• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د افغانستان ۵۱ کلنه جګړه؛ د جګړو او وژنو شپږ ځله بدل شوی روایت

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

د افغانستان انټرنشنل - پښتو مشر ایډیټر

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۰

په افغانستان کې جګړه یوازې د ټوپکو، کودتاو، نظامونو او جغرافیایي بدلونونو تاریخ نه دی؛ دا د روایتونو جګړه هم ده. له ۱۳۵۴ هـ کال څخه تر نن پورې د افغانستان جګړې لږ تر لږه شپږ ځلې د خپل روایت ژبه، تعبیر، توجیه او "د وژلو دلیل" بدل کړی.

په تېرو ۵۱ کلونو کې د افغانستان سياسي تاریخ کې حاکمان راغلل او ولاړل، نظامونه ونړېدل او جوړ شول، خو هغه څه چې بدلېدل یې هېڅکله نه دي تم شوي، د جګړې ژبه او تعبیرونه دي. په هر پړاو کې د وژلو یو نوی دلیل، یو نوې توجیه او یو تازه «دښمن» رامنځته شوی دی.

د داود خان د جمهوري نظام پر ضد د جګړې روایت

۱۳۵۴ کال هغه وخت و چې د محمد داود خان جمهوري نظام په کابل کې مستحکم و، خو د جګړې د روایت لومړۍ لمبې په ختیځو ولایتونو کې بلېدې.

په لغمان کې د وسله‌والو شورشیانو له خوا لومړی ښوونځی وسوځول شو؛ دلیل یې دا و چې په ښوونځي کې د “کفري نظام” ملاتړ کېږي.

له همدې پېښې پوره یوولس ورځې وروسته په کاپیسا کې درې ښوونکي ووژل شول او بریدګرو ادعا وکړه چې هغوی د داود خان د “کفري حکومت” تبلیغ کاوه.

په دې مرحله کې جګړه د تعلیم پر ضد نه، بلکې د روایت پر ضد روانه وه، هر هغه چا چې د دولت ملاتړ یې کاوه، د دښمن په توګه نښه کېده.

دا مهال حکومت غښتلی و او همدا لامل و، چې ورته پېښې ډېرې نه پېښېدې او نه هم د بغاوت لپاره زمینه برابره وه.

100%

د شوروي او ملاتړو پر ضد یې د جهاد روایت

د ثور له کودتا وروسته افغانستان نوې مرحلې ته داخل شو. جګړه سراسري شوه او د وژنو منطق بېرته له سره تعریف شو.

په ۱۳۵۷ کال کې د نور محمد تره کي واکمني وه، په پنجشېر کې پر یوې پوستې برید وشو او ۱۳ سرتېري پکې ووژل شول، همدا رنګه په ۱۳۵۸ کال د حفیظ الله امین په واکمنۍ کې په خوست کې برید وشو د اتو سرتېرو په ګډون پکې ۲۱ ملکي وګړي ووژل شول، په ۱۳۶۳ کال کې ببرک کارمل واکمن و، په بلخ کې په یو برید کې د درېیو ماشومانو په ګډون ۱۹ ملکي وګړي ووژل شول او ورپسې په ۱۳۶۸ کال د ډاکتر نجیب الله تر واکمنۍ لاندې په جلال اباد کې د پرلپسې توغندیو له امله ۸۹ ملکي وګړي چې ماشومان او ښځې پکې شاملې وې ووژل شول، خو د دغو ټولو پېښو څخه وروسته د حکومت مخالفې ډلې یا مجاهدینو تقریباً ورته اعلامیې خپرې کړې وې او ویلي یې وو چې د شوروي اتحاد ملاتړي یا د شوري اتحاد ځواکونه یې په نښه کړي دي.

دا د یوې اوږدې جګړې چې سلګونه زره افغانان پکې ووژل شول، کوچنۍ نمونې دي، خو له هرې پېښې وروسته په خپرو شویو اعلامیو کې نږدې یو شان جملې تکرارېدې: «موږ د شوروي ځواکونه او د هغوی ملاتړي په نښه کړي.»
حتا که قربانیان ماشومان، ښوونکي یا بزګران هم وو، خو خبره هماغه وه: روایت جواز ورکوي.

100%

د شریعت د دفاع جګړه

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له راتګ سره، د جګړې تعبیر یو ځل بیا بدل شو او جګړه په سوله نه بدلیږي بلکې روایت یو ځل بیا بدلیږي په ۱۳۷۵ کال ملا عمر حاکم و، پروان ته نېږدې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۱۷ ملکي وګړي وژل کیږي، خو طالبان له شریعت غږ راډیو څخه دا خبر خپروي چې د روسیې په ملاتړ د مقاومت شورا غړي یې وژلي دي.

دلته جګړه د دین په نامه بیانېدله او هر وژل شوی د دښمن په نوم شمېرل کېده، حتا که ماشوم و.

100%

د امریکا او جمهوري دولت پر ضد د جګړې روایت

له ۲۰۰۱ کال وروسته جګړې بله بڼه واخېسته، سیمه‌یزه جګړه نړۍواله شوه او د جګړې منطق هم بدل شو.

په ۱۳۹۰ کال کې حامد کرزی واکمن و، یو ځل بیا د جګړې روایت بدل و، په جلال اباد کې پر کابل بانک برید وشو، د ۸ سرتېرو په ګډون ۳۷ ملکي وګړي ووژل شول او له ۷۰ ډېر ټپیان شوو. طالبانو د دغه برید مسوولیت واخیست او اعلان یې وکړ چې موخه یې د امریکا د اجیري ادارې سرتېري وو.

په دې دوره کې هر ملکي وژل شوی د «دښمن د ملاتړي» په نوم تعبیرېده او ملکي وګړي یو ځل بیا د روایت قرباني شول.

100%

د داعش روایت؛ د مرتدینو پر ضد جګړه

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته جګړه پای ته ونه رسېده؛ یوازې روایت یې بدل شو.

ملا هبت الله حاکم شو، په ۱۴۰۲ کال کې په کندهار کې په نوي کابل بانک برید وشو، چې د څلورو طالبانو په ګډون پکې ۲۱ ملکي وګړي ووژل شول او لږ تر لږه ۵۰ کسان پکې ټپیان شول. له دغه بریده څو ساعته وروسته د داعش خراسان ډلې د برید مسوولیت واخیست او ویې ویل چې مرتدین یې وژلي دي.

