د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني مشر محمد معصوم ستانکزي د طالبانو له خوا اعلان شوې جزایي اصولنامه په سختو ټکوغندلې او ویلي یې دي چې دا سند نه یوازې له انساني کرامت سره په ښکاره ټکر کې دی، بلکې له تبعیض ډک جوړ شوی او د اسلام له بنسټیزو اصولو سره هم سمون نه لري.
ستانکزي پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې «په اسلام کې اصل عدالت او تقوا ده، خو دا سند له دغو ارزښتونو سره په ښکاره مغایرت کې قرار لري». نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو په دغه جزایي چوکاټ کې د وخت بدلونونو او د مسلمانانو اجماع ته هېڅ پام نه دی شوی.
یونېسف ویلي، دمګړی په افغانستان کې څه باندې ۲ اعشاریه ۲ میلیونه نجونې د زدهکړو له دوامه محرومې شوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.
د یونېسف رييسې کاټرین راسل ویلي، دغه وضعیت به د افغانستان پر راتلونکي ناوړه اغېز وکړي او په اوږد مهال کې به د زدهکړو دغه بندیزونه د افغانستان روغتیایي سیسټم او اقتصاد سخت زیانمن کړي چې له کبله به یې د ښځو ژوند هم له ستر ګواښ سره مخ شي.
یونېسف وېره لري، چې د دې حالت دوام په جبري توګه د ودونو تر څنګ په کم عمر کې د نجونو د ودولو لپاره لاره پرانېزي چې د هغوی پر روغتیایي او رواني وضعیت بدې اغېزې لرلی شي.
د دغه سازمان د اټکل لهمخې، د دې بندیز له امله به هر کال ۱۶۰۰ میندې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي او تر ۳۵۰۰ زیات نوي زیږېدلي ماشومان به مړه شي.
د یونېسف اجراییوي مشرې کاتریل رسل ویلي، «پوهنه په ژوند کې یوازې فرصتونه نه برابروي، بلکې نجونې له کم عمره ودونو، خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو څخه هم ساتي».
په افغانستان کې نجونې او ښځې د خپل ژوند په تړاو په ندرت خبرې کوي، خو ځینو یې له یونېسف سره په دې تړاو خبرې کړي او یوې یې ویلي: «که څه هم زما مېړه له ما څخه په عمر کې ډېر لوی دی، ما د هغه د واده وړاندیز ځکه ومانه چې له زدهکړو بېبرخې وم، که نه ما دغه واده نه مانه».
یوې بلې نجلۍ بیا ویلي: «ما په دې وروستیو کې کوژده وکړه او تر ټولو بده یې دا ده چې مور او پلار هم دې ته نه وم اړ کړې، ما یوازې خپلې هیلې له لاسه ورکړې وې او نهیلي شوې وم چې نور مې د خپلو خوبونو د پوره کولو چانس له لاسه وتلی».
له دې سره سم، یوه بله ۱۷ کلنه ناوې چې اوس په څلور میاشتني ماشوم امیندواره ده، وايي: «د ښوونځیو له تړلو وروسته مې بله لاره نه لرله ځکه مې واده وکړ، اوس په دې کار سره چې ناوې یم او ماشوم هم لرم ډېره ځورېږم».
دغې ډلې د نجونو د زدهکړو او بشري حقونو یو شمېر فعالان چې د ملا هبتالله دغه دریځ یې ننګولی وو، د دغې ډلې د استخباراتو له لوري زنداني او تر سختو شکنجو لاندې هم نیول شوي دي.
یو له دغو کسانو مطیعالله ویسا دی. د «قلم لار بنسټ» مشر او د نجونو د زدهکړو پلوی او فعال مطیعالله ویسا د نجونو د زدهکړو پلویتوب له امله د طالبانو له لوري د ۱۴۰۲ کال په وري میاشت کې ونیول شو او تر ۲۱۵ شپو او ورځو زنداني کېدو وروسته بېرته خوشې شو.
هغه بیا د همدې هلو ځلو له امله د روان کال د لیندۍ په ۲۳مه د قطر د امیر لهخوا نړۍواله جایزه ترلاسه کړه. دغه جایزه «د فساد ضد او نوښتګر ځوان» د سرو زرو جایزه ده او مادي مرسته هم لري.
