د طالبانو د کابیني نهه غړي چې ځانونو ته د شیخ الحدیث، شیخ او مفتي القاب کاروي، په مذهبي برخه کې تخصص نه لري. د اکوړه خټک حقانیه دارالعلوم ویاند وايي، مولوي کبیر، ثاقب، مولوي حکیم شرعي، مولوي امیرخان متقي، عبداللطیف منصور او شهابالدین دلاور یوازې د دیني مدرسو فارغالتحصیلان دي.
د طالبانو د کابیني نهه غړي چې ځانونو ته د شیخ الحدیث، شیخ او مفتي القاب کاروي، یوازې د حقانیه مدرسې فارغ التحصیل دي او په مذهبي برخه کې هېڅ ډول تخصص نه لري.
د اکوړه خټک د حقانیه دارالعلوم ویاند مولانا یوسف شاه افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو د حکومت یو شمېر لوړپوړي وزیران او چارواکي، چې په افغانستان کې ځانونه د «مفتي»، «شیخ الحدیث» او یا د دیني علومو متخصصین معرفي کوي، په حقیقت کې دغه علمي مقامونه نه لري.
د نوموړي په وینا، د طالبانو د کابینې غړي لکه مولوي عبدالکبیر، مولوي عبدالحکیم شرعي، مولوي امیرخان متقي، مولوي عبدالطیف منصور، مولوي نور محمد ثاقب او شهابالدین دلاور یوازې د دیني مدرسو فارغالتحصیلان دي، خو د مفتي، شیخ الحدیث یا د لوړو تخصصي دیني علومو د علماوو علمي شرایط نه پوره کوي.
عبدالحکیم شرعي
د طالبانو تر کنټرول لاندې د عدلیې وزارت پر ویب پاڼه د دغه وزارت د طالب وزیر لپاره د شیخ الحدیث مذهبي علمي رتبه کارولې ده، چې د حقانیه مدرسې د ویاند په وینا هغه یوازې له یادې مدرسې څخه فارغ شوی دی.
د نوموړي په پېژندنه کې راغلي: “شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي صاحب، له لومړنیو زدهکړو څخه وروسته د لویې دورې د سرته رسولو په موخه، د پاکستان خیبر پښتونخوا نو ښار ضلعې اکوړه خټک مشهورې مدرسې دارالعلوم حقانیې ته ولاړ او لویه دوره یې په یاده مدرسه کې په لوړه درجه سرته ورسوله او په ۱۳۶۸ هجري لمریز کال کې یې له حقانيې دارالعلوم څخه په او لوړو نمرو د فراغت سند ترلاسه کړ.”
د دغې پېژندنې پر بنسټ، څرګندیږي چې هغه د حدیثو تخصص نه دی کړی او یوازې له لویې دورې څخه فارغ شوی دی، چې د شیخ الحدیث علمي – مذهبي رتبه ورته نه کارول کیږي.
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د علماو شورا پخواني غړي، د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د «مفتي» او «شیخ الحدیث» لقبونه په دیني نظام کې ځانګړي علمي معیارونه لري، چې پکې د فقه، اصول فقه، حدیث، اسنادو، تدریس او د علماوو له خوا رسمي تصدیق شامل دی.
د ده په خبره، یوازې له مدرسې فراغت دا صلاحیت نه ورکوي چې یو څوک ځان مفتي یا شیخ الحدیث وبولي.
نور محمد ثاقب
•
•
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب ته د دغې ډلې له خوا د شیخ الحدیث، دوکتور او قضاوت پوه علمي، قضايي او مذهبي رتبې کارول کیږي، چې په حقیقت کې یې یادې رتبې نه دي اخیستي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر ویب پاڼه د هغه نوم داسې لیکل شوی دی: “د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شيخ الحديث قضاوتپوه دکتور مولوي نورمحمد«ثاقب» ژوند ته کتنه”.