په دې مرحله کې جګړه د مذهبي تکفیر په ژبه توجیه کیږي او هر څوک چې د هدف په ساحه کې وي، د یو کلمې په ځواب «مرتد» بلل کیږي.

د بهرنیو پر ضد د جګړې روایت

همدارنګه تېره ورځ (سې شنبه، د مرغومې ۲۹مه) په کابل کې د چینایانو یو ریسټورانټ په نښه شو، چې د یو چینايي په ګډون پکې اووه ملکي وګړي ووژل شول او دیارلس نور ټپیان شول. داعش خراسان ډلې د دغې پېښې مسوولیت پر غاړه واخیست او په یوې اعلامیې کې یې وویل چې چینایان یې په نښه کړې دي.

دا د جګړې نوې بڼه ده؛ د نړۍوال سیاست د سیوري لاندې د بهرنیانو نښه کول، د روایت د اووم پړاو د پیل نښه ښکاري.

که په لنډ ډول ووایو، د افغانستان د ۵۱ کلنې جګړې شپږ ځله بدل کړی شوي روایتونه دا ښيي چې د جګړې ژبه بدلېږي، د دښمن تعریف بدلېږي، د وژل کېدو دلیل بیا سره جوړېږي، خو د قربانیانو هویت ډېر کم بدلېږي.

ماشومان، ښځې، ښوونکي، بزګران، سرتېري او ملکي کارکوونکي ټول د داسې روایتونو تر سیوري لاندې وژل شوي چې هر ځل یې نوی نوم او نوې توجیه درلوده.

د افغانستان درې نسلونه د داسې جګړې لاندې لوی شوي چې دلیل یې هر ځل بدل شوی، خو د مور د ژړا اواز یې هېڅکله نه دی بدل شوی.

دا روایتونه معمولاً د حاکمانو پر وړاندې د بغاوتګرو له خوا جوړ شوي وو، خو حاکمان له ځانه د دفاع لپاره د هېواد د استقلالیت، د ولس د هوساینې او پر ځان بسیا افغانستان روایتونه وړاندې کول او کوي.

100%

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

په پاکستان کې د ډیموکراسۍ وروستۍ سلګۍ

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۱ GMT+۰
•
افراسیاب خټک
په پاکستان کې د ډیموکراسۍ وروستۍ سلګۍ
100%

په پاکستان کې ډیموکراسي تل پر کاغذ محدوده پاتې شوې او عملي بڼه یې نه ده موندلې. په عمل کې د جنرالواکۍ واکمني یو تاریخي حقیقت دی، خو د نړیوالو غوښتنو او د ولسي او سیاسي فشار د کمولو لپاره، د ټول ټاکنو، فدرالزم او د مطبوعاتو د ازادۍ یوازې ژستونه شوي دي.

خو داسې برېښي چې د پاکستان اوسني پوځي او ملکي واکمنان نور ځان په دې مکلف نه بولي چې د دیموکراسۍ اکتونو ته ادامه ورکړي. د بدلو نړیوالو شرایطو له امله د دیموکراسۍ د احیا لپاره کوم بهرنی فشار هم وجود نه لري.

پاکستان کې په نسبي توګه اعتبار لرونکي ټول ټاکنې په اخري ځل د کال ۲۰۰۸ د فبرورۍ په میاشت کې شوې وې. د هغې تر شا دوه مهم عوامل د یادونې وړ دي. لومړی عامل د هغه وخت د پوځي دکتاتور جنرال پروېز مشرف په ضد د حقوق‌دانانو ستر ولسي کمپاین و، چې په هغې کې د پاکستان ټولو سیاسي ګوندونو هم ګډون کړی و.

د یاد شوي کمپاین په نتیجه کې جنرالواکي یو څه په سیاسي عقب‌نشینۍ مجبوره شوې وه. دویم مهم عامل د انتخاباتي کمپاین په اخري مرحله کې د پاکستان پیپلز ګوند د رهبرې بې‌نظیر بوټو په یوه ترهګریز برید کې مړینه وه. دغې پېښې په ضد په عامه توګه په ټول پاکستان کې او په خاصه توګه د سند په ایالت کې دومره شدید ولسي عکس‌العمل منځ ته راغلی و، چې جنرالانو سره دا وېره پیدا شوه چې سندیان په ډېر قهر کې چېرته د پاکستان نه د بېلېدو غوښتنه ونه کړي. نو ځکه جنرالانو د کال ۲۰۰۸ د فبرورۍ د میاشتې په ټول ټاکنو کې هغسې درغلۍ ونه کړې شوې کومې چې له دې نه وړاندې یو معمول ګرځېدلی و.

د کال ۲۰۰۸ د ټول ټاکنو په نتیجه کې په نسبي توګه یو قوي پارلمان جوړ شو، او دغه پارلمان سمدستي د ملکي سیاسي حکومت د لاس‌بریتوب لپاره هلې ځلې پیل کړې. په کال ۲۰۱۰ کې تصویبېدونکي اتلسم تعدیل د اساسي قانون څخه هغه مواد وویستل کوم چې د جنرال ضیاءالحق او د جنرال مشرف پوځي دکتاتوریو په اساسي قانون باندې ورتپلي وو. اتلسم تعدیل په اساسي قانون کې د دموکراتیکو رېفورمونو مواد شامل کړل، اساسي حقوق یې ځواکمن کړل، د نېغ په نېغه پوځي دکتاتورۍ د تحمیل لاره یې وتړله، ایالتونو ته یې د فېدرالي نظام د غوښتنو سره سمه ایالتي خودمختاري ورکړه.

د دغو رېفورمونو په نتیجه کې ملکي سیاسي نظام لږ څه ځواکمن شو، او د پاکستان په سیاسي تاریخ کې په لومړي ځل قومي اسمبلۍ (ولسي جرګې) خپل د قانون له مخې ټاکل شوی د پنځو کالو (د کال ۲۰۰۸ نه تر د کال ۲۰۱۳ پورې) د فعالیت میعاد پوره کړ. له دې نه وړاندې هر ځل انتخاب شوې قومي اسمبلۍ د جنرالانو د دسیسو او لاس‌وهنو په نتیجه کې د خپل قانوني میعاد نه وړاندې په دوو او یا په دریو کلونو کې دننه منحل شوې وه.

