجنو او سیاسي شویو تعبیرونو له اسارت» څخه خلاص شي.

هغه د افغانستان د ټولو وګړو پر تاریخي مسوولیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: «د افغانستان ټول سیاسي بهیرونه، روښان فکران، ځوانان، ازادفکره کسان، منځلاري دیني عالمان، ښځې او نارینه، د یو لوی تاریخي مسوولیت پر وړاندې ولاړ دي».

د نبیل په وینا، د افغانستان راتلونکی د یو نوي ملي روایت له رامنځته کېدو سره تړلی دی؛ داسې روایت چې د دین او حکومت ترمنځ پر درناوي ولاړ وي،د وګړو حقونه په‌کې خوندي وي، قانون‌محوره وي او د بشري حقونو پر بنسټ ولاړ دولت د جوړېدو ملاتړ وکړي.

د ملي امنیت پخواني رییس همدارنګه ټینګار کړی، چې د هېواد د راتلونکي لپاره مبارزه باید له قوم، ژبې او مذهب څخه پورته تعریف شي او اصلي محور یې دا وي چې دین بېرته خپل اخلاقي، انساني او د درناوي وړ مقام ته راوګرځول شي او د مدني ژوند په چوکاټ کې د وګړو کرامت خوندي وساتل شي.

نبیل د نورو هېوادونو تجربو ته په اشارې سره وایي: «دین هغه وخت خوندي پاتې کېږي چې د سیاسي واک وسیله ونه ګرځي او دولت هغه وخت پایدار پاتې کېږي چې د وګړو پر اراده ولاړ وي».
هغه زیاته کړې، چې افغانستان هم کولای شي دین له عقلانیت، زغم او د خلکو له ورځني ژوند سره پخلا کړي.

رحمت‌الله نبیل د خپل پیغام په وروستۍ برخه کې له سیاسي قوتونو، مدني ټولنو، د‌ پوهنتون استادانو، دیني عالمانو، ښځو او ځوانانو غوښتي، چې د «د وګړو محور لرونکی، عادلانه او انساني افغانستان» د جوړولو لپاره سره یو موټی شي او د هېواد د راتلونکي لپاره یو نوی ملي روایت رامنځته کړي.

هغه خبرداری ورکړی، چې که دا کار ونه‌شي، افغانستان به یو ځل بیا د ناپوهۍ، افراطیت او تاوتریخوالي یوې تروې کړۍ ته داخل شي. د نبیل په وینا، «نه سبا جوړوي او نه وطن، بلکې یوازې اور، لوګی، وینه او وراني پرېږدي» او پایله به یې داسې خاوره وي چې «نه د خلکو کور وي او نه د دین لپاره یو امن ځای».

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د افغانستان انټرنشنل د موندنو له‌مخې، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په دې وروستیو کې د «جزایي‌ اصول‌نامې» په نوم نوی قانون توشېح کړی، چې له‌مخې یې عام وګړي له سختو سزاګانو سره مخ کېږي، خو د طالبانو غړو او ملایانو ته په‌کې ځانګړی معافیت ورکړل شوی دی.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پخواني استاد نصرالله ستانکزي په ګډون د هېواد ګڼو حقوق پوهانو د ملا هبت‌الله دا توشېح شوی قانون غندلی دی. یو شمېر سیاستوالو بیا ویلي، د طالبانو مشر غواړي چې په دې تازه «اصول‌‌نامې» سره افغانان نور هم د «غلام» تر سیورې لاندې راولي او ازادۍ یې محدودې کړې دي.