د اروپايي کمېسیون مشرې د ایران پر ضد د نویو بندیزونو ملاتړ وکړ

د اروپايي کمېسون مشرې، اورزولا فون ډېر لاین، په خپلو تازه څرګندونو کې د ایران پر ضد د سختو بندیزونو او د سپاه پاسداران د ترهګریز سازمان په توګه د رسمي نومولو هرکلی کړی دی.
فون ډېر لاین وویل: «زه د ایران د وژونکي رژیم پر ضد د نوو بندیزونو په اړه د سیاسي هوکړې او د سپاه پاسداران د ترهګریز سازمان په توګه د نومولو هرکلی کوم».
د هغې په وینا دا اقدام باید ډېر مخکې ترسره شوی وای.
هغې زیاته کړه: «ترهګر هماغه نوم دی چې باید هغه رژیم ته ورکړل شي چې د خپل ولس لاریونونه د وینو په زور ځپي».
دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو په تازه څرګندونو کې وویل چې اروپایي اتحادیه د ایران په حکومت، قضایي ادارو، پولیسو، سپاه پاسداران او هغو موسسو پر ضد چې د انټرنیټ د سانسور مسوولیت لري، نوي بندیزونه لګولي دي.
نوموړي وویل چې پر دې ۲۱ کسانو او ادارو اروپایي خاورې ته د ننوتلو بندیزونه لګول شوي او د هغوی شتمنۍ کنګل شوې دي.
