طالبان له تاریخي او دودیز پلوه له هغو سنتي طالبانو ( د دیني علومو زدکوونکیو) سره توپیر لري، چې په افغاني مدارسو او دارالعلومونو کې روزل کېدل، په هغو پخوانیو وطني طالبانو کې ملي روح پیاوړی و.
دغه طالبان چې د سړې جګړې پرمهال د پاکستان په مدرسو کې روزل شوي دي، له پښتو او پښتنو سره د تخاصم روحیه پالي او هغه دلیل لري. د شوروي په وړاندې د جګړې پرمهال په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره زرګونه مدرسې او عربي معهدونه جوړ شول. پر مدرسو د هند د دیوبند دارالعلوم د نصاب تأثیر و، په پاکستان کې هغه مهال یوه ویره دا وه، چې د خان عبدالغفارخان تر کاریزماتیکې مشرۍ لاندې د پښتون ملتپالنې روحیه په قوت سره چلیده او دغو ملتپالو نهضتونو د کابل له حکومت سره ښې اړیکې لرلې. د پاکستان یوه ویره دا وه چې عمدتاً پښتانه کډوال د دغې ملتپالې پښتني روحیې تر تاثیر لاندې رانهشي، له همدې پلوه یې د مدرسو په نصاب کې د پښتونپالنې، پښتو پالنې او مليګرايي په وړاندې سنګر ونیوه، پښتو یې د دوزخ ژبه معرفي کړه او نشنلیزم و نشنلیان یې کافر وګڼل.
د ډاکتر فضل الرحیم مروت کتاب ( From Muhajir To Mujahid) کې لولو، چې د پاکستان له خوا د مدرسو او جهادي روحیې د پاللو یو هدف په افغانستان او پښتونخوا کې د پښتني نشنلیزم د روحیې ځپل و. په دغو مدرسو کې عربي او اردو ژبې د دین ژبې معرفي شوې او د پښتو په وړاندې بدبیني په لوی لاس تلقین کېده. اوسني واکمن طالبان له همداسې یوه روزنیز بستر څخه راپاڅېدلي او دغه روحیه یې کلکه په ذهن کې پاتې ده. که پښتو ژبي طالبان په پښتو خبرې کوي، دلیل یې له دغې ژبې سره د دوی مینه نه ده، بلکې دوی په بله ژبه خبرې کړلای نهشي او مخاطبان یې عمدتاً پښتانه دي او که نه دوی عربي او ان اردو ژبه تر پښتو غوره او افضله بولي.
طالبان په لوی سره کې په نړیوال اسلام باور لري او ډېر ځله وايي چې په اسلام کې سرحد نهشته، ملي فکر مردود دی او هغوی چې قومپالنه کوي له اسلام څخه وځي. د طالبانو په اوله دوره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا امیرخان متقي ( اوس د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر) په یوه لوی مجلس کې ویلي و، چې« یو ځل ملاعمر ورته ویلي وو، یوڅو کسان چې ډېر پښتو پښتو چیغې وهي په یو څو څلورلارو کې راوځړوئ، چې دوی پوه شي، موږ مسلمانان یو نه پښتانه.» دا خبرهپوهاند محمد اسماعیل یونپه خپله یوه لیکنه کې هم رااخیستې ده.
