• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برېتانیا د ایران پر انتظامي قومندانۍ او په ایران کې پر ۱۰ نورو کسانو بندیزونه ولګول

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۵ GMT+۰

د برېتانیا حکومت اعلان وکړ، چې د ایران پر انتظامي قومندانۍ او ۱۰ ایرانیانو یې د بشري حقونو په جدي سرغړونو، د اعتراضونو په ځپلو او د معترضانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په کارولو کې د رول لرلو له امله نوي بندیزونه ولګول.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) اعلان وکړ، چې دا بندیزونه د "۲۰۲۳ کال د ایران د بندیزونو د مقرراتو" په چوکاټ کې لګول شوي او د شتمنیو کنګل کول او د سفر مخنیوی په‌کې شامل دي.
د بندیزونو په دغه نوملړ کې د ایران د کورنیو چارو د وزیر او په انتظامي قومندانۍ کې د وسله‌والو ځواکونو د عمومي قومندان د مرستیال اسکندر مومني نوم د ایران په حکومت کې واک ته د نږدې سوداګر بابک زنجاني ترڅنګ لیدل کېږي.
د برېتانیا حکومت ویلي، چې هغه په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې د معترضانو په تاوتریخجن ځپلو کې د مستقیم رول او د بشري حقونو د جدي سرغړونو له امله تر بندیزونو لاندې راغلی دی. د امریکا د خزانې وزارت هم د سلواغې په ۱۰مه خبر ورکړ، چې د اسلامي جمهوریت پر چارواکو، د سپاه پاسداران پر قومندانانو او د لومړي ځل لپاره یې د ډیجیټلي شتمنیو پر دوو صرافیو یو لړ نوي بندیزونه لګولي دي.
اروپايي ټولنې هم د سلواغې په ۹مه په دوو جلا کڅوړو کې په ټولییزه توګه د اسلامي جمهوریت ۳۱ کسان او بنسټونه، په ایران کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو او همدارنګه د "اوکراین پر وړاندې د روسیې په یرغلیزه جګړه کې د ایران د پوځي ملاتړ" په چوکاټ کې د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) د پراختیا او تولید له امله تحریم کړل.
د برېتانیا حکومت ټینګار وکړ، چې دا ګامونه "په ایران کې د معترضانو د خونړي ځپلو او د بشري حقونو د سیستماتیکو سرغړونو" په غبرګون کې اخیستل شوي او لندن به د دغو کړنو د عاملانو د ځواب ویلو لپاره د بندیزونو له وسیلې څخه ګټې اخیستنې ته دوام ورکړي.
دا بدلونونه وروسته له هغه رامنځته کېږي، چې اروپايي ټولنې د سلواغې په ۹مه سپاه پاسداران د القاعده، حماس او داعش په څېر ډلو ترڅنګ د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړ؛ هغه اقدام چې د تهران له سخت غبرګون سره مخ شو او د ایران د حکومت د بهرنیو چارو وزیر "نمایشي" او "ستراتېژیکه تېروتنه" وباله.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

۳

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

۴

محمودخان اڅکزی: څوک چې د افغانستان پر استقلال خوا نه بدوي، نه پښتون دی او نه مسلمان

۵

امیرخان متقي د قطر د پخواني امیر تر مړینې درې ورځې وروسته دوحې ته لاړ

•
•
•

نور کیسې

امریکا پر هند ګمرکي تعرفه له ۲۵ سلنې ۱۸ سلنې ته راټيټه کړه

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره یې د سوداګرۍ او همداراز د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو په تړاو خبرې کړې دي. ټرمپ ویلي، هند موافقه کړې، چې تر دې وروسته به د روسیې پر ځای له امریکا او احتمالاً له ونزوېلا نفت وپېري.