د حقانیه مدرسې د ویاند په خبره، چې نور محمد ثاقب هم په یاده مدرسه کې یوازې لویه دوره زده کړې کړي دي، چې د شیخ الحدیث علمي رتبې اطلاق پرې نه کیږي.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت پر ویب پاڼه د هغه له نوم سره د دوکتور کلیمه هم لیکل شوې ده، خو په پېژندنه کې یې ویل شوي دي چې د هغه علمي سویه په ۱۹۹۹ کال کې د طالبانو د ادارو له خوا د دوکتورا په کچه وپېژندل شوه، دا په داسې حال کې ده، چې د هغه وروستۍ زده کړې په اکوړه خټک مدرسې کې د لویې دورې بشپړول ښودل شوي دي.
د ثاقب د پېژندنې پر بنسټ، د هغه دوکتورا افتخاري حیثیت لري، د افغانستان او نړۍ د علمي اصولو په اساس، افتخاري دوکتورا د علمي لقب اساس نه شي کېدلی.
همداراز د نور محمد ثاقب له نوم سره د قضاوت پوه قضايي رتبه هم لیکل شوې ده، چې په حقیقت کې هغه یوازې د ملا محمد عمر د واکمنۍ پر مهال د سترې محکمې د رییس په توګه دنده سرته رسولې ده.
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د سترې محکمې د اختصاصي چارو پخواني دستیار افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د قضاوتپوه علمي رتبې اخیستل ځانګړي مراحل لري چې نور محمد ثاقب هغه نه دي ترسره کړي.
هغه زیاته کړه: “لومړۍ مساله دا ده چې باید په فقه او قانون کې لوړې زده کړې ولري، د قضا په برخه کې له پنځو تر اوو کلونو عملي تجربه ولري، ورپسې بیا یوه تحریري ازموینه اخیستل کیږي او هغه شخص اخلاقي او ټولنیز کردار څېړل کیږي او وروسته ورته ستره محکمه د قضاوتپوه علمي – قضايي رتبه ورکوي. “
نوموړی وايي، د افغانستان په ستره محکمه کې یې ۲۸ کاله کار کړی دی او د طالبانو په لومړۍ دوره کې هم د نور محمد ثاقب همکار پاتې شوی، خو هغه دا علمي – قضايي مراحل نه دي ترسره کړي او نه هم په ستره محکمه کې د هغه علمي – قضايي رتبه د منلو وړ وه.
شهاب الدین دلاور
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سرې میاشتې پر رسمي ویب پاڼه د شهاب الدین دلاور له نوم سره د شیخ الحدیث علمي – مذهبي رتبه هم لیکل شوې ده، خو د حقانیه مدرسې د ویاند په خبره هغه یوازې له لویې دورې څخه فارغ شوی او په احادیثو کې ځانګړی تخصص نه لري.
شهاب الدین دلاور د پېژندنې پر بنسټ، هغه په احادیثو کې تخصص نه دی کړی او یوازې خپله لویه دوره یې په حقانیه مدرسې کې بشپړه کړې ده، چې د شیخ الحدیث د علمي رتبې اطلاق پرې نه کیږي.
د هغه د تشریفاتو ډلې نوموړی د دغې مدرسې شاګردانو ته شیخ الحدیث معرفي کړ، خو په حقیقت کې هغه د شیخ الحدیث علمي – مذهبي رتبې شرایط نه دي پوره کړي.
که څه هم د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت په رسمي پاڼه کې د هغه د زده کړو په اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د ملي راډیو تلویزون په یوې خپرونې کې هغه ته د شیخ الحدیث لقب کارول شوی دی.
د حقانیه مدرسې د ویاند مولانا یوسف شاه په وینا چې امیرخان متقي هم په دغه مدرسه کې زده کړې کړې دي، خو په فقه یا حدیثو کې یې کوم تخصص نه دی کړی.
عبداللطیف منصور
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وزیر عبداللطیف منصور هم یو له هغو ملایانو څخه دی چې د اکوړه خټک په حقانیه مدرسه کې یې زده کړې دي.