اوس به راشو په مشخصه توګه هغو زیانونو ته چې پښتو ژبې ته د طالبانو له لاسه وررسېدلي دي:
زده کړې
په ۱۹۸۰ کلونو کې پاکستان ته له افغانستان څخه د میلیونونو کډوالو ترمنځ پښتانه قاطع اکثریت و. کلیوال پښتانه بېوزلي خلک وو، په هره کورنۍ کې ګڼ ماشومان زېږېدل، چې د خوړو، درملنې، پوښاک او هستوګنې ستونزې یې لرلې، هغه مهال داسې تبلیغ کېده، چې که یو هلک مدرسې ته ولاړ شي، حافظ، قاري یا مولوي شي، نو په هغې دنیا به د لسګونو کسانو شفاعت کوي. په مدرسو کې ډوډۍ هم وه او په کال کې به کومه جوړه جامې هم ورته ورکول کېدې، پاکستان، امریکا اوعربي هېوادونو صدقې او خیراتونه هم ورته رالېږل، بېوزلو کډوالو چې خپل ماشومان ساتلای نهشول، له هر کور څخه یو - دوه یا څوتنه هلکان دغو مدرسو ته واستول شول، چې هم د آخرت توښه شي او هم یې خیټه مړه وي. له میلیونونو پښتنو څخه دغه سلګونه زره ځوانان په افراطیت، عقده، پوځي توب، تشدد او تعصب وروزل شول. دوی د خپلو کورنیو نجونې له ښوونځيو راوګرځولې او په دې توګه د اکثریت پښتنو کلیوالو کورنیو دوه یا درې نسله بې سواده پاتې شول. دوی په پښتو ژبه لیک لوست کولای نه شو، په مدرسو کې عربي او په پاکستاني مکتبونو کې اردو د تعلیم ژبه وه. پښتو له دوی پاتې شوه.
په بهر کې د نړیوالو پوهنتونو هغه برخه پښتو تدریسي کرسۍ، دیپارتمنتونه، راډیويي خپرونې یا تحقیقاتې څانګې چې له افغانستان سره یې توامیت درلود اوس د افغانستان د انزوا او عدم رسمیت له کبله دغه اړیکي قطع دي او هېڅراز ملاتړ یې نه کیږي.
د کادرونو تېښته
پښتو ژبې ته تر ټولو لوی تاوان دا دی، چې د طالبانو له راتګ سره د پښتو ژبې، ادبیاتو،فرهنګ، ژورنالیزم،هنر او ښوونې و روزنې لسګونه زره متخصصان او کادرونه له هېواد څخه ووتل. د هېواد د پوهنتونونو د پښتو څانګو تر نیمايي زیات استادان کډوال شول. تقریباً ۸۰ ٪لوی لیکوال، شاعران، کیسه لیکونکی، کره کتونکي او څېړونکي بېوطنه شول یا یې په هېواد کې دننه خپل کار له لاسه ورکړ. یوه استثنايي ستونزه دا وه چې د جمهوریت په کلونو کې د رسنیز فعالیت په زیاتېدو شو، ګڼ لیکوال او شاعران او حتی استادان د خپلو تخلیقي کارونو ترڅنګ په یوه رسنۍ کې هم بوخت ول، رسنیو مهم نقش درلود او طالبانو له رسنیو سره دوښمني کوله، همدا چې طالبان راغلل اکثر دغه فرهنګیان چې ژورنالیستان هم وو، د طالبانو له ډاره پښې سپکې کړې او بهر ولاړل. ځينې پښتانه لیکوال او استادان یا شاعران و فرهنګیان په دولتي څوکیو هم ګومارل شوي وو، دوی هم د طالبانو له راتللو سره کډوال شول. په جلا وطنۍ کې دغو لیکوالو، شاعرانو او فرهنګیانو په درېیو دلایلو ژبې او ادبیاتو ته نور کار کولای نه شو:
۱ـ د کډوالۍ ستونزې وې، دوی باید نوې ژبې زده کړې وای او د لویدیځ بوخت ژوند هغه فرصت ترې واخیست چې په پښتو ژبه تخلیق یا تحقیق وکړي. دوی پوهېدل چې په نوي چاپېریال کې باید په غیر مسلکي کارونو بوخت شي، داسې کار چې هېڅ د دوی له فرهنګي و هنري فعالیت سره اړیکه نه لري. دوی تقریباً دا هېره کړې وه، چې پخوا لیکوال، شاعر یا ژورنالیست و هنرمند و.
