• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د «بلوچستان د ازادۍ منشور» په پښتو ژبه؛ پر خپلواکۍ، سیکولر نظام او ولسواکۍ یې ټینګار کړی

زیار خان یاد
زیار خان یاد

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۱:۱۲ GMT+۰

د بلوڅانو د ازادۍ غورځنګ د «بلوچستان د ازادۍ منشور» د پښتو او فارسي په ګډون ګڼو ژبو باندې یو سیاسي سند وړاندې کړی، چې په‌کې د بلوچستان بشپړه خپلواکي، د سیکولر او ولسواک نظام رامنځته کول او د وګړو د بنسټیزو حقونو تضمین د مبارزې وروستۍ موخې اعلان شوې دي.

دغه منشور چې په څو برخو کې چمتو شوی، د بلوڅانو د یو خپلواک دولت نظر، حقوقي او سیاسي چوکاټ روښانه کوي.

د اشغال او وېش تاریخي روایت

د منشور په سريزه کې بلوچستان د بلوڅ ولس تاریخي او پلرنی ټاټوبی بلل شوی چې د نولسمې او شلمې پېړۍ د استعماري بدلونونو له امله د سیمې او استعماري قدرتونو ترمنځ ووېشل شو. په سند کې د میر نصیرخان بلوڅ د واکمنۍ پر مهال د بلوچستان د پولو یادونه شوې او وروسته د برېتانیا له‌خوا د دې خاورې نیول او بیا د هغې د برخو ایران او پاکستان ته ورګډول غندل شوي دي.

منشور ټینګار کوي، چې په ۱۹۴۷ کال کې د برېتانیا له وتلو وروسته بلوچستان خپله خپلواکي اعلان کړه، خو د سند د لیکوالانو په وینا دغه خپلواکي د ۱۹۴۸ کال د مارچ په میاشت کې د پاکستاني پوځ په ننوتلو سره پای ته ورسېده. د منشور جوړوونکي دا ګام «جبري اشغال» بولي او وایي، چې دا کار د ملتونو د خپل برخلیک د ټاکلو له حق سره په ټکر کې و.

د خپل برخلیک د ټاکلو حق او د مبارزې مشروعیت

د «بنسټیزو حقونو» په برخه کې د بلوڅ ولس مبارزه د یوه ازاد او ولسواک دولت د جوړولو لپاره مشروع او عادلانه حق بلل شوی دی. منشور څرګندوي، چې د انسانانو برابري، د ژوند حق، د فکر او بیان ازادي او د ښځو او نارینه‌وو بشپړه مساوات د راتلونکي مطلوب نظام اساسي ستنې دي.

په دې سند کې په ډاګه شوې، چې د بلوڅانو ملي غورځنګ سیکولر بڼه لري او دین له دولت او سیاست څخه جلا ګڼل کېږي. همداراز هر ډول مذهبي او ایډیالوژیک بنسټ‌پالنه د بلوڅ ټولنې له ارزښتونو سره په ټکر کې بلل شوې ده.

د ایران او پاکستان د حکومتي بنسټونو بایکاټ

د منشور له مهمو ټکو څخه یو دا دی، چې د ایران او پاکستان په پارلمانونو کې ګډون رد شوی دی. په سند کې ویل شوي، چې د دغو هېوادونو په سیاسي جوړښتونو کې برخه اخیستل د ازادۍ غوښتنې له اصولو سره اړخ نه لګوي. له سیاسي بهیرونو غوښتنه شوې، چې که منشور مني، نو له یادو بنسټونو څخه دې ځان وساتي.

په عین حال کې ټینګار شوی، چې د مبارزې ټولې لارې به د نړۍوالو قوانینو او د بشري حقونو د تړونونو په چوکاټ کې تعریف او عملي کېږي.