په کال ۲۰۱۳ کې د نوو انتخاباتو په نتیجه کې د مسلم لیګ نواز ګوند حکومت په سوله‌ییز قانوني ډول د پیپلز ګوند د حکومت ځای ونیو او د پوځ د لاس‌وهنې ته امکان پیدا نه شو. دا د پاکستان په سیاسي تاریخ کې ناویاته خبرې وې. جنرالان په خوله چوپ پاتې شول خو په عمل کې یې دغه رېفورمونه ونه منل او سمدستي یې د هغه وخت (۲۰۱۴) د ملکي سیاسي حکومت په ضد یوه تدریجي کودتا پیل کړه.

په واقعیت کې دغه کودتا د اساسي قانون په ضد وه، چې د جنرال راحیل شریف، جنرال قمر جاوېد باجوه او د جنرال عاصم منیر د لوی درستیزۍ په دورو کې یې ادامه وکړه. د کال ۲۰۱۸ په ټول ټاکنو کې په لویه کچه تقلب او درغلۍ خو څه کوې چې داړې یې وغورځولې، او په کال ۲۰۰۸ کې یې د نواز شریف په ځای عمران خان د لومړي وزیر په څوکۍ کېنولو، او په کال ۲۰۲۴ کې یې عمران خان ته په زور ماتې ورکړه او د لومړي وزارت څوکۍ یې شهباز شریف ته ورکړه.

د دغې ښېګڼې په بدل کې شهباز شریف د جنرال عاصم منیر ته د فیلډ مارشالۍ څوکۍ ورکړه، د هغه د لوی درستیزۍ د ماموریت میعاد یې لومړی د درې کلونو نه پنځه کاله کړ، په دې برسېره یې دغه میعاد اته کاله کړ، او په دغه میعاد کې پنځه کاله نوره توسعه هم کېدای شي.

د شهباز شریف حکومت د جنرالانو په خوښه په اساسي قانون کې د لاس‌پوڅي پارلمان له لارې شپږویشتم او اووه‌ویشتم تعدیلونه ورواچول. د شپږویشتم تعدیل له لارې د دولت د قضا کوه صلاحیتونه یې قیچي کړل او دغه صلاحیتونه یې د جنرالانو له خوا کېنول شوې اجرائیه قوا ته ورکړل. اووه‌ویشتم تعدیل د جنرال عاصم منیر صلاحیتونه په بې‌ساري توګه زیات کړل. هغه اوس د دفاع د وزیر صلاحیتونه هم په لاس کې لري او ورسره یې د ټول عمر لپاره د اساسي قانون او د جزایي قوانینو سره سم محاکمو نه هم مصونیت تر لاسه کړ.

له دې نه وړاندې د یوه برحاله جنرال په مشرۍ کې د بهرنۍ پانګونې لپاره جوړ شوي خاص کمېسیون په اقتصادي ساحه کې هم فوق‌العاده اختیارات تر لاسه کړي دي. نن سبا په اساسي قانون کې د اته‌ویشتم تعدیل اوازې روانې دي. ویل کېږي چې دغه تعدیل به اوسنیو څلورو ایالتونو په وړو ټوټو کې د وېشلو اختیار مرکزي حکومت ته په لاس ورکړي، ځکه چې د اوسنیو ایالتي اسمبلېو او حکومتونو واک او اختیار د جنرالواکۍ د دکتاتورۍ د پراختیا په لاره کې خنډ ګڼل کېږي.

که څه هم د شهباز شریف حکومت په ټولو خارجي او داخلي شعبو کې د فیلډ مارشال عاصم منیر واک او اختیار ته تسلیم دی، خو دوه سیاسي سنګرونه داسې دي چې پوځي دکتاتوري یې د پوره قابو کولو په چل نه پوهېږي. په دې کې یوه مسله د کم نفوس لرونکو ایالتونو او سیمو کې په پرله‌پسې توګه ژورېدونکې ناارامي ده. په دې کې د بلوچستان، خیبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او د کشمیر د سیمې ولسونه دي، ځکه چې د پوځي دکتاتورۍ د ځواکمنتوب سره په دولتي نظام باندې د پنجاب غلبه زیاته شوې ده، او دې خبرې په لږکیو کې ناارامي زیاته کړې ده.

دویمه مسله د عمران خان د پلویانو له خوا مخالفت دی.

که څه هم عمران خان بندي دی، خو جنرالواکي د هغه په سیاسي محبوبیت کې کمی نه دي راوستلی، او که نن هم ازاد انتخابات جوړېږي نو د عمران خان د ګوند د ګټلو امکانات اوس هم قوي دي. خو دا هم یو حقیقت دی چې پاکستان کې دننه دموکراسي په اخري سلګیو ده، سیاسي ازادۍ د نشت برابرې دي، د قضا ملا ماته کړې شوې ده، رسنۍ د ژورو قیوداتو لاندې دي او د ازادو انتخاباتو د جوړېدو امکانات صفر دي.

د ایران احتمالي سقوط؛ راتلونکی نظام، پوځ او د نړۍوالو پټې محاسبې

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۷ GMT+۰
د ایران احتمالي سقوط؛ راتلونکی نظام، پوځ او د نړۍوالو پټې محاسبې
100%

د ایران د اسلامي جمهوریت د احتمالي ړنګېدو بحث نور یوازې د سیاسي شنونکو د مېز پر سر محدود نه دی، بلکې د روانو اعتراضونو، اقتصادي فشارونو او نړۍوالې انزوا له امله د واقعي سناریو په توګه مطرح شوی دی.

خو که دا نظام ضعیفیږي او ولسي پاڅونونه مخ پر ودې وي، اصلي پوښتنه دا نه ده چې بدلون به راشي که نه، بلکې دا ده چې دا بدلون به په کوم لوري ولاړ وي او د چا ګټې به پکې خوندي کېږي؟

د ایران د خلکو، د سیمې د پیچلو سیاسي لوبغاړو او که د غربي بلاک؟

تر ډېره داسې انګېرل کېږي چې د ایران راتلونکی نظام به نه د شاهي واک بڼه ولري او نه به د مذهبي رهبرۍ بدیل وي. د دې تر شا یو مهم دلیل دا دی چې دواړه نظامونه، که څه هم له تاریخي او سمبولیک پلوه د ځینو حلقو ملاتړ لري، خو په عمل کې د یوه قوي، متمرکز او ملي‌محوره دولت د بیا راټوکېدو زمینه برابروي.