ویسا سره له دې چې له خلاصون وروسته ډېر احتیاط کوي، خو بیا یې هم د زدهکړې د نړۍوالې ورځې په مناسبت د شنبې په ورځ (د سلواغې ۴مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي، چې له هر ډول ستونزو او استعمار څخه د خلاصون یوازینۍ لاره زدهکړې دي او زیاته کړې یې ده: «د جګړي، غربت، مهاجرت، تشدد، غلامۍ، دوښمنۍ، تعصب، بې اتفاقۍ، مشکلاتو، فقر، ظلم، جهالت، استعمار … څخه یوازې او یوازې د خلاصون لاره زدهکړه تعلیم دی. نن د زدهکړو نړۍواله ورځ».
د نړۍوالو سازمانونو د راپورونو لهمخې، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې یې له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو له دوامه محرومې دي.
د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه بیا وايي: «د دیني او عمومي زدهکړو په مرکزونو کې ټولټال ۷ میلیونه او ۵۳۳ زره ۸۸۶ هلکان او ۵ میلیونه او ۳۹۱ زره او ۳۰۰ نجونې پر دیني او عمومي زدهکړو بوختې دي. په ټوله کې پر زدهکړو د بوختو زدهکوونکو شمېر ۱۲ میلیونه او ۹۲۵ زره او ۱۸۷ ته رسېږي».
ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د بې سوادانو شمېر مخ په لوړېدو دی او دمګړی شاوخوا ۷ میلیونه ماشومان د طالبانو او نورو محدودیتونو له امله له زدهکړو بې برخې دي.
طالبانو ویلي، چې د مس او سرب د قاچاق په تړاو یې پنځه کسان هم نیولي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تر دې وړاندې هم طالبانو ګڼ کسان پاکستان ته د توکو د قاچاق او یا هم افغانستان ته د انتقال په تور نیولي دي.
پاکستان ته د توکو قاچاق پر داسې مهال ډېر شوی، چې د څه باندې تېرو درېیو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول سوداګري بنده شوې او ځیني کسان هڅه کوي، چې ځیني توکي د غېرقانوني لارو څخه پاکستان ته قاچاق او یا هم له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کړي.
د طالبانو جزايي اصولنامه، که څه هم له حقوقي او انساني پلوه د جدي نیوکو وړ ده، خو دا ډله باید یوازې د حقوقي متونو له مخې ونه پېژندل شي.
طالبان کومه نوې پدیده نه ده او له سره تعریف ته اړتیا نه لري. دا ډله له وړاندې ازموېل شوې او د هغې پایلې د افغان ټولنې لهخوا تجربه شوې دي.
د طالبانو د واکمنۍ، جګړې او چلند پایلې د افغان ملت څو نسلونو په مستقیم ډول تجربه کړې دي. د دې ډلې لهخوا کارول شوې بدني، رواني او ذهني شکنجې نه یوازې پر تېر نسل اغېزمنې وې، بلکې د دې اغېزې به پر راتلونکو نسلونو هم پاتې شي. له همدې امله، طالبان باید د یوې مقطعي پېښې په توګه نه؛ بلکې د یوې اوږدې او تکرار شوې تجربې په توګه وارزول شي.
طالبان د یوه ځانګړي فکري چوکاټ استازیتوب کوي. دا تفکر د سیاست پر ځای اطاعت ته لومړیتوب ورکوي، د دولت پر ځای د امارت مفهوم ته، او د قانون پر ځای تعبیر ته. په دې لید کې، واک نه د ټولنیز قرارداد له لارې مشروع کېږي او نه د ولسي مشارکت پر بنسټ ولاړ دی، بلکې د «غلبې» او «بیعت» مفاهیم یې بنسټ جوړوي. د دې تفکر له مخې، ټولنیزه تنوع، سیاسي اختلاف او مدني فضا د منلو وړ نه دي؛ بلکې هر ډول توپیر د تپل شوي نظم پر وړاندې د ګواښ په توګه تعبیرېږي او ځپل یې د «دیني فریضې» تر عنوان لاندې توجیه کېږي.
د طالبانو فکري سرچینې یوازې داخلي شاته پاتېوالی، ناوړه قبایلي جوړښتونه او افراطي دیني تعبیرونه نه دي. دا ډله له پیله تر اوسه له بهرنۍ روزنې، تمویل او نیابتي ماموریتونو سره نږدې تړاو لري. طالبان په دوامدار ډول د نږدې او لیرې استخباراتي محاسبو، د جګړې د اقتصاد، او د نړیوالو متضادو سیاستونو په چوکاټ کې د یوې وسیلې په توګه کارول شوي دي. همدابهرنۍ اتکا د دې لامل شوې چې طالبان د ملي اړتیاوو پر ځای د خپلو تمویلوونکو اجنډاوو ته لومړیتوب ورکړي. له همدې امله، دا ډله د خپلواک ملي تفکر او مستقلو پرېکړو توان نه لري.