۳ـ بل دلیل دا و، چې دوی بېمخاطبه ول، حیران ول چې که څه لیکي نو چا ته یې لیکي؟ هیچا د دوی شعر یا ادبي تخلیق ته غوږ نه نیوه. د کتابونو د چاپ امکانات نه وو، افغاني رسنۍ نه وې. پښتو ژبې او ادبیاتو ناڅاپه زرګونه تخلیقي استعدادونه له لاسه ورکړل، مهاجرت یوازې د افرادو وتل نه و، بلکې د تخلیقي ظرفیتونو مرګ و. دا سمه ده، چې دغه لیکوال، شاعران او فرهنګیان به له بیولوژیکي پلوه ژوندي وي، خو پښتو ژبې ته د تخلیق او تحقیق په برخه کې ټول مړه شول. طالبانو د پښتو ژبې د ادبیاتو، فرهنګ، ژبپالنې او د ژبې د ودې ۸۰ ٪ ظرفیتونه او استعدادونه تبعید او په ظرفیتي مرګ محکوم کړل.
رسنۍ
د جمهوریت پر مهال سلګونه رسنۍ جوړې شوې، چاپي، غږیزې، تصویرې او انلاین. لویه برخه رسنیو پښتو خپرونې لرلې، په دې خپرونو کې تعلیمي، تفریحي، هنري، معلوماتي او خبري متون تولیدېدل. د متن تولید د یوې ژبې د پرمختګ بنسټ دی. د طالبانو له راتګ سره د دغو رسنیو قاطع اکثریت سقوط شوې، له یوې خوا هغه پښتانه رسنوال وزګار شول چې په دغو رسنیو کې فعال وو او له بلې خوا په پښتو ژبه د متن د تولید امکانات له منځه ولاړل. مخاطبانو نور په پښتو ژبه تولید شوي متون نه مصرفول، د متن تولید او مصرف د یوې ژبې ټولنیز ژوند دی. په کم شمېر پاتې رسنیو کې اوس یکنواخته ، ستومانونوکي، ایډیولوژیک، وچ او تبلیغاتي فعالیت په هره ژبه چې وي، خلکو ته په زړه پورې نه ده. غمیزه خو دا ده، چې د دغو رسنیو پښتانه رسنوال په جلاوطنۍ کې له خپلو کارونو لرې شول او اوس د پښتو متن د تولید پرځای باید په نورو کارونو پسې وګرځي.
انتشارات
که د شلمې پېړۍ له پیل څخه یې راونیسو د پښتو کتابونو چاپ په افغانستان او پښتونخوا کې خپل لوړتیايي مزل واهه. پښتو ټولنې د پښتو مهمو تخلیقي او تحقیقي متونو او کتابونو چاپ ته ملا وتړله او رسنۍ هم ورسره راپیل شوې. بیا دغه چاره ګڼو دولتي او یوه برخه شخصي بنسټونو په غاړه واخیستې، اطلاعاتو او کلتور وزارت، د مطبوعاتو مستقل ریاست، د علومو اکاډمۍ، پوهنتونونو، د پوهنې وزارت، د سرحدونو او قبایلو وزارت، د بیهقي کتاب خپرولو موسسه، د لیکوالو انجمن، د ژورنالیستانو انجمن، شخصي مطبعو او نورو بنسټونو کتابونه او رسالې چاپولې. په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې دولت دې چارې ته ځانګړې پاملرنه وکړه او زرګونه کتابونه چاپ شول، کله چې مجاهدین راغلل او کورنۍ جګړې پیل شوې، اکثریت لیکوالان او ناشران پېښور او کوټې ته کډوال شول. په دغو کلونو کې که څه هم په افغانستان کې دننه د کتابونو چاپول درېدلي وو، خو پېښور او کوټه د پښتو اثارو لپاره د چاپ او خپراوي مرکزونه شول، زرګونه