نوموړي ته د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې د اوبو او انرژۍ وزارت په یوې غونډې کې د مفتي لقب کارول شوی او دا مهال یې نېږدې همکاران هم په مفتي یادوي، خو په فقه کې یې تخصص نه دی کړی.
د اوبو او انرژۍ وزارت په رسمي ویب پاڼه د هغه پېژندنه داسې لیکلې ده: “خپلې لوړې زده کړې یې د دیني علومو په برخه کې د نورالمدارس، نجم المدارس او دارلعلوم حقانیه په مشهورو مدرسو کې سرته رسولې دي،چې مشهور استادان یې مولانا عبدالحق(رح)، دیربابا، قاضي عبدالکریم کلاچوي، بابکر ملا صاحب او مولوي صاحب صالح محمد دي.د دیني زده کړو ترڅنګ یې سیاسي او نظامي زدهکړي هم ترلاسه کړې دي.”
حقانیه مدرسه یوازې د هغه د زده کړو پخلی کوي، خو دا نه تاییدوي چې هغه فارغ شوی که نه، خو په فقه کې د هغه تخصص ردوي، نو له همدې امله هغه مفتي نه ګڼل کیږي.
عبدالباقي حقاني
د طالبانو د لوړو زده کړو پخوانی وزیر او د ازموینو اوسنی رییس عبدالباقي حقاني ته بیا د شیخ القران لقب کارول شوی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزون پر خپل وېب پاڼه هغه ته د شیخ القران او دوکتور رتبې هم کارولې دي او همداراز د لوړو زده کړو وزارت پر رسمي ویب پاڼه هم د هغه پېژندنه کې ورته القاب کارول شوي، خو نوموړی په قراني علومو، تفسیر او فقه کې هېڅ ډول تخصص نه لري.
حقانیه مدرسه تاییدوي، چې نوموړی لویه دوره په حقانیه مدرسه کې پای ته رسولې ده، خو کوم تخصصي پروګرام یې نه دی بشپړ کړی.
د معلوماتو له مخې، د عبدالباقي حقاني وروستۍ زده کړې هم په حقانیه مدرسې کې تمامې شوې وې او له دغې مدرسې وروسته یې کومې زده کړې نه دي کړي.
همداراز هغه ته د دوکتور کلیمه هم کارول کیږي، خو په رسمي ډول یې دوکتورا نه ده اخیستې. هغه ته د ۲۰۲۲ کال په اکټوبر میاشت کې د ننګرهار پوهنتون له خوا په فقه او قانون کې افتخاري دوکتورا ورکړل شوې ده، چې د علمي اصولو له مخې پي ایچ ډي نه حسابیږي.
د کابل پوهنتون استاد چې خپل مستعار نوم پوهاند زلمی ښيي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د حقانیه مدرسې څخه فارغ د افغانستان د لېسانس له فارغ التحصیل سره برابر دی او افتخاري دوکتورا علمي حیثیت نه لري او څوک نه شي کولی چې د افتخاري دوکتورا پر بنسټ ځان پي ایچ ډي حساب کړي.
ندا محمد ندیم
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ملا ندا محمد ندیم ته هم د شیخ الحدیث لقب کارول کیږي. هغه په پاکستان کې د الجامعه الاسلاميه مدرسې څخه لویه دوره کړې ده، خو په حدیثو کې یې د تخصص زده کړې نه دي کړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت په خپلې ویب پاڼې د هغه د پېژندنې عنوان داسې لیکلی: “ د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پېژندنه.”
د الجامعه الاسلامیه د مدرسې پخواني چارسمبالي او استاد مولانا رفیق مدني افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: “هغه وخت چې ملا ندیم صاحب زموږ مدرسه کې طالب و، زه هم په دې مدرسه کې مدرس وم. هغه لویه دوره کړې ده خو په حدیثو، یا تفسیر یا فقه کې یې تخصص نه دی کړی.”