واشنګټن په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره پر روسیې د فشار راوړلو په ترڅ کې د روان کال په زمري میاشت کې له مسکو څخه د نوي ډیلي د نفتي موادو د نه‌پېرلو په موخه امریکا ته د هند پر صادراتي توکو تعرفه ۵۰ سلنه زیاته کړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) په خپله ټولنیزه پاڼه وویل، چې د هند له لومړي وزیر سره یې په ټلیفوني خبرو کې پر دې سلا کړې، چې هند به له روسیې د نفتي موادو پېرل ودروي او پر ځای به یې له امریکا او احتمالاً‎ له ونزوېلا د اړتیا وړ نفتي مواد وپېري.

ټرمپ ویلي: «دغه چاره به په اوکراین کې د جګړې له پای ته رسېدو چې له امله یې هره اوونۍ زرګونه کسان وژل کېږي مرسته وکړي».

نوموړي زیاته کړې: «موږ د امریکا او هند تر منځ د سوداګریزو چارو پر هوکړې هم موافقت وکړ او ورسره به امریکا ګمرکي تعرفه له ۲۵ سلنې څخه ۱۸ سلنې ته راټيټه کړي او هغوی به هم د امریکا پر وړاندې تعرفې راکمې او همداراز غېر تعرفه‌يي خنډونه صفر ته راښکته کړي».

د ټرمپ په وینا، هند همداراز ژمنه کړې، چې د څه باندې ۵۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت له امریکا انرژي، د ډبرو سکاره او همداراز د ټېکنالوژۍ او کرنې اړوند محصولات وپېري.

له دې سره سم، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي هم د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) په خپله اېکس‌پاڼه امریکا ته د هندي محصولاتو پر صادراتو ۱۸ سلنې ته د ګمرکي تعرفې له راټيټېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي: «د دې په زړه پورې اعلان له امله د هند د ۱ اعشاریه ۴ میلیارده خلکو په استازیتوب له ولسمشر ټرمپ څخه ډېره مننه کوم. کله چې دوه لوی اقتصادي هېوادونه او د نړۍ تر ټولو سترې ولسواکۍ په ګډه کار کوي، دا زموږ د خلکو په ګټه تمامېږي او د متقابلې ګټې لپاره ستر فرصتونه رامنځته کوي».

مویي همداراز د نړۍوالې سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره د ډونالډ ټرمپ رول مهم ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې هند هم د هغه په مشرۍ د سولې له هڅو ملاتړ کوي.

د یادونې وړ ده، چې هند تر دې مخکې د خپلې اړتیا وړ نفتي مواد له روسیې او ایران څخه واردول، خو اوس به دغه مواد له امریکا او په ځانګړې توګه له ونزوېلا واردوي.

هند له افغانستان سره د شاوخوا ۱۶ میلیونه ډالرو مرسته کوي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۲ GMT+۰
100%

د هند او طالبانو ادارې ترمنځ د اړیکو له تودېدو سره هم‌مهاله، هند په خپله نوې مالي بودیجه کې له افغانستان سره یو اعشاریه پنځه میلیارده هندي روپۍ چې شاوخوا ۱۶ نیم میلیونه امریکايي ډالره کېږي، د مرستې په توګه ځانګړې کړې دي.

د هند د حکومت د بودیجې سند ښيي، چې دې هېواد د تېر کال پرتله له افغانستان سره خپلې بشري مرستې لږ څه زیاتې کړې دي، خو دا اندازه د هغو مرستو پرتله ډېره کمه ده چې هند پخوا د افغانستان له پخواني حکومت سره کولې.