د راتلونکي سیاسي نظام طرحه: د بلوچستان ولسواک جمهوريت

په ورپسې برخو کې له خپلواکۍ وروسته د بلوچستان د سیاسي جوړښت وړاندیز شوی انځور بیان شوی دی. د دې طرحې له‌مخې به «بلوچستان ولسواک جمهوريت» ولري، چې لاندې موارد به رانغاړي:

• سیکولر او عصري اساسي قانون
• ټاکل شوی پارلمان د «هر وګړی، یوه رایه» پر بنسټ
• خپلواک قضایي ځواک
• ازادې او رڼې ټاکنې
• د واکونو جلاوالی او ملي شورا ته د دولت بشپړ ځواب ورکول

منشور د اعدام د سزا پر لغوه کېدو او د هر ډول شکنجې او غېرانساني چلند پر بندیز هم ټینګار کوي او ژوند د انسان تر ټولو بنسټیز حق ګڼي.

برابري، د تبعیض مخنیوی او د فساد پر ضد مبارزه

د «برابر فرصت؛ د تبعیض پر ضد» تر سرلیک لاندې هر ډول جنسي، قومي، مذهبي او فکري تبعیض رد شوی دی. منشور کې راغلي، په راتلونکي بلوچستان کې به قومي او مذهبي لږکي له مساوي حقونو برخمن وي او د هغوی د ژبې او کلتور ساتنه به تضمین کېږي.

همداراز د فساد پر ضد مبارزه، په دولتي چارو کې روڼتیا او د وړتیا پر بنسټ د مسوولانو ټاکنه د دې سند له مهمو اصولو څخه ګڼل شوې دي.

ملي پوځ او امنیتي جوړښت

په منشور کې له خپلواکۍ وروسته د «بلوچستان ملي پوځ» د جوړېدو یادونه شوې ده. دغه ځواک به د ټاکل شوي دولت تر قوماندې لاندې او د اساسي قانون په چوکاټ کې دنده ترسره کوي. د پوځیانو لاسوهنه په سیاسي او اقتصادي چارو کې منع بلل شوې او بې اجازې د وسلې ګرځول جرم ګڼل کېږي.

د بیارغونې او اقتصادي پراختیا تګلاره

منشور اقتصادي وده د خپلواک بلوچستان د دولت له لومړیتوبونو څخه بولي. د سیمې شتمنو طبیعي زېرمو، جیوپولیټیک موقعیت او سوداګریزو او انرژۍ ظرفیتونو ته اشاره شوې او د انرژۍ، لېږد رالېږد، زده‌کړو، روغتیا او ټېکنالوژۍ په برخو کې د عصري بنسټونو پر جوړولو ټینګار شوی دی.

په سند کې راغلي، چې د ټولو طبیعي زېرمو اداره او واک به د بلوچستان د ولس پورې اړه ولري او هېڅ بل هېواد به د دغو سرچینو د ګټې اخیستنې حق ونه لري.

د نړۍوالې ټولنې رول

د «شخړو حل» تر سرلیک لاندې له نړۍوالې ټولنې غوښتنه شوې، چې که خپلواکي رامنځته شي، د پولو په ټینګښت او د سیاسي او قضایي بنسټونو په جوړولو کې باید ورسره مرسته وکړي. همداراز وړاندیز شوی، چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې دې یو کمېسیون جوړ شي څو په بلوچستان کې د ورکو شویو کسانو او د بشري حقونو د سرغړونو څېړنه وکړي.

د «بلوچستان د ازادۍ منشور» یو داسې سند دی، چې هڅه کوي هم د بلوڅو ملي غورځنګ تاریخي دریځ پیاوړی کړي او هم د راتلونکي خپلواک دولت نظري چوکاټ وړاندې کړي. بشپړه خپلواکي، سیکولر نظام، پارلماني ولسواکي، د ښځو او نارینه‌وو برابري، د اعدام لغوه کول او اقتصادي پراختیا د دې سند اساسي محورونه دي.

د دغه منشور خپرېدل د بلوڅ ازادۍ غوښتونکو د سیاسي یووالي لپاره هڅه بلل کېږي او موخه یې دا ده، چې په کورني او نړۍوال ډګر کې د دوی د اهدافو او غوښتل شوي نظام رسمي انځور وړاندې کړي.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو ته د خواجه اصف خبرداری: د وینې حساب به په وینه اخیستل کېږي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د چهارشنبې په ورځ پر افغان طالبانو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې طالبان د پاکستاني وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي. هغه خبرداری ورکړ، چې که بریدونه دوام ومومي، د پاکستان حکومت به سختو او تاوتریخجنو ګامونو ته لاس واچوي.

