• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ایران او پاکستان نه تر ۷۰۰ ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې یوازې د پنجشنبې په ورځ ۷۰۴ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون زیاته کړې، چې په همدې ورځ یې ۲۷۴ نورې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدولې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، چې له دې ډلې د ورېښمو پله له لارې ۱۹، د اسلام‌کلا له لارې ۱۱، د سپين بولدک له لارې ۴۱، د بهرامچې له لارې ۳ او د تورخم له لارې ۶۳۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۹۴زره کډوالې کورنۍ له ایران، پاکستان او ترکیې نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه وزارت په وینا؛ په دغه موده کې ۲۵۴زره او ۲۱۸ کسان له کورنیو پرته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې په ورته موده کې ۳زره او ۶۴۸ بندیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

د راډیو نړۍواله ورځ؛ یوناما د نسلونو روزلو او پوهاوي برخه کې د افغان راډیوګانو ونډه ستایلې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۷ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیالې جورجټ ګانیون د راډیو نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغاني ټولنې د وېښتیا او پوهاوي برخه کې د راډیوګانو رول ستایلی. ګانیون په افغانستان کې د راډیو له ټولو کارکوونکو ملاتړ څرګند کړی.

د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړۍواله ورځ ده. جورجټ ګانیون د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) په کابل کې په یوه راډيو کې د پيغام وړاندې کولو پرمهال ویلي، چې له یوې پېړۍ ډېرې مودې راهیسې په افغانستان کې راډيو په بېلابېلو ژبو نسلونه خبر کړي، روزلي او یو له بل سره یې نښلولي دي.

ګانیون ویلي: «نن ورځ موږ د افغان رسنیزو کارکوونکو او خبریالانو د یوې پېړۍ خدمت نمانځو». هغې په خپل پیغام کې زیاته کړې، چې نن هم راډيو د مېلیونونه افغانانو او په ځانګړې توګه لرو پرتو سیمو او کلیوالو لپاره د معلوماتو او باور اصلي سرچینه ده.

ګانیون د راډیو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د ټولو افغان راډيو ګانو له کارکوونکو سره خپل ملاتړ اعلان کړی. په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په دغه هېواد کې د راډیوګانو فعالیتونو د پام وړ محدودیتونو سره مخ شوي دي.

ګڼې خپرونې د خپلو منځپانګو له امله تر سخت څار لاندې دي او خبریالان د خپل کار پرمهال د امنیتي او سیاسي فشارونو سره مخ دي. په راډیو ګانو کې د ښځو ګډون او د غږ په خپرولو بندیز لګېدلی او ان یوشمېر راډیوګانې د ښځينه خبریالانو د فعالیت له امله تړل شوې هم دي.

د راډیو نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې په لومړي ځل په ۱۳۰۹ لمریز کال کې راډیویي خپرونې پیل شوې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۴ GMT+۰

نن د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړۍواله ورځ ده؛ په افغانستان کې راډیو په لومړي ځل په ۱۳۰۹ لمریز کال د وخت د پاچا غازي امان الله خان په دوره کې خپرونې پیل کړې، چې هغه مهال د «کابل راډیو» په نوم یادېده.

له هماغه پیله بیا د شلمې پېړۍ تر پایه همدغې راډیو په بېلابېلو نومونو د دولت په اډانه کې خپرونې کولې؛ خو د ۲۰۰۱ کال وروسته چې په افغانستان کې نوی بدلون رامنځته شو او د بیان د ازادۍ تر سیوري لاندې شخصي راډیوګانو ته هم د فعالیت موکه برابره شوه؛ نو د راډیوګانو شمېر تر ۳۰۰ زیات شو.

د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړۍواله ورځ په ۲۰۱۱ کال کې د یونسکو له‌خوا په رسمي توګه ونومول شوه، چې له هغې وروسته دغه ورځ هر کال د رسنیو د کارکوونکو له‌خوا نمانځل کېږي. خو له نن څخه ۱۳۱کاله وړاندې لومړنۍ راډیویي خپرونه په ۱۸۹۵ زېږدیز کال کې د هوا په څپو خپره شوه.

نن سبا د ټلویزیوني چېنلونو، وېب‌پاڼو، کېبلي او انټرنېټي شبکو د خپرونو سره، سره بیا هم د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې راډیو خپل مینه‌وال لري او ډېر خلک د ورځنیو پېښو په اړه اطلاعات او خبرونه د راډیو د څپو له لارې تر لاسه کوي.

