د بدیلونو انتخاب

په سیاست، اقتصاد، امنیت او د ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې پریکړې همیشه د بدیلونو تر منځ په انتخاب پورې اړه لري. ایډیال حالت یا انتخاب نشته. یو کس هغه بدیل انتخابوي چې هغه ورته په خپل وخت کې ښه او ګټور ښکاري.

په سیاست، اقتصاد، امنیت او د ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې پریکړې همیشه د بدیلونو تر منځ په انتخاب پورې اړه لري. ایډیال حالت یا انتخاب نشته. یو کس هغه بدیل انتخابوي چې هغه ورته په خپل وخت کې ښه او ګټور ښکاري.
کله کله د بدیلونو انتخاب اسانه او کله ستونزمن وي. کله د بدیلونو انتخاب ګټه کوي او کله تاوان. کله د ګټې په وخت کې یو کس د ښه او بهتر بدیل تر منځ انتخاب لري، او کله د تاوان په وخت کې یو کس هغه بدیل انتخابوي چې لږ تاوان ورته لري. یعنی د بد او بدتر حالت په منځ کې یو کس هغه بد حالت انتخابوي چې لږ تاوان ورته رسوي. کله د اوږدمهاله ګټو لپاره یو کس لنډمهاله ګټه خوښوي او کله یو کس د لنډمهالې ګټې په عوض اوږدمهاله ګټو تر ترجیح ورکوي.
د بدیلونو انتخاب د انسانانو د فکر، عقل او د پریکړو نیولو د قوت پورې اړه لري چې د ښو او بدو بدیلونو ترمنځ څنګه توپیر کوي. د همدغه بدیلونو انتخاب له امله سیاسي علومو ته سیاسي ساینس وایي چې د بدیلونو یا متغیرو (Variables) تر منځ محاسبه کوي او هغه بدیل انتخابوي چې د یو هیواد خلکو ته په لنډ او اوږدمهال کې ګټه ورسوي.
د افغانستان په تاریخ او په خاصه توګه د تیرو پنځو لسیزو د جګړو په خبیثه دایره کې افغانانو همیشه د ښه او بهتر حالتونو تر منځ انتخاب درلود، خو له بده مرغه، د افغانستان د ټولو رژیمونو سیاسیونو او مشرانو که هغه د کودتاه له مخې قدرت نیولې، یا د ولس او بهرنیانو په مرسته اقتدار تر لاسه کړې، د ښو او بهترو بدیلونو په عوض یې بد او بدتر بدیلونه غوره کړیدي. یعنې همیشه یې فرصتونه په بحران بدل کړیدي نه دا چې بحرانونه یې په فرصتونو بدل کړي وای.
دې کې شک نشته چې د یو هیواد په پریکړو او سرنوشت باندې همیشه محدود کسان تصمیم نیسي خو د دغه مشرانو د ښو او بدو پریکړو له امله ګټه او تاوان عام ولس ته رسیږي یا د بدو پریکړو قرباني همیشه عام ولس وي.
په ۲۰۱۶م کال کې ما په خپله یوه مقاله کې د افغانستان سیاسیونو ته لیکلي وو، چې دا به ښه وي چې ټول د جمهوریت د تقویه کولو لپاره کار وکړي او که جمهوریت سقوط کوي، د جمهوریت بدیل د افغانستان سیاسیون نه بلکې طالبان دي. دوی باید د اوس نه فکر وکړي چې ایا له طالبانو سره کار او ژوند کولی شي او که نه؟
د جمهوریت سقوط د طالبانو لپاره هم یو لوی سیاسي شکست و؛ ځکه طالبانو په غېر مشروع ډول قدرت ونیوه او د پنځو کلونو په تېرېدو سره لا تر اوسه نه پوهیږي چې څنګه ملي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي. په نړیوال ستیج د افغانستان استازولي، طالبان نه بلکې نور هیوادونه کوي او د افغانستان اکثره سفارتونه فلج او د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان چوکۍ خالي ده. د طالبانو سره د اکثرو هیوادونو روابط د هغوي د خپلو مقطعي ګټو په اساس دي چې د افغانستان نه متضرره نشي، نه د طالبانو او افغانستان سره د ستراتیژيکو اړیکو په اساس. په اوس وخت کې افغانان د رواني، فزیکي او بشري امنیت سره لاس او ګریوان دي او که حالت همداسې دوام کوي، د افغانستان راتلونکی حالت د یو نامعلوم مسیر په خوا به روان وی.
دا حالت د افغانستان او د افغانانو لپاره ګټور نه دي. افغانان او هم د افغانستان ګاونډیان او نړۍ په دې پوهیږي چې د طالبانو د هرې ورځې په تیریدو سره، امنیتي تهدیدات د راتلونکې لپاره زیاتیږي او که طالبان له منځه ځي، بیا هم افغانستان وضعیت د افغانانو او سیمې لپاره جدي تهدید دی. همدې تهدید، د طالبانو عمر زیات کړیدی.
اوس خبره هماغه د جمهوریت د وخت د سیاسیونو ده چې هغوي د جمهوریت بدیل نه و او نه اوس هغوي د طالبانو بدیل کیدلې شي خو طالبان هم د افغانستان د راتلونکې لپاره بدیل نه دی او د طالبانو بدیل به د طالبانو نه هم بله افراطي ډله وي چې په هغه صورت کې به طالبان او هم افغانان په کل کې بایلونکي وي.
د پورته لنډ تحلیل په نتیجه کې څه پکار دي او کوم بدیلونه شتون لري؟
دا څلور اساسي پوښتنې دي چې د طالبانو او هم د افغانانو لپاره مهمې دي چې فکر پرې وکړي او د نظام د ملي او نړیوال مشروعیت لپاره داسې لاره پیدا کړي چې هغه متل دی چې نه سیخ وسوځي او نه کباب.
د هرچا خپل نظر دی، خو زما نظر دا دی چې جنګ د مسایلو د حل لاره نه ده. د نفې اوانحصار د قدرت سیاست نه پخوا نتیجه ورکړې ده او نه اوس نتیجه ورکوي. د یوې واقعي لوی جرګې د دایریدو نه په غیر چې ټول اقشار او استازي د ټولنې پکې برخه ولري چې د افغانستان د راتلونکې لپاره یو معقوله تګلاره تصویب کړي، بله چاره نشته دی. په دغه جرګه کې نه طالبان نفې کیدلې شي او نه ملت. کیدې شي زما نظر افراطي طالبانواو هم افراطي مخالفینو ته د منلو وړ نه وي، خو د خود خواهي او شخصي ګټو نه د تیریدو په صورت کې، د یو معقول او ارام فکر په کولو سره،د هیواد د ژغورنې، د جنګونو او نیابتي رقابتونو د مخنیوي او دبلې افراطي نیابتي ډلې د راتګ د مخنیوي لپاره دا راته معقوله لار ښکاري.