د ۲۰۲۵ مالي کال پر مهال، هند افغانستان ته شاوخوا ۱۰۰ کروړه هندي روپۍ چې نږدې ۱۱ میلیونه ډالره کېږي، مرسته کړې وه. د هند تر ټولو زیاتې مرستې د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو ته ځانګړې شوې دي، لکه بوتان او سرېلانکا چې له هند سره نږدې او ښې اړیکې لري. د بودیجې په سند کې لیدل کېږي، چې هند خپلو مرستو ته په یو شمېر دغو هېوادونو کې زیاتوالی ورکړی دی.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د هند د مرستو زیاتوالی له طالبانو سره د نوي ډیلي د اړیکو له تودېدو سره نږدې تړاو لري. هند نه یوازې په کابل کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ طالبانو ته سپارلې دي، بلکې په وروستیو میاشتو کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو، سوداګرۍ او عامې روغتیا وزیران هم مېلمانه کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د هند تود هرکلی د دې ښکارندويي کوي، چې هند غواړي له طالبانو سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي. دې اړیکو اسلام‌اباد اندېښمن کړی او پاکستان پرله‌پسې هند او طالبان تورنوي، چې د پاکستان په خاوره کې د وسله‌والو ډلو او بریدونو ملاتړ کوي.

د هند د بودیجې په سند کې دا نه دي روښانه شوي چې دا پیسې به په کومو برخو او یا کومو پروژو کې ولګول شي. تر دې وړاندې هند د طالبانو ادارې ته د درملو او خوراکي توکو مرستې هم استولې وې.

د ځانګړو شویو محدودو مالي سرچینو له‌مخې، داسې ښکاري چې د طالبانو د خوښې خلاف، هند به د طالبانو د ادارې په بنسټیزو او زېربنایي پروژو کې برخه وانخلي او خپلې مرستې به یوازې پر بېړنیو او بشري مرستو محدودې وساتي.

سره له دې چې د هند مرستې د طالبانو ادارې ته زیاتې شوې دي، خو د پخواني افغان حکومت د مرستو پرتله ډېرې کمې دي.

هند د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په ټولییزه توګه له افغانستان سره له درې میلیارده ډالرو زیاتې مرستې کړې وې. د ۲۰۲۱ کال له سقوط وروسته دا مرستې ودرېدې، خو په ۲۰۲۴ کال کې بیا پیل شوې.

په افغانستان کې د هند له سترو پروژو څخه د سلما بند جوړول، د افغانستان د ملي شورا ودانۍ او د زرنج–ډیلارام لویه لار یادولی شو، چې شاوخوا ۲۱۵کیلومتره اوږدوالی لري او د افغانستان لوېدیځ یې د ایران له چابهار بندر سره نښلولی.

د ایران او اردن د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه ټلیفوني خبرې وکړې

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۲ GMT+۰
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د دوشنبې په ماښام د اردن د بهرنیو چارو له وزیر اېمن الصفدي سره په ټلیفوني اړیکه کې د سیمې د وروستیو سیاسي او امنیتي بدلونونو په اړه د نظر تبادله کړې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له‌مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې ټلیفوني خبرو کې د اسلامي جمهوریت هغه دریځونه تشریح کړي، چې له‌مخې یې ایران د ولس د حقونو او ملي ګټو د خوندي کولو لپاره له ډیپلوماسۍ څخه کار اخلي او همدارنګه د سیمې د سولې او ثبات د ساتنې پر اهمیت ټینګار کوي. نوموړي اردني لوري ته په دې برخه کې د روانو ډیپلوماتیکو هڅو او سلا مشورو د وروستي وضعیت په اړه هم معلومات ورکړل.

په مقابل کې، د اردن د بهرنیو چارو وزیر د سیمې پر ثبات او امنیت د هر ډول ترینګلتیا د زیاتېدو د منفي پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې د سیمې ثبات لپاره ډیپلوماسي د ستونزو د هواري یوازینۍ او ښه لاره ده. هغه زیاته کړه، چې اردن د هر هغه ډیپلوماتیک بهیر او نوښت ملاتړ کوي، چې موخه یې د تاوتریخوالي کمول او د سیمې د ثبات پیاوړتیا وي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ له څو اوونیو راهیسې پر ایران د برید ګواښونه کړي او د تازه راپورونو له‌مخې، ښايي د تهران او واشنګټن استازي په نږدې ورځو کې استانبول کې سره وګوري او د مسایلو پر حل بحثونه وکړي.