په افغانستان کې د رسنیو او راډیوګانو پر وړاندې ننګونې

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې په ټول افغانستان کې کابو ۴۹۰ ټلویزیوني شبکو، راډيوګانو او چاپي ورځپاڼو فعالیت لاره، چې له دغه شمېر څخه ۱۴۷ ټلوېزیونونه، ۳۰۷ راډیوګانې او ۳۶ چاپي ورځپاڼې وې.
خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دغې ډلې په ګڼو ولایتونو کې راډیوګانو ته خبرداری ورکړی و، چې د ښځو غږونه او موسیقي به نه خپروي. د جمهوریت له پرځېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو سره د ۷۴ ټلوېزیونونو، ۱۱۹ راډیوګانو او ۳۲ ورځپاڼو فعالیتونه بند شول. طالبانو څو ځلې ځینې سیمه‌ییزې راډیوګانې د ښځو د غږونو او موسیقۍ خپرولو په تور د لنډې مودې لپاره تړلې وې.

د دې ترڅنګ د رسنیو کارکوونکي او خبریالان اطلاعاتو ته د نه لاسرسي او د طالبانو له‌خوا د پراخه محدودیتونو له امله سرټکوي.

ایران غواړي د افغانستان له لارې له چین سره په مستقیمه توګه د اوسپنې پټلۍ لاره وغځوي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۹ GMT+۰

ایران غواړي له چین سره په مستقیم ډول د افغانستان له لارې د رېل پټلۍ لاره وغځوي. د ایران د اوسپنې پټلۍ د بهرنۍ سوداګرۍ مشر شهریار نقي‌زاده ویلي، دغه پروژه به د ایران سوداګریزه لاره له چین سره ونښلوي او واټن به یې نږدې ۵۰ سلنه راکم کړي.

د هغه په وینا؛ د افغانستان له لارې له چین سره نښلېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانسپورتي اړیکو د پیاوړتیا لپاره اغېزمنه حل‌لاره ده. نوموړي د چین، قزاقستان او ترکمنستان له لارې د توکو د لېږد اوسنۍ ستونزمنې لارې ته اشاره کړې او ویلي یې دي، که نوې طرحه عملي شي؛ ایران به وکولای شي خپل توکي په اسانه توګه اروپا ته هم صادر کړي.

هغه زیاته کړې، دغه پروژه به د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګریزې او سیاسي اړیکې هم پیاوړې کړي. د طرحې له مخې؛ رېل پټلۍ به له ایران نه تر هرات وغځېږي، له هغه ځایه به مزارشریف ته ورسېږي او بیا به د واخان له لارې د چین له سین‌کیانګ ایالت سره ونښلول شي. دغه پټلۍ د ۱۴۳۵ ملي‌متر په پلنوالي سره طرحه شوې او په‌کې ۶۴ کیلومتره نوې پټلۍ تر هرات پورې جوړېږي.

ویل شوې، چې د یادې پروژې چارې به د ایراني شرکتونو ترڅنګ افغان شرکتونه هم پر مخ یوسي. نقي‌زاده زیاته کړې، چې اوس‌مهال ایراني توکي د قزاقستان او ترکمنستان له اوږدې لارې چین ته لېږدول کېږي؛ خو د نوې لارې په جوړېدو سره به واټن ۵۰ سلنه راکم شي او د توکو پر بیو به هم مثبت اغېز ولري.

بل خوا ایراني چارواکو ویلي، چې له افغانستان سره د رېل پټلۍ له لارې سوداګري ۳۸ برابره زیاته شوې ده. د دوی په وینا، د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د رېل پټلۍ له لارې صادرات ۱۵زره ټنه وو؛ خو په لسو میاشتو کې ۵۷۰زره ټنو ته رسېدلي، چې ۳۸ برابره زیاتوالی ښيي.

د برلین د فلمونو نړۍواله جشنواره د افغان فلم جوړونکې د فلم په نندارې پرانیستل کېږي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۲ GMT+۰

«ښه نارینه نه‌شته» فلم چې د شهربانو سادات له‌خوا جوړ شوی، د برلین د فلمونو ۷۶مې نړۍوالې جشنوارې د پرانیستونکي فلم په توګه غوره شوی دی. دغه رومانټيک کومېډي فلم په کابل کې د یوې ښځینه خبریالې کیسه بیانوي، چې باور لري په افغانستان کې ښه نارینه نه‌شته.

دغه فلم د «نارو» کیسه انځوروي، چې د یوې ټلوېزیوني شبکې خبریاله ده. هغه د خپل مېړه د خیانت له امله له هغه جلا شوې وي او وروسته له یوه خبریال «قدرت» سره اشنا کېږي، چې د مینې او انساني اړیکو په اړه یې نظر بدلېږي.

د برلینال د فلممونو نړۍواله جشنواره د فبرورۍ له ۱۲مې تر ۲۲مې نېټې پورې د جرمني د برلین په ښار کې ترسره کېږي او هر کال د نړۍ د سینما د غوره اثارو کوربه‌توب کوي. شهربانو سادات په خپله د دغه فلم اصلي رول (نارو) لوبولی دی او افغان لیکوال او هنرمند «انور هاشمي» د قدرت رول ادا کړی دی.