دا ډول دولت کولای شي یو ځل بیا له لوېدیځو او سیمه‌ییزو قدرتونو سره د ټکر سیاست غوره کړي، هغه څه چې نړۍوال یې د بیا تکرار غوښتونکي نه دي.

په همدې اساس، د ډېرو سیاسي څارونکو په باور، تر ټولو عملي او د کنټرول وړ انتخاب د یوه لنډمهالي انتقالي حکومت جوړېدل دي. دا حکومت به د واک د خلا د مخنیوي، د امنیت د نسبي ټینګښت او د سیاسي بې‌ثباتۍ د مهار لپاره رامنځته شي. په دې موده کې به هڅه وشي چې سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او بېلابېلو سیاسي جریانونو ته د فعالیت محدود خو کنټرول شوی فرصت ورکړل شي، څو د ټاکنو لپاره یوه حقوقي او سیاسي فضا رامنځته شي. د دې بهیر وروستۍ موخه به د ولسمشر ټاکل وي، داسې ولسمشر چې تر ډېره د ایډیولوژیکو جنجالونو پر ځای د مدیریت، اقتصاد او نړۍوال تعامل پر محور ولاړ وي.

خو د دې ټولو سناریوګانو تر ټولو ستونزمن او حساس اړخ د ایران پوځ دی. د ایران پوځ، په ځانګړي ډول هغه ځواکونه چې د کورني امنیت او سیمه‌ییز نفوذ لپاره کارول شوي، یوازې یو پوځي جوړښت نه دی، بلکې د سیاسي، اقتصادي او استخباراتي نفوذ یوه ژوره شبکه ده. دا ځواک د تېرو لسیزو پر مهال دومره پیاوړی شوی چې حتا د نظام له بدلېدو وروسته هم کولای شي د سیاسي پرېکړو پر بهیر اغېز ولري.

که دا پوځ پر خپل اوسني جوړښت، وسلو، تجربه او سیمه‌ییزو اړیکو ولاړ پاتې شي، نو نوی نظام به هم د نړۍوالو لپاره د اندېښنې وړ پاتې شي. له همدې امله، د پوځ کمزوري کول، سیاسي بې‌طرفه کول، یا د هغوی د رول محدودول د هرې احتمالي انتقالي طرحې مرکزي برخه ګڼل کېږي. دا موضوع یوازې د ایران د دننه د واک د توازن خبره نه ده، بلکې د منځني ختیځ د امنیتي جوړښت د بیا تنظیم مساله هم ده.

په همدې چوکاټ کې باید دا حقیقت هم له پامه ونه غورځول شي چې ډېری نړۍوال او سیمه‌ییز قدرتونه نه غواړي په منځني ختیځ او مرکزي اسیا کې یو سخت‌دریځه، خپلواک او ځواکمن ایران موجود وي. د تهران اوسنی حکومت، د هغه مداخله‌ګره بهرنۍ پالیسي او له هغه سره تړلې وسله‌والې ډلې د سیمې د بې‌ثباتۍ له اصلي عواملو څخه ګڼل کېږي. همدا لامل دی چې د ایران پر وړاندې اندېښنه یوازې د حکومت د بڼې پر سر نه ده، بلکې د هغه د ځواک، نفوذ او پوځي ظرفیت پر ماهیت ولاړه ده.

په پای کې که د ایران اوسنی نظام ړنګ شي، نو راتلونکی سیاسي جوړښت به تر ډېره د نړۍوالو امنیتي محاسبو، د کنټرول غوښتنې او د سیمې د ځواک د توازن د اړتیاو له مخې شکل واخلي.

دا بدلون به ښايي د ایران د خلکو لپاره د نوې هیلې دروازې پرانیزي، خو دا پوښتنه به پر ځای پاتې شي چې دا دروازې به د چا په لاس پرانیستل کېږي او تر کومه بریده به خپلواک وي.

ایران د بحران د دوه لارې تر منځ؛ پراخې نیوکې، ظالمانه سرکوب او د بدلون ښکاره اشارې

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۰
•
رحمان بونیری
ایران د بحران د دوه لارې تر منځ؛ پراخې نیوکې، ظالمانه سرکوب او د بدلون ښکاره اشارې
100%

ایران د معاصر تاریخ له تر ټولو حساسو شېبو تېرېږي، هغه اعتراضونه چې په لومړي سر کې د اقتصادي ستونزو له امله پیل شول، اوس په یوه سراسري ولسي پاڅون او ژور سیاسي بحران بدل شوي دي.

دا وضعیت د "عربو د سپرلي " هغه لومړنۍ شېبې رایادوي چې په منځني ختیز او شمالي افرېقې (مینا) کې یې مرور او پارېدلی ولس د داسې ځواکمنو حکمرانانو د واکمنۍ پر ضد ودرولو، د چا پر ضد چې د غږ پورته کېدو ګومان هم نه کېده.

په ورته وخت کې که د شام ورستۍ تجربه یاده شي نو هلته هم د سیاسي حل نشتوالي د فرات پر ژۍ پروت هېواد د ژور تاوتریخوالي پر لور ټېل واهلی و.
نن په ایران کې پراخ تاوتریخوالی، په زرګونه متاثرین، د معلوماتو بندیز او زیاتېدونکی نړیوال فشار ښيي چې دا بحران نه لنډمهاله دی او نه هم اسانه پای ته رسېدونکی. یو څه محتاط اټکل دا دی، چې که څه هم لږ رپېدلی دی خو د اخوندي رژیم تر واک نظام تر اوسه پر ځواک ولاړ دی، البته ټولنیز، سیاسي او نړیوال شرایط د داسې بدلونونو نښې ورکوي چې ښايي د ایران راتلونکی تعریف کړي.

اعتراضونه یا نیوکې چې د ګرانۍ، بې‌کارۍ او اقتصادي فشارونو له امله پیل شوې، په چټکۍ سره د ایران له سترو ښارونو تر لرې پرتو سیمو پورې خپرې شوې. د ایران انټرنشنل د معلوماتو له مخې، تر اوسه نږدې ۱۲۰۰۰کسان وژل شوي او زرګونه ټپیان یا نیول شوي دي، خو امریکايي رسنۍ سي بي ایس وايي چې د وژل شویو شمېر له ۲۰ زرو هم لوړ دی.

د افغانستان انټرنشنل د پښتو څانګې ایډیټر وايي په ایران کې د وژنو دا شمېرې د ېوېشتمې پیړۍ تر ټولو خونړی ولسي پاڅون دی.