نوموړی زیاتوي چې له همدې امله هغه شیخ الحدیث نه دی او باید یاد علمي – مذهبي لقب ورته ونه کارول شي.
عبدالکبیر ځدراڼ
د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وزیر عبدالکبیر چې له ځان سره د مولوي او وخت ناوخت شیخ القران القاب لیکي، وروستۍ زده کړې یې په حقانیه مدرسې کې کړې دي.
مولانا یوسف شاه وايي: “عبدالکبیر صاحب هم په حقانیه مدرسې کې زده کړې کړې دي”.
نوموړی زیاتوي، چې هغه هم په حقانیه مدرسه کې د حدیثو او نورو قراني علومو تخصص نه دی کړی.
نورالله منیر
د طالبانو تر کنټرول لاندې د پوهنې وزارت په رسمي ویب پاڼه کې د دغه وزارت د پخواني وزیر نورالله منیر له نوم سره د شیخ القران او شیخ الحدیث القاب کارول شوي دي.
منیر د دیني علومو کوچنۍ دوره په غزني کې کړې او لویه دوره یې په پېښور کې د مولانا حسن جان په مدرسه امدادالعلوم کې کړې ده، چې یوازې د مولوي اطلاق پرې کېدی شي.
په پېښور کې د باب العلوم د مدرسې استاد مولوي شکرالله جان ارباب افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د طالبانو د پوهنې وزیر له نېږدې پېژني.
هغه وویل: “ما او مولوي نورالله صاحب یو ځای لویه دوره له مرحوم مولانا حسن جان سره کړې ده او دواړه یو ځای فارغ شوي یو”.
هغه وايي، چې منیر په احادیثو او قراني علومو کې تخصص نه دی کړی.
د ننګرهار د نجم المدارس یو پخواني استاد افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې په حقانیه مدرسه کې ترې عبدالکبیر یوه دوره مخکې و، خو عبدالکبیر د دیني علومو لویه دوره بشپړه نه کړه.
نوموړی وايي: “نو کله چې لویه دوره بشپړه نه شي، شیخ القران او شیخ الحدیث خو ډېره لرې خبره ده ان د مولوي اطلاق هم پرې نه کیږي”.
د هغه په وینا، د طالبانو ګڼ نور لوړ رتبه چارواکي پېژني چې له دوی سره یو ځای یې په حقانیه مدرسه کې زده کړې کړي او ترې نیمګړې پاتې شوې دي، خو د ځانونو لپاره شیخ الحدیث او شیخ القران علمي – مذهبي رتبې کاروي.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي څېړنو څېړونکی د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د دیني - علمي لقبونو ناسم استعمال نه یوازې علمي ارزښت ته زیان رسوي، بلکې د دیني زدهکړو د نظام اعتبار هم تر پوښتنې لاندې راولي.
نوموړی زیاتوي: “شیخ الحدیث هغه څوک کېدی شي چې د لویې دورې له فراغت وروسته دوه کاله په حدیثو کې تخصص وکړي، شیخ القران هغه شخص کېدی شي چې د لویې دورې له فراغت وروسته دوه کاله په قراني علومو، قرائت، اختلاف قرائت، علل، تجوید نظري او تطبیقي کې تخصص وکړي او له لسو کلونو زیات تدریس وکړي”.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالۍ وایي، په وروستیو کې یو شمېر ناسم خبرونه خپاره شوي، چې ګواکې کابل ښاروالۍ د چاپېریالي سرغړونو لپاره نوی قانون جوړ کړی او د دغه قانون له مخې به د خځلو غورځوونکي د یوې کاري ورځې جبري کار په ډول جریمه کېږي.
د طالبانو په ولکه کې د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي په یوه ویډیویي پیغام کې دا خبرونه رد کړل او ویې ویل چې دغه خبرونه له واقعیت سره هېڅ تړاو نه لري او تر اوسه د چاپېریالي سرغړونو په تړاو کوم نوی قانون یا رسمي طرحه نه ده توشیح شوې.