«ښه نارینه نه‌شته» د شهربانو سادات درېیم بشپړ اوږد فلم دی. اغلې سادات تر دې وړاندې هم د کانز فلم جشنوارې او نورو نړۍوالو غونډو کې د «لېوه او پسه» او «روزنتون» فلمونو لپاره ستایل شوې وه.

شهربانو سادات ګارډن ورځپاڼې ته په یوه مرکه کې ویلي: «د افغانانو ورځنی ژوند یوازې د جګړې ډرامه نه‌ده. موږ هم طنز، مینه او د خوښۍ شېبې لرو. ما غوښتل د دغه فلم له لارې په افغانستان کې د ښځو او ښو نارینه‌و یو بل ډول انځور وړاندې کړم او هغوی ته درناوی وکړم».

اغلې سادات د خپل فلم په اړه وویل، «د افغانستان لومړۍ رومانټیکه کومېډي» داسې اسانه موضوع نه‌وه چې ژر دې د خلکو پام ځان ته واړوي.

هغې زیاته کړه، خطر په غاړه اخیستل او لېوالتیا هغې ته د برلین فلم جشنوارې د پرانیستې موکه ورکړې چې هغه د مارټین سکورسیز او کوېن برادرز په څېر د مشهورو څېرو ترڅنګ ودرېږي.

د برلین فلم جشنوارې مشرې ټرېشیا ټوټل، شهربانو سادات «د نړۍ د سینما له زړه‌ راښکونکو څېرو» بللې او ویلي یې دي، چې هغې «د دغه فلم د جوړېدو لپاره ډېر ګواښ ومانه». فلم «ښه نارینه نه‌شته» د افغانستان، جرمني، فرانسې، ناروې او ډنمارک ګډ تولید دی.

په جلاوطنۍ کې د افغان مدافع وکیلانو ټولنه: د طالبانو جزایي اصولنامه مشروعیت نه‌لري

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۲ GMT+۰

په جلاوطنۍ کې د افغان مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه چې له بروکسېل فعالیت کوي وایي، د طالبانو جزایي اصولنامه له کورني او نړۍوال حقوقي پلوه مشروعیت نه‌لري. یادې ټولنې ویلي، دغه سند د «اسلامي شریعت»، د جزایي حقونو اصولو، بشري حقونو او د افغانستان له نړۍوالو مهمو ژمنو سره په ټکر کې دی.

په هغه اعلامیه کې چې د یادې ټولنې له‌خوا خپره شوې راغلي، چې د طالبانو جزایي اصولنامه په یو اړخیز ډول د افغانستان ټول پخواني قوانین او نړۍوالې ژمنې لغوه کړې دي. د ټولنې په وینا؛ دغه سند د منځ پانګې او جوړښت له پلوه هم د جزایي عدالت بنسټیز اصول او د انساني کرامت ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.

د افغانستان د محاکمو جزایي اصولنامه تېره میاشت خپره شوه او د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندازده په لاسلیک نافذه او لازم‌الاجرا اعلان شوې ده. د طالبانو د سترې محکمې ویاند د یادې اصولنامې منځ‌پانګه تایید کړې او ویلي یې دي، که افغانان «تعزیري» جرمونه ترسره کړي؛ د هغوی د ټولنیز دریځ له مخې به بېلابېلې سزاوې ورکړل شي.

په جلاوطنۍ کې د افغان مدافع وکیلانو خپلواکې ټولنې همداراز ویلي، بدني سزاوې لکه په دورو وهل له هغه نړۍوال کنوانسیون سره په ټکر کې ده چې افغانستان د شکنجې د مخنیوي په برخه کې منلي او ورسره یوځای شوی دی.

په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې د غلامۍ په رسمیت پېژندل، د جزایي مسوولیت لپاره د عمر نه ټاکل، د مذهبي ازادۍ محدودول، د مدني او سیاسي حقونو د نړۍوال میثاق نقض او جنسیتي تبعیض هغه موارد دي چې د افغانستان له نړۍوالو ژمنو ښکاره سرغړونې بلل شوې دي.

یادې ټولنې له دولتونو او نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې دغه اصولنامه دې له حقوقي پلوه ناقانونه اعلان کړي او د تطبیق مخه دې ونیسي.

همداراز دوی د بشري حقونو شورا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، د تړونونو له کمېټو او یوناما دفتر څخه غوښتنه کړې چې دغه اصولنامه له بشري حقونو د جدي سرغړونې سند په توګه ثبت او راپور کړي او په ځانګړي ډول یې د ښځو، ماشومانو او زیان‌منونکو ډلو پر حقونو د تطبیق اغېزې وڅېړي.