
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره (یونېسف) وايي، افغانستان د نړۍ له تر ټولو سختو د ماشومانو د خوارځواکۍ له کړکېچونو سره مخ دی او د دغه ناورین له امله هر کال شاوخوا ۳٫۷ میلیونه افغان ماشومان له شدیدې کمزورۍ «وېسټینګ» له ستونزې اغېزمن کېږي.
یونېسف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، وېسټینګ یوازې لوږه نه ده، بلکې دا د ماشوم د مړینې ګواښ ۱۲ برابره زیاتوي، د ژوند په لومړیو ۱۰۰۰ ورځو کې د ماغزه وده زیانمنوي، د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي او ماشومان د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې ډېر زیانمنوي.
یونېسف خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې بشري کړکېچ له تېرو دوو لسیزو راهیسې په بنسټیز ډول نه دی بدل شوی، خو ورسره هممهاله د مرستندویه سرچینو کمښت دغه وضعیت نور هم خطرناک کړی دی.
یاده اداره همداراز وایي، چې په افغانستان کې د محدودو مالي سرچینو د مدیریت لپاره د ماشومانو د خوارځواکۍ نوې ملي تګلاره جوړه شوې، چې د روغتیا نړۍوال سازمان په معیارونو او د هېواد پر کورنیو تجربو ولاړه ده.
د یونېسف په خبره، په نوې جوړه شوې تګلاره کې د ژوندګواښوونکو پېښو لومړیتوب، د وقایوي اقداماتو پیاوړتیا او د کورنیو پر بنسټ د خوراکي رژیمونو هڅونه شامل دي. همداراز په دغه پلان کې د لومړي ځل لپاره د شپږو میاشتو څخه د کم عمره ماشومانو د خوارځواکۍ (وېسټینګ) مخنیوي او درملنې ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
یونېسف زیاتوي، چې د مغذي درملیزو خوړو د یوازیني عرضه کوونکي په توګه به په ټول هېواد کې له ۳۴۰۰ څخه د زیاتو روغتیايي مرکزونو له لارې د ماشومانو د درملنې ملاتړ ته دوام ورکړي.
یونېسف د ماشومانو د خوارځواکۍ د بشپړ پای ته رسولو لپاره پر ګډ اقدام، دوامداره مالي ملاتړ او د ماشومانو خونديتوب ته پر لومړیتوب ورکولو ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و، چې په افغانستان کې د لوږې کړکېچ ورځ تر بلې ژورېږي او دغه هېواد کې نږدې پنځه میلیونه مېندې او ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي.
یاد پروګرام مخکې خبرداری ورکړی و چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ کچه تر ټولو لوړې اندازې ته ورسېږي او له ۴،۷ میلیونو ډېر ماشومان او ښځې به بېړنۍ درملنې ته اړتیا پیدا کړي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې په هرو لسو ثانیو کې یو ماشوم له خوارځواکۍ سره مخ دی.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان روغتیايي سیستم نړېدلی او سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي او په ورته وخت کې د امریکا د مرستو کمښت او طبیعي پېښې د یادو ستونزو د لا زیاتېدو لامل شوی.