د ټرمپ ځانګړی استازی د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره ګوري

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۱ GMT+۰
100%

د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې په ورځ په استانبول کې سره ګوري. یو امریکایي چارواکي ویلي، « ټرمپ غواړي دواړې خواوې موافقه وکړي. دا لیدنه د دې لپاره ده چې واوري هغوی څه وایي».

د رویترز راپور له مخې، د تهران او واشنګټن ترمنځ د ډیپلوماسۍ د بیا فعالېدو نښې لیدل کېږي او ښايي د دواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي په نږدې ورځو کې په ترکیه کې سره وګوري.

بل خوا امریکا د ایران شاوخوا خپل پوځي حضور زیات کړی او له تهران څخه یې غوښتي چې د یورانیمو بډاینه ودروي، د بالستیک توغندیو پروګرام محدود کړي او له سیمه‌ییزو وسله‌والو ډلو خپل ملاتړ پای ته ورسوي. خو ایران دا شرطونه د خپل ملي حاکمیت پر ضد بولي.

تهران ټینګار کوي چې خبرې باید له شرطونو پرته وشي او د نړیوالو بندیزونو لرې کېدل د هر ډول هوکړې اساسي شرط ګڼي.

د پاکستان دفاع وزیر په بلوچستان کې د «لوی شمېر» پوځیانو د ځای پرځای کولو وړاندیز کړی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۰ GMT+۰
100%

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې د بلوچستان پراخ جغرافیا‌یي جوړښت، ناسم امنیتي وضعیت او وروستیو بریدونو ته په کتو، هلته د لوی شمېر پوځیانو ځای پر ځای کول اړین دي. هغه وویل چې په بلوچستان کې د قومي مشرانو، بیوروکراسۍ او بېلتون‌پالو خوځښتونو ترمنځ اړیکې موجودې دي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د سلواغې پر ۱۱مه په بلوڅ بېلتون پالو د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې همغږي بریدونه وکړل.

خواجه اصف وویل چې بلوچستان د پاکستان له ۴۰ سلنه زیات جغرافیايي مساحت لري او د دومره پراخې سیمې کنټرول د ګڼ مېشتو ښارونو په پرتله ډېر ستونزمن دی.

هغه زیاته کړه چې پوځ په سیمه کې په فعاله توګه عملیات کوي، خو د دومره لویې ساحې ساتنه او ګزمه د ځواکونو پر وړتیا فشار راولي.

د پاکستان دفاع وزیر د قاچاق پر ضد حکومتي اقداماتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د همدې سختو ګامونو له امله د چمن پر کرښه پراخ احتجاجونه وشول. هغه ادعا وکړه چې دا احتجاجونه تر ډېره د سوداګریزو ګټو لپاره وو، نه د سیاسي یا قومي غوښتنو له امله.

خواجه اصف تور ولګاوه چې ځینې جنایي ډلې د ناقانونه بلوڅ ازادۍ پوځ تر نامه لاندې فعالیت کوي او د قاچاق کوونکو مرسته کوي. هغه وویل چې په بلوچستان کې د قومي مشرانو، بیوروکراسۍ او بېلتون‌پالو خوځښتونو ترمنځ اړیکې موجودې دي.

هغه ټینګار وکړ چې دولت به هېڅکله تاوتریخوالی د ازادۍ د مبارزې په نوم ونه مني او له هغو ډلو سره خبرې نه کوي چې وسله‌وال بریدونه کوي. نوموړي وویل چې دولت به د وسله وال تاوتریخوالي ځواب په همغه ځواک ورکړي.

په ورته وخت کې، د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې د استخباراتي ناکامیو پوښتنه وکړه او ویې ویل چې باید معلومه شي چې وسله‌والو څنګه په دومره پراخو سیمو کې بریدونه وکړل. هغه وویل چې دی د ترهګرۍ ملاتړ نه کوي، خو حساب ورکول اړین دي.