د ایران حکومت د اعتراض کونکو خلاف له طاقته کار اخلي. په دې خاطر ایت الله خامنه يي په خپل امر امنیتي ځواکونه، سپاه پاسداران او استخباراتي شبکې فعالې کړېدي.

بل خوا حکومت د اعتراضونو د مهار لپاره پراخ انټرنټي او مخابراتي بندیزونه لګولي دي. دا وخت داسې بریښي چې په ایران کې رسنۍ په زولنو کې تړل شوي وي. د رسنیو او د ټولنیزو شبکو بندول او د معلوماتو کنټرول دا هدف لري چې هم د کور دننه د همغږۍ مخه ونیسي او هم نړۍ ته د پېښو د دقیق انځور د رسېدو لاره وتړي. دا وضعیت ښيي چې حکومت اعتراضونه یوازې ټولنیز حرکت نه، بلکې د خپل بقا لپاره ګواښ ګڼي.

له اعتراضونو سره یو ځای په ایران نړیوال فشارونه زیات شوي دي. اروپايي اتحادیې او امریکا نوي بندیزونه اعلان کړي. د سوداګرۍ تعرفې یې لوړې کړې. د بشري حقونو د سرغړونو په هکله یې سخت دریځ خپل کړی دی. که څه هم دا تر ډېره حده د فشار یوه وسیله معلومېږي خو د واشنګټن د واک په ماڼیو کې ناست زاړه پالي مشرتابه د پوځي مداخلت ګوښونه هم کړي دي. نړیوال دریځ دا څرګندوي چې د ایران مساله نور یوازې داخلي نه ده، بلکې د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت برخه ګرځېدلې ده.

په لنډ مهال کې تر ټولو اسان اټکل دا کېږي چې تهران به د زور، وېرې او کنټرول له لارې په هر صورت کې لاریونونه کنټرولول غواړي. البته د نړیوالو سیاسي چارو ماهران یقین لري د مرور ولس د ژورې ناراضګۍ ختمېدل اسانه نه ښکاري چې د دولت او ټولنې ترمنځ فاصله لا پسې زیاتوي.

د ممکنه منځمهاله سناریو یو محتاط اټکل دا کیدی شي چې حکومت که خپل واک وهم ساتي بې‌ثباتي به ژوندۍ وي څه چې بحران ته لکه د اور تېل ورکوي.

اوسنی جنجال چې زبرمه یې د اقتصاد له خېټې وزېږېدله د معاشيچارو ماهران وايي، په اوږد مهال کې به پانګې له منځه لاړې شي او هم به له دې سره بې‌کاري او فقر زیاتېږي.

د ایران ځیني جلاوطنه مشران په ځانګړې توګه شهزاده رضا پهلوي داسې ښکاري چې امنیتي ځواکونه هم د لاریونکونکو ملاتړ ته وهڅوي کوم چې د ځواکونو د وېش سبب کیدی شي.

په اوسنۍ ستونزه کې د تهران د تخت نشینو لپاره تر ټولو ویرونکی ټکی د دوی د نړیوالو انډیوالانو محتاط او محدود ملاتړ دی.

ځکه نو د سیاست ځینې دوراندېشان فکر کوي چې د ناڅاپي سقوط په پرتله به لکه د شوروي اتحاد په څېر، د ایران اوسنی رژیم یو څه ورو - ورو زوال پذیر شي. ددې اټکل اصلي علت دا دی چې د بهارِ عرب په څېر، اعتراضونه شته خو بدیل یې ظاهراً کمزوری دی.

هم دغه شان د سوریې بر خلاف، د کورنۍ جګړې احتمال کم لیدل کېږي، خو بحران به زر له منځه ځي په دغه تبۍ د ډوډۍ ټپارې تر ډېره حده ناممکن دی.

دا دعوه په دومره یقین سره ځکه کېږي چې ځوان نسل، ښځې او قومي اقلیتونه د دې اعتراضونو اصلي محرک ځواکونه دي او دا د نظام لپاره تر ټولو ژوره هویتي ننګونه بلل کېږي.

په لنډه توګه ایران د سرکوب، اقتصادي او ټولنیزې بې باورۍ په مثلث کې بند پاتې شوی دی، که اوسنی نظام چېرې بدلون و هم نه کړي، راتلونکی به یې د اوږدې نا ارامۍ او ژور سیاسي بدلون په حال کې وي.

له منځګړتوب پرته د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د ترینګلتیا پایلې

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۴ GMT+۰
له منځګړتوب پرته د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د ترینګلتیا پایلې
100%

په رسنیو کې ویل شوي چې له قطر او ترکیې وروسته سعودي عربستان هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره له منځګړتوبه لاس واخیست. دا ځکه چې د دواړو هېوادونو دریځونه دومره لرې دي چې نږدې حل ورته نه ښکاري.

جالبه دا ده چې د پاکستان د جنرالواکۍ او افغانستان د طالبانو ترمنځ اړیکې له معنا ډک شالید لري.

د طالبانو په روزلو، تمویلولو، تجهیزولو او واکمنولو کې د پاکستان جنرالواکۍ ستره ونډه اخیستې وه او له طالبانو سره د نږدې اړیکو لرلو په سر یې له نورو ټولو افغانانو سره خپلې اړیکې خړې پړې کړې وې. خو دا خبره هر چا ته معلومه ده چې هر کله د دغسې نږدې انډیوالانو په اړیکو کې درز پیدا شي، نو بیا د هغه ډکول هم اسانه کار نه وي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هر رقم ورکړه‌راکړه قطع شوې ده.

دوه اړخیز تجارت خو بند دی، د عادي تګ‌راتګ لارې او دروازې هم تړلې دي.

په اصل کې د پاکستان د جنرالواکۍ هدف د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته پرتو پښتنو د جنګي، سیاسي او اقتصادي فشار لاندې نیول، ځورول او له هوډه غورځول دي، چې «پښتون داعیه» پای ته ورسوي. په عین وخت کې د پاکستان جنرالواکي په افغانستان کې د رژیم د تغیر په لوبه بوخته پاتې شوې ده او د دې هدف د تر لاسه کولو لپاره یې د طالبانو د داخلي کړکېچونو نه د استفادې کولو او د طالبانو د ځینو مخالفینو د تشویق کار ته هم دوام ورکړی دی.

په دې لړ کې اسلام‌اباد ته د طالبانو د مخالفینو غیرعلني سفرونه شوي دي او نور هم کېږي.