سرلیکه کتابونه خپاره شول، اروپا او امریکا ته تللیو لیکوالو هم خپل کتابونه په پېښور او کوټه کې چاپول، د تکنالوژي او کمپیوټر په رامنځته کېدو د پښتو کتابونو د چاپ په برخه کې سهولتونه راغلل او ډېر کتابونه چاپ شول، د جمهوریت په کلونو کې د پښتو انتشاراتو بهیر خپل زرین دور ته ورسېد. د جمهوریت په شلو کلونو کې دومره پښتو کتابونه او متون چاپ شول، چې ښايي په ټوله شلمه پېړۍ کې هغومره آثار چاپ شوي نه وي. مهمه دا وه، چې د پښتو کتابونو مارکیټ رامنځته شو او د لومړي ځل لپاره پښتو کتابونه ډېر خرڅېدل . د متن د تولید، چاپ ، خرڅلاو او ګټې حلقه تکمیله شوه او ګڼو لیکوالو له حرفوي لیکنو ګټه وټه کوله، د پوهنتونونو استادانو خپل تدریسي کتابونه چاپول او محصلانو اخیستل. دولت له جمهوري ریاست څخه رانیولې تر ټولو فرهنګي بنسټونو پورې په پښتو کتابونه، رسالې او رسنۍ چاپولې. ځينې چاپخونې او انتشارات په لویو موسسو بدل شول. دانش خپرندویه ټولنه، مومند خپرندویه ټولنه، میوند خپرندویه ټولنه، اکسوس خپرندویه ټولنه، سروش خپرندویه ټولنه، بهیر مطبعه، شاه محمد کتابتون، احمدي مطبعه او په کندهار، پکتیا، ننګرهار او نورو پښتني ولایتونو کې لسګونه نورې مطابع او انتشارات و، چې کتابونه یې خپرول. د کتاب چاپ او مارکیټ په یوه لوی بازار بدل شو او کتابتونونه غني شول. په میلیونونه مخه پښتو متن تولید او چاپ شو. د طالبانو په راتللو دا هرڅه په ټپه ودرېدل. خپرندویه ټولنې له اقتصادي پلوه په ملا ماتې شوې، د کتاب بازار سقوط شو، بې وزلي او فقر زیات شو، محصلانې نجونې په کور کېناستې، لوستي پښتانه کډوال شول، پوهنتونونه نیمګړي شول او کتابونو لوستونکي وبایلل، د کتابونو د مارکیټ د سقوط درې عوامل وو:
۱ـ اقتصادي ستونزې
۲ـ د لوستیو افغانانو وتل
۳ـ پر کتابونو د طالبانو سانسور
طالبانو یو اوږد لیست خپور کړ او لویه برخه چاپ شوي کتابونه یې ممنوع اعلان کړل، په دې توګه د کتاب چاپ، لوستل، لیکل او اخیستل تقریباً جرم و ګڼل شو، په دې کې لویه برخه کتابونه په پښتو ژبه و. حتی د ملنګ جان غوندې محبوب او ټولو پښتنو ته د منلي شاعر پر کتاب هم بندیز ولګېده. اکثریت هغه کتابونه چې ملي فکر په کې و، یا د پاکستان په ضد وو یا یې د ټولنې اذهان روښانول، روښانفکري یې تبلیغوله، ویښتیا یې راوستله په سانسور شوي لیست کې شامل شول، د سانسور نوم پخپله د کتاب او خپراوي فرهنګ او مارکیټ فلج کړ. د کتاب د چاپ د اجازې لپاره یوه بیروکراتیکه پروسه لازمي شوه او یو کمیسیون وټاکل شو، چې هر چاپېدونکی کتاب باید وګوري او ترڅو د کمیسیون اجازه نه وي کتاب خپرېدلی نه شي، دغې چارې د کتاب خپرولو هڅه په ټپه ودروله.