خواجه اصف ټینګار وکړ، چې د پاکستان د ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو وینه به بې‌حسابه پاتې نه‌شي او حکومت به د «هرې څاڅکې حساب واخلي».

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په وروستیو اوونیو کې په پاکستان کې د مرګونو بریدونو کچه لوړه شوې ده. په تازه پېښه کې تېره جمعه په اسلام‌اباد کې د یوه ځانمرګي برید له امله ۳۳ لمونځ کوونکي ووژل شول او ۶۹ نور ټپیان شول. پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې د دې برید طرحه کوونکی د افغانستان وګړی و او دا برید د افغانستان له خاورې تنظیم شوی و.

سربېره پر دې، د بلوچستان ایالت هم په دې وروستیو کې د پراخو بریدونو شاهد و چې لسګونه کسان په‌کې وژل شوي دي. د پاکستان حکومت افغان طالبان تورنوي، چې بلوڅ بېلتون غوښتونکو ته یې پناه ورکړې او ملاتړ یې کوي. همداراز اسلام‌اباد په وروستیو ناکراریو کې د «هند د لاس» خبره هم کړې ده. خو طالبانو او نوي ډیلي دا تورونه تل رد کړي دي.

د پاکستان دفاع وزیر وویل، په داسې حال کې چې په دوحه، استانبول او جده کې خبرې روانې وې، «زموږ د زامنو وینه پر ځمکه تویېده».

د پاکستاني چارواکو او طالبانو ترمنځ څو پړاو خبرې شوې دي، خو بې‌پایلې پای ته رسېدلې دي.

خواجه اصف دا ادعا هم وکړه، چې افغان طالبانو د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د غړو د سرحدي سیمو څخه د لېږدولو لپاره د ۱۰ میلیارده روپیو غوښتنه کړې وه. د هغه په وینا، د پاکستان حکومت چمتو و چې دغه پیسې ورکړي، خو هېڅ ډاډ نه و چې دغه کسان به بیا پاکستان ته راستانه نه‌شي.

هغه زیاته کړه: «موږ نه‌شو کولای چې یوازې پیسې وسپارو. پاکستان به هغه وخت همکاري وکړي چې رښتینې، جدي او ګټوره هڅه ترسره شي». خو نوموړي خبرداری ورکړ: «که د وینې بیه وغواړي، نو د وینې حساب به په وینه واخیستل شي».

د پاکستان د دفاع وزیر د خپلو خبرو په بله برخه کې د ملي اسمبلۍ د مخالفو ډلو د مشر محمود خان اڅکزي پر څرګندونو هم نیوکه وکړه. اڅکزي په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ «د څلورو سیمو ځواک» بللی و.

خواجه اصف دا څرګندونې «غېرمسوولانه» او «د یوه ملي بنسټ د بدنامولو هڅه» وبلله او ویې ویل، چې پوځ د ټول هېواد استازیتوب کوي. بلخوا، محمود خان اڅکزي د چهارشنبې په ورځ وویل، چې پاکستان افغانستان د خپل پنځم ایالت په توګه ګڼي. هغه وویل، ترڅو چې دا ډول ذهنیت موجود وي، د دواړو هېوادونو اړیکې به ښې نه‌شي.

د طالبانو د یوه شنونکي هغه خبرې لانجمنې شوې چې پاکستانیان یې د امریکایانو تښتولو ته هڅولي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۵ GMT+۰

د طالبانو پلوي سیاسي شنونکي عبدالجبار ستانکزي د پاکستان اوسېدونکي په دغه هېواد کې د امریکایانو تښتولو ته هڅولي دي. هغه ویلي، دا د شرم خبره ده چې عافیه صدیقي لا هم په زندان کې ده، خو د پاکستان له دومره لوی نفوس څخه یو څوک پیدا نه شو چې «درې امریکایان وتښتوي».

هغه زیاته کړې، که پاکستانیان دا کار وکړي، نو د هغوی په بدل کې د یادې پاکستانۍ بندۍ د خوشې کېدو غوښتنه کولای شي.