د طالبانو امارت هم په پاکستان د فشار راوړلو لپاره د پاکستان عنعنوي دښمن هند سره خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړې ده. د طالبانو مهمو وزیرانو په پرله‌پسې توګه هند ته رسمي سفرونه وکړل. په دې برسېره د طالبانو امارت په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت چارې په لاس کې واخیستې. که څه هم هند تر اوسه د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د دواړو خواوو په اړیکو کې تودوالی د پاکستاني جنرالانو لپاره یو نفسياتي چلنج دی، ځکه چې په تېرو اووه اویا کلونو کې پاکستان د افغانستان هر هغه حکومت خپل دښمن ګڼلی دی چې د هند دوست پاتې شوی دی. له دې سره سره د طالبانو امارت د ایران اسلامي جمهوریت او د مرکزي اسیا جمهوریتونو سره خپلو تجارتي اړیکو ته د ودې ورکولو هلوځلو ته هم دوام ورکړی دی.

د طالبانو رژیم دغه هلې‌ځلې د پاکستان هغو کوششونو ته د ماتې ورکولو لپاره کوي چې هغه په سیمه کې د طالبانو د رژیم د منزوي کولو په موخه کوي.

د پورته شننې نه دا خبره صفا جوتېږي چې که څه هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ کومه تازه پوځي نښته شوې نه ده، خو د دواړو خواوو ترمنځ توده رسنیزه، سیاسي او رواني جګړه دوام لري. د دواړو خواوو رسمي رسنۍ او خواله رسنۍ په دغې جګړه کې بوختې دي. په یاده رسنیزه جګړه کې د دواړو خواوو نه تر ټولو سپکه خوله هغه یوټیوبران خوځوي چې په ظاهره ځان ته مستقل ژورنالیستان او شنونکي وايي، خو ټول خلک پرې پوهېږي چې دوی د خپلې خوا د استخباراتي شبکو له خوا تیار شوي تبلیغاتي مواد خپروي.

د پاکستاني اړخ نه دغسې تش په نوم شنونکي په افغانستان کې ژبني او اتنیکي اختلافاتو ته لمن وهي او په دې کار کې په افغانستان کې د هغو عناصرو سره لاس یو کوي څوک چې د ژبنيو اختلافاتو پر بنسټ سیاست کوي. خو پاکستاني اړخ ته په دغو تبلیغاتي شخړو کې تر ټولو غټ مشکل د پښتونخوا د ایالتي حکومت او د پاکستان د مرکزي حکومت ترمنځ اختلافاتو نه پیدا کېږي.

د پښتونخوا ایالتي حکومت او د پښتونخوا د ولس اکثریت په دې خبره ټینګار کوي چې په پښتونخوا کې روانه جګړه کومه نوې خبره نه ده؛ دا د هغو جګړو دوام دی چې د تېرو دېرشو، څلوېښتو کلونو راهیسې د پاکستان د مرکزي حکومت د پالیسیو له وجې په پښتونخوا کې شوې دي. هغوی پوښتنه کوي چې که ټي‌ټي‌پي له افغانستان نه هم راغلی وي، خو هغې ته چا په پښتونخوا کې د مختلفو سیمو د اشغالولو او له ولس نه د باج راټولولو اجازه ورکړې ده؟ څرګنده خبره ده چې د پاکستان جنرالواکۍ سره د دې پوښتنې هېڅ ځواب نشته.

افغانستان او پاکستان دواړه د خپلې ترینګلتیا په جریان کې د نړیوالو ابرقدرتونو خوا ته هم ګوري، او هڅه کوي چې د هغوی پاملرنه او ملاتړ خپلې خوا ته جلب کړي. که څه هم پاکستان د ځینو عیني عواملو په وجه په دې کار کې برلاسی دی، خو بیا هم د هغه دغه برلاسی‌توب په هېڅ وجه مطلق نه دی.

روسیه په غرب کې د اوکراین په جګړه کې د خپلې ژورې بوختیا له امله د شرق په سیمه‌ییزو جګړو کې کوم فعال نقش نه شي لوبولی او له دواړو خواوو سره یوازې د خپل ارتباط د ژوندي ساتلو جوګه ده.

د امریکا متحده ایالاتو په میلادي کال ۲۰۲۵ کې د پاکستان د جنرالواکۍ سره خپلې اړیکې تازه کړې دي او پاکستان هم د منځني ختیځ، غربي اسیا او منځنۍ اسیا په ستراتیژیکو لوبو کې ځان د امریکا انډیوال بولي. خو امریکا د طالبانو له امارت سره خپلې غیرمستقیمې او غیررسمي ډیپلوماتیکې اړیکې ژوندي او فعالې ساتلې دي.

د دې اړیکو تر ټولو جوت چینل کابل ته د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد پرله‌پسې کېدونکي سفرونه دي. که څه هم زلمی خلیلزاد په دې مهال کې کوم رسمي ماموریت نه لري، خو د سیمې په اوضاع د هغه زړورو تبصرو نه معلومېږي چې د هغه سفرونه شخصي نه دي او امریکا نه غواړي چې د طالبانو سره د اړیکو میدان د چین لپاره خالي پرېږدي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار، چې د خارجه چارو وزیر هم دی، د جنورۍ د میاشتې په اوایلو کې چین ته یو رسمي سفر درلود. د یاد سفر په پای کې صادرېدونکې ګډه اعلامیه کې که یوې خوا ته چین د افغانستان دننه د ترهګریزو سازمانونو د موجودیت په اړه د پاکستان تشویش ته ځای ورکړی و، نو له بلې خوا یې په ګډه اعلامیه کې له پاکستان نه دا ژمنه هم اخیستې وه چې هغه به په راتلونکي کې د چین، پاکستان او افغانستان د همکارۍ درې‌اړخیزې پروسې ته د دوام ورکولو لپاره امادګي ولري. د پاکستان لپاره په اوسنیو شرایطو کې د دې خبرې منل اسانه کار نه و، خو له بلې خوا یې چین هم خفه کولی نه شو.

اخري پوښتنه دا ده چې ایا د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نږدې راتلونکي کې د پوځي نښتو امکان شته دی؟ تر څو چې د دواړو هېوادونو د واکدارانو ترمنځ د کړکېچونو کوم سیاسي حل وجود ونه لري، تر هغه وخته د پوځي نښتو امکان شته دی، په ځانګړې توګه که پاکستان په افغانستان کې د رژیم د تغیر اجنډا مخ ته بوتلل غواړي، نو هغه به د افغانستان د اوسني رژیم د بې‌اعتباره کولو لپاره دغه کار کوي.