بل لوی مشکل دا و، چې دا ځل پېښور او کوټه هم د پخوا په شان د نشراتو لپاره مناسب مراکز نه وو. کډوال راوشړل شول او پاکستان ته د فرهنګیانو تلل ناممکن وو. پېښور او کوټه پخپله د پاکستاني طالبانو او نورو افراطي ډلو تر فشار لاندې په امنیتي او پوځي ښارونو بدل شوي وو او د پخوا په شان د پښتو ژبې او فرهنګ لپاره کار ته مساعد چاپېریال له منځه تللی و. په دې توګه د طالبانو په دویم ځل واکمنۍ کې پښتو انتشارات په تېره یوه نیمه پېړۍ کې تر ټولو په بد او کمزوري حالت کې راغلل. لوی انتشارات له ورشکستګۍ، سانسور، تهدید او ګڼو محدودیتونو سره مخامخ شول او ناشران هم د کډوالو په کاروان ورګډ شول.
علمي او فرهنګي محافل
له ډېر پخوا څخه په افغانستان کې دپښتو ژبې د ودې او پراختیا لپاره فرهنګي ناستې جوړېدې. پښتو ټولنې، بیا د علومو اکاډمۍ، پوهنتونونو، لیکوالو انجمون، ادبي بهیرونو په سلګونو سیمینارونه، کنفرانسونه، سېمپوزیمونه، د کره کتنې غونډې، لمانځغونډې او د کتابونو مخکتنې جوړولې، په دې غونډو کې د پښتو ژبې د ودې او پراختیا او بډایینې لپاره علمي بحثونه کېدل، د ژبې د معیاري کېدو لپاره د اجماع پرېکړې کېدې، نوي علمي مفاهیمو ته پښتو معادل کلمات جوړېدل، علمي مقالې لوستل کېدې او بحث پرې کېده، بیا د دغو مقالو مجموعې چاپ کېدې. اوس د دغو ټولو غونډو د جوړېدو امکانات له منځه تللي دي. نه یې اقتصادي توان شته، نه یې فرهنګي اراده او نه هم هغه مینه او علاقمندي شته، د دغسې سیمینارونو ګډونوال کډوال شوي او په علومو اکاډمۍ کې د پښتو ژبې د ودې پرځای د استنجا پر اصولو بحثونه کیږي.
هنر
د پښتنو لپاره تر ټولو مهم هنر موسیقي ده. پښتو محلي موسیقي د هرپښتون په ژوند کې د هغه د ذوقي ژوند یوه برخه ده. طالبانو موسیقي حرامه وګڼله او د موسیقۍ هنرمندان یې توهین او تحقیر کړل، د هغوی وسایل یې پخپله په دوی مات کړل او لکه تکفیر شوي وګړي دوی یې تر سپکاوي وروسته توبې ایستلو ته اړ ایستل. سلګونه سندرغاړي او سازغږوونکي وتښتېدل ، لویه برخه یې په پېښور کې د اخراج له ګواښ سره مخ دي، هغوی چې غربي هېوادونو ته ولاړل د موسیقي له تولید او هنري کار څخه بې برخې شول. په غربي هېوادونو کې دوی مخاطبان نه لري، سازغږونکي سره تیت و پرک دي. طالبانو پښتو موسیقي تقریباً ووژله، نور نو په افغانستان کې دننه میداني موسیقي، کنسرتونه، په ودونو کې د هنرمندانو سندرې او حتی اتڼ غوندې محبوب پښتني دود هم حرام اعلان شو. نور هنرونه لکه سینما، تیاتر او نور چې له پخوا څخه هم په ښه وضعیت کې نه و، هم حرام وګڼل شول او ټولې دروازې یې وتړل شوې. افغان فلم لغو شو .