عبدالجبار ستانکزي له یوې کورنۍ رسنۍ سره په خبرو کې د پاکستان د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې دا خبره کړې ده. د پاکستان د دفاع وزیر ویلي وو، چې د افغانستان جګړې «جهاد» نه وې. ستانکزي د دغه دریځ په ځواب کې ادعا وکړه، چې د پاکستان دفاع وزیر «په سخت ډول» په نشه‌یي توکو ککړ دی او پر خپلو خبرو واک نه لري.

دغه طالب پلوه شنونکي د عافیه صدیقي د دوسیې په تړاو وویل، چې نوموړې د پاکستان وګړې ده او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو په هڅه تورنه شوې ده. هغه زیاته کړه: «موږ له بګرام زندان څخه ۴۹ زره، له څرخي پله څخه ۳۵ زره او له ګوانټانامو څخه سلګونه بندیان ازاد کړي دي. یو بندي پاتې دی چې هغه به هم ژر ازاد کړو».

عافیه صدیقي چې د پاکستان تابعیت لرونکې د اعصابو ډاکټره ده، تر پنځو کلونو لادرکۍ وروسته په ۲۰۰۸ کال کې په غزني ولایت کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې د برید په تور ونیول شوه. وروسته په امریکا کې یوې محکمې هغه پر ۸۶ کلونو بند محکومه کړه.

عبدالجبار ستانکزي همدارنګه وویل، چې د پاکستان سیاست له پیل څخه د امریکا په لاس کې دی او که چېرې امریکا د اسلام‌اباد ملاتړ ونه کړي، د دغه هېواد حکومت به «ډېر ژر» نسکور شي. د هغه په باور، د پاکستان حکومت خپل خلک د «سپکاوي او ذلت» پر لور بیایي.

دغه طالب پلوي شنونکي زیاته کړه، هر هغه هېواد چې په‌کې «پوه او پرهېزګار» کسان د واک پر ګدۍ نه وي، د پاکستان په څېر د تباهۍ پر لور ځي. هغه ټینګار وکړ، تر هغه چې د پاکستان واک علماوو (ملایانو) ته ونه سپارل شي، دا هېواد به له جدي ستونزو سره مخ وي.

د نوموړي څرګندونو په پاکستان کې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي. ګڼو کاروونکو دا خبرې په پاکستان کې د ترهګریزو کړنو ښکاره هڅونه بللې ده.

عبدالجبار ستانکزي په همدې مرکه کې دا ادعا هم وکړه، چې پاکستاني چارواکي په خپل هېواد کې د طالبانو له مخالفانو ملاتړ کوي. هغه د افغانانو پانګونې او د نړۍوالو مرستندویو بنسټونو هغه مرستې یادې کړې، چې د کډوالو د اوسېدو له امله پاکستان ته ورکول کېږي او ویې ویل: «پاکستان د افغان کډوالو پر زور او شتمنۍ ژوندی دی». د هغه په اند، که افغانان له پاکستان څخه ووځي، د دغه هېواد اقتصاد به زیان وویني.

خواجه اصف: ښایي تر روژې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د «ترهګرو» پر وړاندې اقدام وکړو

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۲ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، هېواد یې ښایي د روژې میاشتې له پیل مخکې په افغانستان کې د «ترهګرو» پر وړاندې اقدام وکړي. هغه د یوې پاکستانۍ خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د امنیتي ګواښونو په وړاندې هر ډول ځنډ به یې د هېواد لپاره په لوړه بیه تمام شي.

خواجه اصف د «اې‌.ار.ای» نیوز چینل سره په خبرو کې ویلي، چې له طالبانو سره تر یوې کچې اړیکې لاهم دوام لري. هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې د وسله‌والو ډلو فعالیت لاهم نه‌دی کم شوی.

خواجه اصف زیاته کړې: «که د ډیورنډ کرښې بل اړخ چارواکي لاهم اقدام ونه کړي؛ نو مسوولیت یې پر خپله غاړه دی». د هغه په ​​وینا؛ پاکستان لاهم خبرې اترې غواړي، خو داسې وضعیت نه‌شي زغملی چې تر خبرو اترو وروسته یې په خاوره کې بریدونه وشي.

