یونېسف په بلوچستان کې د بریدونو پر مهال د ماشومانو وژنه وغندله

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په یوې خپره کړې اعلامیه کې په پلوچستان کې د بلوڅ بېلتونپالو د وروستیو بریدونو پر مهال د ماشومانو د وژل کېدو او ټپي کېدو د راپورونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
په پاکستان کې د یونېسف استازې پرنیل اېرنسایډ ویلي، چې دغه بنسټ هغو راپورونو ته په جدي ډول اندېښمن دی چې ښيي د تېرې اوونۍ په پای کې د پاکستان په سوېل لوېدیځ کې د ترسره شویو بریدونو پر مهال یو شمېر ماشومان د وژل شویو او ټپیانو په ډله کې شامل دي.
د هغې په وینا، د تاوتریخوالي زیاتوالی په سیمهییزو ټولنو کې د وېرې او ناامنۍ د پراخېدو لامل شوی او دا ماشومان او د هغوی کورنۍ دي چې تر ټولو زیات زیان ویني.
د یونېسف استازې د قربانیانو له کورنیو او زیانمنو شویو ټولنو سره د ژورې خواخوږۍ په څرګندولو سره ټینګار وکړ: «موږ د وژل شویو ماشومانو له کورنیو او هغو ټولو ټولنو سره چې له دې تاوتریخوالي اغېزمنې شوې دي، خپله ژوره خواشیني څرګندوو».
هغې همداراز وویل، چې ماشومان باید هېڅکله د بریدونو هدف ونهګرځول شي او نه هم باید د جګړو او شخړو د جانبي زیان په توګه زیان وویني. د یونېسف د څرګندونو لهمخې، د ماشومانو د ژوند او خوندیتوب ساتنه یو بنسټیز اصل دی او باید تل د ملي او نړۍوالو قوانینو لهمخې تضمین شي.
یونېسف یو ځل بیا له ټولو ښکېلو لوریو وغوښتل، چې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ماشومانو د ساتنې په اړه خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي، چې د ماشومانو ژوند او راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي.
بلوڅ بېلتون غوښتونکو تېره شنبه په بلوچستان ایالت کې د پاکستاني ځواکونو پر پوځي او دولتي مرکزونو پراخ بریدونه وکړل، چې ورسره د دواړو لوریو ترمنځ جګړې هم وشوې. دغو بریدونو د روانې اوونۍ تر دوشنبې ورځې پورې هم د بلوچستان بېلابېلو ایالتونو کې دوام درلود. دواړو لوریو یو بل ته د درنې مرګژوبلې اړوند ادعا کړې ده.
هممهاله د خان قلات ویاند محراب بلوڅ ادعا لري، چې پاکستاني پوځیانو جنګي جنایتونه پیل کړي او له دوی سره زنداني بلوڅان بیرون راوباسي او بیا یې د جنګیالیو په نوم وژني. هغه همداراز زیاته کړه، چې لا تر اوسه پورې بلوڅ بېلتونپالو د خپلو وژل شویو کسانو په تړاو معلومات نه دي راټول کړي او په دې تړاو د پاکستان د پوځ ادعاوې ناسمې دي.