مشاعرې
په افغانستان کې د پښتو ژبې لویه برخه شاعرانو د ټولنې هنري او ښکلاییز ذوق خړوباوه. دلته سینما، تیاتر، انځورګري او نورو تجسمي هنرونو لږه وده کړې وه او پرځای یې ادبیات په تېره بیا شعر د ټولو د خوښې وړ هنرونه وو. له همدې امله مشاعرې ډېرې محبوبې وې. نارنج ګل مشاعر په ننګرهار کې داسې یوه مېله وه چې زرګونه افغانان ورتلل، په کندهار کې انار ګل، په لوګر کې سنځل ګل، په خوست کې چنار، په فراه، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، لغمان، کونړ ( کونړسیند مشاعره) او نورو ولایتونو کې هم مشاعرې جوړېدې حتی په بلخ و کندز و بغلان کې هم پښتو مشاعرې جوړېدې او ادبي بهیرونه جوړېدل، د ښځو ادبي بهیرونه رامنځته شوې وو چې ښځینه لیکوالې او شاعرانې په کې راټولېدلې ، طالبانو پر شعر رسمي بندیز ولګاوه او مشاعرې یې بندې کړې. د طالبانو حکم دا و، چې د شعر ویلو لپاره باید امارتي اجازه ترلاسه شي. د شعر د چینې وچولو د پښتو ژبې هنري او ذوقي ودې ته لوی تاوان ورساوه او په دې توګه یې له پښتنو څخه یوه خورا محبوبه هنري ناسته واخیسته.
له رواني پلوه د کرکې او نفرت راپارول
د طالبانو له واکمن کېدو سره دا کلیشه په استخباراتي ډول وپړسول شوه، چې ګواکې طالبان ټول پښتانه دي او پښتو طالباني ژبه ده. حال دا چې نه پښتانه ټول طالبان دي او نه هم ټول طالبان پښتانه دي. دغې استخباراتي کلیشې د نورو افغانانو حتی روښانفکرو پښتنو ذهنونه د پښتو او پښتنو په وړاندې حساس کړل. د طالبانو مخالفانو د دې پرځای چې یوازې طالبان د یوې ایډیولوژیکې افراطي ډلې په حیث هدف وګرځوي پښتانه او پښتو ژبه یې د خپلې کرکې و تعصب موخه وګرځوله. د طالبانو لوی تاوان پښتو ژبې ته دا و، چې پښتو ژبه او پښتانه یې د نورو د تعصب او بد چلند په وړاندې واقع کړل. طالبان د پښتنو او پښتو تر شا پټ شول او د دوی په وړاندې د دوی د هر مخالف ګوزار په پښتو او پښتنو راغی. دوی په ملي مسئله کې پښتانه له نورو سره ښکېل کړل او نه یوازې پښتو ژبې بلکې ملي روحیې ته یې هم تاوان ورساوه.
پښتو ژبې ته بل لوی تاوان په ټولیزو رسنیو کې د طالبانو د تبلیغاتي ښکنځلمارو ګومارل و. ټولو ته معلومه ده، چې طالبان یوشمېر کسانو ته پیسې ورکوي چې د دوی ستاینه وکړي او مخالفان یې وغندي ، دغه کسان هېڅراز اخلاقي حدود نه پېژني او له عقلاني منطق او استدلال څخه پردي دي. دوی د ښځینه وو په نومونو ادرسونه جوړ کړي دي . د مشهورو شخصیتونو په نومونو یې ادرسونه جوړ کړي. مثلاً په X کې د محمد اسماعیل یون او د هغه د مېرمنې آرین یون په نومونو د طالبانو مبلغان فعال دي، حال دا چې ښاغلي یون څو ځلې سپیناوی کړی چې نه دی او نه یې مېرمن په X کې کوم اکاونټ نه لري. طالبانو له دغو اکاونټونو څخه د لویو فرهنګي شخصیتونو سپکاوی پیل کړی دی او ټول پښتانه شخصیتونه ښکنځي. د دوی مخالفان پرعکس د مشخصو کسانو پرځای ټولو پښتنو او پښتو ته سپکې سپورې وايي . په دغه مبتذله فضا کې پښتو ژبې، پښتنو تاریخي شخصیتونو ،پښتو کتابونو او پښتني فرهنګ ته بېدرېغه سپکاوی کیږي او هره ورځ ښکنځل کیږي. په ټول تاریخ کې پښتو او پښتنو ته دومره ښکنځلې نه وې شوې لکه اوس چې د طالبانو له خوا دغې رامنځته کړې فضا له امله ورته کیږي. د طالبانو او د دوی د متعصبو مخالفانو د ښکنځلو او مبتذلو شخړو له کبله افغاني ټولیزې رسنۍ او خواله رسنۍ له ګټورې محتوا څخه خالي شوې دي او د دې پرځای چې ګټور متنونه خپاره شي ابتذال خپریږي. د خواله رسنیو هغه کاروونکي چې د عالي محتوا، ژبني عفت، علمي لیکنو او د ژبې د ودې لپاره فعال وو اوس د دغې مبتذلې فضا له کبله نور نو په ټولیزو رسنیو کې هغسې فعال نه دي.