هغه له کابل ښاریانو غوښتي چې د چاپېریال په پاک ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
په دغو برخو کې کرنه، تولیدات، مالي خدمات، معلوماتي ټکنالوژي، انرژي، کانونه، رغونه، روغتیا او ګرځندوی شامل دي.
راپور ښيي چې افغان سوداګر د پانګونې کمښت، مالي سرچینو ته محدود لاسرسي، د برېښنا نشتوالي، د بازار د معلوماتو له کمي، لوړو ترانسپورتي لګښتونو او د مقرراتو بېثباتۍ له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
د راپور له مخې، یوازې ۶ سلنه افغانان بانکي حسابونه لري او ډېری مالي راکړې ورکړې لا هم له غیر رسمي لارو کېږي. همدارنګه، د مهارتونو کمښت او د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار محدودیتونو د اقتصادي ودې پر وړاندې نور خنډونه جوړ کړي دي.
سره له دې، یو اېن ډي پي ټینګار کوي چې افغانستان د پام وړ اقتصادي فرصتونه هم لري. کرنه، چې د هېواد نږدې درېیمه برخه ناخالص کورني تولیدات جوړوي، د زعفرانو، وچو مېوو او نورو ارزښتناکو حاصلاتو د صادراتو قوي ظرفیت لري. تولیدي صنعتونه لکه نساجي، د خوراکي توکو پروسس او درمل جوړونه هم د پانګونې په صورت کې پراخېدای شي.
راپور زیاتوي چې افغانستان د نوې کېدونکې انرژۍ له پلوه هم بډایه دی او د لمریزې او بادي برېښنا پراخ ظرفیتونه لري.
د یو این ډي پي استازي سټېفن رودریګز ویلي: «خصوصي سکتور د میلیونونو افغانانو لپاره د ژوند کرښه ده. که مناسبې پانګونې او اسانتیاوې برابرې شي، دا سکتور کولی شي د کارموندنې او اقتصادي ثبات لپاره قوي محرک وګرځي.»
راپور سپارښتنه کوي چې په هرات، کندهار او مزارشریف کې ځانګړي اقتصادي زونونه باید پیاوړي شي، ډیجیټلي او اسلامي مالي خدمتونه پراخ شي، د سوداګرۍ دهلېزونه لکه چابهار او لاجوردو لار فعاله شي او د ښځو اقتصادي ګډون ته ځانګړې پاملرنه وشي.
په پای کې راپور ټینګار کوي چې د خصوصي سکتور ملاتړ، مهارتونو ته وده ورکول او د سیمهییزې سوداګرۍ پراختیا کولی شي افغانستان پر مرستو له انحصاره وباسي او دوامداره اقتصادي وده تضمین کړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، له نیول شویو کسانو څخه ۷زره او ۷۰۰ نشهيي ټابلېټونه، تر دوو کیلوګرامو زیات چرس، لسګونه بوتله الکولي مشروبات او یوه اندازه تاریاک هم ترلاسه شوي دي.
طالبان ټینګار کوي، چې د نشهيي توکو د قاچاق او کارونې پر وړاندې به خپلې هڅې لا زیاتې کړي او په دې برخه کې به له قانون څخه سرغړونکي کسان له جدي قانوني چلند سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر ( یو این او ډي سي) څو ورځې وړاندې په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې لا هم دودیز نشهیي توکي تر ټولو ډېر کارېږي، خو ورسره د صنعتي نشهیي توکو او د درملو ناوړه استعمال هم د زیاتېدو په حال کې دی.
دغه سازمان د سلواغې پر ۱۲مه، ویلي وو، چې د نوې ارزونې له مخې، د افغان نارینهوو ترمنځ د چرسو کارونه ۴۷سلنه، د تاریاکو ۱۹سلنه، د «تابلیت کا» ۱۱سلنه او د مېټامفتامین یا شیشې کارونه اووه سلنې ته رسېږي.