نړیوال بحران او زموږ د بې‌روایتۍ فرهنګي قحطي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۰
•
عبدالغفور لېوال
نړیوال بحران او زموږ د بې‌روایتۍ فرهنګي قحطي
100%

نړۍ له بدو کړکېچنو او تاوتریخجنو پړاوونو تیریږي، د لویو جګړو د پېښېدو بالقوه ګواښ تر بل هروخت زیات او څانګور دی. ځواکمن هېوادونه د وسلو، تکنولوژۍ او اقتصاد ترڅنګ پر خپلو پیاوړیو ملتونو تکیه کوي.

پیاوړي ملتونه د بډایو فرهنګي بنسټونو په مرسته له هرې پېښېدونکې ملي، سیمه‌ييزې او نړیوالې پېښې سره هممهال د مخامختیا ملي روایتونه Narratives جوړوي.

ملي روایت‌جوړونه څه ده؟

کله چې یوه ټولنه له لویو پېښو سره مخامخ کیږي، د عامه ذهنیت د سمې رهبرۍ لپاره داسې روایتونه جوړیږي، چې خلک د کړکېچونو په وړاندې له رواني پلوه وقایه کړلای شي. دا مهال ولسونه پر خپلو انتخابي ولسواکو حاکمیتونو باور څرګندوي اوبالمقابل حاکمیتونه خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د دوی په مرسته به هېواد او ملت ژغوري. دغه دوه‌اړخیز باور د فرهنګي فعالیتونو په مدیریت شوي بهیر کې عامیږي او پایله یې دا وي، چې د یوه ډاډمن او پرځان متکي ملت د پېښو له هر ډول ګواښونکي ازمایښته بریالی او روغ راوځي.

په ملي روایت جوړونه او عامونه کې فکري مرکزونه، رسنۍ، ادبیات،پوهنتونونه، د تیاتر نندارې، سینما،موسیقي، انځوریز نندارتونونه او نخبه شخصیتونه مهمه ونډه لري.

په ۲۰۰۴ کې لویې سمندري زلزلې او څونامي په ۱۴ هېوادونو کې نږدې درې سوه زره تنه انسانان ووژل. دا یوه ناڅاپي طبیعي پېښه وه، خو ځینو لویو هېوادونو ډېر ژر په دې اړه د ملي روایتونو په جوړولو او عامولو سره وکړای شول، تر ناورین روسته خپلې ټولنې ډاډمنې کړي او د پساناورین له ګواښمنو څپو څخه یې وژغوري. فرهنګي روایت جوړوونکیو خپل ملتونه یووالي او روحي پیاوړتیا ته وهڅول او حکومتونو خلکو ته ډاډ ورکړ، چې روغتیايي خدمات، خواړه، هستوګنځایونه او د نظم راګرځول یې لومړیتوب ټاکلی او هرڅه مدیریت کیږي. ځینې کمزوري او له فرهنګي پلوه بې‌وزلي هېوادونه هم لګیا وو، چې همداسې چارې عملي کړي، خو ملي روایتونه یې جوړ نه‌کړای شول، په پایله کې تر نورو هېوادونو ډېر په پساناورین دورو کې وځپل شول.

همدا څوکاله وړاندې د کورونا (کووید) ناروغۍ پرمهال، موږ ولیده چې هرې ټولنې و هېواد په دې اړه له خپلو ټولو فرهنګي اوزارو څخه ګټه پورته کړه او خپل خلک یې د ملي روایتونو د جوړولو له څرنګوالي سره سم د دې مرګونې ناروغۍ په وړاندې راویښ کړل.

له کورونو مه‌راوځئ

لاسونه ومینځئ

یوبل ته ډېر مه نږدې کیږئ

واکسین جوړیږي، ډاډه اوسئ.

حکومت چمتو دی، مه وارخطا کیږئ

خواړه زېرمه کړئ

واټن ونیسئ

دا ناروغي پر ټولو ده، ویریږئ مه...

داسې پیغامونه هر هېواد خلکو ته ورکول، خو فرهنګي بریا متفاوته وه. له دې نړیوال کړکېچ او ناورین سره د ملي روایتونو د جوړولو له اړخه ډېر هېوادونه ناکام وو.

همدا څو ورځې وړاندې په وینزویلا کې د امریکايي برید له پېښې سره د لاتینې امریکا ځینو ولسونو او حکومتونو څنګه یو د بل په ملاتړ ملي روایتونه وپنځول او خپلې ټولنې یې له فکري وارخطايي و تیت‌پرکتیا څخه وژغورلې؟ ښايي د دې پوښتنې ځواب په بېلابېلو هېوادونو کې متفاوت وي. یوازې لاتینه امریکا نه ده، اوس به د امریکا د متحده ایالاتو له خواد ګرین‌لند له دعوا سره دنمارکیان څه کوي؟ کاناډا څنګه ځان له داسې دعوې خلاص کړ؟ اروپا به د روسیې په وړاندې د یوکراین په لانجه کې څنګه خپل ملتونه د ملي روایتونو په جوړولو خپل ملاتړي کړي؟ پاکیستان همدا اوس تر ټولو په بد حالت کې دی، خو پوځ یې د روایتونو په جوړولو لاهم د ټوټه ټوټه شوي وجود سره ګنډلي ساتلو هڅه کوي.

ایران د پرځېدا پر درشل ولاړ دی، په ایران کې دواړه ښکېل لوري ( واکمني او مخالفان) د خورا ځواکمنو فرهنګي امکاناتو په لرلو سره کوشش کوي ځانته ځانته ملي روایتونه وپنځوي او بریالي شي.

همداسې یې درواخله نور هېوادونه.

