د هغه په وینا، هغه مهال شپه او ورځ داسې راپورونه خپرېدل چې د پاکستان اقتصاد د بشپړې ړنګېدو په درشل کې دی.
شهباز شریف د نړۍوال وجهي صندوق (IMF) سره سختو مذاکراتو ته په اشارې وویل، چې د دې بنسټ چارواکو څو څو ځله خبرداری ورکړی و چې د پاکستان لپاره وخت په ختمېدو دی.
نوموړي زیاته کړه، چې هېواد یې په خورا نازکو شرایطو کې قرار درلود او د مالي پروګرامونو دوام له جدي بېباورۍ سره مخ و. د پاکستان لومړي وزیر همدارنګه ادعا وکړه، چې له «هند سره د بریا» وروسته د پاکستان نړۍوال حیثیت بدل شوی دی. د هغه په وینا، د پاکستان په اړه د هېوادونو چلند کې بدلون راغلی او د پاکستاني پاسپورټ ارزښت هم لوړ شوی دی.
شهباز شریف وویل: «پاکستان په ډیپلوماتیکو او دفاعي ډګرونو کې مهمې بریاوې ترلاسه کړې دي. د حق په معرکه کې له بریا وروسته، موږ په نړۍ کې ځانګړی مقام خپل کړی دی. له دې بریا وروسته زموږ په نړۍوالو سفرونو کې د هېوادونو په چلند کې ښکاره بدلون لیدل شوی او اوس د پاکستاني پاسپورټ درناوی په ټوله نړۍ کې کېږي».
نوموړي د خپل هېواد اوسني اقتصادي وضعیت ته په اشارې وویل: «دا مهال، د روان کال په درېیمه ربعه کې د پاکستان د بهرنۍ اسعارو زېرمې دوه برابره شوې دي، که څه هم په دې شمېر کې د ملګرو هېوادونو پورونه هم شامل دي».
د پاکستان لومړي وزیر ټینګار وکړ، چې د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره یو ځای یې د مالي سرچینو د برابرولو لپاره بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي دي. د هغه په خبره: «چین موږ سره په تر ټولو سختو شرایطو کې مرسته وکړه؛ همدارنګه سعودي عربستان، متحده عربي امارات او قطر. په همدې توګه دا مالي پروګرام جوړ شو او بشپړ شو».
شهباز شریف د خپلو خبرو په دوام وویل، چې اوس کولی شي «بې له کوم شک او تردید» اعلان وکړي چې د پاکستان اقتصاد ثبات ته رسېدلی دی. د هغه په خبره، د انفلاسیون کچه تر «یو عددي» حد پورې راکمه شوې او د پولي تګلارې کچه شاوخوا ۱۰ اعشاریه ۵ سلنه ده.
نوموړي یادونه وکړه: «یو وخت داسې هم و چې د پولي سیاست کچه د ۲۱ اعشاریه ۵ او ۲۲ سلنې ترمنځ وه او انفلاسیون په چټکۍ سره لوړېده؛ هغه مهال د خلکو لپاره راتلونکی ناڅرګند و». خو د پاکستان لومړي وزیر خبرداری ورکړ، چې یوازې اقتصادي ثبات بسنه نه کوي.
هغه ګډونوالو ته زیاته کړه: «برېښنا لا هم ګرانه ده او که د پولي سیاست د کچې د کمېدو بهیر همداسې دوام ونه کړي، نو صنعتونه به ونه شي کولی چې د نورو هېوادونو سره د سیالۍ لپاره خپل بشپړ ظرفیت وکاروي».
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان اقتصاد له کلونو راهیسې پر بهرنۍ مالي مرستو ولاړ پاتې شوی، په ځانګړي ډول د نړۍوال وجهي صندوق پورونه او د سعودي عربستان، چین، متحده عربي اماراتو او قطر مالي ملاتړ پهکې شامل دی.