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم واک د ټولنیز خدمت وسیله نه وه، بلکې د کنټرول او اطاعت د تحمیل ابزار ګرځېدلی و. جزايي سیاست د قانون د حاکمیت پر ځای د وېرې پر بنسټ ولاړ و. عامه اعدامونه، سنګسار، د لاس پرېکولو سزاوې او د عادلانه محاکمې نشتون د نظم د ټینګښت په نوم توجیه کېدل. خو دا سیاست نه ثبات رامنځته کړ او نه یې ټولنه منسجمه کړه؛ برعکس، افغانستان یې له نړیوالې ټولنې منزوي، اقتصاد یې فلج او ټولنیز ټپونه یې ژور کړل.
له واکه تر لېرې کېدو وروسته، طالبانو ته د «مذهبي فریضې» تر عنوان لاندې د یوې اوږدې او خونړۍ جګړې پروژه وسپارل شوه. په دې شلکلنه جګړه کې، د هدفي او عامه وژنو، پراخو ویجاړیو او ملکي تلفاتو لړۍ دا لا روښانه کړه چې طالبان د ستونزو د حل لپاره نه، بلکې د بحران د دوام او ژورتیا لپاره کارول کېږي.
د طالبانو بیا واک ته رسېدل د افغان ملت په منځ کې د دې ډلې د پیاوړتیا نښه نه وه، بلکې د نورو نیابتي ډلو په پرتله د «اغېزمن نیابتي توب» د سیالۍ ګټل و. طالبانو د خپلو منفي وړتیاوو او بېقید تعهد له لارې نړیوال او سیمهییز استخباراتي ارزونکي دې پایلې ته ورسول چې دوی کولی شي د نورو په پرتله خپلې موخې او اجنډاوې په ارزانه او اسانه ډول عملي کړي. له همدې امله، د «بدل شویو» او «اصلاح شویو» طالبانو تر عنوان لاندې پراخ تبلیغ وشو او د دوی د بیا واک ته رسېدو شرایط برابر شول.
د طالبانو د اوسني واکمنۍ له تجربې ښکاري چې د دوی تمویلوونکو له دوی سره په کور دننه د کړنو پر سر نااعلان شوې هوکړې کړې دي، تر هغه چې خپلې ګټې او پروګرامونه تطبیق کړي. په همدې دلیل، طالبان په پراخه کچه افغان ټولنې ته د خپل پخواني تفکر په دوام اصول وضع کوي او عملي کوي؛ هغه تفکر چې د افغانستان له متنوع ټولنیز جوړښت، تاریخي تجربو او واقعي اړتیاوو سره په ښکاره ټکر کې دی.
افغانستان یو متکثر هېواد دی چې په زور نه شي اداره کېدای. هر هغه سیاسي ماډل چې تنوع، دودیز ـ تاریخي ارزښتونه، مشارکت، قانون او مدني فضا نه مني، د دوام وړ نه دی. طالبان ښايي د زور له لارې واک وساتي، خو مشروع، باثباته او د ټولنې د منلو وړ نظام نه شي جوړولای.
طالبان په پرلهپسې ډول د نیابتي ماموریتونو برخه پاتې شوي دي. دا ډله کله د جګړې د دوام، کله د فشار د وسیلې، او کله د موقت ثبات د بدیل په توګه کارول شوې ده. دا نیابتي نقش افغانستان د خپلواک سیاست له حقه محروم کړی او د بحران تسلسل یې تضمین کړی دی. له همدې امله، طالبان د ناورین د پای ته رسولو ځواک نه، بلکې د هغه د دوام او ژورتیا عامل پاتې شوي دي.
دې ټولو ته په کتو، اړینه ده چې طالبان د جزايي اصولنامې او نورو جزئي بحثونو پر ځای د خپلې اوږدې او ترلاسه شوې تجربې له مخې وارزول شي. دا تجربه ښيي چې دا ډله په فکري، سیاسي او عملي لحاظ ناکامه ده او د افغان ټولنې د منلو وړ نه ده. افغانانو او نړیوالې ټولنې ته اړتیا ده چې د طالبانو په اړه د هره ورځ نوي کاذب روایت له جوړولو او منلو تېر شي، او د مقطعي چلند پر ځای، له واقعي تعریف او ستراتیژیک تعامل څخه کار واخلي.