موږ افغانان له دې اړخه په څه حالت کې یو؟

له بده مرغه د ګڼو ګواښونو په وړاندې چې همدا اوس ورسره مخامخ یو، په افغانستان کې د ملي روایتونو او د یوې لویې برخې د اجماع پر بنسټ د ګډ دریځ د جوړولو چاره سمه پېژندل شوې نه‌ده او د دغې چارې اوزار و وسایل هم یا نه‌شته یا یې په کارولونه پوهېږو. موږ د کړکېچ پر مهال د ملي روایتونو د جوړښت لپاره د فکرپنځوونې بنسټونه نه‌لرو.یو اصلي لامل یې دا دی، چې موږ ملي، مشروع او د خلکو له ارادې راپاڅېدلی حاکمیت نه‌لرو. د ملي فرهنګ د ساتنې و پالنې بنسټونه نه‌لرو. پوهنتونونه مو په څه حال کې دي؟ د ملي روایتونو په جوړولو او عامولو کې ښځې تر بل هر ټولنیز قشر زیات اغېز لري او موږ د ښځو خولې، سترګې، لاسونه و پښې ورتړلي او د کور زندانیانې دي. رسنۍ په شدت سانسوریږي، هنرونه تکفیر شوي. ادبیات مسخ شوي، کتاب ته د دوښمن په سترګه کتل کیږي او هغوی چې فکر کولای شي له صحنې ایستل شوي دي. زموږ فرهنګ جلاوطن دی، ځکه فرهنګیان مو لویه برخه جلاوطنه دي. هغه شمېر چې په وطن کې پاتې دي، د سانسور توره یې پر سر رازانګي. جلاوطني پخپله یو داسې درد دی، چې د ملي روایت جوړونې بهیر زیانمنوي. له هېواده بهر ملي روایت به خامخا د شته واکمنۍ پرخلاف جوړیږي. د افغانستان تاریخ وګورئ، په هېڅ دوره کې به په دومره شمېر استادان، لیکوال، مفکران، متخصصان، فرهنګیان، هنرمندان او روښانفکران ترې وتلي نه‌وي. دا دوره بیخي استثناء ده.

د کړکېچونو په وړاندې د عامه ذهنیت د وقایې لپاره د ملي روایت‌جوړونې فرهنګي بستر نه‌شته. د ټولیزو رسنیو لویه برخه فضا مسمومه او ککړه ده، یا مو ټولیزه پوهه کمه ده، یا دوښمن هېوادونه هڅه کوي، موږ په خپلو منځونو کې ښکېل کړي او یا پټې استخباراتي کړۍ ځینو ته پيسې ورکوي، چې یوازې ښکنځلي و سپکاوی وکړي. په سیاسي ناندریو کې یوازې همدا ښکنځلې او سپکاوی پاتې دی او رغنده فکر نه‌شته. ټولنه یې په دې فضا کې په شدت سره یو بې‌سویې او مبتذل استقطاب ته رسولې. ښايي ځینې به استدلال کوي، چې په ټولیزه فضا کې د نورو هېوادونو خلک هم ښکنځلې کوي او مبتذلې منځپانګې تولیدوي. دا استدلال ځکه سم ‌نه‌دی، چې نورې ټولنې بیا د فکر و عالي روایتونو د جوړولو نور وسایل، تلویزیون، تخصصي رسنۍ، فرهنګي بنسټونه او ګڼ نور پلاتفورمونه لري. ټول خلک یې یوازې په خواله رسنیو کې خپرېدونکیو ناندریو تهناست نه‌وي.

موږ له بده مرغه په دې برخه کې ډېره تکیه پر همدې خواله رسنیو کوو. د پاکیستان په وړاندې د مخامختیا او شخړې په دغه موده کې د ملي روایت ځای تکفیري او داسې ایډیولوژیک سنګر نیولی دی، چې همدا ايډیولوژیک ځواک پخپله په پاکیستاني مدرسو کې فکري ریښه لري.

له پاکیستان سره د شخړو په دې زمانه کې د ملنګ جان پر کتابونو سانسور او بندیز لګیدلی، بله بخت‌زمینه نه‌شته، چې غږ یې د وطن په دره دره کې وپیچي چې:

اې سربازه یاره خیژه په مورچل باندې...

دا پاکیستانی دوښمن مه‌پرېږده دې خاوره کې!

له بې‌سویې او مبتذلو ترانو څخه پخپلهد پاکیستانیت او پردیتوب بوی راځي.

د فرهنګ و هنر و فکر په داسې وچکالۍ کې به څنګه تر فکري پړاو روسته ملي روایت وپنځول شي او څوک به یې عام کړي؟

بلوچستان له پاکیستان څخه خپلواکي غواړي، په دې اړه زموږ ملي روایت څه دی؟

تر ډيورند پورې‌غاړه پښتانه له پاکیستان څخه تر پوزې راغلي، د منظور پښتین په یوه غږ میلیونونه پښتانه راټولیږي، په دې اړه زموږ ګډ او اکثریت فکري دریځ څه دی؟ ایا همدا موږ له پښتون‌ژغورنې غورځنګ سره د ایمانونو د تول و ترازو د معیارونو له مخې له تکفیري چلند سره نه‌یو مخامخ؟په همدې برخه کې موږ کوم ملي روایتونه لرو؟ هغوی چې په دې اړه ملي روایتونو جوړ او عام کړل تکفیر نه شول؟

په ایران کې پېښې په چټکۍ بدلیږي، د افغانستان ګاونډی دی او پېښې یې تر هربل چا پر افغانستان ( بدې یا ښې) اغېزې لري، په دې اړه زموږ ملي روایت څه دی؟ هغه څه چې په منځني ختیځ کې پېښیږي، موږ یې په وړاندې د ځان‌ژغورنې لپاره څومره فکر کړی او کوم نظریات مو تولید کړي دي؟

منځنۍ اسیا په راروانو شخړو کې تر ټولو مهمه سیمه ده او له موږ سره لاس په لستوڼي پرته ده، ته وا موږ به یې د اور له تپ څخه خوندي پاتې شو؟ په دې اړه زموږ ملي روایت څه دی؟

چین، هیند او روسیه لګیا دي، چې په نويو زبرځواکونو بدل شي او له لویدیځ سره ټانټې وژووي، درې واړه موږ ته څېرمه پراته دي او په کلکه مو په پېښو کې ښکېل هم دي، په دغې لویې سیالۍ کې زموږ ملي روایتونه څه دي؟

د ساړه جنګ پرمهال د ګډو روایتونو او ملي دریځونو له همداسې تشې سره مخامخ وو، نورو هېوادونو ترې لویې ګټې پورته کړې او موږ یې قرباني شوو.

اوس به له نوې سړې و تودې جګړې سره څنګه مخامخیږو؟

د فکر او ملي روایتونو د تولید شخصیتونه، بنسټونه او وسایل کوم، څومره، څنګه او چېرته دي؟

ایا په دې اړه مو فکر کړی؟