پښتو له دولتي ملاتړ څخه محرومه ده
د امیرشېرعلي خان پر مهال په پښتو ژبه د دولتي چارو د پرمخ بیولو لومړۍ هڅې پیل شوې، عسکري اصطلاحات پښتو شول ، دولتي هیرارشي ته پښتو نومونه وټاکل شول ، د استقلال پرمهال محمود طرزي د پښتو ژبې د رسمي ملاتړ مانوفیست خپور کړ او تر هغه روسته پښتو ژبې تل له دولتي ملاتړ څخه برخمنه وه او د تاریخ له یوڅو دورو پرته چې په کې کورنۍ جګړې وې یا پښتنو ضد واکمنۍ واکمنې وې، نور نو همیشه دولتونو دپښتو د ودې و پراختیا رسمي سیاست درلود. د طالبانو په دواړو دورو کې دغه سیاست په ټپه ودرېد. طالبان په رسمي توګه په درېیو دلایلو د پښتو ژبې د ودې او پراختیا هڅه نه کوي:
۱ـله عقیدوي پلوه د پښتو ملاتړ ته ملتزم نه دي، پښتو ته خدمت کول د دوی له نظره اسلام ته ګټه نه لري. دوی د اصحابو د زمانې حکومت جوړوي او د اصحابو ژبه عربي وه.
۲ـاقتصادي امکانات یې نه لري. له اقتصادي پلوه پښتو پالل دوی ته تاوان پېښوي نو ولې یې وپالي؟
۳- ډاریږي، چې که د پښتو ژبې ودې و پراختیا ته کار وکړي، مخالفان به یې په پښتو پالنې تورن کړي.
پایله
پښتو ژبه او پښتنو په خپل معاصر تاریخ کې هيڅکله او له هېچا دومره زیان نه و لیدلی لکه له طالبانو څخه یې چې لیدلی دی.
پښتانه هېڅلکه دومره تحجر، شاتګپالنې، خرافاتو او له مدني ارزښتونو څخه پردي شوي نه وو، لکه د طالبانو پرمهال چې شول. اوس د پښتنو ژوند، فرهنګ، ژبه او ارزښتونه له تکفیري چلند سره مخامخ دي. ټول پښتني فرهنګ او ارزښتونه د دیوبندي اعتقاد په ترازو کې تلل کیږي او هر هغه څه چې د دوی عقیدوي اهدافو کې شامل وي هغه غیر اسلامي او حتی ضد اسلامي ګڼل کیږي.
پښتو چې د یوې فرهنګي ارزښتمحوره مجموعې ژبه ده، کله چې د طالباني تفکر او ایډیولوژي له مخې دغه مجموعه ضد اسلامي وګڼل شوه نو ژبې هم خپل ارزښت له لاسه ورکړ.
په دې توګه طالبانو تر بل هرچا او هرې بلې ژبې پښتون او پښتنو ته ډېر تاوان ورپېښ کړ.
بلخوا، د افغانستان د خبریالانو مرکز او د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان له طالبانوغوښتي چې د رسنیو قانون ته درناوی وکړي، پر ازادو رسنیو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او راډیوګانو ته اجازه ورکړي چې د ژورنالېزم د بنسټیزو اصولو پر بنسټ خپلواکه او ازاده توګه فعالیت وکړي او د افغانستان د خبریالانو او رسنیو په ملاتړ کې خپلې هڅې دوامداره او لا پیاوړې کړي.