د پاکستان دفاع وزیر وایي، طالب چارواکو دا منلې چې دوی د امنیتي مسلو په اړه لیکلي تضمینونه نه‌شي ورکولی او یوازې شفاهي تضمینونه ورکولی شي. پاکستان ادعا کوي، چې په پاکستان کې ټول کېدونکي بریدونه په افغانستان کې پلانېږي؛ خو دا هغه ادعاوې دي چې طالبانو په وار، وار رد کړې دي.
له بل پلوه د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسیو ته خپل غبرګون د یوې پوښتنې په ډول مطرح کړی. هغه وایي، دا عجیبه نه‌ده چې د افغانستان یو انار پاکستان ته نه‌شي راتلای نو ترهګر څنګه راتلای شي؟

په افغانستان کې بندپاتې تر زرو ډېر پاکستاني زده‌کړیالان بېرته خپل هېواد ته ستانه شول

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۳ GMT+۰

د پاکستان د پارلماني چارو وزیر طارق فضل چودري ویلي، چې شاوخوا ۱۱۰۰ پاکستاني زده‌کړیالان له افغانستان نه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. هغه وایي، د ځانګړو اسانتیاوو له برابرېدو وروسته دغه کسان د هوا له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

طارق فضل چودري د سې‌‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) د پاکستان ملي اسمبلۍ ته د وینا پرمهال ویلي، چې دا مهال نږدې زر نور زده‌کړیالان په جلال‌اباد او کابل کې پر زده‌‌کړو بوخت دي.

نوموړي زیاته کړې، هغه زده‌کړیالان چې لاهم په افغانستان کې دي؛ په کابل کې د پاکستان له سفارت سره په اړیکه کې دي، سفارت هم په منظم ډول ورسره اړیکه ساتي؛ څو د هغوی امنیت ډاډمن کړي او د اسنادو او ویزو ستونزې یې حل کړي.

تر دې مخکې یوشمېر پاکستاني زده‌کړیالانو چې د لارو تړل کېدو له امله د میاشتو لپاره په افغانستان کې بند پاتې شوي وو، د خپل ناروښانه برخلیک او ښوونیز راتلونکي په اړه اندېښنه ښودلې وه.

طالبانو دغه زده‌کړیالانو ته ویلي وو، چې د پاکستان ډیپلوماتیکه استازولۍ باید له دوی سره په اړیکه کې شي او د دغه زده‌کړیالانو نوملړ په رسمي ډول او له مهر او تایید سره دوی ته وړاندې کړي.

د پاکستان د سند ایالتي اسمبلۍ د شرابو د خرڅلاو د بندیز پرېکړه رد کړه

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۰

د پاکستان د سند ایالت ولایتي شورا ته د متحد قومي غورځنګ (MQM) غړي انیل کومار یو پرېکړه‌لیک وړاندې کړی و، چې په‌کې په دې ایالت کې د الکولي مشروباتو د پېر او پلور د بشپړ بندیز غوښتنه کړې وه؛ خو دا پرېکړه اکثریت غړو رد کړه.

د راپورونو له‌مخې، له ولایتي شورا څخه غوښتنه شوې وه چې د دې ایالت اړوند باید د شرابو د خرڅلاو ټول موجود جوازونه لغوه شي.

د سند ایالت د قانون او کورنیو چارو وزیر ضیاءلنجار د یاد پرېکړه‌لیک مخالفت وکړ او ویې ویل، چې د داسې پرېکړې پلي کول به د ټولنې یوه ستره برخه له حقونو او اسانتیاوو بې‌برخې کړي. هغه د اسمبلۍ په غونډه کې وویل: «نن زما ملګري یو څه احساساتي ښکاري». له دې څرګندونو وروسته اسمبلۍ دا پرېکړه‌لیک رد کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د شرابو یو شمېر کارخونې په ښکاره ډول فعالیتونه لري او اسلام‌اباد ته مالیه هم ورکوي. همداراز د پلازمېنې اسلام‌اباد په ګډون د دغه هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې د شرابو د پلور ښکاره ځایونه او جواز لرونکي هټۍ شته دی.